د شلمې پېړۍ ستورے – مولانا خانزېب

افراسياب خټک د غني خان پۀ اړه د ډاکټر وقار علي شاه د کتاب پۀ سريزه کښې ليکي چې روسي اديب پروفېسر ‘ګېرس’ پۀ خپل کتاب کښې ليکي چې د شلمې پېړۍ پښتانۀ مبارزين روشن فکران د طوفان مارغان وو چې د وخت د هرې سختۍ مقابله ئې کړې وه خو لۀ بده مرغه د پېرنګي استعمار د ښکېلاک پۀ ضد د دوي د ازادۍ وياړلې مبارزه او نۀ د پاکستان د غاصبانو واکمنو د زور ګيرۍ خلاف د دوي مزاحمت د نصابي تاريخ پۀ کتابونو کښې خوندي پاتې ده او نۀ څۀ معلومات پۀ دغه کتابونو کښې د دوي پۀ اړه ليکل شوي. کۀ څۀ دي نو زياتره هم عامو بهرنو خلکو ليکلي.

پۀ شلمه پېړۍ کښې پۀ نړۍ کښې دوه ستر جهاني جنګونه وشو څۀ اتۀ کروړه انسانان د دغه جګړو خوراک شو هم د دغه پېړۍ پۀ نيمائي کښې د برطانيې ستر نړيواله امپراتوري لۀ مېنځه لاړه، يو شمېر د ازادۍ غورځنګونه پۀ وجود کښې راغلل، پۀ غلامۍ کښې د پېړو پېړو نه ښکېل اولسونه ازاد او خپلواک شو. د دوېم نړيوال جنګ نه پس د امريکا طاقت مخې ته پۀ بشپړ ډول څرګند شو. د کارل مارکس پۀ فلسفه د زار روس وطن د سوشلسټ انقلابيانو پۀ هڅه د شوروي اتحاد پۀ ستر نړوال مادي طاقت وربدل شو او نړۍ د ‘دوه قطبي طاقتونو’ ترمېنځ وېشل شوه. د نړۍ د واک لپاره د سوړ جنګ نوے هنر مخې ته راغے. نړۍ پۀ درې ډلو کښې وېشل شوه.

پښتنه ټولنه او د پښتونخوا وطن جغرافيه هم پۀ دغه جبر او زور کښې ښکېل وه. د ازادۍ غږ د پېرنګي پۀ ضد پۀ وسلواله مبارزه د نورلسمې پېړۍ د نيمائي نه پۀ زور کښې وه، پۀ داسې وخت کښې د نورلسمې پېړۍ پۀ وړومبۍ لسيزه کښې د باچا خان پۀ شان ستر اتل راڅرګندېږي او د ټولنيزې اصلاح سره د ټوپک پۀ ځاے د قامي مبارزې د پياوړه کولو لپاره پښتنو ته د شعور او عدم تشدد وسله پۀ لاس کښې ورکوي .

د باچاخان خان د ژوند دومره اړخونه دي چې تراوسه پرې اتۀ پي اېچ ډيز شوي. څۀ کم دوه سوه کتابونه پرې ليکل شوي خو بيا هم د باچاخان او د هغۀ د ملګرو د مبارزې حق لا پوره ادا نۀ کړے شوے .

باچاخان کۀ يو اړخ ته يو ټولنيز مصلح ؤ نو بل اړخ ته يو ستر سياست مدار او ماهر تعليم هم ؤ. باچاخان د ټولنې د جهالت نه د راويستلو لپاره بنيادي کار د 1910 نه د حاجي ترنګزو او مولانا فضل محمود مخفي پۀ مرسته کښې د ازادو مدرسو پۀ شکل د پېرنګي د تعليمي نظام پۀ مقابل کښې شروع کړو. پۀ اپرېل 1921ز کښې د ټولنې د عملي اصلاح کولو لپاره ‘انجمن اصلاح الافاغنه’ بنسټ کېښود او د افغان جرګې سره سره پۀ 1929ز کښې د منظم سياسي غورځنګ ‘خدائي خدمتګارۍ’ بنسټ کېښودو .

باچاخان خان يو جهاني انسان ؤ. د خپل وطن او اولس لپاره د هر چا سره پۀ لار تلو ته تيار ؤ. هر ډول کينې او بېکاره انساني خويونو نه پاک ؤ خو چې کله مسلم ليګ ورله د مرستې لاس نۀ ورکولو نو د مجبورۍ نه د کانګرس سره پۀ لار روان شو. کانګرس کۀ ورسره د ازادۍ پۀ وخت کښې هر څومره بېکاري وکړه خو دغه تور د باچاخان او د خدائي خدمتګارو پۀ سينه نشته ځکه چې پښتنو د ازادۍ پۀ مبارزه کښې نۀ پۀ سنګر کښې او نۀ پۀ سياست کښې کومه کمزوري کړې. کمزوري کۀ کړې نو يا مسلم ليګ او يا کانګرس کړې .

د ازادۍ نه پس باچاخان پښتانۀ د نورو جنګونو نه د ژغورلو لپاره د پاکستان قانون ساز ادارې ته هم لاړو. د جناح صېب سره هم پۀ کراچۍ کښې ملاوېدل وشو خو ولې د مسلم ليګ له خوا هم هغه شان د ناباورۍ او چل چلند ؤ. پۀ بابړه کښې پۀ سوونو خدائي خدمتګار ووژل شو او باچا خان سره د ولي خان، غني خان او نورو ډېرو خدائي خذمتګارو تر د شپږ کالو پورې زندانونو ته واچول شو چې دغه کوږ خوي د دې ملک تراوسه د پښتنو سره پۀ رياستي توګه روان دے .

باچاخان سياست او د ټولنې اصلاح کولو ته څنګه راغو پۀ دې اړه خپل کتاب ‘زما ژوند او جدوجهد’ کښې ليکي:

“د افغانستان او ازادو قبائلو حالت چې مې وليدو او پېنځلس کاله مې پۀ هندوستان، پۀ قبائلو او افغانستان کښې ،غورزې پرزې، وکړې نو پۀ دې نتيجه ورسېدم چې “انقلاب” د منډې کار او دومره اسان څيز نۀ دے .انقلاب د سړې سينې کار دے .

انقلاب عمل او پوهه غواړي. انقلاب عالمان او پوهان غواړي چې د قام تربيت وکړي او انقلاب ته ئې اماده کړي.

د انقلاب د پاره داشخاصو ضرورت وي. تۀ ګوره ! چې زمونږ جذباتي ملګري څومره پۀ جوش راوتلي وو لاړل خوارۀ وارۀ شو.

نو کښېناستم او د ځان سره مې فکر وکړو نو پۀ دې نتيجه ورسېدم چې زمونږ د قام نۀ د تجارت خوا ته توجه شته، نۀ د صنعت خواته، نۀ د زراعت او نۀ د تعليم خواته.

پۀ رسمونو رواجونو کښې تر غوږونو پورې ډوب دي، پۀ خانه جنګو اخته دي .

داسې قام انقلاب نۀ شي راوستے خو دا قام د دې بلاګانو نه خلاصول هم غواړي چې سياسي شعور پۀ کښې راشي او دا کار يوه پرامنه فضاء غواړي نو تر دغه وخت پورې زۀ هم پۀ دغه عقيده وم چې دا ټول کارونه انقلاب غواړي. تشدد راته انقلاب ته نزدې او د کاميابۍ لار ښکارېده. خو د تجربې نه پس راته معلومه شوه چې د جنګ پۀ وخت کښې “اسونه” نه تيارېږي نو ځکه مې اراده وکړه چې خپل کلي ته واپس شم او د عدم تشدد د اصولو پۀ بنا به کار کوم. اول به د انقلابي اشخاصو د تعليم او تربيت لپاره قامي “مدرسې” جوړوم نو ځکه اتمانزو ته راغلم چې د هغه مدرسو د بېرته جاري کولو کوشس مې کولو چې پېرنګيانو د جنګ پۀ زمانه کښې بندي کړم”.

پۀ کال 1928ز کښې د پېښور پۀ شاهي مهمان خانه کښې د جمعيت علماء هند کليزه غونډه وه. پېرنګيانو اجازه نۀ ورکوله خو صاحبزاده عبد القيوم ته د جمعيت علماء هند غړو خواست وکړو. هغه د صوبې حاکم “جارج روس کېپل” سره خبره وکړه او اجازه ئې ترې واخسته. پۀ دغه غونډه کښې مولانا محمد علي جوهر، مفتي کفايت الله، مولانا ظفر علي خان، مولانا حسرت موهاني، مولانا حسېن احمد مدني او ګڼ شمېر نور د هندوستان مشرانو ګډون درلود.

پۀ دغه غونډه کښې باچاخان او د هغۀ ملګرو ته هم بلنه ورکړل شوې وه. باچا خان او مقصود جان چې د ازاد سکول اتمانزو مشر ؤ د يو څو زده کونکو سره ئې پۀ دغه غونډه کښې ګډون وکړو .

غني خان چې د دغه سکول زده کوونکے ؤ پۀ دغه وخت کښې عمر ئې ديارلس کاله ؤ. د پښتنو پۀ ټولنيزو ستونزو ئې ډېر ښۀ تقرير وکړو. غني خان پۀ خپل تقرير کښې دا خبره هم وکړه چې:

“زمونږ علماء ته خواست دے چې اوس هم وخت شته را وړاندې شئ او د پښتنو سمه لار ښوونه وکړئ. پښتانۀ د جهالت پۀ تورو تيارو کښې ډوب پراتۀ دي. کۀ دا نۀ شئ کولے نو بيا پۀ جار ووايئ چې د اباسين نه راپورې خلک د هندوستان اوسېدونکي نۀ دي او زمونږ د دوي سره هېڅ کار نشته.”

باچاخان پۀ خپل کتاب کښې پۀ يو بل ځاے کښې ليکي:

زمونږ پۀ علاقه کښې موليانو ډولکي او سورنۍ بند کړي وو، د ډمانو يو مشر ؤ هغۀ خپلو کشرانو ته وئيلي وو چې بچو! دا ډول ډبلۍ د کوټې پۀ تير کښې کېږدئ. اخر به هم خداے مسلماني راولي نو ډمانو ته مو ووئيل چې هغه خپل ډول ډبلۍ راواخلئ! هغوي ډېر خوشحاله شو، هغوي هم زمونږ سره خدائي خدمتګاران شول او مونږ د هشنغر او دواوې پۀ دوره روان شو او چې يو کلي ته به نزدې شو نو ډول به مو ووهو چې خلکو به د ډول سورنا اواز واورېدو نو حېران به شول ولې چې ډول سورنا خو موليانو بند کړې وه نو چې چا به اورېده ښځې، نر، بچي به راغونډېدل او مونږ پسې به روان وو مونږ چې به د کلي مېنځ ته ورسېدو نو ډول سورنا به مو بند کړه، د کلي اکثر خلک به راغونډ شوي وو او دې ډول سورنا به زمونږ سره غټ مدد کولو نو بيا به ورته ما يو مختصر تقرير وکړو.

باچاخان پۀ خپل کتاب کښې د ګاندهي جي سره د ناستې پۀ اړه ليکي:

بمبۍ کښې د ال انډيا کانګرس کمېټۍ جلسه وه او هغې له د ټول هندوستان ممبران راغلي وو، څهٔ وخت چې مونږ د بمبۍ سټېشن ته ورسېدو او د ګاډي نه کوز شو نو ميا احمد شاه ما له راغے او ډېر خفه ؤ، دۀٔ راته ووې چې ما ته خو دېوي داس ووې چې تۀٔ د کانګرس ځاے ته لاړ شه، دا خو داسې شوه چې ما له ئې ځواب راکړو، امير محمد خان هوتي ورته ووې چې ما ته ئې هم داسې وئيلي دي خو ما ورته ووې چې کوم ځاے فخرِافغان صېب وي زۀ به هم هلته يم، نو بيا هغهه چپ شو، خو ميا صېب وې چې زهٔ ئې ستاسو نه منع کړے يم او ما له ئې ځواب راکړے دے چې تاسو سره نهٔ ځم، ما هم د ميا صېب د راضي کېدو کوشش وکړو خو دے رضا نۀ شو، نو بيا زما څهٔ مسلمانان دوستان سټېشن ته راغلي وو، موټر ئې راوستے ؤ، هغوي سره مې پۀ تلو رضا کړو خو د ميا صېب طبيعت خراب شوے ؤ.

بله ورځ مونږ د ميا صېب ليدو له لاړو، دے مو وليدو خو طبعيت ئې ښهٔ نهٔ ؤ، ماته د “ګلياړې” د يو مهربان پښتون نه معلومه شوه چې ميا صېب ډېر خفه دے او وائي چې بس نور کار نهٔ کوم او کلي ته روان دے، دېوي داس چې د دې واقعې نه خبر شو نو هغۀ ورته ووې چې ما خو پۀ دې خيال وئيلي وو چې دلته به تاته تکليف وي، پۀ ځمکه به ملاسته وي، دال چپاتي به خورې او هلته د کانګرس د مېلمنو لپاره ډېر ښهٔ انتظام دے خو د ميا صېب خفګان لرې نهٔ شو، ما هم ميا صېب ته ډېر منت وکړو چې واپس مهٔ ځه چې مونږ خپله فېصله کانګرس سره وکړو او د کانګرس هغه بله ډله هم راغلې ده ځکه ستا موجودګي ضروري ده، خو چې سبا له مونږ خبرېدو نو ميا صېب تلے ؤ، زمونږ معامله د کانګرس ورکنګ کمېټۍ ته وړاندې شوه او زمونږ لپاره د صوبه پښتونخوا لويه جرګه نوم ئې منظور کړو او ما له ئې اختيار راکړو چې څنګه ستا خوښه وي پۀ پښتونخوا کښې هغسې تنظيم جوړ کړه.

د جرګې مشرانو کښې اختلاف:

زمونږ د پېښور يو ورور سردار عبدالرب نشتر پۀ دغه وخت کښې دا اعتراض وکړو چې دوي خدائي خدمتګار خو د کانګرس پۀ اصولو کاربند نهٔ دي بلکې فرقه وارانه نعرې وهي او پۀ مثال کښې ئې ووئيل چې دوي د نعره تکبير الله اکبر اواز کوي، ګاندهي جي د دۀ نه تپوس وکړو چې د الله اکبر څهٔ معنٰي ده؟ نشتر صېب ځواب ورکړو چې خداے لوے دے نو ګاندهي جي ورته ځواب کښې ووئيل چې ولې خداے ورکوټے دے څهٔ؟

دغه شان دوي پۀ خپل مقصد کښې کامياب نهٔ شول، د دې فېصلې نه پس مونږ پښتونخوا ته راروان شو، د رارسېدو سره ما خپل کار شروع کړو او د مردان او صوابۍ پۀ دوره روان شوم.

ميا صېب خفه د دېوي داس نه شو او نقصان ئې خپل قام ته ورسولو او زما مخالف شو .

باچاخان پۀ خپل کتاب “زماژوند او جدوجهد” کښې د پښتنو د ځان ښۀ او وچت ګڼل او بل ورور لاندې ګڼلو د ذهنيت او نفسياتي رنځ پۀ اړه ليکي، “ما د “ټالسټائي” پۀ يو کتاب کښې چې شپږويشت قيصې پۀ کښې ليکلي ( ټالسټائي يو ستر روسے ليکوال ؤ) دا قيصه لوستې ده چې يوه چينه ده، د هغې نه هر محلت ته نلکه راغلې خو د هر محلت خلک پۀ دې نښتي دي چې زمونږ د نلکې اوبۀ پاکې او خوږې دي او د دې نورو نلکو اوبۀ ناپاکې او ترخې دي. دې ته هېڅوک فکر نۀ کوي چې دا ټولې نلکې د يوې چينې نه راغلې دي نو څنګه د يو هغه پاکه او خوږه شوه او نورې ناپاکې او ترخې شوې. اسلام خو دا تعليم ورکوي چې مسلمان به پۀ دې کتاب هم ايمان او عقيده لري او پۀ وړاندې مذهبونو او کتابونو هم، ‘والذين يؤمنون بما انزل اليک وما انزل من قبلک’، دا د دې ثبوت دے چې اسلام د ټولو مذهبونو سره رواداري غوره کړې ده.

د نړۍ د انسانانو ترمېنځ کۀ پۀ هره عقيده وي لويه رشته د انسانيت ده. هېڅ کوم انسان د دغه پوړۍ نه غورځول نۀ دي پکار. قران هم انسانيت ته وېنا کوي. د اسلام د يو امت کېدو شاته هم د انساني وګړو پۀ يو ورورولۍ وردننه کول دي. هم دغه وجه ده چې پۀ موجوده پرمخ تللې نړۍ کښې د “ملل متحد” د سوري لاندې يو نړيوال تړون هم شته چې د بشري حقونو د څارنې او سر ته رسونې غږ ترې کېږي. باچاخان بابا خپل قام ته څومره ستر ؤ. د دې پته د دې نه لګي چې خپل نوم ئې عبدالغفارخان ؤ خو د خپل نوم سره څۀ اتۀ نور نومونه هم ورکړل شوي وو چې دا د يو انسان د ستر والي عظمت لوے دليل دے. باچا خان ته ورکړل شوي لقبونه:

۱- باچاخان د رولټ اېکټ پۀ د ضد اولس لۀ لوري

۲- فخر افغان ۱۹۲۴ز د جېل نه پۀ واپسۍ د خلکو لۀ خوا

۳ -فخر اېشياء حضرت مولانا ابوالکلام ازاد

۴-فخر هند جواهر لال نهرو ۱۹۳۷

۵- سرحدي ګاندي د هند خلکو

۶- سر تور بابا د پښتونخوا خلکو لخوا

۷- لوړ بابا د پښتونخوا خلکو لخوا

۸- رئيس الاحرار(د ازادۍ غوښتونکو مشر) د دېوبند مدرسې لۀ لوري.

د باچا خان بابا ژوند ټول تفصيلات د کلونو پۀ شمېر ۔۔۔۔

خان عبد الغفار خان 1889-90 کښې پۀ اتمانزو چارسده کښې د بهرام خان کور کښې پېدا شو.

1896 کښې ئې جومات کښې د قران کريم زده کړه شروع کړه.

1898کښې پۀ ميونسپل بورډ هائي سکول پېښور کښې داخل کړے شو.

1901 کښې پۀ اېډورډز مشن هائي سکول کوهاټي ګېټ پېښور کښې داخل کړے. شو هغه وخت E.F.E Wigram د دې سکول هېډ ماسټر ؤ.

1906 کښۍ د ارمي د کمېشن اخستلو نه ئې انکار وکړو.

1908 کښې اسلاميه سکول علي ګړهـ ته لاړو.

1909 کښې انګلستان کښې ئې د تعليم نۀ کولو فېصله وکړه.

1910کښې ئې پۀ خپل کلي اتمانزو کښې يو سکول د مولانا عبد العزيز پۀ ملګرتيا کښې شروع کړو.

1911 کښې د رځړو د يار محمد خان د لور سره ئې وادۀ وشو.

.

1913 کښې د مسلم ليګ يو اجلاس له اګرې ته لاړو.

1914 کښې ئې مشر زوے عبدالغنی خان پېدا شو.

1914 کښې د مولوي فضل ربي او مولوي فضل محمود سره د شېخ الهند محمود الحسن پۀ بلنه دېوبند ته لاړو.

1914 کښې د چېلې ويستلو لپاره باجوړ ته لاړو.

1915 کښې انګرېزانو د اتمانزو پۀ ازاد سکول پابندي ولګوله.

1915 کښې ئې دوېم زوے خان عبد الولي خان پېدا شو.

1918 کښې ئې کور واله وفات شوه.

1919کښې ئې د رولټ اېکټ خلاف د سياسي ژوند اغاز وکړو.

1919کښې ګرفتار کړے شو .

1919 کښې ئې دوېم وادۀ د سلطان محمد خان د لور نامياته سره وکړو.

1920 کښې پۀ خلافت کانفرنس کښې د شرکت کولو لپاره دهلي ته لاړو.

1920 کښې افغانستان ته پۀ هجرت لاړو.

1920 کښې صوبائي خلافت کمېټي جوړه شوه او د هغې صدر منتخب کړے شو.

1920 کښې د خلافت تحريک لپاره ئې د چندې راټولولو مهم شروع کړو. دا رقم به پۀ هغه مدرسو لګولے شو کومې چې حکومت پۀ ١٩١٥ کښې بندې کړې وې.

1921 کښې پۀ اتمانزو کښې ئې وړومبۍ ازاده مدرسه جوړه کړه.

1921 کښې ئې تحريک اصلاح الافاغنه جوړ کړو چې وړومبے صدر ئې باچاخان او د پښتو ژبې وړومبے ډرامه نګار ميا محمد شاه د هغې سېکرټري جنرل مقرر شو او محمد اکبر خان خادم د شاعر پۀ حېث.

1921 پۀ 25 مۍ ئې د دوېم ټبر نه لور مهرتاجه پېدا شوه.

1921 پۀ 17 دسمبر د 40 اېف سي ار د لاندې ونيولے شو او درې کاله بامشقته قېد کړے شو. د دۀ خلاف الزامونه دا وو چې د هجرت پۀ تحريک کښې لويه برخه ئې اخستې وه او دوباره ئې پۀ اتمانزو کښـې ازاد سکول شروع کړے ؤ.

1921کښې حکومت د هغۀ د مشر ورور ډاکټر خان صېب او د نورو پښتنو مشرانو پۀ ذريعه پۀ جېل کښـې هغۀ ته ووې چې مونږ تا ته د ازاد سکولونو چلولو اجازت درکوو خو د صوبې دورې پرېږده.

1922 کښې هغه پۀ جېل کښې ؤ چې پۀ 20 اګست ئې درېم زوے عبد العلي خان پېدا شو چې مشهور ماهر تعليم ؤ او د پېښور يونيورسټۍ او ګومل يونيورسټې وائس چانسلر پاتې شوے دے.

1923 کښې چې کله د ډېره غازي خان پۀ جېل کښې ؤ نو مور بي بي ئې وفات شوه.

1923 کښې د هغۀ مشر ورور ډاکټر خان صېب د لندن سېنټ تهامس هسپتال نه ډاکټري وکړه او هلته ئې د يوې انګرېزې سره پۀ دوېم ځل وادۀ وکړو. د هغې نه د ډاکټر صېب يو زوے جان خان او يوه لور مريم وه.

1924 کښې د جېل نه رها شو.

1924 کښې د جېل نه پۀ واپس راتلو ورته د اتمانزو يوې جرګې د فخر افغان خطاب ورکړو.

1924 کښې پۀ صوبه کښې د جوړو شوو ازادو سکولونو چې خدائي خدمتګارانو چلول د هغې پۀ دوره روان شو.

1926 کښې د ال انډيا کانګرس د تحريک خلافت پۀ حقله پۀ کلکته کښې کېدونکي اجلاس له لاړو .

1926 کښې د باچا خان بابا پلار بهرام خان وفات شو.

1926 کښې د خپل ټبر او مشرې خور سره حج له لاړو.

1926 کښې د حج ادا کولو نه پس سره د خپلې کور واله هلته ايسار شو او د سعودي عرب او فلسطين مختلف ځايونه ئې وکتل. هم هلته ئې کور واله پۀ حق ورسېده او پۀ بېت المقدس کښې دفن کړې شوه.

1928 کښې پۀ مۍ ١٩٢٨ کښې ئې يوه رساله د “پښتون” پۀ نوم پۀ پښتو ژبه کښې شروع کړه.

1928 کښې باچا خان د انجمن نوجوانان صوبه سرحد پۀ نامه يو تنظيم جوړ کړو.

1928 کښې د ملګرو سره کلکتې ته د خلافت کانفرنس له لاړو. هلته ئې مولانا ظفر علي خان، علامه اقبال او علي برادرانو سره د سرحد او افغانستان پۀ حقله خبرې اترې وشوې.

1928 کښې پۀ ١١ نومبر د کانګرس د صوبائي کمېټۍ صدر وټاکلے شو.

1929کښې د کانګرس سالانه اجلاس کښې د شرکت لپاره لاهور ته لاړو. چې پۀ هغې کښې د ټول هندوستان د ازادولو غوښتنه وشوه.

1929کښې د کانګرس اجلاس له لکهنو ته لاړو چې پۀ وړومبي ځل ئې مهاتما ګاندهي او جواهر لعل نهرو سره ليدل کتل وشو.

1929کښې پۀ افغانستان ئې د بچه سقه خلاف د نادر خان فتح د نورو خدائي خدمتګارانو سره ونمانځله.

1929 کښې د ټول هندوستان دوره ئې پۀ دې غرض وکړه چې د افغانستان د پښتنو پۀ حقله د نورو خلقو مرسته نوره هم تېزه او تنده کړي.

1929کښې د نوجوانان صوبه سرحد تنظيم له ئې د يو غېر سياسي نتظيم “خدائي خدمتګار” نوم ورکړو چې وروستو دا تنظيم د پېرنګي د ظلمونو له وجې يو سياسي تحريک شو، بابا پۀ خپله د دې تنظيم سالار اعظم ؤ.

1929 کښې کلي پۀ کلي وګرځېدۀ چې خلقو کښې خدائي خدمتګار تحريک معرفي کړي.

1929 کښې د خلافت تحريک د کانګرس سره د اختلاف راتلو له وجې ئې د خلافت کمېټۍ د صدارت نه استعفي ورکړه.

1929 کښې پۀ اتلسم او نولسم اپرېل ئې پۀ اتمانزو کښې د خدائي خدمتګار تحريک يوه غونډه وکړه چې پۀ کښې پۀ سرو جامو کښې ملبوس پۀ سلګونو خلک شريک شو.

1929 کښې پۀ ستمبر کښـې ئې د خدائي خدمتګار سياسي څانګه د زلمو جرګه پۀ نوم پرانسته چې وروستو بيا د هغې نوم افغان جرګه کېښودے شو.

1930کښې پۀ درويشتم اپرېل ئې پۀ اتمانزو کښې يوه جلسه وکړه او خلقو ته ئې د حکومت خلاف پۀ سول نافرمانۍ کښې د شريکېدو خواست وکړو.

1930 کښې پۀ درويشتم اپرېل سره د ملګرو پوليس پۀ نحقۍ کښې د اېف سي ار د لاندې ګرفتار کړو او درې کاله قېد کړے شو.

1930کښې مياشتنۍ پښتون مجله (پۀ وړومبي ځل) بنده کړې شوه.

1930 کښې د قصه خوانۍ دردناکه پېښه وشوه.

1930 د مۍ پۀ دويم تاريخ د پښتونخوا خلقو د حکومت خلاف هړتال وکړو.

1930 د مۍ پۀ ديارلسم تاريخ حکومت اتمانزو کلے محاصره کړو چې خلق پۀ دې مجبور کړي چې هغوي خدائي خدمتګاري پرېږدي.

1930 پۀ اتويشتمه مۍ د ټکر پېښه رامېنځ ته شوه.

1930 د قېد دوران کښې باچا خان بابا کانګرس سره خبره وکړه چې کۀ هغوي زمونږ امداد کوي نو هغوي به خپل تحريک کانګرس سره وتړي.

1931 د يو کال قېد تېرولو نه پس د ګاندهې جي او ارون پېکټ ترمخه د ډېره غازي خان جېل نه رها کړے شو.

1931 پۀ مارچ کښې د کانګرس پۀ کراچۍ کښې کېدونکي اجلاس له پۀ وړومبي ځل د هغوي پۀ بلنه د سلو خدائي خدمتګارو سره شريک شو.

1931پۀ اپرېل کښې دهلي ته د کانګرس اجلاس له لاړو.

1931پۀ مۍ کښې يو ځل بيا “پښتون مجله” د عبدالخالق خليق پۀ ادارت کښې شروع شوه.

1931پۀ نهم جون د ګاندهي جې سره د کانګرس د ورکنګ کمېټۍ اجلاس له لاړو.

1931 پۀ جوﻻئي کښې د ګاندهي جي زوے دېوداس ګاندهي د پښتونخوا د حالاتو معلومولو لپاره پېښور ته راغے او پۀ اتمانزو کښې د بابا سره دېره شو.

1931 کښې حکومت د خدائي خدمتګار تحريک د اثر رسوخ ختمولو پۀ غرض خاکسار تحريک شروع کړو او د پېښور ګورنمنټ هائي سکول هېډ ماسټر عنايت الله مشرقي ئې د هغې وړومبے صدر مقرر کړو.

1931پۀ دېرشمه جولائي د صوبې چيف کمشنر سر سټيورټ پيئرز د باچا خان سره انټرويو وکړه.

1931 پۀ ديارلسم اګست باچا خان بمبۍ ته د آل انډيا کانګرس اجلاس له لاړو پۀ دغه اجلاس کښې فېصله وشوه چې پۀ صوبه سرحد کښې دې يوه نوې کمېټي د سرحد کانګرس کمېټۍ پۀ نوم يا د سرحدي صوبې جرګه پۀ نامه جوړه شي.

1931 پۀ پنځويشتم اګست د ګاندهي جې او جواهر لعل نهرو پۀ ملګرتيا کښې د وائسرائے سره مټينګ له شمله ته لاړو.

1931 پۀ څلېريشتم دسمبر پۀ تحريک پابندي ولګېده او پۀ خپل کور کښې ګرفتار شو او د درې کاله قېد بامشقت سزا ورکړې شوه.

1932 پۀ دسمبر کښې بيا يو ځل “پښتون” مجله د حکومت د جبر ښکار شوه او بندېز پرې ولګېدو.

1934 پۀ اوولسم اګست ئې د ګاندهي جي د روژې نيولو پۀ وجه هغۀ سره د همدردۍ کولو لپاره يوه هفته روژې ونيولې.

1934پۀ اوويشتم اګست د درې کاله قېد تېرولو نه پس رها شو خو خپلې صوبې ته پۀ تللو ئې پابندي ولګولې شوه او پنجاب کښې نظربند کړے شو.

1934 پۀ دېرشم ستمبر ئې پۀ کلکته کښې اولس ته د يوې جلسې پۀ دوران کښې پۀ هندو مسلم اتحاد باندې خطاب وکړو.

1934 پۀ بمبۍ کښې ئې يو اجلاس ته خطاب وکړو، د هغې پۀ وجه حکومت پۀ يو پي واردها کښې پۀ اووم دسمبر ګرفتار کړو.

1936پۀ اګست کښې رها کړے شو خو لا پۀ خپله صوبه او پنجاب تللو ئې پابندې وه د دې وجې نه دوباره واردها ته لاړو او ګاندهي جي سره دېره شو.

1937 پۀ فرورۍ کښې عام انتخابات وشو چې پۀ کښې خدائي خدمتګارو پۀ نولسو سيټونو کاميابي حاصله کړه.

1937 پۀ مارچ کښې د ګاندهې جي سره آل انډيا کانګرس اجلاس له دهلي ته لاړو.

1937 پۀ سرحد او پنجاب ته تللو چې کومه پابندي پرې لګېدلې وه هغه پۀ شپږويشتم اګست پورته کړې شوه.

1937 شپږ کاله بهر تېرولو نه پس د ګاندهي جي سره خپلې صوبې ته راغلو او خان عبدالولي خان پۀ اتمانزو کښې د دواړو استقبال وکړو.

1937 سرحد ته د راتلو نه پس ئې فېصله وکړه چې د ټولې صوبې او بلوچستان يوه دوره وکړي او خدائي خدمتګار تحريک فعال کړي.

1938پۀ وړومبۍ مۍ ګاندهي جي د صوبه سرحد د اتو ورځو پۀ دوره راغلو.

1938 پۀ مۍ کښې باچا خان بابا بيا “پښتون” مجله شروع کړه اوس مياشتنۍ نۀ وه بلکې لس ورځې پس به چاپ کېدله او ايډيټر ئې عبدالخالق خليق صاحب ؤ.

1938د ګاندهي جي سره د آل انډيا کانګرس د ورکنګ کمېټۍ اجلاس له کلکتې ته روان شو.

1938 ګاندهي جي د صوبه سرحد د يوې مياشتې پۀ دوره د تللو پروګرام جوړ کړو.

1940پۀ مارچ کښې باچا خان بابا د آل انډيا کانګرس سالانه اجلاس له رام ګړهـ بهار ته روان شو.

1940باچا خان بابا د کانګرس ورکنګ کمېټۍ اجلاس کښې شرکت وکړو. پۀ دې اجلاس کښې پۀ صوبه سرحد کښې د سول نافرمانې د تحريک شروع کولو کار ورته وسپارلے شو.

1940يو وار بيا “پښتون” رساله بنده کړې شوه.

1941 پۀ دريشتم دسمبر باردولي ته د ورکنګ کمېټۍ اجلاس له لاړو.

1941باچا خان با با پۀ ټوله پښتونخوا کښې د خدائي خدمتګارو لپاره ټرېننګ کېمپونه پرانستل.

1942ګاندهي جي او با چا خان بابا دواړو د آل انډيا کانګرس نه استعفي ورکړه ځکه چې هغوي حکومت سره پۀ دوېم عالمي جنګ کښې د تعاون اعلان وکړو.

1942پۀ جولائي کښې باچا خان بابا د خدائي خدمتګارو لپاره د پېښور نه څوارلس ميله لرې پۀ سردرياب کښې يو مرکزي دفتر د مرکز عاليه خدائي خدمتګاران پۀ نامه جوړ کړو.

1942 پۀ اوويشتم اکتوبر باچا خان بابا سره د نورو خدائي خدمتګارانو د چارسدې نه مردان ته د تللو پۀ وخت ميروس ډېرۍ کښې د پوليس نه وهل وخوړل چې پۀ هغې کښې ئې دوه پُښتۍ ماتې شوې او هري پور جېل ته بوتللے شو او دوه کاله قېد کړے شو.

1945 ډاکټر خان صاحب د لارډ کننګم پۀ دعوت صوبه سرحد کښې خپل وزارت جوړ کړو.

1945 پۀ اوولسم مارچ د لارډ وېويل د اعلان ترمخه د نورو قېديانو سره رها کړے شو.

1945 باچا خان بابا او ګاندهي جي د کانګرس او د هغې د ورکنګ کمېټۍ نه د وتلو نه پس پۀ بمبۍ کښې بيا پۀ کانګرس کښې شامل شو.

1945 پۀ مۍ کښې باچا خان بابا بيا د “پښتون” اجرا وکړه. خو دا ځل د هفته وار اخبار پۀ شکل کښې ؤ.

1945 پۀ پنځويشتم جون باچا خان بابا او ډاکټر خان صاحب پۀ شمله کښې د وېويل پۀ کانفرنس کښې د کانګرس د نمائندګانو پۀ حېثيت شريک شو.

1946باچا خان بابا د انډيا د مرکزي پارلېماني اسمبلۍ ممبر وټاکلے شو.

1946 حکومتي مسئلو باندې د خبرو اترو کولو لپاره باچا خان دهلي ته د ګاندهي جي ملاقات له لاړو.

1947 پۀ دوويشتم اپرېل باچا خان بابا وړومبي اېشين ريلېشن کانفرنس ته خطاب وکړو.

1947 باچا خان بابا د ګاندهي جي، لارډ ماؤنټ بېټن او محمد علي جناح سره پۀ يو اجلاس کښې شرکت وکړو. کانګرس ته پۀ صوبه سرحد کښې د رېفرنډم کولو کار وسپارلے شو خو باچا خان بابا د دې نه بائيکاټ وکړو.

1947 د پاکستان جوړېدو نه پس پۀ دوويشتم اګست حکومت د ډاکټر خان صاحب وزارت مات کړو او د هغۀ پۀ ځاے ئې عبدالقيوم خان راوستو.

1947 پۀ دوېم او درېم ستمبر باچا خان پۀ پاکستان کښې دننه د صوبې د خپل نوم مطالبه وکړه.

1948 باچا خان بابا د قامي اسمبلۍ اجلاس کښې د شرکت کولو لپاره کراچۍ ته لاړو.

1948 پۀ درېمه فرورۍ باچا خان د وړومبۍ پارلېماني اسمبلۍ د غړي پۀ حېثيت حلف وچت کړو.

1948 پۀ پينځم مارچ ئې قامي اسمبلۍ ته پۀ اردو کښې خطاب وکړو.

1948 د مارچ پۀ مياشت کښې باچا خان د پيپلز پارټۍ پۀ نوم يوه پارټي جوړه کړه چې عبدالصمد خان اچکزے، عبدالمجيد سندهي، جي اېم سيد، شېخ هشام الدين دوي هم ورسره ملګري وو. باچا خان بابا پۀ متفقه توګه د دې صدر منتخب شو.

1948 د اپرېل پۀ منځومانه کښې جناح صېب صوبه سرحد ته راغے باچا خان بابا ئې هرکلے وکړو.

1948 پۀ ديارلسمه مۍ باچا خان بابا د خدائي خدمتګار تنظيم پۀ ټول ملک کښې د خورولو اعلان وکړو او وې وئيل چې دا خدائي خدمتګار به د نوې جوړې شوې پيپلز پارټۍ رضا کاره ډله وي.

1948 پۀ مۍ کښې باچا خان بابا خپلې صوبې ته راغلو او پۀ ټوله صوبه کښې ئې د حکومت خلاف تحريک شروع کړو.

1948 د شمالي علاقو د دورو نه پس باچا خان بابا اراده وکړه چې اوس سوېلي علاقو ته لاړ شي خو د دې نه اګاهو پۀ پينځلسم جون ګرفتار کړے شو او درې کاله قېد کړے شو.

1948 پۀ څلورمه جولائي ١٩٤٨ د سرحد حکومت د يو ارډيننس پۀ ذريعه خدائي خدمتګار تحريک خلاف قانون وګرځولو.

1948 پۀ دولسم اګست هر کله چې باچا خان بابا جېل کښې ؤ د بابړې دړدناکه واقعه پېښه شوه.

1948 د ستمبر پۀ مياشت کښې خدائي خدمتګار تحريک خلاف قانون وګرځولے شو او د سردرياب مرکز وران کړے شو.

1950 د باچا خان بابا درې کاله قېد ختم شو خو څو ځله د بنګال ريګولېشن ١٨١٨ د لاندې شپږ شپږ مياشتې زيات کړے شو.

1952 پۀ فرورۍ کښې د بابا پوخ ملګرے او دوست قاضي عطاء الله خان چې د ډاکټر خان صاحب پۀ وزارت کښې وزير تعليم ؤ، وفات شو.

1952 د باچا خان بابا پۀ ميو هسپتال لاهور کښې اپرېشن وشو.

1954 پۀ جنورۍ کښې باچا خان بابا سره د نورو خدائي خدمتګارانو د جېل نه رها کړے شو خو د پنډۍ پۀ سرکټ هاؤس کښې نظربند وساتلے شو.

1954 پۀ مارچ کښې باچا خان بابا ته اجازت ورکړے شو چې د بنګال اسمبلۍ اجلاس له لاړ شي، هغۀ هلته اسمبلۍ ته پۀ اردو کښې تقرير وکړو او پۀ کښې ئې هغه ټول وجوهات بيان کړل د کومو له وجې چې هغه جېل ته کړے شوے ؤ.

1954 باچا خان بابا د ون يونټ مخالفت وکړو. پۀ دې مسئله کښې هغۀ د خپل ورور ډاکټر خان صاحب مخالف ؤ کوم چې هغه وخت د مغربي پاکستان چيف منسټر ؤ.

1955 حکومت د باچا خان بابا خپلې صوبې ته پۀ راتللو چې کومه پابندې لګولې وه هغه ئې وچته کړه.

1955 پۀ ستمبر کښې باچا خان بابا د صوبه سرحد دورې ختمې کړې او د بلوچستان پۀ دوره د عبد الصمد خان اچکزي پۀ وېنا روان شو.

1955 بلوچستان ته لا پۀ لاره ؤ چې سره د دوو ملګرو ګرفتار کړے شو. خو بيا پۀ شپږويشتم ستمبر رها کړے شو.

1956 پۀ شپاړسم جون باچا خان بابا ملکي سلامتيا ته د نقصان رسولو پۀ الزام کښې پۀ شاهي باغ پېښور کښې ګرفتار کړے شو. دغسې هم پۀ دغه ورځ عبد الصمد اچکزے هم پۀ کوټه کښې ګرفتار کړے شو.

1956 پۀ شپږم ستمبر پۀ لاهور هائي کورت کښې د جسټس شبير احمد پۀ عدالت کښې پۀ باچا خان بابا کېس شروع شو.

1956 پۀ شپږم ستمبر باچا خان بابا عدالت ته خپل يو ليکلے بيان ورکړو چې هغې کښې ئې د خپل ټول ژوند حالات ليکلي وو.

1957 پۀ څلېريشتمه جنورۍ عدالت باچا خان بابا څوارلس زره روپۍ جرمانه کړو چې د هغې د ورکولو نه هغۀ انکار وکړو نو د هغۀ جائيداد پۀ کښې ضبط کړے شو.

1957 باچا خان بابا پرېښودے شو.

1957 پۀ اوويشتمه جنورۍ باچا خان بابا پۀ پاکستان نېشنل پارټۍ کښې شامل شو چې د شپږو مخالفو سياسي پارټو نه جوړه شوې وه.

1957 د باچا خان بابا مشر ورور ډاکټر خان صېب پۀ اوومه جولائې د مغربي پاکستان د وزير اعلي د عهدې نه لرې کړے شو.

1957 د جولائي پۀ مياشت کښې باچا خان بابا، مولانا بهاشاني، ميا افتخار الدين او جي اېم سيد پۀ ډهاکه کښې پۀ يو کانفرنس کښې نېشنل عوامي پارټي جوړه کړه.

1958 باچا خان بابا د “ون يونټ او پښتانۀ” پۀ نوم د يو يونټ خلاف يو پمپلټ چاپ کړو.

1958 پۀ ديارلسم ستمبر باچا خان بابا بلوچستان ته د داخلېدو پۀ جرم کښې کوټه کښې ګرفتار کړے شو ځکه چې ډسټرکټ مجسټرېټ بلوچستان ته د هغۀ پۀ داخله پابندې لګولې وه. پېښور ته ئې راوستو او رها ئې کړو.

1958 پۀ يوولسم اکتوبر باچا خان بابا او مولانا بهاشاني صېب د نورو اتو لويو لويو ليډرانو پۀ شمول پۀ مشرقي پاکستان کښې د پاکستان سېفټي اېکټ د لاندې ګرفتار کړے شول. پۀ دې موقع عبد الصمد خان اچکزے هم ګرفتار شو او څوارلس کاله بامشقته قېد کړے شو.

1959 پۀ څلورم اپرېل باچا خان بابا رها کړے شو. هغۀ د ټولې صوبې دوره شروع وکړه. هم پۀ دغه کال باچا خان بابا سره د نورو سياسيانو د اېبډو يعني (Elective bodied disqualification order د لاندې تر کال 1966 پورې نااهله وګرځولي شول.

1961 پۀ دولسم اپرېل کښې باچا خان بابا چې کله د سوېلي علاقو پۀ دوره ؤ نو پۀ ډېره اسماعيل خان کښې د Public order Ordinance د لاندې ګرفتار کړے شو.

1962 يو غېر سياسي تنظيم “اېمنسټي انټرنېشنل” باچا خان بابا Prisoner of the year وګرځولو.

1962 د دسمبر پۀ مياشت کښې اېمنسټي انټر نېشنل د باچا خان بابا د رها کولو غوښتنه وکړه ځکه چې حکومت به د هغۀ قېد هر شپږ مياشتې پس زياتولو.

1964 پۀ دېرشمه جنورۍ باچا خان بابا د هري پور جيل نه رها کړے شو ځکه د هغۀ صحت ورځ تر ورځ خرابېدو.

1964 پۀ اوويشتمه مۍ پنډت جواهر لعل نهرو مړ شو. باچا خان بابا د هغۀ لور ته د تعزيت پېغام د تار پۀ ذريعه ولېږلو.

1964 پۀ ستمبر کښې حکومت باچا خان بابا له برطانيې ته د علاج لپاره د تللو اجازه ورکړه. پۀ لندن کښې هغۀ د صوبه سرحد د زوړ ګورنر جنرل اولف کېرو سره ملاقات وکړو.

1964 پۀ دولسم دسمبر باچا خان بابا د يورپ نه افغانستان ته لاړو.

1965 پۀ يو دېرشم اګست باچا خان بابا پۀ کابل کښې پۀ پښتونستان چوک کښې د پښتونستان د ورځې نمانځلو دستوره کښې شرکت وکړو.

1969 د مۍ پۀ مياشت کښې د هندوستان حکومت باچا خان بابا له د بېن الاقوامي خېرخواهۍ پۀ لړ کښې د هغۀ د کړو خدماتو پۀ اعتراف کښې “نهرو امن اېوارډ” ورکړو.

1969 پۀ جون کښې د هندوستان وزير اعظمې اندرا ګاندهي پۀ کابل کښې د باچا خان بابا سره ملاقات وکړو او د قرآن پاک د يوې نسخې نه علاوه ئې ورله د هندوستاني جوړه کپړه پۀ تحفه کښې ورکړه.

1969 باچا خان بابا د کابل نه د بېروت (لبنان) پۀ لاره هندوستان ته لاړو.

1970 پۀ فرورۍ کښې باچا خان بابا د هندوستان نه واپس افغانستان ته لاړو.

1972 پۀ څلېريشتم دسمبر باچا خان بابا د يوې جرګې سره پاکستان ته د اتۀ کاله جلاوطنۍ نه پس راستون شو. پۀ دې جرګه کښې خان عبدالولي خان، اجمل خټک، محمد افضل خان، مولانا ګل بادشاه او مولانا عبد الباري شامل وو.

1975 پۀ دوېم اپرېل د باچا خان بابا خلاف يو کېس جوړ کړے شو او پۀ ديارلسم اپرېل د خانپور رېسټ هاؤس ته ولېږلے شو.

1976 پۀ اوويشتم اپرېل باچا خان بابا ازاد کړے شو.

1977 پۀ وړومبي اکتوبر جنرل ضياء الحق پېښور ته پۀ دوره راغلو او د باچا خان بابا سره ئې ملاقات وکړو.

1978 پۀ دوېم مارچ باچا خان بابا د پاکستان نه افغانستان ته د خپل کتاب “زما ژوند او جدوجهد” ليکلو پۀ غرض روان شو.

1980 پۀ شپږويشتم مارچ باچا خان بابا د طبعي معائنې لپاره د کابل نه هندوستان ته روان شو.

1980 د جولايۍ پۀ اتلسم تاريخ بابا د هندوستان نه واپس افغانستان ته لاړو.

1980 پۀ يويشتم اګست باچا خان بابا د علاج لپاره روس ته روان شو.

1980 پۀ يولسم اکتوبر د روس نه واپس افغانستان ته راغلو.

1981 پۀ ديارلسمه فرورۍ باچا خان بابا ناجوړه شو.

1981 پۀ نولسم اګست د افغانستان صدر ببرک کارمل وغوښتو چې پۀ ځنې اهمو مسئلو ورسره خبرې اترې وکړي.

1981 پۀ شپږم نومبر د افغانستان نه هندوستان ته روان شو.

1982 پۀ وړومبې جنورۍ د هندوستان نه افغانستان ته راواپس شو.

1982 پۀ درېم مارچ باچا خان بابا پۀ جلال اباد کښې د کټ نه پرېوتو او ژوبل شو او د هغې له وجې د کابل پۀ هسپتال کښې داخل کړے شو.

1982 پۀ اتويشتم اپرېل باچا خان بابا واپس پاکستان ته راغلو.

1983 د حکومت له خوا د کالا باغ ډېم جوړولو خلاف ئې تحريک شروع کړو.

1983 د ټولې صوبې دوره ئې شروع کړه چې د حکومت له خوا د کالا باغ ډېم جوړولو خلاف اولس بېدار کړي.

1984 باچا خان بابا د کالا باغ ډېم د مخالفت کولو پۀ وجه پۀ خپل کور کښې نظربند کړے شو.

1984 پۀ وړومبي اپرېل باچا خان بابا د علاج لپاره افغانستان ته روان شو.

1984 پۀ شپږمه مۍ د افغانستان نه واپس پاکستان ته راغلو.

1984 پۀ نولسمه جولايۍ باچا خان بابا د عبد الولي خان، مېرمن نسيم ولي خان او محمد اعظم خان سره افغانستان ته لاړو.

1984 د ستمبر پۀ نهۀ ويشتمه نېټه د افغانستان نه واپس پاکستان ته راغلو.

1985 د ال انډيا کانګرس پۀ دعوت باچا خان بابا د سلمې کليزې نمانځلو له پۀ شپږويشتم دسمبر هندوستان ته روان شو. پۀ دغه موقع عبد الولي خان او د د باچا خان نمسے ذالفقار علي خان هم ورسره وو.

1986 د جنورۍ پۀ څلورم تاريخ باچا خان بابا د هندوستان نه راستون شو.

باچا خان بابا خپل اخري تقرير د پښتو عالمي کانفرنس ته پۀ نولسم اپرېل وکړو.

1987 د مۍ پۀ مياشت کښې باچا خان بابا سخت ناروغه شو او د پېښور پۀ لېډي ريډنګ هسپتال کښې داخل کړے شو.

1987 د جون پۀ څلورم تاريخ پرې د فالج حمله وشوه، د هندوستان د حکومت پۀ بلنه د ال انډيا مېډيکل انسټيټوټ آف مېډيکل سائنس ته منتقل کړے شو چې تر شپاړسم اګسته پورې هلته ؤ.

1987 باچا خان بابا له د هندوستان د ټولو نه لوے اېوارډ بهارت رتن ورکړے شو.

1987 د اګست پۀ مياشت کښې بېرته پاکستان ته راوستلے شو او پۀ لېډي ريډنګ هسپتال کښې داخل کړے شو.

1988 د اګست نه تر شلمې جنورۍ باچا خان بابا بې هوشه پاتې شو او اخر ئې پۀ شلم تاريخ سحر پينځۀ دېرش منټه کم پۀ اووۀ بجې ساه ورکړه.

1988 پۀ يويشتمه جنورۍ د بابا جنازه پۀ جناح پارک کښې درې بجې ماسپښين ادا کړے شوه.

1988 پۀ دويشتمه جنورۍ د خپل وصيت مطابق پۀ جلال اباد کښې پۀ خپل کور کښې خاورو ته وسپارلے شو.

پۀ يويشتمه جنورۍ د بابا جنازه پۀ جناح پارک کښې درې بجې ماسپښين ادا کړے شوه. جناح پارک د هغۀ وخت د هند وړومبي وزير راجيو ګاندي د خپل يو حکومتي ډلې سره هم حضور کړے وو.

1988 پۀ دويشتمه جنورۍ د هغه وخت د عوامي نېشنل ګوند صوبائي سالار شېخ احمد علي پۀ مشرۍ کښې جنازه “د جناح پارک” نه پورته کړې شوه. د خپل وصيت مطابق پۀ جلال اباد کښې پۀ خپل کور کښې خاورو ته وسپارلے شو. د جنازې د مراسمو پۀ وخت هم د تشدد پلويانو د عدم تشدد د دې ستر علامت پۀ جنازه کښې ډېر پښتانه پۀ بمي چاؤدنو کښې ووژل. د اشرف غني پۀ وخت کښې ئې پۀ څلي ستره وداني جوړه کړې شوه.

باچاخان د خپل ژوند څومره برخه پۀ زندان کښې تېره کړې .

ليکوال حيات روغاني د باچاخان د زندان د مودې پۀ اړه د څېړنې پۀ نتيجه کښې وائي :

1947-1919 پورې: 11 کاله، 4 مياشتې، 19 ورځې

1984-1947 پورې: 13 کاله، 8 مياشتې، 2 ورځې

ټوله قېدونه: 25 کاله، 21 ورځې

جلاوطني: 15 کاله، 2 مياشتې، 9 ورځې

حواله: “پښتون”، جنوري 2020، مخونه 17-24

حوالې :

١. ډي جي ټنډولکر Faith is Battle.

٢. فريد احمد خان، عبد الغفار خان

٣. شېرزمان طائيزے Bacha Khan in Afghanistan

٤. باچا خان – زما ژوند او جدوجهد٥. شيلا کور Khan Abdul Ghaffar Khan Congress Centenary

٦. د آرکائيوز لائبرېرۍ د باچا خان متعلق دستاويزات

٧. ايکنت ايسورن.(عباس خان سنگین ایڈوکیٹ )

د باچا خان بابا ژوند، لیک او تحقیق: پروفېسر ډاکټر محمد زبېر حسرت

دا هم ولولئ

پښتنه منطقه او نوے چاپېريال – مولانا خانزېب

د افغانستان خاوره همېش لپاره د بهرني يرغلونو او غوبلو “درمن ” پاتې شوے خو …