د قامي مرض تشخيص او علاج – خان عبدالولي خان

پالمرنه: دا مضمون “پښتون” مجله کښې د جولائي پۀ مياشت کال ۱۹۹۱ کښې چاپ شوے ؤ . د رهبر تحريک خان عبدالولي خان بابا هره ليکنه او هره وېنا يو تاريخي حېثيت لري، لکه چې څنګه د عنوان نه معلومېږي دا ليک د موجوده وخت سياسي او جغرافيائي او پۀ خارجي سطحه باندې د پښتنو پۀ نړۍ کښې قامي تشخص او بقا لپاره ډېر مهم دے . بايد چې هر پښتون پۀ سړه سينه او ښۀ پۀ ژور نظر دا مضمون ولولي او هر پښتون ته ئې ورسوي . ما دا خپله قامي فريضه ګڼله، اوس د لوستونکيو ذمه واري جوړېږي چې هر پښتون ته ئې ورسوي ځکه چې د قام د وحدت او سوکالۍ راز پۀ دې مضمون کښې پنهان دے . . . انور على، کراچۍ

(کراچۍ نه د تکړه کارکن او ملګري انور علي پۀ انتخاب او مرسته)

بغض،حسد،کينه،د پښتنو دا توده وينه

خدايا ! تۀ ئې بدله کړې د خپل روکي پۀ مينه

مينه،مينه،مينه مې د قام د رنځ علاج دے

(اکبر)

د ډېر وخت نه دا پوښتنه پۀ يو شکل او بل شکل کښې کېږي چې د بدبختۍ وجه څۀ ده ؟ او د دوي دا اوږده او زبونه شپه به څنګه او کله پۀ روڼ سبا بدلېږي . ؟

د قام او د يو فرد مثال پۀ دې سلسله کښې يو دے . يو انسان چې ناجوړه شي نو حکيم يا ډاکټر له لاړ شي چې د هغۀ د مرض تشخيص وکړي يعنې مرض ئې معلوم کړي او بيا د هغې مرض علاج وکړي چې بنيادم جک جوړ او د خپل کارروزګار جوګه شي . دغه مثال د قام هم دےکۀ د وطن والو دا خيال څۀ چې دا يقين وي چې دا قام ناجوړه دے او د ژوند پۀ هره څانګه يعنې شخصي ازادي،انساني حقوق، سياسي او ائيني قانوني او اخلاقي حقوق ئې غصب دي، معاشرتي او معاشي طور غلامان دي، طبقاتي تضاداتو له هوا ورکېدےشي، خو لنډه او اوږده ئې دا چې د پښتون قام نن هر جانبه او پۀ هره څانګه د ژوند کښې خپل انساني حقوق نۀ لري او څۀ نه څۀ ته چې پۀ ننۍ مهذبه دنيا کښې د ژوند بنيادي ضروريات وئيلےشي د هغې نه پښتون من حېث القوم محروم دے .

د مرض د معلومولو او تشخيص نه مخکښې مريض چې ډاکټر له لاړ شي نو ورته وائي لامې خېټه کښې درد دے، سر مې خوږېږي، سينه کښې مې برېښ دے او لا د معدې تکليف دے وغېره وغېره . نو ددې علاماتو پۀ رڼا کښې ډاکټرصېب بيا د خپل علم،پوهې او تجربې پۀ بنا تشخيص وکړي. نو علاج لپاره د مرض تشخيص بنيادي قدم دے او د تشخيص لپاره د علاماتو معلومول او ټاکل بنيادي قدم دے يعنې اولنےقدم علامات، دوېم تشخيص دےاو درېم علاج ۔

نو راځئ چې اوس په شريکه (ځان ځاني نا) پۀ دې علاماتو غور وکړو چې تشخيص ته پۀ رسېدو کښې مشکل پاتې نۀ شي . مونږ چې د قامونو تاريخ ته ګورو نو هغوي د ترقۍ د مختلفو دورونو نه تېرېږي . ډېر لرې به شاته نۀ ځو ولې دا خبره خو يو تاريخي حقيقت دے چې هم دا پښتانۀ وو چې دوي د کابل نه واخله تر هندوستان او هم داسې پۀ ايران حکمراني کړېده .نو بنيادي سوال دادے چې دا اوس لا کومه ورپېښه شوله چې داسې خواروزار، ټوټې ټوټې او در پدر او هغه د رحمت شاه سائل خبره چې:

پۀ جنتي مزکه نهر ګرځمه

بيا به ډېر لرې نه ځو او د مغلو د شنهشاه اکبر زمانې له به لاړ شو، هغۀ چې ډيلي ته د کابل پۀ تخت پسې خپل فوځونه ولېږل نو اولنے شکست ورله اپريدو پۀ خېبر ورکړو، په دوېم ځل ئې د مومندو پۀ لار فوځ روان کړو نو هغه ورته مومندو پۀ کړپه راوزغلولو، پۀ درېم ځل ډېر پۀ قارشو او يو قوي فوځ ئې د بيربل وزير سره د يوسفزو په لاره روان کړو چې هغوي ورله د کړاکړ په لاره شکست ورکړو او بيربل هم دې جنګ کښې مړشو . داسې بيا د شنهشاه هندوستان پۀ زړۀ کله ځائېده ، هغه پۀ دې نتيجه ورسېدو چې پښتون يو داسې قام دے چې پۀ جنګ ئې نۀ شم وهلے ولې علاج خو ئې ضرور پکار دے . نو د ډېر سوچ،غور او فکر نه پس ئې پۀ دې پاليسۍ عمل شروع کړو چې پښتانه دوه خوبۍ لري، يو د دوي اجتماعي ژوند او قبائيلي اتفاق او تړون دے او دوېم دا چې پښتانۀ ټول پۀ ټوله مسلمانان دي نو چونکې دوي له د جنګ پۀ مېدان شکست نۀ شي ورکېدے نو اوس دوي کښې دننه داسې کمزوري پېدا کول غواړي چې دا د اجتماعي ژوند تړون او قبائيلي اتفاق ئې د منځه يوړے شي او بله دا چې د دې غرض د حاصولو لپاره د پښتون د اسلام سره عقيدت نه مؤثره فائده اخستے شي ۔.

د اکبر باچا نظر بازو سترګو دا پۀ څرګنده وليدل چې پښتون دوه مشران لري يو قامي او بل مذهبي نو کار ورو ورو راغونډېدو چې کۀ شنهشاه اکبر د پښتون دا داوړه مشران پۀ څۀ طريقه د خپل ځان له پاره استعمالولے شي نو امېد دے چې کار به تر سره ورسي نو شنهشاه اکبر او د هغۀ د وزيرانو او مشيرانو عقل،پوهه او پۀ تېره تېره سلطنت مغليه د هندوستان دولت ته کار پۀ حواله شو چې داسي لارې چارې راوباسي چې د پښتون دا دنياوي او ديني مشران دواړه پۀ شريکه د خپل غرض او مقصد لپاره استعمال کړي او مقصد صرف يو ؤ چې د پښتنو د اجتعماعي ژوند تړون او قبائيلي اتفاق د منځه يوسي. دوي کښې پرې جمبې، تربګنۍ او دشمنۍ پېدا کړي او د مذهب پۀ پاکه سپېځلې نامه د پښتنوپۀ منځ کښې نفاق او فرقه وارانه بغض پېدا کړي چې ورو ورو او قدم په قدم هغه خپل بنيادي مقصد حاصل شي او کوم قام له چې د جنګ پۀ مېدان شکست نۀ شي ورکېدے هغه د کورنۍ بې اتفاقۍ او ځان ځاني حېثيت پۀ توره پۀ خپل مېنځ کښې ووهلے شي . دا هغه مثال ؤ چې پۀ ګوړه مري نو زهرو ته څۀ حاجت؟ پۀ جنګ کښې خو د مغلو د مال دولت سره د سړو او فوځيانو هم تاوان ؤ . دا اوس کار اسان ؤ. تُوره ټوپک او وسله مغلو خپلو ملګرو، دنياوي مشران، ملکانان او خانانو له ورکوله چې دواړه اړخه ته ئې پښتانۀ به خپل منځ کښې مري او دولت او مال ئې راخورکړو او پۀ مذهبي عالمانو کښې ئې داسې خپل ملګري پېدا کړل چې د ” پيرروښان ” نه ئې پښتنو ته ” پير تاريکے ” جوړ کړو او پۀ دا شان شنهشاه اکبر هغه خپل مقصد حاصل کړو کوم چې ئې په فوځي جنګونو نۀ شوحاصلولے ۔

هم دا د شنهشاه اکبر مجربه او پۀ کاميابۍ سره تجربه شوې نسخه بيا هم په دې منطقه کښې دورانيانو او ورپسې سکهانو ډېره پۀ کاميابۍ د خپل غرض لپاره استعمال کړله .تفصيل به دا مضمون ډير اوږد کړي خو د پښتنو د تاريخ دغه اړخ هر چاته څرګند د ے.صرف دومره عرض به ضرور کول غواړي چې د شنهشاه اکبر سره د ديني عالمانومرستې خو بيا هم څۀ جواز لرلو ولې چې کله سکهان راغلل نو دا څومره د تعجب خبره وه چې دهغه وخت د پښتنو دنياوي او ديني دواړو مشرانو د سيد احمد بريلوي صېب او اسماعيل شهيد غوندې د اسلام پۀ جذبه راغلي مسلمانانو مجاهدينو خلاف هم ۀخلقو د سکهانو سره مرسته کړېده . نو هغه د مسلمان هغه تميز هم د منځه ووتو او د برېلوي صيب او اسماعيل شهيد غوندې د اسلام پۀ جذبه راغلي مسلمانان مجاهدين هم د سکهانو د زرخريدو ديني مشرانو پۀ ذريعه وزغلولے شو او شهيدان شو ترڅو د سکهانو حکمراني قائمه شي ۔

دامجربه نُسخه ښۀ پۀ کاميابۍ استعمالېدله چې پېرنګے پرې د پاسه راغے. د اتلسمې صدۍ د صنعتي انقلاب پېداوار، دجديد سائنسي دور ماهر او د هندوستان د فتح کولو نه پس دې د پښتنو خاورې ته پۀ داسې وخت کښې راورسېدو چې د فوجي طاقت او نوې وسلې نه علاوه پۀ سازشونو اودهوکې،بې لوظۍ او د هر قسمه بې ايمانۍ او بدديانتۍ لپاره ښۀ پۀ کور پوره او د شنهشاه اکبر د وخت نه راواخله دا پۀ سوونو کلونو تجربه شوې کاميابه نُسخه هغۀ ته تياره او مکمله پۀ ګوتو ورغله او دائې هم وليدل چې د پښتنو دنياوي مشران خو پۀ دولت او منصب خرڅېدل خو ډېر خوشحاله او مطمئن پۀ دې شو چې د پښتنو ديني عالمان هم اوس د مذهبي تړون نه وتلي دي او کۀ پرون ئې د کافر سکهانو سره د مسلمان بر خلاف سازش کولو نن به کافر پېرنګي ته دغه ديني عالمان د مسلمانانو بر خلاف پۀ استعمالولو کښې څه مشکل ؤنۀ لري ۔

پېرنګي چې په کومو سازشونو، بډو رشوتونو د پښتنو دا دروند سلطنت ټوټې ټوټې او برخې برخې کړو هغې کښې هغۀ د شنهشاه اکبر دغه مُجربه نُسخه ډيره پۀ کاميابۍ استعماله کړه او دُنياوي مشرانو نه علاوه ئې پۀ خصوصيت سره ديني مشرانو، مليانو، پيرانو او ګدي نشينو نه څومره ښېګړه پۀ دې سلسله کښې واخسته، هغه د پېرنګي د خپل لاس ليکلي کتابونو او دستاوېزاتو کښې ټکي پۀ ټکي ليکلي پراتۀ دي. نُسخه هم هغه د شنهشاه اکبر او مقصد هم هغه د اکبر باچا چې د پښتنو د اجتماعي ژوند تړون او قبائيلي اتفاق د منځه يوسي .او د خان،ملک او سردار سره پير،عالِم او عام مُلا د دې غرض لپاره استعمال کړي. قبائيلي تړون او د پښتنو ورورولي تباه کړي. قامي خانان وغورزوي، خپل خانان او ملکان پېدا کړي او هغه د پېرنګي خبره چې خپل بُوټي نال کړئ. چې د پېرنګي پۀ دولت او مرسته قام دغه خپلو خانانو ته کښېني او هم دا رنګې ديني عالم هم د هر هغه قامي او قام پرسته حرکت برخلاف استعمال کړي، د پښتون اسلام سره د مينې ناجائزه فائده واخلي او اسلام هم صرف د خپل سامراجي او نوابادياتي مفاداتو لپاره استعمال کړي او مُلا صېب دا فتوي پۀ لاس ولاړ وي چې پېرنګے خو اهل کتاب دے، دۀ سره نکاح روا ده او هم دا اسلام د هر محب وطن مشر پۀ خلاف پېرنګي ډېر پۀ استاذۍ استعمال کړېدے. کۀ هغه پرون د افغانستان امير امان الله خان ؤ نو هم د هغۀ کډه د اسلام پۀ زور پورته کړې شوېده. د کفر فتوې لګول خو د پېرنګي د ګس لاس کرتب ؤ او اوس خو دې کښې د شک او شبې هېڅ څۀ ګنجائش ځکه نشته چې دا هر څۀ خو پېرنګي پۀ خپل لاس ليکلي پرېښي دي. د هغې مُليانو،پيرانو او عالمانو نومونه يو پۀ يوهلته لندن کښې پراتۀ دي، د هغوي پۀ خپله لائبرېرۍ کښې پراتۀ دي، د هغوي د مياشتې تنخوا درج ده او د هغې خانانو نومونه درج دي د چا پۀ ذريعه چې به دا تنخواګانې وخت پۀ وخت وررسولې شوې ( د مُلا نه يو تپوس ضروري دے چې پېرنګے اهل کتاب دے، منو خو دا يهودي خو هم اهل کتاب دے نو د اسرائيل پۀ حقله دې څۀ فتوي ده )؟

نو نن چې ورته مونږ ګورو نو د پېرنګي مقصد حاصل شو . پېرنګي د پښتون کور ( لوئے افغانستان ) وران کړلو، پښتانۀ ئې ټوټې کړل، څۀ برخه لاړه بلوچستان سره شامله شوه، څۀ ياغستان شو، څۀ قبائيل علاقه، څۀ رياستونه ( سوات،دير،چترال او امبا ) څۀ ايجنسۍ او څه ئې د شمال مغربي سرحدي صوبې پۀ نامه ضلعې کړلې . مقصد يواځې د پښتون د کور ورانول نۀ وو بلکې د روس برخلاف دلته يوه د اسلام قلعه جوړول ؤو چې د اشتراکي نظريې پۀ مقابله کښې اسلام د خپل غرض لپاره استعمال کړي او هغه ټولې درې کۀ بلوچستان،بولان او کۀ خېبر او ملاکنډ دا ټولې پۀ خپله قبضه کښې وساتي، چې د ضرورت پۀ وخت کښې د روس برخلاف استعمالېدے شي او اهمه خبره دا ده چې د هر هغه حرکت لا تحريک مخه ونيوې شي چې کوم د دې پاليسۍ برخلاف استعمالېدے شي يعنې پېرنګي پۀ شنهشاه اکبر هم ورواړوله . د پښتون کورئې ټوټې کړو . افغانستان نه ئې لاس پښې پرېکړل . د بهر دُنيا سره ئې ورله ټولې لارې بندې کړي .قبائيل ئې پۀ ايجنسو داسې تقسيم کړل او داسې دېوالونه ئې تر منځه ووهل چې د هغوي يو بل سره هېڅ تړون او تعلق پاتې نه شُو . کۀ نن د پښتونخوا نقشې ته وګورئ نو رېل ګاډے پېرنګي دې بېلې بېلې درې ته بوتلے دے، ملاکنډ نه تر درګۍ پورې رېل تلے دے، خېبر نه تر لنډي کوتل داسې ټل، بنو او ټانک ته ځو . اخوا بولان دره کښې تر چمن خو د دې ګاډو پۀ خپل منځ کښې هېڅ څۀ تړون نشته يعنې درګۍ نه لنډي کوتل لا ټل لا بنو او لا چمن ته پۀ ګاډي کښې نۀ شې تللے . دا ئې انتظامي (ايډمنسټرېټو) تقسيم وکړو او تقسيم هم داسې چې ياغستان کښې يو قانون ( لا د سره هډو قانون نه ) پۀ قبائيلي علاقو کښې بل څۀ نظام، د ايجنسو خپل قانون ( د ايجنسو د قانون پۀ سلسله کښې مونږد صوبې ګورنر برېګيډئير جنجوعه نه تپوس وکړو چې د ايجنسو څۀ قانون دے چې تۀ هغه د هغې پابند ګڼې . وئيل ئې د انګرېز د وخت د کال ۱۸۴۵ء قانون يعنې دې فوجي ګورنر صېب ته دا هم لا تر اوسه پورې چانه دي وئيلي چې پېرنګے خو څلورڅلوېښت ۴۴ کاله وشو چې مونږ شړلے دے او تۀ لا هغه شان د هغۀ د قانون نن هم ځان څۀ چې مونږ هم پابند ګڼې ) او د رياستونو خپل مطلق العنانه حاکمان او دا د پښتنوعلاقه پېرنګي اول د افغانستان نه راوشوکوله او داسې ئې راوشکوله چې بې پاسپورټه او ويزې پښتانۀ خپلې خاورې ته د تلو اجازه نه لري او بيا ئې دا صوبه د باقي هندوستان نه راجدا کړله چې هسې نه چې د هندوستان د اولس د ازادۍ د تحريک اواز چرته د پښتنو پۀ غوږ ولګي ۔

نو دغه دے د مرض تشخيص چې د سوونو کلونو د نوابادياتي،سامراجي او سرمايه دارانه،جاګيردارانه نظام د طرفه د پښتون پۀ معاشره کښې د نفاق،بې اتفاقۍ او ځان ځانۍ احساس پيدا کولے شي، چې اجتماعي سوچ او ذهن ختم کړي او د اسلام د سپېځلي تعليم پۀ موجودګۍ کښې د ماده پرستۍ پۀ ذريعه هغه روحاني سوچ او ذهن ختم کړي چې هر سړے دولت او صرف دولت د ژوند واحد مقصد وګڼي او َ دې مقصد لپاره پېرنګي زمونږ د دين او دُنيا دواړه مشران ډېر پۀ کاميابۍ سره استعمال کړيدي . د دې بل اړخ کۀ وکتے شي نو پۀ دې توره تيارۀ کښې داسې مشران وخت پۀ وخت پېدا شوي دي چې هغوي د پېرنګي پۀ دې پاليسۍ رسېدلي دي او کوشش ئې کړے دے چې قام راويښ کړي، د پېرنګي پۀ سازشونو ئې خبر کړي او د هغۀ د غلامۍ نه د خلاصولو لپاره قام منظم کړي . اوس به دې خپل دور له راشو، پېرنګي د قام تحريک د خدائي خدمتګارۍ لپاره د خپلو ملګرو دنيائي مشرانو،خانانو،خان بهادرانو،نوابانواو سردارانو پۀ ذريعه د منظم تحريک پۀ مقابله کښې د مسلم ليګ بنياد کېښود. او چونکې پۀ هندوستان کښې يو قامي او ملي تحريک د ملک د ازادۍ لپاره د کانګرېس پۀ نوم جوړ شو چې پۀ کښې د هندوستان ټول اوسېدونکي هندوان، مسلمانان، سکهان، عيسايان او پارسيان موجود وو او پېرنګے ډېر زهير او وارخطا پۀ دې شو چې د ټول هندوستان د ټولونه لويه ديني مدرسه دارالعلوم دېوبند هم د دې انګرېز برخلاف پۀ دې جهاد کښې د کانګرېس سره پۀ شريکه راپاڅېدۀ. نود دېوبند مقابلې ته عليګړهـ مسلم يونيورسټي جوړه شوه او پۀ ديني عالمانو پېرنګي داسې کار شروع کړلو چې هغوي هم د دغه دېوبند دارالعلوم برخلاف يو محاذ جوړ کړلو او داسې مليان ئې پېدا کړل چې هغوي د پېرنګي لپاره داسې فتوې چاپ کړې چه څوک د کانګرېس سره د ملک پۀ ازادۍ کښې شاملېږي نو هغه کافران دي . اسلام د کافر پېرنګي د سلطنت،تاج او تخت لپاره څنګه پۀ ډاګه او بربنډه استعمالېدۀ ۔

ملک ازاد شو او د پېرنګي هغه سپېرۀ قدم پورته شو . هغه د پېرنګي پليت سياست د ټولونه لوے ظلم مسلمانانو سره وکړو، هسې خو وئيلے شي چې پېرنګي هندوستان تقسيم کړو ولې پۀ حقيقت کښې هندوستان نه بلکې مسلمانان تقسيم شوي دي. نن د موجوده پاکستان نه ډېر مسلمانان پۀ هندوستان کښې پاتې دي، اخوا ئې بنګال تقسيم کړو، پۀ متحده بنګال کښې د مسلمانانو اکثريت ؤ، وزيراعلي به ئې مولوي فضل حق سهروردي لا خواجه ناظم الدين ؤ . ولې هغه بنګال ئې تقسيم کړلو او سپينه کوئله او د کلکتې بندر او کارخانې ئې هندوستان له ورکړې او مسلمانانو له ئې شاړې او جبې او د سيندونو سېلابونو پۀ رحم و کرم علاقې د مشرقي پاکستان پۀ نامه راجداکړې، نو بيائې هغه مشرقي پاکستان نه بنګله دېش جوړ کړو، خو هله چې مسلمان پۀ خپله د خپل مسلمان پۀ لاس دغه ملک لتاړکړلو او پۀ لکونو بنګاليان نر ښځې ئې قتل او تباه برباد شو. دغه عمل ئې دېخوا مغربي برخې سره وکړو . پنجاب هم دغسې د مسلمانانو اکثريتي صوبه وه، وزيراعلي به لا سرسکندر حيات او لا خضرحيات ؤ، هغه ئې تقسيم کړله او چې د ګورداسپور ضلع ئې پۀ تقسيم کښې هندوستان له ورکړله نو پۀ دا شان ئې د هندوستان پُله کشمير له راورسوله او دغه مسلمانان ئې هم ځاے ته کړل ۔

ملک خو ازاد شو خو د شنهشاه اکبر نه راواخله او پۀ پېرنګي ئې ولګوه، هغه کرلي بوټي ونې شوې او جرړې ئې ډيرې لاندې تلي دي. د پېرنګي کرلي تخمونه زرغون شويدي . د پېرنګي د لاس جوړ خانان او نوابان اوس ښۀ قوي دي. عالمان،پيران او مشائخ سره خپلو کښې پۀ خپلو کښې داسې نښتي دي او د اسلام نه ئې يوه داسې معمه جوړه کړې ده چې هغه سم دم اسلام ئې متنازعه کړو، هغه اصل روح د اسلام ورک دے او نن د اسلام پۀ نوم دومره تنظيمونه او جماعتونه دي چې سړے پوهېږي نا چې چا پسې روان شم او کم به صحيح اسلام وي؟

نو زاړۀ دورونه به تاريخ ته پرېږدو، چې باچاخان راپاڅېدو د خدائي خدمتګارۍ بنياد ئې کېښودو نو د پېرنګي د غلامۍ او د هغۀ د پاليسو پۀ رڼا کښې ئې دا خبره څرګنده کړله چې پېرنګي د َ پښتنو کور وران او ټوټې کړ ے دے. د پښتون د بچي د خلې نه ئې ډوډۍ خپل بچي له يوړه، د پيرنګي بچے پۀ بنګله، موټر او عېش عشرت کښې اوسي او د خاورې خپل بچے نهرنهور، وږے تږے او بربنډ لغړ ګرځي. نو قام ته ئې غږ وکړو. چې راپاڅئ چې دا پېرنګے لري کړو. او چې ازادي راشي نو دا تيت او پرک او تس نس پښتون به لکه د پخوا پۀ يو ټغر او نغري راټول کړو او د پېرنګي د بچي نه پاتې دا همه خواږۀ به د پښتون د بچي کړو. پېرنګي خپل دواړه ملاتړ هم مُلا او هم خان د دې قامي او ملي تحريک بر خلاف استعمال کړل . د کافر پېرنګي د مفادو د تحفظ لپاره بيا د پښتنو ديني مشران د مسلمان پښتون او خدائي خدمتګار بر خلاف استعمال شو خو اخر پېرنګي کډه وکړه ۔

مطلب ئې دا دے چې د مرض تشخيص خو باچاخان او د هغۀ ملګرو خدائي خدمتګارو وکړو. علاج ئې هم تجويز کړو چې کۀ د پېرنګي دا پليت او منخوس قدم لرې شي نو مونږ به د خپلې خاورې پۀ خپله خاوندان شو او دابه د قام پۀ ښېګړه راولو. بې کچه قربانۍ وشوې، وينې وبهېدې، ډېرې مېندې بورې او پېغلې کونډې شوې، ډېر ګلالي بچي يتيمان او بې اسرې پاتې شو. ولې دا هم يوه تاريخي واقعه ده چې باچاخان د خپل سياسي جدوجهد نتيجه پۀ خپل ژوند وليدله. د پېرنګي د سوونو کلونو د غلامۍ دور ختم شو. د يو سياسي مصلح او د قامي مشر لپاره د دې نه لويه د سرلوړۍ خبره بله څۀ کېدے شي چې خپل خواروزار، تيت پرک او بې اتفاقه قام پۀ يو داسې مزي وتړي او يو دومره قوت ترې نه جوړ کړي چې د سامراج انګرېز مقابلې ته ئې ودروي او بيا دغه تحريک پۀ هغه خپل مقصد کښې کامياب شي يعنې ازادي وګټي. ازادي خو راغله خو هغه رڼا ! رڼا څۀ کوئ چې د نوې رڼا پۀ ځاے نوې تيارې راغلې، دا ولې؟

د پښتنو د دې خاورې دا بدبختي ده چې دا پښتانۀ پۀ داسې منطقه کښې پراتۀ دي چې دا هغه لارې دي چې څوک هم د دنيا د هر ګوټ نه راخلاص شوے دے چې دا د سرو زرو مرغۍ هندوستان فتح کړي نو پۀ لاره کښې ورته پښتون دے نو چې څو پورې ئې د پښتون علاج نۀ وي کړے نو تر هغې هندوستان ته نۀ رسي، ولې بدبختي خو د پېرنګي سره راغله، دے خو اولنے فاتح ؤ چې د سمندر پۀ لاره راغلے ؤ خو دے يو بېن المللي ډاکه مار ؤ، دے چې د کلکتې نه را شروع شو او داسې قدم پۀ قدم او پاوړۍ پۀ پاوړۍ ئې ټول هندوستان د خېټې لاندې کړو او بيا ئې چاپېره وکتل نو هر خوا خېر خېريت ؤ خو اخوابره زار روس را خلاص ؤ مشرق ته ئې پښې راغزولې نو د زار روس مخې وهلولپاره پېرنګي کوشش کولو چې څومره لرې هندوستان نه دې بندولےشي چې بندئې کړي نو چې روس د ترکستان رياستونه تاشقند، سمرقند او بخارا قبضه کول نو پېرنګي ځان افغانستان ته رسولےؤ او اخرئې د روس سره امو درياب پوله کړله ولې کله چې پۀ روس کښې د 1917ء اشتراکي انقلاب راغے نو بيا پېرنګي سره سودا شوله . د زار روس د فوجي قوت مقابله خو پېرنګې کولې شوله ولې اوس د دغه فوجي قوت سره سره يو نظرياتي اشتراکي قوت هم ملګرے شو نو دهغې نظرياتي قوت د مقابلې لپاره پېرنګي سره يو او صرف يو قوت ؤ چې هغه اسلام د خپل سامراجي او نوابادياتي سياست لپاره استعمال کړي او چې کله هغه پوهه شو چې اوس نور هغه هندوستان نۀ شي ټينګولے او ارو مرو به ئې ازادوي نو د روس د اشتراکي نظريې د يلغارنه د دنيا د بچ کولو پۀ خاطر هغۀ د پاکستان پۀ نوم د اسلام د يوې داسې قلا تابيا جوړه کړه چې د دغه اشتراکي نظريې مقابله وکړي او چې کله پېرنګے کمزورے شو نو دا خپله بېن الاقوامي وظيفه ئې بيا امريکې ته ور پۀ حواله کړله چې داسې د اسلام مرسته وکړي چې پېرنګے او اوس امريکا ئې د خپلو سامراجي پاليسولپاره استعمال کړي او پۀ دا شان دا بدبخته پښتنون بيا د بېن الاقوامې سامراجي قوتونو پۀ مېچن کښې دل شو او يو وارې بيا د اسلام پۀ نامه د دۀ د کور ورانولو منصوبې جوړې شوې او ځکه هغه راغلې او د پېرنګي نه ګټلې ازادي پۀ حقيقت کښې ازادي نۀ شوله بلکې پښتانۀ اوس پېرنګي ته يواځې پاتې شو. هغه درست هندوستان او ملګرے نېشنل کانګرېس نن پردي شول، هندوستان دشمن او کانګرېس د کافرو تنظيم شو. د پېرنګي نظربازو او تجربه کارو سترګو چې څۀ ليدل او د هغې لپاره چې څۀ پېش بندي اول هغۀ او بيا وروستو امر يکې کوله هغه د افغانستان د انقلاب نه پس ډېره څرګنده او واضحه شوله چي د روس برخلاف هم هغه د اسلام پۀ نامه بنياد پرسته راغونډ شوي قوتونه استعمال شو. خلقو د لوے افغانستان او د پښتون د يو والي او وحدت خوبونه ليدل او امريکې د بنياد پرسته مسلمانانو ملکونو او ادارو پۀ ذريعه افغانستان ته اور ورته کړو. د وينو سېلابونه وبهېدل، پۀ اور وطن او د وطن بچي وسوزېدل او نن د افغانستان جنتي خاوره پۀ دوزخي اور کښې سوزي او د تعجب خبره داده چې څنګه پۀ دې پښتونخوا کښې د پېرنګي هغه پليت سياست د هغۀ د تلو نه پس هم چلېږي، همداسې اګر چې روس اوس د افغانستان نه لاړو ولې هغه تش پۀ نامه جهاد لا هغه شان روان دے. او دې خانه جنګۍ او د تشدد جنګ څۀ داسې شکل اختيار کړے دے چې چاله ئې د بندولو لار نۀ ورځي .

ولې د افغانستان د تېرو کلونو غورزو پرزو يوه ښېګړه خو وکړه چې دېخوا او اخوا پښتون د يو بل سره پۀ دړد او تکليف کښې شريک شولو. پۀ لکونو پښتانۀ بې پاسپورټه او وېزى دې کوزې خاورې ته را پرېوتل. او دا شان ئې د پېرنګي د لاس هغه راښکلے مزے ( ډيورنډ) وشلولو. د باچاخان جنازې او ورسره پۀ لکونو خلقو تلل يو خوا دا خبره ثابته کړله چې دواړه خوا پښتانۀ څوک پۀ مصنوعي مزو د يو بل نه نۀ شي شوکولې او بله اهمه تاريخي نتيجه د افغانستان د انقلاب دا راووته چې کله روس د افغانستان نه خپل فوځونه وويستل نو د پېرنګي نه امريکې ته پاتې پاليسي اوس بېکاره شوله. امريکه او روس يو بل ته ور غاړه وتل نو اوس دواړو قوتونو سره تړلي ملګري او ملکونه پۀ ډاګه او بې ياره پاتې شو، سمدستي خوئې دا نتيجه ووته چې جماعت اسلامي چې د امريکې او د هغې حليفانو بنياد پرستو پۀ مرسته دلته سياست چلولو نن امريکې ته بر ملا ښکنځل کوي او داسې ترېنه لاره ورکه ده چې اوس ئې امير جماعت اسلامي روس ته د دورې پروګرام تړي او قاضى حسېن احمد پۀ جار وائي چې زۀ د ډيورنډ کرښه نۀ منم .

حقيقت دا دے چې د امريکې او روس د دوستۍ پۀ نتيجه کښې چې د نوې دنيا پۀ سياست چې هر څۀ اثر راپرېوتے وي، د دې منطقې پۀ سياست کښې پۀ سوونو کاله پس يوه ډېره اهمه او بنيادي تبديلي دا راغلې ده چې مونږ د بېن الاقوامي سامراجي سياست د لوبې نه ووتو. امريکه چې د روس سره دشمني نۀ کوي بلکې د دوستۍ لاس ئې ورکړو، نو هغه پۀ هغه قوتونو او ملکونو، اوس څۀ کوي چې هغوي ئې د خپلو اډو پۀ حېث لا د خپل سياست د مخکښې بوتلو لپاره استعمالول. نو اوس چې دغه پليت سياست ختم دے، اوس دا قومي امر کېدےشي چې د پښتون دا ډېره اوږده او زبونه شپه پۀ روڼ سباؤن بدله شي. پۀ حقيقت کښې باچاخان او د هغۀ ملګرو خدائي خدمتګارو چې کوم تصور د ازادۍ لرلو او د ملک د ابادۍ لپاره ئې کوم خوبونه ليدل هغه وخت اوس راورسېدو، اوس پاکستان مجبوره دے چې خپل سياست او خپل اختيار خپل کړي. او خپله پاليسي د امريکې د سامراج د مفادو لپاره نا بلکې د خپل ملکي مفادو لپاره استعمال کړي، نو اوس د دې نه پس پاکستان مجبور دے چې افغانستان سره د تعلقاتو ښۀ کولو پۀ لار کښې د امريکې د محاذ ارائۍ پاليسي پۀ مخه بوتلو پۀ ځاے د افهام او تفهيم پۀ لاره د سياسي حل پۀ ذريعه د دې لانجې نه ځان راجدا کړي . دا د پاکستان مجبوري ده چې اوس خپل ګاونډي ملک روس سره د جنګ جنګ نعرې ختمې کړي او د ښۀ ګاونډي او بقائے با همي پۀ بنياد تعلقات د دُشمنۍ نه راکاږي او د ټولونه اهمه خبره دا ده چې اوس پاکستان دا هم مجبوري لري او زۀ پۀ ټکي مجبورۍ ډېر زور اچوم چې هغه د هندوستان سره هم د امريکې پۀ سر او يا د امريکې د بېن الاقوامي سامراجي پاليسۍ کومه دُشمني کوله، هغه اوس ورو ورو ختمي کړي ولې چې پاکستان کښې دومره قوت او طاقت نشته چې چاپېره دې خپلو ګاونډيانو سره د دُشمنۍ او محاذارائۍ دا اور بل وساتي او مجبوري ئې ځکه ده چې اوس د امريکې پۀ خارجه پاليسۍ کښې د پاکستان افاديت ختم شو، نۀ ورسره امريکه امداد کوي او نۀ ئې پۀ مرسته ودرېږي بلکې دا يواځې نه چې امريکه اوس پاکستان ته ضرورت نۀ لري بلکه خپلو حليفانو او پۀ خصوصيت سره د مشرق وسطي ملګرو پۀ پټرولو مَړو خپلو عربو ملګرو ته ئې هم داسې کُوړکۍ کېښوده چې هغوي به اوس ايله د امريکې دا هاتهي مړوي .او د پاکستان غوندې خېر مارو او کچکول پۀ لاس نيولے مسلمانانو سره امداد نۀ شي کولے، د دې احساس د پاکستان موجوده حکومت لکه چې کړے وي او ځکه خو د خود انحصارۍ او د خوداعتمادۍ چغې وهي، ولې چې بله لار نۀ لري، ټولې لارې بندې شوې ما سوا د خود انحصارۍ او خود اعتمادۍ نه . نو د کلونو کلونو پاليسۍ بدلېږي ارومرو به بدلېږي مجبوري ده، د مجبورۍ بله لاره نشته .

نو اوس راځم د مطلب خبرې له، تمهيد خو ډېر اوږد شو زۀ غواړم چې هر پښتون نر او ښځه دا مضمون ښۀ پۀ سړه سينه او يخ زړۀ ولولي. ښۀ سوچ پرې وکړي، زۀ دا هم محسوسوم چې اوس پښتون هم مجبوري لري، هغه هم مجبور دے ،نن پۀ دُنيا کښې عموماً او پۀ پاکستان کښې خصوصاً څوک ئې مني او کۀ ترې نه انکار کوي چې نن څوک ځان ته پاکستانے نۀ وائي هغه تصور ختم دے، نن مونږ پښتانۀ، پنجابيان،بلوچ،او سندهيان يو اوګورو نه چې هغه د پاکستان پۀ نظريه او مفهوم راغلي هم ځان ته پاکسانيان نۀ وائي بلکه ځان ته مهاجر وائي . نو ځکه وايم چې نور قوميتونه د خپلو خپلو حقوقو د تحفظ لپاره جدوجهد کوي، نو پښتون نن هم پښتون کېږي نا نو کله به کېږي، بله لارئې نشته . او اوس هم هغه مقام راغے چې بابا به پۀ ډاګه وې چې د جناح صېب پاکستان خو د پاکستان واکدارانو وران کړو نو اوس به دوي مونږ سره نوے پاکستان جوړوي نو اوس هغه مقام راغے ولې چې اوس د پښتون د هډ او خاورې دُشمن امريکه لاړله .نو اوس مونږ پۀ هغه مقام ودرېدو چې کله پېرنګي پۀ ۱۹۴۷ء کښې د دې ملک نه کډه وکړله او اوس هغه وخت راغے چې پښتون د خپل حق تپوس وکړي او صرف تپوس ئې ؤنۀ کړي بلکه د حق د ګټلو لپاره خپل ځان منظم کړي، ځان کښې قوت پېدا کړي، ولې چې پۀ سوال چا چرې چاله حق نۀ دے ورکړے پۀ غوښتو خو مو ډېر وغوښت څوک ئې نۀ راکوي.

نو تر دې راورسېدو چې علامات هم وشو د مرض، تشخيص هم وشو اوس راځو علاج له . زۀ ترخې خبرې کول نۀ غواړم ولې د خپلې سياسي تجربې او اوږد سياسي ژوند پۀ رڼا کښې دا خبره کول غواړم چې زۀ دا پۀ دعوه سره وئيلے شم چې زما هومره اوږد ژوند چا به هم پۀ دې موجوده خلکو کښې د باچاخان سره نۀ وي تېر کړے، کۀ هغه د سردرياب مرکز عاليه وي، کۀ جېلخانې او کۀ بيا د کور دننه، د هغۀ د دغه تحريک مقصد يا د خدائي خدمتګارۍ غرض يوه ډله يا پارټي جوړول نۀ وو بلکه هغۀ به وې چې ما تاسو له يوه ورورولي جوړه کړېده او زما دا هم پوره عقيده ده چې د پښتنو دا تاله واله او وران ويجاړ کور هم بې د بابا د ښودلې لارې نه نۀ ابادېږي . چې تر څو مونږ داسې حقيقي خدائي خدمتګار نه وي پيدا کړے چې هغوي د خپلو بچو مفاد د قام د بچود سره قربان کړي، لا کۀ دغه نۀ وي د کېدو نو بيا دې داسې وکړي چې د خپل بچي خېر د قام د بچي د خېر سره وګڼي . زۀ چې حالاتو ته ګورم نو حالات بالکل د پښتنولۍ پۀ ډګر ډېر پۀ تېزۍ سره روان دي . د پښتنو دغه دُشمنان پېرنګيان څۀ چې هغه امريکن هم ورپسې لاړل، د پښتون د دې قامي تحريک مخالفين د خپلو بهرنو بادارانو نه فارغ شو. د بنيادپرستو دولت به نو زمونږ د دې قامي تحريک پۀ خلاف اوس نۀ استعمالېږي . او زۀ يوه نوې جذبه او نوې ولوله پۀ دې نوي کهول کښې وينم، دې نوي کهول د خپلو نيکونو او مشرانو هغه زړه پښتو بيا راټينګه کړېده او مونږ وليدل چې مونږ پۀ دې تېرو انتخاباتو کښې څومره پۀ بې سروسامانۍ او بې د څۀ وسيلو، بې د پارټۍ د فنډ نه د کومو قوتونو سره مقابله وکړه چې د امريکې او د روس ملګري دواړو مونږ پۀ داګه پرېښودو.څوک اېغ پۀ نېغه پۀ امريکه او څوک د امريکې د ملګرو بنياد پرستو د دولت پۀ ذريعه پۀ ډېر زور او شور زمونږ مقابلې ته راووتل. ټولو پارټو او زۀ بيا وايم ټولو پارټو نۀ خپل سياست ته وکتل، نۀ نظريې او مفکورې ته، نۀ څوک ترقي پسند پاتې شو او نۀ څوک سوشلسټ، نۀ پيپل پارټي پاتې شوه او نۀ جمعيت العماءاسلام، نۀ مزدور کسان پاتي شو او نۀ پښتونخواه ملي عوامي پارټي خو هره پارټي چې وه او پۀ هره نامه چې وه ټول پۀ ټوله د دُشمن پۀ ښودنه يوه پارټي شوه، کۀ سياست ؤ که مذهب، کۀ سوشلزم او کۀ بنياد پرست، ټولو پۀ شريکه زمونږ برخلاف بډې ووهلې . مختلف قسمه اسلام راپاڅېدو، چا د خداے قران او رسول اکرم جنډه راواخسته . د بنياد پرستو او مفاد پرستو دولت راخلاص شو ولې افرين شه پۀ پښتنو او د پښتنو پۀ نوي کهول چې دوي بيا هم پۀ خپله پښتو ودرېدل او د دې ټولو قوتونو او دولتونو مقابله ئې وکړله او زمونږ ه سترګې ئې دنيا ته وچتې کړې ولې اوس خو حالات بدل دي، نۀ د امريکې سازش شته نۀ د بنياد پرستو دولت نۀ د پيپليانو د وخت د اخبارونو او اخبارنويسانو اوصحافيانو پراپېګنډه . نو ځکه وايم چې راځئ وروڼو او خوېندو او بچو چې پۀ دې خپل تاله کور او نيمګړي ژوند غور وکړو. زۀ چې ورته ګورم نو نن سبا خو نور سياست ختم دے . د پښتون د بچي او د دې خپلې خاورې د خپل اختيار سياست پاتې دے او کۀ ښۀ ورته ښۀ پۀ غور وګورو نو دا هم څرګنده ده چې د پښتون د حق پۀ نوم نن هر څوک سياست کوي . داسې زۀ څوک نۀ وينم چې ګينې هغه د کالاباغ د ډېم مخالفت نۀ کوي، داسې هم څوک پوهه نشته چې ګينې هغه دا نۀ غواړي چې پښتنو ته دې خپله بجلي ورکړې شي، داسي هم څوک نشته چې هغه د پښتون پۀ وحدت يقين نۀ لري، د پښتون ژبې پۀ ترقۍ او سرکاري ژبه کېدو به د کوم پښتون اعتراض وي . داسې پښتون سياسي ذهن به کوم ځاے وي چې هغه دا نۀ غواړي چې پښتنو ته دې خپله مکمله صوبائي خود مختاري ورکړې شي او بې د څلورو محکمونه مرکز هر څۀ صوبو ته وسپاري نو هله پسته به زمونږ د نوي پاکستان نوې ورورولي جوړېږي. نو دا خبره اوس تردې حده راټوله شوېده چې کۀ پۀ ډوبه کتنه ورته وکتې شي نو هغه کوم کار چې بابا کولو او کوم چې د هغۀ نه پس مونږ پۀ خپله غاړه اخستے ؤ هغه ذهن لکه چې د ټول قام جوړ وي . خپل مقصد ورته معلوم دے، هدف ئې څرګند دے، ذهن جوړ دے، لاره څرګنده ده، خنډ و خار لرې شوي دي، غېر ملکي بېروني خارجي سازشونه ختم شويدي . اوس د ملک دننه د جاګيردارانه او سرمايه دارانه نظام د پنجو نه د ځان خلاصولو مسئله ده او هغه اوس د پښتنو د خپله لاسه خبره ده خو او زۀ چې کوم “خو” يادومه هغه ډېر غټ او کلک ” خو” دے او هغه ده زمونږ بې اتفاقي چې د هغې نه زمونږ دشمنانو د سوونو کلونو راسې استفاده کړې ده. خپل کور ئې زمونږ د وران کور نه جوړ کړے دے، نو دا دومره ګران کار خو نۀ دے . پښتنو لوئې لوئې مورچې وهلي دي، عظيم سلطنتونه ئې پۀ بله اړولي دي. نوکۀ نن پښتون د خپل بچي د حق پۀ خاطر او د پېرنګي نه د ګټلې ازادۍ نه د فائدو حاصلولو پۀ خاطر او د خپلې خاورې خپل اختيار پۀ خاطر دا دومره قرباني ورکړي او دا ځان ځاني پرېږدي، خبره څرګنده ده د يو مقصد حاصلولو له پاره مونږ پۀ بېلو بېلو ډلو کښې ناست يو. د يو ذهن او يو سوچ او يوې مفکورې او نظريې خاوندانو د خپلې بې اتفاقۍ پۀ وجه کاميابۍ ته پۀ رسېدو کښې ځان له مشکلات پېدا کړيدي. نوګينې د دې خپلو بچو د مستقبل پۀ خاطر او د خپلو نيکونو او مشرانو د هغه عظيم جدوجهد پۀ خاطر مونږ ګينې دا خپل قامي فرض نۀ ګڼو چې دا پۀ کومو مسئلو او قامي مطالبو مونږه متفق يو نو چې د دې ذهن دا ملګري خو راغونډ شو، قدم يو کړو، اواز يو کړو، د دُشمن زړۀ ټق وچوو.

زه پۀ خصوصيت سره خپلو هغه مرورو وروڼو ته د پښتون بچي د مستقبل پۀ خاطر دا خواست کوم چې پۀ خپل تېر عمل سوچ وکړي او د پښتون قام د وحدت او د هغۀ د حق د ګټلو پۀ نامه هم پۀ هغه زوړ پښتون ننګ او غېرت راپاڅي، دا ذاتي سوچ او ښېګړې سره وتړي. جګړه د مشرۍ نۀ ده، دادے اوس مونږدا خبره دُنيا ته څرګنده کړله چې زمونږ فېصلې ذاتي او شخصي نۀ دي، اجتماعي دي او شريکې دي کۀ د پارټۍ مشري وي نو هغه دے نن اجمل صېب د پارټۍ منتخب صدر دے ۔

زۀ دا منم چې پۀ سياست لا پۀ يوه ډله څوک ټول قام نۀ شي راغونډولے ولې د سياسي ډلې او تنظيم لپاره هم مختلف اصول لا نظريې او مفکورې پکار وي . نو چې کله قام کښې يو ذهن جوړ وي نو د هغه جوړ ذهن لپاره د بېلوبېلو ډلو بيا قطعاً ضرورت نۀ وي پاتې. او مقصد ته رسېدل هم هله کېږي چې هم اواز يو شي او هم قدم. د قامي انقلابونو دوه پاوړۍ وي، اول ذهني انقلاب جوړېږي نو بيا عملي کېږي، د هغه ذهني انقلاب مرحله جوړه ده اوس ئې د عملي کولو لپاره هم هغه د بابا د وخت ازمائيلې او مجربه نسخه د عبدالاکبر خان اکبر پۀ خلۀ . . .

بغض، حسد، کينه، د پښتنو دا توده وينه

خدايا! تۀ ئې بدله کړې د خپل روکي پۀ مينه

مينه،مينه،مينه مې د قام د رنځ علاج دے

دا به ګينې ډېره ګرانه وي چې مونږ خپلو پښتنو نظرياتي ملګرو ته دا خواست وکړو چې دا بغض حسد او کينه وتوکي او د پښتون د روڼ مستقبل پۀ خاطر د پښتنو دې خپل کاروان سره ملګري شي، چې د سوونو کلونو دا بدبختي ئې ختمه شي . پۀ پښتون قام خداے پاک د هره جانبه خپلې مهربانۍ خلاصې کړې دي د هېڅ کمے نشته، د باغونو او ميؤو کمے نشته . د غرونو ځنګلونو کمے نشته، د معدنياتواو لالونو، جواهراتو او قيمتي کاڼو کمے نشته، د راتلونکې يويشتمې صدۍ د ضرورياتو لپاره د سيندونو او بجلو کمے نشته، هر څۀ ورله خداے ډېر تېر ورکړيدي بس پۀ دغه يو کار نيمګړے دے نو د خپل قام د سره به خپله ذاتي انا قربان کړو او راځئ چې يو قدم او يو اواز شو. چې د بابا انقلاب کامياب کړو او پۀ هغه اصولو هر چاته خپله برخه ورسوؤ چې کۀ پورې وي او کۀ سپوره پۀ شريکه به وي . زۀ دومره عرض پۀ دې سلسله کښې ضرور کول غواړم کۀ څوک ګيله من وي او زما نه دا توقع کوي چې زۀ دې هغۀ پورې ځان ورورسوم نو زۀ اوس بېخي وزګار يم، د پارټۍ ذمه واري اجمل صېب اخستې ده او د اسمبلۍ د ممبرۍ نه د چارسدې خلکو فارغ کړے يم. د هر پښتون دېرې ته څۀ چې پۀ ډېران هم ورسره کښېناستو ته تيار يم که د پښتون دا تيت او پرک قام زما پۀ جرګه او ننواتي کېږي نو زۀ د هر قسمه دغسې خدمت لپاره تيار يم ولې دې سره سره زۀ د هر يو پښتون نه هم دا توقع لرم چې هغه به هم پۀ دغه جذبه د هر ورور کور له ځان رسوي، کړاؤ به کوي، خواري به کوي، چې نن مونږ پۀ شريکه دا خپله تاريخي فريضه ادا کړو او د پښتون دا اوږده او زبونه شپه پۀ سباؤن او روڼ خندانه او خوشاله سباؤن بدله کړو.

 

دا هم ولولئ

د کشمیر لانجه ‘پښتون’، 19 نه تر 25 جون 1990، مخونه 9-5 – خان عبدالولي خان

  د اتوار پۀ ورځ د تېر ستمبر پۀ نهه ویشتمه نېټه د اقوام متحده …

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي.