د قام ارمان – خان زمان کاکړ

@khanzamankakar

د روان کال د فرورۍ پر دويمه نېټه مې د خپل يو ډېر نزدې ملګري د شهادت اعصاب لړزوونکی خبر واورېد. لۀ پښو مې زمکه ووته. کۀ څۀ هم محمد ابراهيم ارمان لوڼی به اکثره خلقو د يوې کلنې احتجاجي څپې لۀ کبله پېژندو او هم ئې پۀ تاريخ کښې ځان د دې احتجاجي څپې د لومړني شهيد پۀ توګه ثبت کړ خو زما او د ارمان تعلق تر پي ټي ايم ډېر پخوانی، شا و خوا پر لسو کلونو محيط او پۀ ډېرو حوالو د ځانګړي اهميت حامل ؤ. دا تعلق پۀ بنيادي توګه د پښتو ادبياتو پر ډګر رغېدلی ؤ؛ زما او د ارمان د دواړو ستونزه دا وه چې مونږ د “خالصو ادبياتو” قائل نۀ وو بلکې د سياسي او ملي ادبياتو ليکونکي او هم ئې غوښتونکي وو. هم دا هغه کرښه وه چې زمونږ او د ادبي اسټېبلشمنټ تر منځ څرګنده وه، مونږ پۀ هېڅ صورت د خپلې فکري ژمنتيا او التزام پۀ حواله کوم مصلحت ته تيار نۀ وو. پۀ مجموع کښې د وطن حالات او پۀ ځانګړې توګه د جنوبي پښتونخوا سياسي صورتحال يوې داسې خوا ته روان ؤ چې د نظرياتي ادبياتو د انکشاف د پاره ئې پۀ پراخه کچه زمينه مساعدوله او دا يو داسې حقيقت ؤ چې د وخت استبدادي رژيم هم ورباندې قابو نۀ شوه ساتلې؛ خو نۀ پوهېږم چې دا به د تاريخ يو جبر وي کۀ به بل څۀ چې زمونږ پۀ ټولنه کښې لۀ يوې ډېرې اوږدې مودې ادبيات زمونږ د پاره د سياسي فعاليت د يوې وسيلې پۀ توګه پاتېږي او زۀ د دې خبرې پۀ اعتراف کښې کوم باک نۀ کوم چې د ارمان پۀ شمول مونږ ټولو ملتپالو د ادبياتو د وسيلې خصلت ته تر هنري پرنسيپونو زيات ارزښت ورکړی دی او هم پر دې لاره مو تر خپله وسه پۀ ټولنه کښې د ملي مقاومتي مبارزې د پاره د ګنجائش پراخولو هڅه کړې ده. عن تر دې چې زمونږ هغه ملګري چې پۀ پښتو ژبه او ادبياتو کښې ئې رسمي تحصيلات کړي دي، تر شا ئې د روزګار موندلو پۀ نسبت پۀ خپل ژبني کائنات کښې د اوسېدلو خواهش زيات قوي ؤ، ارمان پر هم دې لاره پۀ ډېر کړاو سره پۀ پښتو ادبياتو کښې عالي تحصيلاتو او هم پر دې ډګر د لېکچرارۍ تر پوړۍ پورې رسېدلی ؤ. هغه يو پښتون ملتپال ؤ، يو ملتپال شاعر ؤ.

ارمان لوڼی د غوڅکۍ (زيارت)، سنځاوۍ او بوري پۀ ټوله حوزه کښې مطرحه سياسي، ادبي او روښانفکره څېره وه. خاموش طبعه خو فعاله ځوان ؤ، پۀ خلقو ګډ څوک ؤ، د يارانو يار سړی ؤ، پر محافلو خندا لورونکی کس ؤ، د هر يو واړۀ او لوی ټولنيز عمل پۀ برخه جوړېدلو کښې ئې لومړی فرصت پۀ کار راوړۀ؛ پۀ هم دې خصلتونو پېژندل کېدو او هم پۀ دې ياد پاتې شو.

کله چې ئې پۀ 2014ز کښې قلعه سېف الله (زما پلارنی ټاټوبی) ته کډه راوړه نو نۀ يوازې زمونږ د ادبي تنظيم (هېواد ادبي يون) غړی شو بلکې زمونږ د هر ورځني او همېشني محفل برخه هم شو. هغه يو بې تکلفه تعلق پۀ پاللو کښې يو بې مثاله سړی ؤ. دا هم بايد ووايم چې هغه پۀ قامي تحريک او ټولنيز ژوند کښې لۀ ګونديزو مناقشو څخه تر انتهائي حده لرې ؤ او دا د نن هغه ضرورت دی چې د ژبې پر سر ئې مونږ ټول تبليغ کوو خو پۀ عملي جامه وراغوستلو کښې مو څۀ داسې بريا نۀ پۀ برخه کېږي چې يا څوک ورته پۀ خپله متوجه شي او يا ئې چا ته د مثال پۀ توګه پۀ مخ کښې کښېږدو. ارمان لوڼي ته پۀ دې برخه کښې عمل تر لفظ زيات خبرلوڅ ؤ. هغۀ يو قام پرست تنظيمي شاليد درلود نو لۀ دې کبله ئې پۀ پښتون ژغورنه غورځنګ کښې فعاليت کومه جالبه خبره نۀ وه خو چې څۀ جالب وو هغه دا وو چې دې غورځنګ يا احتجاجي څپې لۀ ځانه سره د پښتنو يو لړ خپلمنځي تضادات هم راوپارول او د دې د پاره د نورو وسيلو تر څنګ د ټولنيزو رسنيو يا سوشل مېډيا وسيله هم پۀ ډېره بده توګه استعمال کړل شوه خو څوک به هم دا ثابت نۀ کړي چې ارمان لوڼی دې کله هم د يو خپلمنځي تضاد پۀ پارولو کښې فعال پاته شوی وي يا هغه دې کله هم داسې يوه جمله وئيلې يا ليکلې وي چې د پښتنو پۀ خپل منځ کښې لۀ يو او بله د لرې والي باعث ګرځېدې شوه. د ارمان ټوله هڅه دا وه چې د پښتنو قامي خبره پۀ څۀ نا څۀ توګه توانمنه وګرځوي. د هغۀ ټول توان د پښتنو د قامي سوال د نوي انکشافي مرحلې د ودې عمل ته مرکوز ؤ. کۀ مونږ د مقبولو څېرو او رويو پرځای دننه پۀ ټولنه کښې د عامو کارکنانو پر کچه د سياسي او تنظيمي ماډلونو د لټولو هڅه پېل کړه نو د ارمان لوڼي غوندې خواريکښو، غريبو خو لوستو او معتمدو ځوانانو حوالې لۀ مونږ سره پۀ ټولنه او هم پۀ تحريک کښې د يو نوي ډيموکراټيک کلچر او ډائناميزم پۀ رغولو کښې پراخه مرسته کولې شي. لۀ مستبد رژيم سره تر ټولو لويه وېره هم دا وه چې د ارمان لوڼي کرېکټر لۀ ځانه سره د ځپلو او ربړېدلو خلقو د پاره د يوۀ نوي قيادت د ظهور زېری راوړۀ. لۀ يوې خواريکښې کورنۍ چې د قام د ارمانونو د استازيتوب علامت راجګېږي نو د حکومت او سياست پر جاګير د قابضو کړيو د پاره به ئې زغمل هم دومره ګران ثابتېږي څومره چې د ارمان پۀ کېس کښې ثابت شو. د ټول وطن پر تور او سپين قابضې ادارې ته چې د ټولنې لۀ اساسي کچې د ارمان پۀ شان ګواښونه راجع شول چې د خپلې خاورې د ملکيت دعوې د خلقو پۀ منځ کښې يو عملي تعبير وموند، نو بدمعاش سلطنت ته د خپلې وارخطايۍ او سرټمبګۍ پر انتهائي شرمېدلې کچه يواځې او يواځې د خپل برلاسيتوب پۀ تکنيکونو کښې هم هغه تکنيک ورپاته شو کوم چې د هغۀ شناخت دی او د کوم د استعمال امکان چې د ملک ټولو سياسي ګوندونو او ټولنيزو کړيو نه يواځې پۀ ډېره سختي سره رد کړی ؤ بلکې دا خبرداری ئې هم ورکړی ؤ چې کۀ د پښتنو د روانې احتجاجي څپې د مخنيوي پۀ برخه کښې لۀ تشدد څخه کار واخستل شو نو رياست ته به بيا حالات پۀ خپل قابو کښې ساتل ممکن پاته نۀ شي. د ارمان لوڼي شهادت ثابته کړه چې د پښتنو داعيه اوس د اولسونو پۀ منځ کښې قرار لري.

د ارمان د جنازې پۀ رسوماتو کښې د برخه اخستلو د پاره چې مونږ لۀ اسلام اباده د قلعه سېف الله پۀ لور روان شو نو چې څنګه د سويلي پښتونخوا ټاک ته رسېدو، رياست راڅرګند شو او ګويا شو، ‘تاسو نۀ شئ تلی، واپس شئ!” مونږ وپوښتل چې ولې؟ مونږ ولې نۀ شو تلی؟ وې وئيل، ‘بس، مونږ ته امر دی.’ لۀ بدمعاش ريجمنټ سره د مکالمې لۀ ناکامې هڅې وروسته مو خپله اخري خبره دا وکړه چې مونږ خو به ځو خامخا، مونږ به پۀ هر صورت خپل “ارمان” ته ځان رسوو. مونږ روان شو او پر يوه اوږده ټوپک ټوپک او پاټک پاټک لاره مو خپل منزلِ مقصود ته ځان ورسوۀ. ما پۀ خپلو سترګو پر ټوله لاره تر قلعه سېف الله او هلته د خپل ارمان تر خاک پورې د رياست وارخطائي ناپ کړه، پر مېن نېشنل هايوې هم او پر کچه کچه لارو مو هم وکتل چې يو ځوان، يو شاعر، يو استاد، يو خواريکښ او بې وسلې پښتون څۀ ډول د “نمبر ون” بنيادونه لړځولي وو. د ارمان جنازه يواځې د زرګونو خلقو شرکت ګاه نۀ وه بلکې د يو محکوم قام د تر ټولو لوستې او ځوانې طبقې د اوښکو، اشتعال، غبرګون، ژمنتيا او وفا يو بې پايانه سمندر ؤ چې يو زلمي شهيد ته ئې د عقيدت سر ټيټاوۀ او بيا ئې د پاڅون عهد کاوۀ. يوې پېغلې خور د خپل شهيد زلمي ورور سر ته تقرير کوۀ او د جنازې ټولو ګډونوالو ته ئې قامي ارمانونو ته د ژمن پاته کېدلو تاکيد کاوۀ. هغه لمحې قام د يو سپېڅلې امانت پۀ توګه لۀ ځانه سره سنبهال کړې او تاريخ د پښتنو پۀ ټولنه کښې د يوۀ لوی کېفيتي بدلون د پېل د يوې موثرې نخښې پۀ توګه رېکارډ کړې.

ارمان لوڼی او وړانګه لوڼۍ “دوې اٰئينې دي ښکاري پۀ يو او بل کښې” پۀ خپل صلاحيت پر خپلو پښو د يوې ښځې د درېدلو او د ټولنيز عمل د برخې جوړېدلو دې مثال د خلقو پر ذهنونو يو ژور نقش پرېښی دی. رښتيا خبره دا ده چې کۀ وړانګه پۀ ارمان پېژندل کېږي، هم داسې ارمان پۀ وړانګه – مونږ کۀ هم داسې پۀ يو او بل و نۀ پېژندل شو، قام کېدلی نۀ شو، لۀ بلواکۍ خلاصېدلی نۀ شو، د پلارواکۍ او نرواکۍ خلاف مقاومت هم داسې د ټولنې لۀ دننه څخه پۀ هم داسې خپلمنځي نظرياتي راسيخه “مرسته” لکه ارمان او وړانګې چې لۀ يو او بل سره کوله، پر مخ وړل کېدی شي. دا يو اصلي او صالح سياسي عمل دی چې د لبرل فيمنزم هېڅ يو مقبول ماډل ئې متبادل نۀ شي کېدی. د ارمان او وړانګې سياسي ملګرتيا يو او بله ته تکميل بخښۀ. د ارمان جسماني بېلتون کۀ څۀ هم پۀ احساساتي لحاظ ظاهراً هغه تکميل ولړځاوۀ خو د باشعوره اولس جدي او جامع غبرګون هغه تکميل ته يو داسې تاريخي او ټولنيز استقبال او تحفظ ورپۀ برخه کړ چې د جبر او بلواکۍ پۀ ضد د پښتنو د ملي مقاومت پۀ لاره کښې به تل تر تله د يو مشال پۀ توګه بلېږي.

انقلابي خلق پۀ خپلو غېر معمولي کارونو پېژندل کېږي، د ارمان او وړانګې حواله د پښتنو د تاريخ پۀ اوسمهاله پېر کښې لۀ ضيا‌ء الدين او ملالې وروسته د غېر معمولي کارونو د لوړېدونکي معيار د ثبوت پۀ توګه اخستلې شو. زۀ باور لرم چې د ارمان او وړانګې حواله د خپل قام سياسي ساحې ته د همېشنۍ ژمنتيا حواله ده، پۀ دې حواله کښې د برما او صوماليا جينکو ته د تعليم ورکولو او د خپل ځپلي قام د هېرولو عنصر بېخي نۀ شي موندل کېدی. دا پۀ هر لحاظ يوه کوټلې ملتپاله حواله ده او د ټول ملت پۀ حافظه کښې خوندي هم متحرکه ده. زۀ خوشبين يم چې دا به لۀ ځان سره د يو لوی ټولنيز بدلون زيری راوړي.

پۀ مرګ به مونږ ټول پۀ خپله خپله ورځ مرو، مونږ وايو چې زمونږ د نژاد وګړي دې بې وخته نۀ وژل کېږي، مونږ دا هم وايو چې د وژنې دا منحوسه او بې ناموسه کاروبار دې نور زمونږ لۀ خاورې ټول شي، دا ارمان وئيل او د هم دې “جرم” سزا ورته ورسېده خو ارمان چې پۀ کوم مرګ ومړ، دا يو معمولي مرګ نۀ ؤ؛ ارمان باخبر ؤ چې دښمن د امن غوښتونکو پښتنو د پاره د څۀ ډول برخليک پۀ ټاکلو بوخت دی، هغۀ ته د خپلې انتخاب کړې لارې د انجام پوره پته وه – هغه يو مترقي انقلابي سړی ؤ، پۀ دې پوهېدو چې يواځې او يواځې د ځان پۀ خاورې کولو اوس د دې بلواکه خلقو پايښت ممکن ګرځېدلی شي. جنوبي پښتونخوا ته چې څنګه د جنګ د انتقالولو پر پلان عمل پېل کېدو، د دې پۀ ضد ارمان يواځي پۀ لومړي صف کښې پۀ درېدلو کفايت و نۀ کړ بلکې د دې پۀ ضد د صف بندۍ کولو ستړي او پُر خطره کار ته ئې هم تر ټولو لومړی لاس واچوۀ. زۀ بايد پۀ زغرده ووايم چې د ارمان هم دغه کرېکټر د ضياء د زامنو پۀ مغزو تر هر څۀ زيات غمېدلی ؤ.

سرکارِ پاکستان کۀ د ارمان د قتل د ايف اٰئي اٰر لۀ درج کولو څخه انکار وکړ نو د خپل مخ پۀ نور تورنولو کښې ئې خپله رضاکارانه برخه واچوله خو د قام پۀ ذهنونو کښې د درج شوي ايف اٰئي اٰر لۀ سختو دفعاتو به پۀ ګرانه ځان خلاص کړي. د پوسټ مارټم رپورټ پۀ ځنډ کښې پناه ا خستونکی وارخطا سرکارِ پاکستان شايد خبر نۀ وي چې پښتنو د ارمان د مړي پوسټ مارټم کړی چې پۀ رپورټ کښې ئې د مرګ سبب انتهائي جوت دی. د ارمان قتل يو سياسي قتل دی. د سياسي قتلونو د پوسټ مارټم خپل سياسي ليبارتوار وي. پښتانۀ خپل ليبارتوار لري. زمونږ د اويا کلونو اوږدې تجربې زمونږ د مرګونو د يواځيني سبب تشخيص اوس يوه د کامن سينس خبره ګرځولې ده. پۀ لنډو ټکو، پښتنو اوس خپل قاتل پېژندلی دی.

د ارمان ژوند او مرګ لۀ پښتنو سره د خپل قاتل پۀ پېژندلو کښې ډېره لويه مرسته کړې ده. ارمان بې لۀ کومې مبالغې د دې بلواکه قام يو رښتينی اتل دی. د دې تر څنګ دا يادونه هم ضروري ده چې قام د خپل دې اتل پر شهادت باندې کوم غبرګون وښود نو لرې نۀ ده چې زر د خپل ارمان د ارمان پۀ پوره کولو کښې بريالي شو. د ارمان د قتل خلاف د پاکستان، افغانستان او نورې نړۍ پۀ درې درځنه ښارونو کښې لاريونونه او مظاهرې د قامي شعور د نوي انکشاف د دورې يو څرګند ثبوت ګڼلی شو. د يو عظيم مقصد د پاره قربان شوي دې ژوند ثابته کړه چې شهيد پۀ رښتيا هم نۀ مري او پۀ ټوله کښې د هستۍ حقيقت د غني خان د دې شعر پۀ مصداق:

نۀ منم نۀ منم ياره! مرګ انجام د هستۍ نه دی

خلاصېدل شراب پۀ جام کښې اختتام د مستۍ نۀ دی

ارمان ځوان ؤ، هغۀ بايد لوی ژوند کړی وی خو د تاريخ خپل مقررات وي، لۀ څو پېړيو استعمار زمونږ لۀ ککريو مينارې دروي او زمونږ د سرونو پۀ کاسو کښې زمونږ وينې څښکي، زمونږ پۀ وينو روږد شوي دې اژدها ته بايد پړی واچول شي، دا لۀ مونږ څخه خپل انساني شرف او شعور تقاضا کوي او دا هغه سپېڅلی غږ دی چې ارمان اورېدلی ؤ او پۀ ننګ ئې خپله ښکلې ځواني قربان کړه. لۀ هغه سره به زمونږ تر ټولو لويه وفا د هغۀ ملي ارمان ته پۀ صادق پاته کېدلو کښې وي. زۀ هيله لرم چې لۀ مونږ څخه به خپل دا سپېڅلی شهيد د تشو احساساتو نۀ شومه کېږي بلکې زمونږ د سياسي برخورد پۀ پياوړتيا او زمونږ د سياسي نظر پۀ ځيرکتيا کښې به راسره مرسته کوي، مونږ به ژمن او ژبور ساتي، د هر ډول زور او زر پۀ مخکښې به مو ايمان ته تازګي او پختګي بخښي او زمونږ پۀ سينو کښې به د زخم تخم عاموي، د صاحبزاده فېضي د تصورِ ګلستان پۀ پاسداري؛

مونږ د زخم تخم عام کړو پۀ سينو کښې

څومره مړۀ پۀ تصور د ګلستان يو

 

دا هم ولولئ

د افغانستان سل کلن استقلال او ‘پښتون قامي تحریک’

“افغانستان پۀ نړۍ کښې يواځینی خپلواک مسلمان رياست دی )فارس او ترکيه لکه چې پۀ …