پۀ افغانستان کښې د ملي پخلاينې او ټولنيز تداوي هيلې – خان زمان کاکړ

 

 

د افغانستان د څلوېښت کلنې غميزې او د ترهګرۍ خلاف روان اتلس کلن جنګ پۀ ترڅ کښې پۀ تېرو څو مياشتو کښې يو ډېر د اندېښنې وړ پړاو دا منځ ته راغلو چې د امريکا متحده ايالات او طالبان لۀ يو او بل سره د مذاکراتو پروسې ته لاړل او د ډاکټر اشرف غني پۀ مشرۍ کښې قائم د افغانانو منتخب او نمائنده دولت لۀ نظره واچول شو. دې وضعې د افغانانو د نويمې لسيزې لۀ ترخو تجربو سره يو بشپړ ورته والی څرګند کړ او پر حالاتو ژور نظر لرونکو وګړو ته ئې د افغانستان د اخري انقلابي اولسمشر ډاکټر نجيب الله برخليک ور پۀ ياد کړ.

د ډاکټر نجيب الله د اعدام پۀ وخت د هغۀ لور هيله نجيب الله اتلس کلنه وه او پۀ هند کښې لۀ خپلې مور فتانه نجيب او دوو خوېندو اونۍ او موسکا سره مېشته وه. هيلې د خپل پلار د شهادت لۀ ورځې د دې پوښتنې د ځواب لټون پېل کړ چې ولې د هغې پلار ډاکټر نجيب او د هغې اکا شاپور احمدزی ووژل شول او هغوي څۀ کړي وو چې د داسې يو برخليک حقدار وګرځول شول؟ هيلې ځکه پۀ خپله د دې سوال ځواب لټول پېل کړل چې هېڅ چا هم دې سوال ته ځواب نۀ شو وئيلی. تر دې چې د ملل متحد ستر سېکرتر کوفي عنان هم دې پوښتنې ته ځواب و نۀ وايۀ چې څنګه د هغوي لۀ کمپاونډ څخه د افغانستان پخوانی اولسمشر راويستل شو او پۀ دار وځړول شو؟ د هيلې کورنۍ لۀ عنان څخه غوښتي وو چې د دې پېښې تحقيقات وکړي خو هغۀ ئې غوښتنه هېڅ جدي نۀ وه اخستې او هم دلته هيله نجيب مجبوره شوې وه چې پۀ خپله تحقيقات پېل کړي. د هغې د تحقيقاتو پايله د هغې د ماسټرۍ د مقالې پر بنسټ د ليکل شوی کتاب “Reconciliation and Social Healing in Afghanistan” يا “پۀ افغانستان کښې پخلاينه او ټولنيز تداوی” پۀ بڼه پۀ 2017ز کښې مخ ته راغلې ده. د ډاکټر نجيب الله د ملي روغې جوړې د پاليسۍ د مخينې، موخې او پايلې د معلومولو د پاره د خارجي ماخذونو او تهيوريکي تصوراتو تر څنګ يو لړ مهمې داخلي سرچينې هم پلټل شوي دي چې ورسره د ليکوالې خپل شخصي احساسات، دردونه او تجربې هم شاملې دي چې پر اساس ئې د څېړنې پايله پۀ افغانستان کښې لۀ ځينو اخرينيو پرمختګونو، لۀ 2010 څخه تر 2014 پورې د امنيت نيونې او بيا رغونې لۀ پروسې سره تړل شوې ده. پۀ يوه علمي او نظرياتي پېرايه کښې ځينې مهمې سپارښتنې او وړانديزونه هم د افغانستان د يو سوله ايز راتلونکي د يقيني ګرځولو د پاره مسئولو کړيو ته وړاندې شوي دي.

پۀ دې مقاله کښې تر ټولو مهم او مرکزي تصور د “ټولنيز تداوي” دی چې پۀ قول د هيله نجيب؛ “زما د پلار لۀ خوا مطرحه شوې د ملي پخلاينې پاليسۍ زۀ د پخلاينې لۀ يوۀ نوي اړخ سره اشنا کړم او هغه ؤ ټولنيز تداوی. زما د رښتيا موندلو لټون بالاخر ما ته د خپلو زخمونو د تداوي توان راکړ.” د مقالې د بيانيې پۀ ترڅ کښې مونږ ته احساس کېږي چې ليکواله کله خپل شخصي زخم د ټول ملت د زخمونو د ترجمان پۀ توګه اخلي او کله د ملت د زخمونو پۀ هنداره کښې خپل زخم ګوري. د افغان او افغانستان زخمونه څومره ژور دي چې د يو پخواني رئيسِ جمهور لور د کوم ټولنيز تداوي پۀ لټه کلونه کلونه تېروي او بالاخر هم د خپل پلار پۀ ورکړې پاليسي کښې د رغاوي توکي پۀ لاس ورځي او بيا ئې لۀ خپل يو ژور احساس او څېړنيز اساس سره خپل زخمي ملت ته وړاندې کوي. پۀ دې مقاله کښې تر ټولو زړۀ چاودونکی حقيقت دا زمونږ پۀ مخ کښې لۀ ثبوتونو سره جوتېږي چې “مهذبې نړۍ” او د هغې “وقار” ملل متحد څۀ ډول د دې ليکوالې لۀ پلار، د هغې لۀ ملت او هېواد سره بربنډه جفا کړې او څنګه ئې يو لوی انساني نفوس د اور او وينې يوې نۀ ختمېدونکې سلسلې ته سپارلی دی. د ډاکټر نجيب الله د ملي روغې جوړې د حمايت پر ځای د يو داسې اقتدار پرست او لاس پوڅي ماډل مرسته کېږي چې د افغانستان د نړیوالو او سيمه ايزو دښمنانو ګټو ته پۀ يو بد ترين داخلي جنګ لۀ خونديتوب بخښلو پرته پکښې تر لرې لرې چرې افغان عنصر نۀ تر سترګو کېږي. پۀ افغانستان کښې د زخمونو د کرلو علتونه نور کوم راز پاته نۀ دی خو هيله نجيب الله دا هيله لري چې افغان چون يو غمژن ملت دی او افغانستان لۀ نولسمې پېړۍ د خپلې بقاء پۀ جنګ بوخت هېواد دی، دا د ماضي زخمونه نور بايد ورغول شي او د دې د پاره د ډاکټر نجيب الله د ملي روغې جوړې پۀ پاليسي کښې د ټولنيز تداوي د عنصر پۀ سېوا کولو سره د افغانستان د امن او خپلواکۍ د پاره روانې هڅې ټينګېدې او پۀ اوږد مهال کښې ګټورې ثابتېدې شي.

هيلې نجيب خپل احساس او تجربه لۀ چاپېريال او واقعيت سره تړلې وړاندې کړې ده او د هغې د دې مقالې ارزښت هم پۀ دې کښې دی چې دا د يوې افغانې لور چې د خواخوږو د بېلتون او د مهاجرت لۀ ترخو تجربو تېره شوې ده، لۀ خوا ليکل شوې مقاله ده او دا د هغه اولسمشر د لور مقاله ده چې د واک دوره (1987-1992) ئې د يو خونړي جنګ پۀ منځ کښې د ملي روغې جوړې پۀ پاليسۍ يادېږي. پۀ افغانستان کښې د ملي روغې جوړې درې ساحې دي: بېن الافغاني، علاقائي او بېن الاقوامي. هم داسې دا پاليسي د سياسي مشق تر څنګ يو اخلاقي اړخ چې پۀ “ټولنيز تداوي” نومول شوی دی، هم لري. هيله مونږ خبروي چې پلار به ئې پۀ کور کښې څۀ ډول د هېواد د برخليک پۀ اړه فکرمند ؤ، لۀ اولسمشر کېدلو نهه مياشتې وروستو ئې پر درې محاذونو د ملي پخلاينې پاليسي مطرحه کړه: (1 د دغې پاليسۍ سياسي تشريح د خلق ډيموکراټيک ګوند لۀ غړو سره موافقې ته رسول، (2 پر ملکي او صوبائي کچه د پخلاينې يو خپلواک کمیسيون تاسيسول، (3 لۀ مخالفو مشرانو يعني لۀ وسلوالو ډلو، قبيلوي او مذهبي شخصيتونو، ملايانو او زميندارانو سره اړېکې نيول. د دې تر څنګ مجاهدين پۀ حزبِ اختلاف نومول، د هغوي د پاره امتيازات اعلانول، ګڼ ګونديزه نظام معارفي کول، اوربند اوږدول، د رايې ازادي اعلانول، سياسي قوتونه د دولت پۀ چارو کښې شريکول، د ايتلافي حکومت جوړولو وړانديز کول او خبرې اترې پېلول د ډاکټر نجيب الله د ملي جوړې د پاليسۍ يا اېن اٰر پي څو عمده برخې وې. هيله نجيب باور لري چې د ملي روغې جوړې دغه تصور پۀ افغاني کلتور کښې رېښې درلودې، دا لۀ بهره انتقال شوی تصور نۀ ؤ، دې تصور ته د خلق ګوند د هغو غړو تائيد حاصل ؤ چې پر خپل واک ئې باور درلود او لۀ افغانستانه ئې د شوروي پوځونو انخلاء غوښته. پر خپلواکۍ، افغانيت او خپلو خلقو مئين نجيب الله هم پۀ دې خاطر د خلق ګوند عمومي سېکرتر ټاکل شوی ؤ چې لۀ ټولنې څخه د ثور انقلاب او د هغه پۀ نتيجه کښې رامنځته شوي حکومت ته تائيد حاصل کړي. خلق ګوند بيا پۀ وطن ګوند د بدلولو فېصله هم د دې تائيد د پراخولو پۀ موخه شوې وه. نجيب الله د ملي روغې جوړې پاليسي د ټولنې پر منځنۍ کچه (middle-range) باندې يعني لۀ قبيلوي او کليوالو مشرانو او مذهبي څېرو سره مطرحه کړې وه او خپل ګوند ئې پر دې ګومارلی ؤ چې پۀ ټولنه کښې پۀ دې حقله پراخ پوهاوی او توافق رامنځته کړي. لۀ افغانستانه د شوروي ځواکونو ايستل چې وروسته ورته د ګورباچوف تائيد هم حاصل شو، د ډاکټر نجيب الله يو تر ټولو لوی خواهش او کوشش ؤ. د جېنېوا معاهده چې د افغانستان او پاکستان تر منځ لاسليک شوې وه، دې کۀ يو خوا ئې لۀ افغانستان څخه د روسي پوځونو انخلاء ته يوه سوله ايزه لار ورکړه، بل خوا ئې دا هم ثابته کړه چې پاکستان پۀ دې جنګ کښې تر ټولو مهم فريق ؤ چې د جهادي ډلو پر ځای ئې خپل ځان معاهدې ته رامخ ته کړی ؤ خو ډېر زر ئې بيا دا معاهده پۀ ډېره سپين سترګۍ سره ماته هم کړه؛ يعني پۀ افغانستان کښې ئې خپل مداخلت ته د پخوا پۀ نسبت ډېر برملا دوام ورکړ او متأسفانه ملل متحد د دې وضعې هېڅ نوټس وانۀ خست. نوټس څۀ چې پۀ خپل کمپاونډ کښې ئې د هغه ملي افغان اولسمشر تحفظ هم و نۀ کړی شو چې يواځې او يواځې ئې پۀ خپل هېواد کښې د سولې او امنيت د ليدلو پۀ خاطر د مللِ متحد د طرحې پر اساس استعفيٰ ورکړې وه. پۀ مخالف صف کښې ولاړو ډلو يو وخت پۀ افغانستان کښې د شوروي پوځونو قرار د جنګ يواځينی سبب ګاڼۀ؛ چې هغه عذر ئې لنډ شو، بيا ئې د ډاکټر نجيب اقتدار د ټولې خونرېزۍ مسئول ثابتاوۀ، ډاکټر نجيب ئې دا ارمان هم ورپوره کړ او لۀ اقتدار څخه ګوښه شو خو افغانستان بيا هم امن و نۀ ليد، پۀ افغانستان کښې نن هم امن نشته، د نړۍ زبر ځواکونه نن هم د افغانستان پۀ برخه کښې هغسې برخورد لري کوم چې ئې د اتيايمې لسيزې پۀ اواخرو او د نويمې لسيزې پۀ اوائلو کښې درلود. د ملي روغې جوړې ضرورت نن هم شته خو روغه جوړه بايد د چا او چا تر منځ وي؟ پۀ کومو شرائطو وي؟ څوک پکښې منځګړي او ضامن وي؟ دا پوښتنې سنجيده ځوابونه غواړي ځکه چې دا د يو لوی تاريخي ملت د بقاء، د هغوي د هېواد د استقلال، حاکميت او ارضي تماميت سوال دی. هيله نجيب پۀ حقه دا سپارښتنه کوي چې روغه جوړه يواځې د مشرانو لۀ خوا تر سره کېدونکی سياسي عمل نۀ شي کېدی بلکې عام وګړی چې تشدد ځپلی دی، بايد د دې پروسې پۀ صحيح توګه برخه پاته شي. عام وګړي او ډلې چې پۀ خپل منځي شخړو کښې ئې يو بل ټپي کړي دي، بايد پۀ خپل منځي اړيکو کښې د بدلون راوستلو پۀ خاطر تر يو روحاني تداوي تېر شي. د هغې پۀ اند دا کار نۀ لۀ بره څخه لاندې کېدی شي او نۀ لۀ لاندې څخه پۀ بره تللو، بلکې د دې د پاره به يوه منځنۍ لاره پکار وي او هغه دا ده چې د ټولنې پر ټولو کچو باندې کار وشي، انفرادي او اجتماعي ټول خفګانونه پۀ پام کښې وساتل شي او د قبيلوي، مذهبي او سياسي مشرانو تر څنګ بايد د عام وګړي غوښتنو ته هم ترجماني ور پۀ برخه شي. دا يو اخلاقي دريځ دی چې لۀ لبرل تهيوريکي سرچينو څخه زېږېدلی دی خو کۀ د افغان او افغانستان ژور زخمونه ليدل غواړو نو تر ټولو غوره مثال به ئې هم دا اوس د امريکائي اولسمشر ډونالډ ټرمپ لۀ خوا لۀ طالبانو سره د روانو مذاکراتو د پروسې د درولو پۀ دليل کښې وګورو. لۀ طالبانو سره د امريکا د متحده ايالاتو لۀ خوا روان متنازعه مذاکرات د افغانانو د مخالفت پر بنياد کېنسل نۀ کړی شول او دا مذاکرات هره ورځ پۀ افغانستان کښې د روانې مرګ ژوبلې لۀ کبله هم کېنسل نۀ کړی شول بلکې دا مذاکرات لۀ دې کبله کېنسل کړی شول چې د طالبانو يوه حمله چې دولس کسان پکښې وژل شوي وو، پۀ هغوی کښې يو امريکي سرتېری هم ؤ. د مذاکراتو د ختمولو دا دليل کۀ برڅېرن هم وي او يواځې تر الفاظو محدود وي خو د افغانانو پۀ زړونو کښې ژور زخم جوړوي چې څنګه د “مهذبې”، “انسان-دوستې” او “پرمختللې” نړۍ پۀ سترګو کښې د هغوي د يو کس ژوند د ټول افغان ملت تر ژوند مقدس او معتبر دی. تر دې هم يو ژور زخم دا د افغانانو پۀ زړۀ کښې جوړ کړل شوی دی چې د دوي د مستقبل پۀ حقله مذاکرات کېدل خو د دوي د رياست او دولت هېڅ ډول نمائندګي هم پکښې نۀ وه. افغانانو ته د استعمار لۀ خوا يو تاريخي زخم دا ورکول شوی دی چې دوي پۀ يوه جبري کرښه پر ملا غوټ مات کړل شوي دي او يوه پېړۍ درې لسيزې وشوې چې لۀ دې خوړين زخم څخه وينې بهېږي. کوم طالب چې نن هم د کابل د تخت د نيولو پۀ انتظار دی، بل ځای نه د ډيورينډ د کرښې پۀ محکومه غاړه کښې مېشت دی، رياستِ پاکستان ئې پالنه کوي. دا يو بل ژور زخم دی چې د پير روښان، خوشحال خان او باچاخان خاوره نن د افغانستان خلاف د مورچې پۀ توګه استعمالېږي او مونږ ئې د مخنيوي توان نۀ لرو. مونږ يواځې ټولنيز تداوي ته اړتيامن نۀ يو بلکې زمونږ زخمونه يو ملي او سياسي تداوی هم غواړي. يوه بې سياسته ټولنه د ځان تداوي نۀ شي کولی. هېڅ يو مدني فعاليت د افغان ملت د ژورو زخمونو د تداوي وسيله نۀ شي کېدی. يو ملي سياست او يو ملي سياسي حزب د ملي، سياسي او ټولنيز تداوي د سامان او امکان د برابرولو ضمانت ورکولی شي. د تاريخ پر اوسني پړاو، د ډېرو زياتو نيمګړتياو تر څنګ نن هم مونږ هيله من يو چې جمهور رئيس ډاکټر اشرف غني به ځان پۀ هېڅ قيمت هغه برخليک ته نۀ سپاري چې ډاکټر صاحب نجيب الله شهيد ورسره لاس و ګرېوان شو. مونږ هيله من يو چې افغانان به بيا پر “وطن طلاقه” ملا او طالب باندې باور نۀ کوي او مونږ هيله من يو چې د شريک زخم د شريک تداوي د پاره يو شريک اقدام ته زمينه مساعدېږي؛ کۀ پاکستان د پښتنو پۀ سيمو کښې د جنګي اقتصاد امپراتوري پای ته و نۀ رسوله نو زيات امکان دا دی چې دا د قامونو پر ماتو وجودونو ولاړ ملک تجزيه شي ځکه چې نور پښتانۀ “تنګ آمد به جنګ آمد” صورت حال ته رسول شوي دي. کۀ پۀ افغانستان کښې طالبانو ته د واک سپارلو دسيسه خدای مۀ کړه عملي کېدل پېل شول نو پۀ پاکستان کښې مېشت پښتانۀ او د هغوي قام پرست تحريک څۀ داسې پرېکړه کولې شي چې لۀ وفاق څخه ځان پۀ هنګامي توګه خارج اعلان کړي. طالبانو ته د واک د سپارلو پۀ دسيسه کښې نۀ يواځې د جنګ ځپلو افغانانو ارمانونه، د نظام او دولت د ملاتړ کوونکو او د افغان ملي اردو د سرتېرو بېش بها قربانۍ او مېړانۍ زخمې کېدې شي بلکې پۀ محکومه غاړه د مېشت پښتون قام پرست ګوند عوامي نېشنل پارټۍ د هغو دوه زره شهيدانو سپکاوی هم کېږي چې د طالبانو پۀ ضد مبارزه کښې ئې د خپلو وينو نذرانه ورکړې ده. هم دا وجه ده چې عوامي نېشنل ګوند تر هر چا لومړی د امريکې او طالبانو تر منځ روان مذاکرات مسترد کړل او غوښتنه ئې وکړه چې د خبرو اترو او جوړ جاړي عمل دې د افغان حکومت پۀ سربراهۍ کښې تر سره شي. د ا د ټول افغان ملت غوښتنه ده چې د افغانستان د امن د مذکراتو پروسه دې د افغان ملت پۀ مشرۍ او څارنه کښې مخ پۀ وړاندې لاړه شي، د افغانستان د خپلواکۍ ضمانت دې وشي او د پاکستان ورانکاری لاس دې وتړل شي. يواځې پۀ هم دې لار د افغانانو او افغانستان تداوي کېدی شي. نورې ټولې لارې د بربادۍ او تباهۍ دي.

هيله نجيب الله د خپل کتاب پۀ اخري څپرکي کښې د اخري سرليک پۀ توګه د باچا خان د عدم تشدد فلسفه پۀ افغانستان کښې د روغې جوړې او ټولنيز تداوي د يوې ګټورې وسيلې پۀ توګه يادوي او پۀ پايله کښې سپارښتنه کوي چې د روغې جوړې پروسه دې خلقو ته مرکوزه او هر اړخيزه وي، د سيمه ايزې همکارۍ تر څنګ دې پکښې د ټولنيز تداوي عنصر هم غالب وي ځکه چې پۀ بنيادي توګه خلق دي چې پۀ دې اوږد مهال جنګ کښې ځپل شوي دي او دوي بايد نور و نۀ ځپل شي.

 

دا هم ولولئ

پۀ افغانستان کښې د ملي پخلاينې او ټولنيز تداوي هيلې

د افغانستان د څلوېښت کلنې غميزې او د ترهګرۍ خلاف روان اتلس کلن جنګ پۀ …