خدائي خدمتګار او ‘ګمنام سپاهي’ – م ر شفق

د ارواښاد ايوب صابر د مشهور نظم “ګمنام سپاهي” نه يو څو مصرعې راخلم:

هر مؤرخ دے غافل

هر محقق دے اودۀ

هر مصور ملامت

هر صحافي قصور وار

هر يو اديب ګناه ګار

زۀ يو سپاهي يم

يو تورزن د دنيا

پۀ هر مېدان کښې جنګېدلے يم

ولې څوک داسې مؤرخ هم شته دے

چې ئې پۀ ما هم څۀ تحقيق کړے دے؟

د باچاخان د خدائي خدمتګار تحريک هر يو خدائي خدمتګار د قومي اتل درجه لري خو د زرګونو او لکهونو پۀ شمېر خدائي خدمتګاران داسې تېر شوي دي چې خاص د الله د رضا د پاره ئې د قومي ازادۍ او خپلواکۍ مبارزه کښې د سر و مال قربانۍ ورکړي او د خپل ژوند يوه يوه لحظه کښې د عدم تشدد، مينې او ورورولۍ پۀ جذبه ئې بې غرضه خدمتونه کړي دي. د شهرت نه بې نيازه دغه “ګمنام سپاهيان” څوک پېژني هم نۀ. يو څو ليکونکي د ګوتو پۀ سر شمېرلے شي چې د خدائي خدمتګارانو څۀ نا څۀ ذکر ئې کړے دے او د تذکرې ليکلو هڅې ئې کړې دي. داسې ليکونکو کښې ولي محمد طوفان شامل دے چې ورځپاڼه “شهباز” کښې ئې يوه سلسله روانه کړې وه. (1965ز خواوشا) – د زروبۍ (صوابۍ) فهيم سرحدي هم د خدائي خدمتګارانو پۀ حواله کتاب چاپ کړے ؤ چې يو نيمګړے کوشش ؤ. سيد وقار علي شاه کاکاخېل د تاريخ ژوندے پوهاند دے. دوي پۀ علمي انداز کښې د خدائي خدمتګار تحريک پۀ حواله انګرېزۍ او پښتو کښې د ستائینې وړ تحقيقي کار کړے دے. د باچاخان (خان عبدالغفارخان) ژوند ليک “زما ژوند او جدوجهد” مونږ لوستلے شو. د خان عبدالولي خان ليکلي “رښتيا رښتيا دي” او څلور درانۀ کتابونه “باچاخان او خدائي خدمتګاري” زمونږ سترګې پرانستلې شي؛ ولې بيا هم د پښتونخوا د هرې سيمې خدائي خدمتګار د قوم د بې غرضه “ګمنام سپاهي” پۀ توګه د مرحوم ايوب صابر پۀ ژبه خاموش احتجاج کوي:

پۀ هر محاذ د شرافت

د سړیتوب

او د نيکۍ پۀ قاتلانو باندې

تل غورځنګونه خو بس ما کړي دي

کمانډران او جرنېلان خو ما نه وروستو ګرځي

نو بيا څۀ وجه ده چې زۀ ګمنام يم؟

څۀ وجه ده چې زۀ ګمنام يم؟ د دې وجې ډېرې دي؛ يوه لويه وجه دا ده چې پښتنو او خدائي خدمتګارانو خپل تاريخ پۀ خپله نۀ دے ليکلے. باچا خان چې د خدائي خدمتګارۍ پۀ نوم د قامولۍ تحريک را پورته کړو نو پۀ 1928ز کښې ئې د هر څۀ نه اول “پښتون” رساله جاري کړه چې پۀ دې پاڼو کښې به د قومي تحريک د ورځې ورځې حالات او واقعات محفوظ کړے شي. باچا خان به تعليم يافته زلمو او د قلم خاوندانو خدمتګارو ته بيا بيا دا خبره کوله چې د تحريک پۀ دوران کښې هره ورځ څومره څۀ راپېښېږي، دغه ټول هر څۀ هره ورځ پۀ باقاعده ډول ليکئ. د دې ليکنو څخه به وروستو تاريخ جوړ شي خو ډېر لږ شمېر خدائي خدمتګارانو لکه فضل رحيم ساقي، عبدالخالق خليق صاحب، عبدالاکبر خان اکبر، محمد اسلم خان شرر انبار ډهېري او ناظم سرفراز خان غوندې سربازانو پۀ دې وېنا عمل کړے ؤ. ممکن ده نورو خدائي خدمتګارانو به هم ليکل کړي وي؛ ولې ډېر څۀ د هغۀ وخت د “ظالم حکومت” د لاسه خاورې ايرې شوې وي او ځينې اهم ليکونه به د خدائي خدمتګارانو د وارثانو د بې غورۍ او ناپوهۍ پۀ سبب لاس ته نۀ راځي. زۀ دلته د خپل “داجي” (مولونا عنايت الله) مثال ورکولے شم. وئيل به ئې، “کله چې زۀ پۀ درېم اګست 1948ز پېشمني مال هري پور جېل ته ورسولے شوم او بيا څو کاله پس راغلم نو زما ليکلې ډائري او ياداشتونه، کاغذونه د کور بنديانو د پوليسو لۀ وېرې او د خپلې ستانې د عزت او ناموس ساتلو پۀ خاطر تنور کښې سوزولي وو.”

داسې به ډېرو ځايونوکښې شوي وي. لکه مونږ ته دا هم نۀ ده معلومه چې پۀ دولسم اګست 1948ز د بابړې (چارسدې) پۀ “کربلا” کښې څومره او کوم کوم خدائي خدمتګاران شهيدان شوي او ټکو سترې شوي وو. هر څوک وائي چې د سوونو پۀ شمېر دي خو د پاکستان لوے قومي اخبار “ډان” صرف پينځلس ښائي؟ ډاکټر سهيل ورپسې لټون کولو خو کامياب نۀ شو.[1]

مونږ دې “لوے غم” (ټريجيډي) ته ځکه مخ يو چې زمونږ نه د پېرنګي استبداد پاليسۍ ترمخه خپله ژبه شوکولې شوې ده. د قومي تاريخ مشاده ئې راله ورانه کړې ده ځکه چې تعليمي نصاب کتابونه د افسر شاهۍ “پرورده ليکونکو” مرتب کول؛ نوي نسل ته ګناه نشته، دوي بې خبره ساتلے شوي دي او د ملک تاريخ يا “مطالعه پاکستان” تر اوسه پورې د قومي ازادۍ مبارزانو او ګمنام خدائي خدمتګار سپاهيانو ته ملامته مختورن دے ځکه نو د خپلې خاورې “مؤرخ” ته دا پته هم نشته چې خدائي خدمتګار څوک وو؟

د باچاخان خدائي خدمتګار تحريک د قافلې سالاران، جرنېلان او کرنېلان خو غريب کسب ګر خلق وو؛ جولا ګان، چمياران او نايان چې تش پۀ نوم پښتنو ورته سپک کتل – دا زمونږ د معاشرې متحرک غړي دي. دې کسب ګرو هنرمندو پۀ خپل هنر پښتانۀ درانۀ کړي دي. د پښتنو، قومي ” شاه ملنګ” ورله عزت او احترام ورکړے ؤ او پۀ دې طريقه ئې د پېرنګيانو “مراعات يافته” نوابانو، جاګېردارانو د غرور ښکر مات کړے ؤ. د عمل او کردار ائينه ئې ورته مخامخ کړې وه چې:

نامرد فخر پۀ نسب کړي

مرد نۀ مور لري نۀ پلار

خوشحال خان خټک

غرض دا چې باچاخا ن او خدائي خدمتګاران پۀ نسل نسب نۀ، پۀ خپل کردار پېژندلي او منلي شي. مينه او عقيدت، زړۀ او ذهن سره تعلق لري او د يو تن لا يو شخصيت سره د هغۀ د سپېځلي او تاريخي کردار پۀ وجه پېدا کېدلې شي خو دا تجزيه د لوے غني خان غوندې سترګور دانشور کولې شي.

د خدائي خدمتګارانو د عقيدې او نظريې د جاج اخستو د پاره دې لوستونکي “د غني کليات” او “لټون” کښې کۀ نور نۀ وي، صرف دوه نظمونه “جنګ له دے منصور روان” او “سوداګر” بيا بيا ولولي نو د “عدم تشدد” فلسفه به ورته معلومه شي او پوهه به شي چې “کردار” څۀ ته وائي او “خدائي خدمتګار” پۀ کوم مقام ولاړ دے؟ د “ګمنام خدائي خدمتګار” پۀ حواله ما د ښاغلي غني خان وېنا پۀ خپلو غوږو اورېدلې وه؛ د اردو کتاب “شفق رنگ” (1997ز) کښې مې محفوظ کړې وه؛ اوس ئې بيا پښتو کښې بيانول غواړم.

“د صدر فيلډ مارشل محمد ايوب خان د حکومت خلاف عوامي جمهوري جدوجهد فېصله کن مرحلې ته رسېدونکے ؤ. ښاغلے عبدالولي خان، اجمل خټک او د نېشنل عوامي پارټۍ د سر سر مشران پۀ جېلونو کښې بنديوان وو. د مردان پورې هوتي کښې “د ميروېس ډهېرۍ” (سانحه 1942ز) ورځ نمانځلې شوه او د يوې لويې جلسې اهتمام شوے ؤ. پرجوش تقريرونه وشول. نابينا شاعر زيارت خان پۀ دروند خوږ اواز کښې نظم واورولو “د اکتوبر پۀ اووۀ ويشتمه”؛ نظم کښې د ميروېس ډهېرۍ واقعه خلقو ته وريادولې شوه او خدائي خدمتګارانو ته د عقيدت او محبت پېرزوئني وړاندې کړې شوې. د جلسې اخر کښې ښاغلي غني خان يو مختصر او دلچسپ تقرير وکړو؛ وئيل ئې:

“زۀ د باچا خان” “رېزور زوے” يم، “بابا” افغانستان کښې خوشحاله دے، “ولي” پۀ جېل کښې “ډډه” ولګوله؛ دا سرتېره زلمي ما پسې شو او دلته ئې راوستم. زۀ د تقرير شوقين نۀ يم، بس يو څو خبرې به درته وکړم، تاسو پرې لږ غور وکړئ!”

بيا ئې ووې،

“د “ميروېس ډهېرۍ” دردناکې پېښې پۀ حواله چې تقرير کولے شي يا نظم وئيلے شي نو زيات زرو دې له ورکولے شي چې پۀ دې کښې د باچا خان پښتۍ ماتې شوې وې خو دا څۀ دومره اهمه خبره نۀ ده، د ازادۍ پۀ جنګرېز کښې د خدائي خدمتګارانو کورونه لوټ شوي دي، د ازادۍ ننګيالو د خپلو وينو نذرانې ورکړې دي، خدائي خدمتګارانو چې کوم عذابونه او اذيتونه زغملي دي، د هغو درد ناکو پېښو پۀ اورېدو خو پۀ خپله پۀ تاريخ هم غوني ځیږ ځيږ شي؛ نو کۀ د باچاخان “پښتۍ” ماته شوه څۀ قيامت راغے؟ د دغه تاريخي سانحې د ټولو نه اهمه او د پاملرنې جوګه خبره دا ده چې د باچا خان پۀ مشرۍ کښې د خدائي خدمتګارانو يو پُر امن جلوس روان ؤ – د هند برټش حکومت داسې نۀ غوښتل. پۀ ټوپکو سنګينونو وسله بند پوليس فورس ئې د تش لاسو خدائي خدمتګارانو مخه ووهله او حکم ئې ورکړو،

“مخکښې به نۀ ځئ! خبردار چې بل قدم وانۀ خلئ!”

باچاخان ورته ووې،

“مونږ به ضرور ځو!”

بس دغه هومره خبره وه، يعني د جبر او تشدد باوجود د باچا خان او د هغۀ د خدائي خدمتګارانو د جرأت، صبر استقامت پښې ونۀ رپېدلې.”

ما ته د “عظيم باچا خان” هاغه د خلقو نه هېر شوي “خدائي خدمتګاران” د محترم ايوب صابر “ګمنام سپاهي” ښکاري چې خپل وخت او زمانې ته غږ ورکوي.

ولې څوک داسې اديب هم موندے شي؟

چې ئې دوه ګوتې کاغذ

زما پۀ مړانې وي تور کړے چرې؟

ولې څلور کنجه دنيا کښې داسې

يو فنکار هم موندے شي؟

چې زما نوم قدرې معلوم وي ورته؟

خدائي خدمتګاران – ملي اتلان

د پښتونخوا د نورو سيمو پۀ شان “تورو” هم د خدائي خدمتګار تحريک يو مرکز پاتې شوے دے. “تورو” چې پۀ عمومي ډول “طورو” ليکلے شي، د یوسفزو کمالزو د ګدۍ او مشرۍ کلے دے. د پېرنګيانو برطانوي هند حکومت پۀ دور کښې “تورو” کښې نوابي وه. اوس هم دا کلے پۀ خانانو نوابانو مشهور دے خو تېرو وختونو کښې دلته د ډېرو لويو ديني عالمانو درز خور ؤ نو “تورو” ته به ‘بخارائے ثاني’ وئيلې شوه.

د باچا خان (عبد الغفار خان) خدائي خدمتګار تحريک چې را پورته شو نو د “تورو” عالمانو ورسره پوره پوره اخلاقي او عملي مرسته کړې وه. ليکونکي (شفق) هغه وختونه نۀ دي ليدلي خو د خپلې مور، پلار، خوېندو او ځينو مشرانو نه مې قصې اورېدلي دي؛ بيا چې زۀ (شفق) هلکوانۍ او ځوانۍ ته ورسېدم نو ځينې پخواني لوستي نالوستي خدائي خدمتګاران مې پۀ خپلو سترګو ليدلي هم دي چې پۀ اولسي او سياسي ژوند کښې مثالي کردارونه وو. د خدائي خدمتګارۍ پۀ فکري اساس جوړ سياسي ګوند نېشنل عوامي پارټۍ سره به ئې پت پاللو او د پښتنو تر منځه د ورورولۍ او خپلولۍ قائم ساتلو د پاره به ئې پۀ ځاے او اجتماعي توګه د خدائي خدمتګار مثالي عملي کردار ادا کولو.

  • مولانا محمد عنایت الله:

مولانا محمد عنايت الله (د ليکونکي والد محترم) ديني عالم، اديب (فروري 1910 – 24 جون 1995ز) او خطيب ؤ. ديني سبقونه (فقه احاديث) ئې د خپل پلار مولانا محمد عبدالجميل سره وئيلي وو او د دارالعلوم دېوبند اعزازي سند ئې د شېخ الاسلام مولانا حسېن احمد مدني نه تر لاسه کړے ؤ. ټول ژوند ئې درس و تدريس او خدائي خدمتګارۍ کښې تېر کړے ؤ. لويه کارنامه ئې دا وه چې د خپلو څو رفيقانو پۀ مدد ئې زيات شمېر خطرناکې او ناکاره دښمنۍ پۀ دوستۍ او ورورولۍ کښې بدلې کړې وې. د وفات (24 مۍ 1995ز) نه مياشت نيمه وړاندې ورسره ښاغلي نورالبشر نويد او خالد اقبال د مياشتينۍ “ليکوال” د پاره يوه اوږده مرکه کړې وه. (دوېم جلد، پينځمه ګڼه، مۍ 1995ز) مولانا صاحب د يوې پوښتنې پۀ جواب کښې وائي:

“يو ذهين طالب علم قاضي اثار الحق د هشنغر رځړو اوسېدونکے ؤ. د هغۀ ډولۍ د اتمانزو نه راوړلې شوه. د نکاح دستوره کښې د شاملېدو د پاره والد صاحب (مولانا حافظ عبدالجميل) سره زۀ هم اتمانزو ته لاړم (1925-24)، دغه محله کښې د باچا خان کور او ځاے ؤ. دنګ لوړ، سور سپين د خامتا جامې ئې اغوستې وې، پټکے ئې پۀ سر ؤ. وړه قينچي کړې توره ږیره ئې وه. هغۀ زما پلار ته د چايو دعوت ورکړو او خپلې حجرې ته ئې بوتلو او د خپل اصلاحي تحريک باره کښې ئې ورسره خبرې اترې وکړې. زما والد صاحب ووئيل: ‘ستا دا تحريک ډېر ښۀ او مناسب دے خو ضعف او جسماني کمزوري اجازت نۀ را کوي چې تا سره عملي مرسته وکړم، دعا به درته کوم – ما ته وروستو خپل والد صاحب محترم د باچا خان د ازادۍ پۀ تحريک کښې د شاملېدو وېنا وکړه. يو زما د پلار وصيت ؤ او بل د باچا خان د تحريک جذبه وه چې ما پۀ ايماندارۍ د دې تحريک سره ټول ژوند وتړلو.”

مولانا محمد عنايت الله صاحب د يو عالم او خدائي خدمتګار پۀ توګه محسوس کړي او د زړۀ نه منلې ده چې:

“حضرت باچاخان يو مجاهد مسلمان ؤ. د هغۀ د اسلام پۀ تعليماتو او د رسول اکرم صلي الله علېه وسلم پۀ ارشاداتو کلکه عقيده وه. ګاندهي جي هم د عدم تشدد فلسفه خوښه کړې وه خو عدم تشدد د ګاندهي جي پاليسي وه او د باچاخان عقيده وه.”

“ليکوال” سره مرکه کښې مولانا صاحب دا خبره هم سپينه کړې ده چې:

“عموماً دا خبره کولې شي چې د پښتون فطرت دا نۀ دے، عدم تشدد نۀ خوښوي او د ژوند هره معامله کښې تشدد کوي ولې د باچا خان خدائي خدمتګار تحريک دنيا ته د خپل عمل پۀ ذريعه ثابته کړه چې د عدم تشدد پۀ فلسفه کۀ څوک پوره پوره عمل کولے شي نو هغه صرف پښتانۀ دي. خدائي خدمتګارانو پۀ اجتماعي توګه هم او پۀ ځاني طور هم، روښانه مثالونه قائم کړي دي. دې لړکښې زۀ د خپل ذات پۀ حواله ډېر ثبوتونه پېش کولے شم – لکه يوه ورځ يو سړے راغے، ما ته ئې مخ پۀ مخ کنځلې شروع کړې. زما عزيزانو خپلوانو ته ئې سپکې سپورې او بدې ردې ووې. ما ورته پۀ جواب کښې صرف دا خبره وکړه، “ما او زما پلار او نور عزيزان د کلي ټول خلق پېژني.” بيا ښه ډېره موده پس هغه سړے راغے، معافي ئې وغوښته چې زۀ پۀ خپله رويه پښېمانه يم. اوس تاسو خيال وکړئ، کۀ چرې ما هم سپکه خولۀ خوځولې وه او تشدد مې کړے ؤ نو ښکاره ده چې د هغۀ زړۀ کښې به کرکه او نفرت نور زيات شوے ؤ. زۀ وايم چې د عدم تشدد فلسفه به اوس هم کاميابه وي ځکه چې پۀ تشدد مسئلې نۀ هوارېږي.”

  • ملک يار محمد کرنېل صاحب:

د “تورو” محله موسٰي خېل د ملک يار محمد صاحب د خدائي خدمتګارو کرنېل ؤ. د محمد نظيف خان زوے، د پېدايښت کال ئې 1911ز او د وفات نېټه ئې 23 فروري 1980ز ده. ليک لوست ئې کولے شو. زيرک، هوښيار او ژوندے بنيادم ؤ. دے د شپږو مياشتو ؤ چې پلار ئې وفات شوے ؤ. د خدائي خدمتګارۍ دور چې تېر شو نو د “تورو” د خانانو، نوابانو د زمکو، دوترو، ناظري ئې کړې وه او د هغوي د “کرنېل صاحب” پۀ ذات او کردار پوره پوره اعتماد ؤ. د طورو نواب زاده نصرالله خان (چهوټے خان) چې پۀ عوامي سياست کښې قدم کېښودو نو ملاتړ ئې ملک يار محمد کرنېل کړے ؤ. زمونږ د والد صاحب خوږ يار او همځولے ؤ. د هغۀ پۀ وفات د غمرازۍ غونډه کښې مولانا صاحب (محمد عنايت الله) خپل تقرير کښې يوه واقعه بيان کړې وه چې زمونږ ځوانۍ وې، د خدائي خدمتګار تحريک پۀ سلسله کښې مو کلي پۀ کلي دورې کولې. د يو کلي “خوشاټارو” را ته مخامخ سپکې سپورې ووئيلې. يو زلمي پۀ کښې دا هم وئيلي وو چې “ښځې به درنه راولو” – مولانا صاحب چې پۀ خپله د صبر استقامت ژوندے پېکر ؤ؛ فرمائيل، “د زلمي پۀ دې خبره زما وينې جوش وکړو خو يار محمد کرنېل چې زما اکر بکر ته وکتل نو پۀ خندا شو. زما پۀ اوږه ئې لاس کېښود او هغو زلمو ته ئې پۀ ډېره خوږه لهجه کښې ووې، “تاسو هسې لګيا يئ، زمونږ دکور دېوالونه ښۀ دنګ او اوچت دي، تاسو هلته نۀ شئ ورتلے.”

مولانا صاحب وئيل، زۀ د “کرنېل صاحب” حوصلې ته حېران شوم. پۀ 1977-78ز کښې چې د “پاکستان قومي اتحاد” غورځنګ پۀ جوبن کښې ؤ نو يار محمد کرنېل صاحب پۀ صحت ښۀ ؤ خو سپين ږېرے مشر ؤ. مردان کښې يو جلوس کښې روان ؤ، پوليس کوتک ماري شروع کړه. کرنېل صاحب يار محمد پۀ سر د کوتک ګزار وخوړو، پۀ فټ پاتهـ سر پۀ دواړو لاسو کښې نيولے کښېناست. د پوليس کپتان (دوست) چې ورته خيال شو نو پۀ منډه ورله راغے، خوا خوږي ئې ورسره کوله؛ “ګوره ملک صاحب! تۀ خو مشر سړے یې، د پوليس مخې ته مۀ راځه! د جلوس شا شا ته ځه کنه.” ملک صاحب ورته وخاندل، کپتان صاحب! مونږ ته هغه “هندو” (باچا خان) پۀ شا د تلو او تېښتې کولو چل نۀ دے ښودلے.

د “يارو کرنېل صاحب” مونږ دواړه وروڼه (اسرار د طورو او زۀ) پۀ دې هم خوښ وو چې د هغۀ کشر زوے ډاکټر جهانزېب سره مو ميډيکل کالج ته رسولو کښې منډه ترړه وهلې وه او زمونږ لۀ مخه ورسره “سټوډنټ کلرک” امان الله شاهين صاحب (مرحوم د اجمل خټک صاحب د ترۀ زوے او شاعر ؤ) داخله کښې پوره مرسته کړې وه. زۀ چې دسمبر 1975ز کښې د رېډيو پاکستان پښتو خبرونو څانګې سره انډول شوم نو يوه ورځ را ته ملک صاحب ووئيل، مشتاقه! پوليس رانه ستا باره کښې څۀ ضروري انکوائري (اښتنې پوښتنې) کولې. ما ورته ووې، دا خو د مولانا صاحب کشر زوے او زما ورارۀ دے، څوارلسم پاس دے؛ کله يو دفتر کښې کله بل دفتر کښې ځان لۀ څۀ کار ګوري، اوس ئې رېډيو پاکستان کښې نوکري وموندله او چې پۀ ښۀ بد پوهه شوے دے نو هم دغه د سرکار پارټۍ سره ئې يارانه ده نو.

  • امازے ماما:

د سمدې خېلو محلې “امازے ماما” د ټول کلي څۀ چې د خواوشا مېرو بانډو او علاقو هم “ماما” ؤ. ټول عمر عملاً خدائي خدمتګار ؤ. د کلي د پاره تعميري منصوبو کښې به ئې اهم کردار ادا کولو. خلق به ئې د جومات، حجرې، پل او سکول د ودانۍ کارونو ته چمتو کول او تکړه کول. بغېر تپوسه به ئې د هر چا غم ښادۍ کښې خدمت کولو او د مېلمنو د پاره انتظاماتو سمولو ته به حاضر ؤ. ځينې ځان خوښو زلمو به د امازي ماما بې غرضه خدمت “مداخلتِ بېجا” ګڼلو خو هغه به د خپل خدمت نه چا نۀ شو منع کولے. وچ کلک خوش پوش انسان ؤ او د خبرو سليقه هم ورتله. مور ئې د امازو ګړهۍ وه نو ځکه پۀ امازو ماما مشهور ؤ ګنې خپل نوم ئې عبد الواحد ؤ. وئيل ئې د “خدائي خدمتګارۍ” پۀ جرم کښې هري پور جېل کښې به بربنډ پۀ بېتونو وهلے شوم نو لۀ ډېره درده به مې کريکې وهلې. ما سره سم د لوند خوړ غلام محمد خان سور سپين غټ کټ زلمے هم پۀ کوړو وهلے شو. لۀ بدنه ئې پوټکي الوتل خو د خولې نه ئې “اوش” قدر له نۀ ؤ ختلے. خپل درد رانه هېر شو. د شپې مې دوه خښتې پۀ انغري کښې سرې کړلې، پۀ دې مې ځان له او د لوند خوړ دغه بهادر، نډر خان لۀ زخمونه ټکورول.

غلام محمد خان لوند خوړ هغه خدائي خدمتګار “خان” دے چې پېرنګيانو ورله حجره سوزولې وه. مردان پورې هوتي کښې د “مارشل لاء” خلاف د متحده جمهوري محاذ جلسه وه. لوند خوړ د کونسل مسلم ليګ د رهنما پۀ حېث تقرير کولو،

“اے خلقو! تاسو نن د جمهوريت د بحالۍ چغې وهئ، دا ازادي خو زمونږ د مال و سر پۀ قربانیو راغلې ده. ازادي د خټو ګوګوشتو نۀ دے؛ کۀ دا خپله “شا” مې درته ښکاره کړه نو د جابر حکومت د لاس تغمې پرې اوس هم ولاړې دي.”

1972-73ز کښې غلام محمد خان لوند خوړ د نېشنل عوامي پارټۍ مخالف ګوند “قيوم مسلم ليګ” کښې ؤ. پۀ ملاکنډ روډ “بلوه ګرو” پۀ ښاغلي عبدالولي خان قاتلانه حمله وکړه. پۀ ګاډي ګولۍ وورولې شوې او ډرائيور پۀ کښې مړ شو نو دغه تاوژنو حالاتو کښې غلام محمد خان لوند خوړ د څۀ قسمه سياسي مصلحت پروا ونۀ کړه او غمرازۍ لۀ پۀ درنه څټه نېغ “شهي باغ” ته لاړو. ولي خان ته ئې ووې، زۀ د چا نه وېرېږم نۀ، پښتون يم؛ بهټو او دغه “بل” کۀ څۀ وي نو ځان لۀ به وي. زۀ تا له راغلے يم. ولي خان ورته احتراماً پاڅېدو او پۀ روڼ تندي ئې ورته هرکلے ووې.

قيصه مې د عملي خدائي خدمتګار “امازي ماما” کوله.

1967-68ز کښې به د “سدي خېلو” سريخ جومات کښې والد محترم (مولانا عنايت الله) د مازيګر نمانځه نه پس د قران پاک درس ورکولو. امازے ماما به هم درس کښې شريکېدو او د خلقو را لړزولو د پاره به ئې عجيبه عجيبه تپوسونه کول. مولانا صاحب له به غصه نۀ ورتله. ښۀ پۀ ارام به ئې ورله زړۀ پورې جوابونه ورکول او د امازي ماما پټ حريفان به کچي ګوله پاتې شو.

يوه ورځ درس جاري ؤ او امازي ماما د جومات نه بهر بېلچه پۀ لاس کښې نيولې وه، سخا لختے ئې صفا کولو. يو حريف پرې ټک وکړو چې خلق د قران پاک درس ته ناست دي او تا ځان له کار کتلے دے د لختي سخا خټو ته دې بېلچه اړمه کړې ده؟ امازي ماما ورته ووې، دا تپوس به د مولانا صاحب نۀ وکړې. د درس پۀ ختمېدو يو وزګارخېل دغه تپوس وکړلو. مولانا صاحب ورته ووې، مونږ خبرې کوو او امازے ماما پۀ يواځې ځان د چم ګاونډ خدمت ته ملا تړلې ده او پۀ درس د عمل کولو ثوابونه ګټي.

  • مستقيم کاکا چميار:

ما چې ليدو نو وچ کړس او ملا ئې کوڼتي وه. د موسٰي خېل محلې مستقيم کاکابه قصابانو تاجرانو لۀ څرمنې صفا کولې او رنګولې، معاوضه به ئې نۀ اخسته. بې نيازه خدائي خدمتګار ؤ خو د پېرنګي اېجنټانو پرې رپورټ وکړو چې مستقيم چميار د ګټې وټې خاوند دے نو حکومت پرې ټېکس لګولو. د 1935ز اېکټ لاندې به هغه تن ووټ ورکولے شو چې ټېکس ګزار به ؤ. د خپل محترم ورور محمد ظهورالحق صاحب نه مې اورېدلي وو؛ سر نواب محمد اکبر خان هوتي چې يو دبنګ شخصيت ؤ، انتخابونو ته ولاړ ؤ او مقابله ئې خدائي خدمتګار امير محمد خان هوتي (د امير حېدر خان هوتي نيکۀ) کوله. د هوتي نواب صاحب ووټ غوښتو له د مستقيم کاکا کوڅې لۀ ورغے. د طورو نواب او خانان هم ورسره وو. مستقيم کاکا چې خبر شو نو د کور نه ئې کټونه را بهر کړل، تولايۍ ئې پکښې وغوړولې او بالښتونه تکيه ګانې ورته کېښودې شوې. د هوتي نواب صاحب او نور خانان ئې پۀ عزت او احترام کښېنول. نواب صاحب ورته ووې، مونږ د ووټ د پاره تا له پۀ جرګه راغلي يو. مستقيم کاکا ورته جواب ورکړو،

“تاسو درانۀ مېلمانۀ يئ، خپله در غريبي پېش کولې شم خو ووټ د هغه چا دے چا چې مونږ لۀ د ووټ حق ګټلے دے.

نواب صاحب پاڅېدو او چې د موسٰي خېلو حجرې ته را ورسېدو نو پۀ دروند اواز کښې ئې “باچا خان” ته يو څو غټ غټ کنځل وکړل. وئيل ئې،

“تۀ وګوره ورته! زۀ ئې دې وچې ټانټې (مستقيم کاکا) ته محتاجه کړم؟’

“تورو” کښې د خدائي خدمتګارانو فهرست ښۀ اوږد دے. د تاج ملوک خان دلسوز صاحب (خان جي)، فضل معبود خان او عبدالجميد اېډوکيټ نه واخلې د رېدي ګل کاکا (د نورالبشر نويد پلار)، مشال کاکا، شريف الله دوکاندار، زېر شاه کاکا، عمر شاه کاکا، مناف کاکا؛ عن تر شاهي زمان ټانګې واله، سپولا کاکا (صفي الله، د محب الله شوق پلار) او د طورو نوي کلي زلمي کاکا او شريف ګل بابو پورې د خدائي خدمتګارۍ اعلٰي مثالونه او سپېځلي کردارونه وو. د شېخ دوست محمد پۀ حقله زما ليکنه د “پښتون” يوه ګڼه کښې چاپ شوې ده. شېخ کاکا د سکبر(صدبرګ) “صوبېدار” او شامتے حوالدار (ملک شهامت خان) څنګيان وو. پۀ تور ټکي ککړ نۀ وو خو د خدائي خدمتګارۍ تربيت ئې حاصل کړے ؤ. د ټوقو دشتو خبرو نه به ئې د سياسي شعور او پوخ فکر اندازه لګېدې شوه. شامتے حوالدار سور سپين ښکلے چپ چاپ سړے ؤ. ملګرو به وچېړلو نو داسې خبره به ئې وکړه چې د کاڼي کرښه به وه.

د 1960ز عام انتخاباتو “کمپائن” (مهم) پۀ نوم “اسلام پسند” او پشکال کښې د ټوکېدونکو خرېړو پۀ شان اسلامي ګوندونو شور غوغا جوړه کړې وه چې اسلام خطره کښې دے – د نېشنل عوامي پارټۍ ترجمان انقلابي شاعر حبيب جالب ورله غاښ ماتوونکے جواب ورکوو چې “خطره هے زردارون کو، خطرے مين اسلام نهين” – دغه ورځې وې، “دوست محمد شېخ”، سکبر صوبېدار او نور ملګري د شامتي حوالدار کوڅه کښې ودرېدل، د بهر نه ئې اواز ورکړو،

“هلکه شامتيه! اسلام راوړه! ”

هغه د کور نه اواز ورکړو،

“نۀ ئې راوړم”

دوي ورته بيا نعره ووهله، “اسلام راوړه ګنې خراب به شې”. شامتے حوالدار نور پۀ زور کښې شو، “درته وايم نۀ ئې راوړم، ستاسو پۀ ما زور دے څۀ؟” دې مهال کښې ورته خپله “بي بي” ګويا شوه، يه سړيه! نو بد خو درته نۀ وائي؛ ولې ځان ګناهګاروې؟ شامتي کاکا ورته پۀ غصه کښې ووې، “د دغۀ لور! ښه ده نو کېږده پتيله پۀ نغري؛ چاې پخې کړه! دوي خو “چايو” ته اسلام وائي.

زۀ (شفق) اوس د يادونو پۀ اس سور د تورو (طورو) نه د صوبې مانېرۍ ته ځم. د فرورۍ 2019ز “پښتون” ګڼه کښې د خدائي خدمتګار فردوس خان کاکا مرحوم کورودانې “بي بي زهريٰ” سره د مېرمن کلثوم زېب يوه مرکه شائع شوې ده. فردوس خان کاکا د مانېرۍ چې هسپتال کښې د زړۀ د دورې لۀ کبله وفات شو نو د هغۀ “بي بي” وائي،

“جنازه ئې مازيګر وشوه. باچا خان پۀ خپلو لاسو خاورو ته وسپارلو. باچا خان دغه وخت خلقو ته وې، دعا مۀ کوئ! دا خداے بخښلے دے. خپل ټول عمر ئې د اولس د پاره پۀ خدمت کښې تېرکړو… باچاخان پۀ خپله ژړل.”

دې خبرې سره زما د ياد ډېوه روښانه شوه. زۀ (شفق) هغه وخت د اطلاعاتو صوبائي محکمه (نظامت) کښې ټرانسلېټر(مترجم) وم. ځينو ناپوهو مخالفينو دا مشمشه (پروپېګنډه) خوروله چې (الله مۀ کړه) “باچا خان” دعا نۀ مني. پۀ دغه موقع چې د صوبائي اطلاعاتو ذمه وار افسران حاضر وو، د هغوي پۀ حواله مصدقه بيان داسې ؤ چې کله باچا خان پۀ نمژنو سترګو د فردوس خان کاکا مړے لحد ته کوز کړو او خاورو ته سپارلے شو نو چا اواز وکړو، “دعا وکړئ!” – باچا خان ورته ووې، يه هلکه! ځان ته دعا وکړه! خدمت وکړه! دۀ خو ټول عمر د قوم خدمت کړے دے، دۀ ته د دعا ضرورت نشته؛ دعاګانو له مړني يئ. د دۀ پۀ شان د قوم خدمت وکړئ!

د قوم د ذهني اصلاح خبره همېشه پۀ خلقو بده لګي. باچا خان به چې کله هم تقرير کوۀ نو د هرې وېنا پۀ پاې کښې به ئې د خلقو پۀ اتفاق رايې دعا د خېر کوله. د هغۀ د دعا خاص الفاظ وو او پۀ اخر کښې به ئې دا ايت شريف رَبَّنَا ظَلَمْنَا اَنْفُسَنَا…الخ لوستو.

دلته د فروس خان کاکا خاورو ته د سپارلو منظر ته هم کتل پکار دي چې دغه وخت به د باچا خان پۀ زړۀ څۀ تېرېدل او د هغۀ ذ هني کېفيت به څۀ ؤ.

اشنا مې کوز کړو تور لحد ته زۀ ښېرازه ګرځم

د مينې لافې مې دروغ شولې، رښتيا به نۀ شي

حافظ الپوري

او يو دردمند زړۀ ئې بل مفهوم داسې هم کولے شي:

پۀ مزار کۀ شمعې نۀ لرم اسراره!

لحدونه مې روښانه پۀ ډیوو کړه

اسرار دطورو

فردوس خان کاکا د ديارلسو کالو زلمے ؤ چې خدائي خدمتګارۍ کښې جېل ته تلے ؤ.

  • نجوکاکا:

محترم اسرار د طورو د جنورۍ فرورۍ 2019 “پاڅون” کښې د مشهور مانېروال خدائي خدمتګار “نجوکاکا” واقعه بيان کړې ده. ما ته پۀ کښې لږ څۀ کمے محسوس شو. د دۀ پوره نوم “نجيب الله” ؤ. مانېرۍ صوابۍ کښې به ئې قصابي کوله. يو نر بهادر سړے ؤ. باچا خان ورته د اولسي ژوند نقشه پۀ خدائي خدمتګارۍ کښې بدله کړه. دغه سيمه کښې د خدائي خدمتګارو تربيتي کېمپ لګولے شوے ؤ. “نجو” نوے نوے تربيت اخستے ؤ. د صوابۍ د يو “خان” دېرې ته خپلې جرګې سره لاړ. باچا خان پۀ خپله او خدائي خدمتګاران به چې د چا حجرې ته لاړل نو اول به ئې جارو لاس کښې واخسته، ځاے به ئې صفا کوو؛ بيا به ئې ورته د خدائي خدمتګارۍ پېغام رسولو. “باچا خان” به خلقو ته د پاکوالي قراني تعليم پۀ ساده ژبه کښې ورکوۀ. شډلو او ځيږو پښتنو ته به ئې پۀ خوږه پسته لهجه کښې وئيل، “يو سپے چې هم چرته کښېني نو اول پۀ لکۍ ځان ته ځاے صفا کړي، مونږ خو انسانان يو – الله او د هغۀ رسول صلي الله علېه وسلم مونږ ته بيا بيا د پاک اوسېدو تلقين کړے دے.”

نجو کاکا او د هغۀ ملګرو اول د “خان” دېره صفا کوله. دوي جارو وهله چې “خان” ورته سپورې ستغې شروع کړلې. وئيل ئې “تاسو کښې غېرت نشته، بې شرمو! ښځې ئې درنه جوړې کړېې دي. جارو ګانې ئې پۀ لاس کښې درکړې دي، پردۍ حجرې درباندې صفا کوي – وغېره وغېره – د نجو کاکا صبر تمام شو. وئيل ئې، “خان! تۀ ما ښۀ پېژنې، ستا پۀ شان خلقو نه به ما پۀ ولاړه جامې ویستې خو دې “سړي” (باچا خان) سره مې لوظ کړے دے چې “تشدد” به نۀ کوم. پۀ ايمان مې سوګند پورته کړے دے چې زۀ خدائي خدمتګار يم، جنګ جګړې نۀ کوم. د خان رنګ تګ زيړ شو. پۀ دغه ماسخوتن چې “نجو کاکا” حسب عادت “باچا خان” سره کښېناست، پښې ئې ورله چاپي کولې نو هغۀ ترې پښه راښکه – “نجو” لۀ غصې تک سور شو؛ وئيل ئې، کور ته چې لاړ شم نو ښځه را له پۀ سترګو کښې ګوتې رامنډي چې نۀ دې پۀ کور کار شته او نۀ درسره د خپلو بچو څۀ غم شته؛ چې د خان حجرې ته دې ولېږلو نو هغۀ باد د بڼې سپک کړلو او چې تا له راغلم نو تا هم پښه راښکله – زما کومه لار شوه؟

“باچا خان” ورته پۀ قلاره لهجه کښې ووې،

“نجو! زۀ خبر شوے يم، “خان” ډېره سپکه خوله خوځولې ده خو دا تا چې ورله څنګه جواب ورکړے دے نو تا او هغۀ کښې فرق څۀ شو؟ تۀ خو خدائي خدمتګار یې!”

د صوابۍ وچ خوړ کښې د اوبو سېلاب راغلے ؤ. د ژمي يخني وه، خدائي خدمتګاران د خوړ نه پورې وتل. “باچاخان” ورته ووې،

جرابې مۀ وباسئ او يو تن دې د بل پۀ اوږو سور پورې وځي.

بيا ئې نجو کاکا ته ووې،

راځه! تۀ زما پۀ اوږو سور شه!

نجو بې ادبي ګڼله خو باچا خان ورته مسکے شو،

تۀ خپل قد ته وګوره او زما قد ته وګوره! تۀ ما نۀ شې وړلے او زۀ دې ښۀ پۀ اسانه پورې بوتلے شم.

هغه زړۀ به لۀ طوفانه پۀ امان وي

چې کشتۍ غوندې دخلقو بار بردار شي

رحمان بابا

  1. د محتاطې اندازې تر مخه دا شمېر د 604 او 6011 تر منځه دے. باچا خان ټرسټ ریسرچ سنټر به د روان اګست پورې د دغه نومونو دستیاب فهرست چاپ کوي او نورو پسې لټون جاري دے. د ډاکټر سهېل خان او سېد شاهي مرستې دې لړ کښې د ستائینې دي.

 

دا هم ولولئ

تشدد او عدم تشدد – ليکنه: خضر حيات خان – ژباړه: م.ر شفق

د هندوستان د ازادۍ د پاره دوه قسمه تحريکونه را پورته شوي وو. يو د …