حراموڼې – لائبه افروز زئ

[پښتون پهٔ دې ویاړي چې د خپل روایت سره سم ئې پښتو ژبې د پاره نوي لیکوالان او لیکوالانې مخې ته راوستي او د هغوي د فن داد او ډاډ ورکولو سره ئې دغه روښانه فکرونه اولس ته رسولو کښې خپل کردار لوبولے دے.

لائبه افروز زئ، چې پهٔ اردو ژبه ئې لیکل کول او اوس هم کوي، زمونږ د ملګري مجیب الرحمان خټک پهٔ ارتباط د پښتون سره وابسته شوه. د هغې وړومبۍ لنډې قیصې ‘خالي کور’ او دې پسې ‘بنده کوټه’ چې مجیب خټک ئې پښتو ته ژباړه کړې وه، نه پس دا افسانه ‘حراموڼې’ هم شاهکار لیکنه ده چې د Personification روایت پهٔ پښتو افسانه کښې پهٔ یو نوي ډول د معارفي کولو نخښې لري.

مونږ لائبه افروز زئ ته د پښتون پهٔ پاڼو هرکلے وایو او د ملګري مجیب الرحمان خټک مننه کوو چې د قیصې دغه چینه ئې پښتون سره معارفي کړه.]

حراموڼې

پۀ لاس ئې د ملهم لګولو پۀ وخت د خولې نه اٰه ووتو نو خپلې شونډې ئې وچيچلې، د سترګو پېمانو نه ئې اوښکې راوڅڅېدې، د اننګو د زمکې د اوبۀ خور نۀ پس د زنې پۀ لاره پۀ ځولۍ کښې لکه د سپينو دردانو پۀ غورزېدو شوې. هغې د مړوند سره نښتې څرمن پۀ پټو سترګو راکښله، بيا ئې پرې پټۍ وتړله او حېرانه دريانه در او دېوار ته برنده شوه. د دروازې د پرانستو تمبو پۀ کچن کښې سوړ نغرے پۀ نظر راتلو چرته چې هغې پۀ خپلو سترګو خپل خيالونه او خوبونه شنه لوخړه ليدلي وو. هلته اوس هم دېوالونو ته لوګے ورغاړه وتے ؤ چې څۀ دائرې ئې هلته اوس هم پۀ نظر راتلې. هغۀ پۀ بيړه بيړه راړواندې شوه. هغې خپل خوبونه د سوزېدو نه ژوندي پاتې غوښتل خو خپلو ګوډو ورته ووې چې پاڅېدې نۀ شې.

چې بل خوا ئې وکتل نو بهر ئې ورسره نزدې د خځلو پۀ ټوکرۍ کښې نظر داسې ښخ شو لکه د تاودوخې پۀ منفي ټيټې درجې چې اوبۀ واوره شي. دا د خځلې هغه ټوکرۍ ده چرته چې زما فکر د زېږون پۀ ګناه کښې پۀ ټوټو ټوټو کښې ويشلے او غورزولے شو ے ؤ لکه د شپې پۀ تيارۀ کښې چې تش پۀ نوم پاکبازان سماج د بوج د لاندې ټيټ روان ګناهونه خپل غورځوي. د سحر پۀ رڼا کښې چې پۀ ډېران د مړۀ ماشوم د ځان پۀ ليدو يوه غوغا جوړه شي. پۀ هر لوري پسې پس پاڼې شروع شي ـــ خو زما دخيالونو پۀ ټوټې کېدو نۀ د چا پۀ سترګو کښې اوښکه راغله او نۀ څۀ غوغا جوړه شوه، نۀ د څۀ قسم د مېډيا د ګاډي هارن وغږېدو، نۀ تفتيشي ټيم څۀ شهادتونه راجمع کړل، نۀ چرته پۀ اخبار کښې دوه ګوتې خبر راغلو ـــ دا يو بوګنوونکے مرګ ؤ چې زما پۀ وړاندې وشو او پۀ زړۀ مې نقش شو ـــ چې درد به ئې زما پۀ سينه کښې لکه د اور پۀ شانې سرې سکروټې پروت وي. دا يو ځوانيمرګے غم ؤ چې د زړۀ پۀ رګونو کښې به لکه د وينې پۀ شان چورلي، دا هغه نوحه وه چې تل به پۀ زړۀ لکه د چابک ګوزارونه راکوي، دا هغه ماتم دے چې چرته به هم ترې وزګاره نۀ شم.

“باجي څۀ وشو؟ تۀ خفه غوندې ئې،”

واړۀ ورور ئې لېپ ټاپ شټ ډاون کړو او وې وئيل.

“هېڅ هم نا”، هغه موسکۍ شوه او بستره پۀ څنډلو سر شوه. پۀ موبائيل زنګ راغلو، هغې مخې سره وکتل، د خاکواني صاحب مسېج ؤ. معين صاحب تا ته څۀ وئيل غواړي؟ پۀ مخ ئې يو رنګ ورانېدو او بل جوړېدو. څۀ وئيل غواړي؟ څۀ وئيل غواړي، زۀ څۀ ووايم؟ د ځان سره پۀ ګوڼېدو شوه. پۀ اوږه ئې د چا لاس وګاڼۀ نو د ځان سره حېرانه پاتې شوه. چې پۀ شا ئې وکتل نو فهيم ولاړ ؤ.

باجي خېر خو دے کۀ نه؟ د هغې زغم مات شو او د سترګو نه ئې راوڅڅېدو. د کوټې ور ئې بند کړو او ټول حال باندې ئې هغه خبرول غوښتل. د سترګو څڅواکي ئې رو رو زړۀ نرم کړو،

“تۀ هېڅ فکر مۀ کوه باجي!” د ډاډ نه ډکه خبره ئې د ورور نه واورېده. “تۀ غسل خانې ته لاړه شه، زۀ درته بهر ولاړ يم.”

د موبائيل ټلۍ پۀ يو مخ غږېده. هغه ډېره پۀ توندۍ د غسل خانې پۀ لور پۀ منډه لاړه، خپلې غاړې ته ئې د دوو ګوتو چونډۍ ور واچوله او خپله وار خطا ساه ئې ډېره پۀ ګرانه ټيکاو کړه او پۀ دواړو لاسونو ئې موبائيل راواخستو. د بل اړخ نه يو دروند اواز د پړدو سره وډغېدو. پۀ مرۍ کښې د نښتي اواز بهر راويستو د پاره هغې داسې هڅه کوله لکه يوه مانده او ډنګره جينۍ چې د کوهي نه د اوبو ډکه ډولچه راويستلو د پاره کوي.

“تۀ زما خبره اورې کنه ګلابې؟”

مخاطب ورته د سوالي پۀ شانې ووې ـــ وچه ژبه چې د غوچکو توکاڼو جوړولو نه هم معذوره وه، هغي ځان سنبال کړو او د اواز ډولچه ئې پۀ خپل ټول زور لګولو سره راوښکله. لفظونو د مرۍ غوټۍ وشلوله او بهر راووتل،

“هو جي! زۀ ستاسو خبره اورم.”

دېوال ئې ټينګ نيولے بهر ته ئې سترګې برندې نيولې وې، هغې ووې.

د خبرو کولو پۀ وخت هغې بيا بيا خپلې جامې پۀ ځان پورې داسې رانغښتې لکه د سړي د اواز چې سترګې وي او دا ورباندې ويني. د مازغو پۀ کچه سلېټ ئې د نامحرم ټکے ډېر پوخ ليکلے شوے ؤ چې د هغې ورانول د بغاوت نه هم ستر جرم ګومارلے شو. نن دغې کاڼي وړومبے ګورذار خوړلے ؤ. بهر د قدمونو کړپه د هغې دا سوچونه د هغې د مازغو نه داسې وران کړل لکه څنګه چې خمر انګوري شراب لکه انساني عقل شل کړي. د ورور د ټوخي پۀ اواز هغې خپلې خبرې بس کړې، ټوټۍ ئې پرانسته، لاسونه ئې ووينځل، جامې ئې سمې راسمې کړې، بهر راووته. بې واره ساه ئې د باد پۀ شانې شور کولو. د خپلې ساه پۀ ځاے کولو د پاره کچن ته لاړه.

ګلابې تۀ دلته ئې؟

د ترور اواز ئې د دې منظر نه حقيقي دنيا ته راوسته. هغې سترګې پرانستې، د پاڅېدو هڅه ئې وکړه خو پاڅېدو کښې پاتې راغله. ترور! تۀ کله راغلې ؟

بس اوس لږ ساعت وړاندې، تۀ مې ونۀ ليدې نو ستا کوټې ته راغلم، چې ومې کتل نو تۀ لاندې پۀ زمکه اوده پرته وې. ترور ئې ورته جواب ورکړو. هغه خو د خپل ژوند پۀ ټول سامان تالا کېدو باندې ويرژنه وه، د بهر حال نۀ به څۀ خبره وه. ترور ئې خوا ته راغله او ورسره کښېناسته. د هغې غمژن او ځوړند مخ پۀ ليدو ئې ووې،

“ګلابې! خېر خو دے کنه؟”

“جي ترور جانې! بس صفائي مې کوله، راوپرځېدم نو دلته کښېناستم؛ چې کله اوده شوې يم، بس هډو پۀ ځان پوهه شوې نۀ يم.”

بنيادم څومره بې وسه او مجبوره شي چې خپل غم هم چا ته ښودلے نۀ شي. د زړۀ نه ئې اواز راغلو او هم هلته چرته ښخ شو. ترور ئې بهر لاړه. د يادونو تمبې وازې شوې. د هواګير يادونو يوه مرغۍ پري پۀ پر پړا راننوته او د هغې سره کښېناسته، د وخت پايه پۀ شا وچورلېده.

د سوچ تمبې د پرانستېدو سره سمدستي هغه وختونه د مزغو پۀ پړدو رابرڅېره شول کله چې دکور پۀ انګڼ کښې د قهقهو پۀ شور کښې خداے خبر چې هغه کوم وخت ؤ، کله چې د هغې سره دانائي مجبوره شوه. هغې ترې نه د ځان د تروړلو ډېر کوشش وکړو خو دغه دانائي ئې د شعور پۀ تالاو کښې نوره هم پۀ چپو شوه. هر عام څيز ئې تر پامه خاص شو. نظر ته ئې داسې بينائي راغله چې د خارج دننه داخل ورته هم پۀ ډاګه پۀ نظر راغلو. پۀ مخونو ليکلې شوې قيصۍ ورته پۀ تکو تورو شپو کښې هم لکه د ستورو پړقېدې. پۀ خبرو اترو کښې پۀ نظر نۀ راتلونکې رویې او د داخل تريخ والے ورته پۀ مېدان ښکاره شو. پۀ سندرو، سازونو او ډرامو کښې ئې پناه موندل وغوښتل خو دا چل ئې هم سودمند ونۀ ګرځېدو.

“اخر د شعور د اژدها نه ځان څنګه وساتم، کومه چې زما د ځان د خوړو سره ده؟” هغې به اکثر د ځان سره سودا کوله.

“ظاهر ه ده چې بنيادم د بېلابېلو کېفيتونو مجموعه ده او پۀ ښۀ يا نۀ زړۀ خپل بېلابېل کېفيات او اثرات خپلوي. شاید چې زۀ هم د داسې حالاتو سره مخ يم.” هغه به موسکۍ شوه.

کله به هغه د باطن پۀ سمندرکښې د سرکشه څپو پۀ پاڅون وبوږنېده چې هسې نۀ دا د څۀ طوفان نخښې علامې وي. بيا به ئې يو نظر ځان ته وکتل،

“نه ګلابې! تۀ د وهمونو پۀ چکر کښې پرېوتې ئې!”

پۀ شېبو شېبو به ئې کتابونه لوستل کۀ چرې دا مې د دې وهم دارو وګرځي، خو دغې دارو ئې مرض نور هم زيات کړو. اخر ورته د خپل مرام منزل خپلې لارې صفا پۀ ګوته کړې. هغه وډاره شوه چې دا هر څۀ به زۀ څنګه کوم؟ خو قدرت خپله فيصله اورولې وه. دغه فېصله پۀ ښۀ يا نۀ زړۀ خامخا قبلول وي.

“باجي! تۀ خفه کېږه مۀ!” د ورور اواز ئې يو ځل هغه د سوچونو نه پس بيا کوټې ته راوسته،

“تۀ فکر مۀ کوه! زۀ سمه دمه يم.”

هغې پۀ بيا غوندې موسکا کښې ووې،

“تۀ ما ته د بازار نۀ د دړدونو ګولۍ راوړه.” د ورور د رخصتولو نه پس چې هغه د المارۍ پۀ اډاڼه ودرېده نو څۀ ګوري چې څۀ کتابونه د ژوبل ځان سره پۀ وينو سرۀ شنۀ پراتۀ وو.

“زما سره پۀ تاسو هم ډېر څۀ تېر شول ـــ ارمان چې تاسو خو مې خوندي پاتي کړي وئ!!! خو زۀ تاسو ته ملامته يم چې ما ستاسو د پاره هېڅ هم ونۀ کړے شول.”

هغې کتابونه رايوځاے کړل. او ورته ئې ووې،

“دا ستا او زمونږ د ټول عمر يارانه ده ګلابې! ملامته خو مونږ يو چې ستا مو هېڅ لاس مدد ونۀ کړے شو ـــ خوخوشحال پۀ دې يو چې مونږ د خپل مينه وال سره ژوبل شو او پۀ دړد کښې ئې شريک شو.”

پۀ يو ګت کښې يوې ورستې او شلېدلې پاڼې ووې نو ټول کتابونه ورسره پۀ يو خولۀ شول او د دغې شلېدلې پاڼې د خبري تائيد ئې وکړو. هغې پاڼه راچته کړه، د زړۀ سره ئې جوخته ونيوله او پۀ ورکو فکرونو کښې ورکه شوه.

“تا ته پته ده د يادونو پۀ منډېرۍ چې کله پاڼې پاڼې خيالونو د يو ګل شکل موندلے ؤ نو زۀ د خوشحالۍ نه پۀ جامو کښې نۀ ځائېدم. زما یقين نۀ راتلو چې دا کله او څنګه وشو؟ اوس د دې ګلونو وړومبۍ غنچې ته کور ته راتلل وو. ما پۀ هر لور نظر واچولو نو هر طرف ته د روايت غنې غنې او ازغنې پۀ نظر راغلې. پۀ ټول کور کښې چرته داسې ځاے نۀ ؤ چې پۀ دې غنچې مې ښکلا ور بخښلې وه. زۀ څومره بد بخته وم؟”

نو د کتابونو المارۍ راته ووې چې تۀ دومره فکر ولې وړې ئې ګلابې! مونږه به ستا کله پکارېږو ؟ تۀ د ګلونو دا غنچه زمونږ سره کېږده، مونږ به ئې خپلې ځولۍ کښې پټه وساتو.

نو ما ورته د دې پۀ ځواب کښې وئيلي وو چې زما زړۀ ته دا راتېرې المارۍ ګلونه څو ته پۀ خپله لمن کښې پټولے نۀ شې نو د دې ګلونو خوشبوئي؟

وخت د بې لګامه اس غوندې پۀ توندۍ روان ؤ او شعور خپله چجه پرانستې پۀ خپله لاره روان ؤ. د اسمان دندناکه فضا پاکه صافه شوې وه. قدمونه د څۀ قسم ډار او وېرې نه مخ پۀ وړاندې روان وو. د اندېښنو وريځې به را اوچتې شوې او بيا به ورانې شوې. د روايت غنو او ازغو پڅېدل شروع کړي وو. تيارۀ د تتې رڼا پۀ کېدلو پۀ ډوبېدو وه. د هوا يوه تونده چپه راغله چې زما د زړۀ ټولې جذبې ئې هواګيرې کړې. د کور پۀ لوړو دېوالونو کښې بندي فکر ئې بهر کتلي هم نۀ وو چې د مشر ترۀ زور دار اواز مې قيامت راوستو،

“چرته ده دا ګلابه؟”

هغه ژړغونې شوه، سترګې ئې راډکې شوې، د اذيت د ژور او بې سره سمندر د اذيت چپې پۀ دانګونو بهر راوتې. د ترۀ زوردار اواز ئې يو ځل بيا د غوږونو سره وډغېدو،

“دې زمونږ د کورنۍ ننګ او عزت خاورې ايرې کړو! زمونږ د ښځو اواز چرته د دې دېوالونو نه بهر چا نۀ ؤ اورېدلے خو د دې جينۍ خبرې پۀ حجره جومات کښې کېږي. دا د سوونو کالو راهسې راروان رواياتونه ماتول غواړي.”

د کور ټول بنديان پۀ منډه منډه د کور انګڼ ته راغلل. پۀ صابن لړلو لاسونو نه ئې صابن وغورځېدو. د شعور د قيمت د پرې کولو وخت راغلے ؤ. د وېښتو نه پۀ راکښو انګڼ ته پۀ ډېره بې دردۍ سره راکښلې شوه. مشره چاچي ئې بې رحمه وه ـــ وړوکے ورور ئې د دېوال سره پۀ ډار ولاړ ؤ ـــ د مشر ترۀ څپلۍ ئې پۀ ځان او پۀ سر پرله پسې راورېدې ـــ دېوالونو پۀ کړس کړس وخاندل ـــ پۀ اسمان د غم لړۍ خورې شوې وې ـــ د نمر رنا تته شوې وه ـــ هواګانو خپله لار بدله کړې وه ۔ـــ هېچا هم دا جرأت نۀ شو کولے چې مشر ترۀ ئې د لاسه نيولے وے او د غه کار نۀ ئې منع کړے وے. د وېښتو د راکښو سره سره به ئې کله پۀ لتو او کله پۀ څپېړو وهله ـــ مخ او شا يو ځاے ئې هم سلامت پاتې نۀ شو ـــ د هغې اواز پۀ سلګو سلګو شو ـــ هغې پۀ سلګو سلګو پاڼې ته خپل خاپونه او تڼاکې ښودلې ـــ چې پۀ دې کښې ئې ورور د دوايانو او اوبو ګلاس پۀ لاس راننوتو. هغې پۀ ولاړه ولاړه دارو وخوړل او ورور ته ئې د لاس پۀ اشاره د بهر تلو د پاره ووې او هغه بهر لاړو.

“د ګولو تريخ والے مې د مشر ترۀ د لهجې او رویې نه لږ کم دے”، هغې د ځان سره ووې.

ماتې خوړلې حېرانه ولاړه وه چې پاس پۀ المارۍ کښې پروت د باچاخان تصوير ته ئې پام شو لکه چې هغې تصوير دې ته وې،

د بغاوت نه پۀ شا نۀ شې!”

ګوره چې دغې تصوير ته ئې کتل نو پۀ خندا شوه او د لوظ پۀ توګه ئې ورته خپل سر وخوځوۀ.

هغې پۀ ژوبل لاس پۀ رپېدلو ګوتو قلم ونيو، کاغذ ئې راواخستو او ليکل ئې شروع کړل. ناڅاپه ئې مشر ترۀ کوټې ته راننوتو، د وېښتو نه ئې راکښله او ورته ئې ووې،

“حرموڼې! د خپلې نه نۀ اوړې کنه ۔۔۔۔۔۔۔”