د خېبر پښتونخوا اسمبلۍ کښې د عوامي نېشنل پارټۍ د پارلېماني لیډر سردار حسېن بابک وېنا – ANP میډیا سِل

 

 

ښاغلي سپیکر صاحب!

زمونږ د صوبې خپل امدن، بېروني امداد او مرکز نه چې کومه برخه ترلاسه کېږي، دا درې واړه چې یو ځاے شي نو زمونږ بجټ ترې جوړېږي.

ښاغلي سپیکر صاحب! کله چې دې نه تېر صوبائي حکومت دعويٰ کوله او دا موجوده حکومت دعويٰ کوي چې حکومت بهترین دے، پۀ ګورننس مونږ فوکس کړے دے، ادارو کښې مو سیاسي اثر او سفارشي کلچر مو ختم کړے، مېرټ او شفافیت مو راوستي، اقرباء پروري مو ختمه کړې ده – دغه لاپې خو ډېرې خوږې دي خو زۀ به پۀ دې خبرې کول غواړم.

زۀ به د خپل فنانس منسټر نه تپوس کوم چې د 2013 نه ستاسو حکومت ؤ، زۀ ستاسو حکومت ته ناکام ترین حکومت ځکه وایم چې نۀ خو څۀ قدرتي افات وو، نۀ داسې زور سره دهشتګردي وه ـــ ستاسو بقول کرپشن نۀ ؤ، سیاسي اثر رسوخ نۀ ؤ، ادارو کښې اقرباء پروري او کرپشن نۀ وو ـــ نو بیا خو پکار وه چې د صوبې خپل محاصل زیات شوي وے!!! دې حکومت ځان ته د 2013-14 د پاره د محاصل هدف 20 ارب ايښے ؤ، محاصل 16 اربه وو؛ 2014-15 کښې دوي ته 22 ارب ملاو شوي وو او هدف 28 ارب ؤ؛ 2015-16 کښې د دوي هدف 54 ارب او محاصل 25 ارب وو؛ 2016-17 د پاره د دوي هدف 49 ارب او محاصل 28 ارب وو؛ 2017-18 د پاره هدف 45 ارب او محاصل وو 31 ارب ـــــ د دې اعداد و شمار پۀ بنیاد څوک وئیلے شي چې دغه یو کامیاب حکومت ؤ؟ پکار وه چې وزارت خزانه وزیر خزانه ته بریفنګ ورکړے ؤ. د پي ټي اٰئي وزیران او لیډران چې سحر نه اپوزیشن پارټیو ته پۀ ستغو سپور سر کېږي، باید دې نه خبر وي چې دا اېن اېف سي اېوارډ کښې د صوبې د برخې زیاتولو کرېډټ د چا دے؟ دا چې د دهشتګردۍ خلاف جنګ کښې دې صوبې ته 1% ملاوېږي او دا کال به دغه 43 ارب وي، دا د چا ګټه ده؟ دا هم د دې سیاسي جماعتونو ګټه ده. دلته وائټ پېپر کښې یو لفظ لیکلے شوے دے چې ‘کیسا احتساب؟’ ـــ زۀ درسره دا منم چې کیسا احتساب، خو دا جمله نیمګړې لیکلې شوې ده. دوې چغې وهلې چې ‘آئی آئی پی ټی آئی’ او د دې نعرې پۀ شا ئې دا مقصد ښودلو چې احتساب به کوي ـــ دلته احتساب مخکښې هم د ټولو نۀ کېدو او اوس هم نۀ کېږي ـــ د سیاسي جماعتونو خو د سن 47 نه احتساب کېږي، خو پي ټي اٰئي به وئیل چې د ججانو او جرنېلانو به هم احتساب کوي ـــ نن دې حکومت خبره وکړي چې مشرف دوبۍ کښې ناست دے نو د دې ملک پۀ کومه اداره کښې دا جرأت او قوت شته چې هغه احتساب ته پېش کړي؟ شهباز شریف جېل ته پۀ دې جرم ولېږلے شو چې د سابق فوجي جرنېل د ورور غلطه ټهېکه ئې منسوخ کړې وه!!! زۀ د خزانې وزیر ته وایم چې خلق پۀ ډرامو کښې مۀ راګېروئ، هغه اصل مسئلو ته راشئ چې پۀ اثر کښې ئې تېر حکومت هم غولۍ کښې ګېر ؤ او دا حکومت هم غولۍ کښې چورلېږي.

ښاغلي سپیکر صاحب! دا بجټ د خسارې بجټ دے او پرون زمونږ اپوزیشن لیډر دا ثابت کړي دي.

ښاغلي سپیکر صاحب! زۀ د خزانې وزیر نه دا تپوس هم کول غواړي چې پۀ ائیني توګه قبائیلي سیمې اوس د خېبر پښتونخوا برخه دي خو دې بجټ کښې د دغه نوو ضلعو ذکر قدرې نشته!!! پرون د صوبائي حکومت ترجمان وئيل چې مونږ مرکز سره د خپلې برخې نه لا تعلقه کېدے نۀ شو ـــ مرکزي حکومت چې د صوبې د نوو ضلعو د ترقۍ د پاره د کوم سل (100) اربه روپیو اعلان کړےدے، هغه پۀ دې بجټ کښې ولې شاملې نۀ دي؟ اٰیا دې سره مونږ د خپل حق نه دستبردار نۀ شو؟ کۀ دستبردار نۀ یو نو بیا دې صوبائي ترجمان او د خزانې وزیر ووائي چې دغه نوو ضلعو کښې به د ترقۍ کارونه څنګه کېږي؟

ښاغلي سپیکر صاحب! کله چې تېر بجټ د وزیر اعليٰ پروېز خټک مشرۍ کښې پاس کړے شو نو زمونږ صوبې د پاره د 2400 ارب روپیو د سي پېک منصوبې پکښې شاملې وې؛ دا به تاسو ته یاد هم وي او د اسمبلۍ پۀ رېکارډ هم شته چې ما دا مطالبه کړې وه چې دا 2400 اربه روپۍ لۀ کومې خوا راغلې؟ نو هغۀ وئیل چې مونږ سره دا کمټمنټ شوے دے!!! دلته ئې جشنونه کول چې سي پېک کښې صوبې ته خپله برخه ورکړې شوه!!! نن زۀ وینم چې دې بجټ کښې د هغه 2400 اربه روپیو ذکر هم نشته!!!نو زۀ د خزانې وزیر نه تپوس کړم چې د سي پېک د منصوبو دغه 2400 ارب روپۍ چرته لاړې؟؟؟

ښاغلي سپیکر صاحب! زۀ به دا مطالبه هم کوم چې اتم اېن اېف سي اېوارډ راتلونکے دے؛ دې صوبه کښې هم د پي ټي اٰئي حکومت دے او مرکز کښې هم د پي ټي اٰئي حکومت دے ]اوس هغه جواز نشته چې ګنې مرکز کښې د جدا پارټۍ حکومت دے ځکه صوبې ته خپل حقونه راوړلو کښې مسئله ده[ ــــ اوس دا اورو چې د صوبو حصه کمولې کېږي؛ پۀ دې وجه نۀ چې نوو ضلعو د پاره پېسې ورکول دي نو د صوبو برخه درې فیصه (3%) کمولې کېږي ـــ کۀ داسې وي نو زۀ خو به حکومت ته خواست وکړم چې د نوو ضلعو د پاره دې پینځۀ فیصده (5%) برخه کېښودې شي او کۀ دې سره د خېبر پښتونخوا حصه کمېږي نو مونږ به پرې خوشحاله یو ــــ خو د کوم اېګریمنټ تر مخه چې مرکز او دوو صوبو کښې د دې پارټۍ حکومت جوړ کړے شوے دے چې اېن اېف سي اېوارډ، اتلسم ائیني ترمیم او صوبو ته ورکړې شوې خود مختارۍ او د صوبو فنانشل شئیرز کښې ګوتې ووهي، نو کۀ د دغه اېګریمنټ پۀ بنیاد وي نو بیا به اپوزیشن د دې مزاحمت کوي او زۀ به حکومت ته هم خواست کوم چې د صوبې د حقونو خلاف د دغه اقدام مخالفت وکړي.

ښاغلي سپیکر صاحب! اوس راځم د بجټ مدونو له!!! حکومت د هائیر ایجوکېشن د پاره لس نوي کالجونه جوړول غواړي او دې د پاره تخمینه شوے لاګت درې (3) اربه روپۍ ده خو تاسو به حېران شئ چې د درې اربه دغه لسو کالجونو د پاره دې کال کښې صرف او صرف یو لاکهـ روپۍ ايښودې شوې دي ـــ دا د تعلیم پۀ نوم ملنډه نۀ ده؟ دا دې یاد وي چې 2011، 2014 او 2016 کښې چې کوم د هلکانو او جینکو کالجونه شروع کړے شوي دي، هغه لا سر ته نۀ دي رسولے شوي!!! دا ولې؟ دا ځکه چې چرته درې اربه یعني دېرش زره لکهه روپۍ پکار وي، هلته دا حکومت یو لکهـ روپۍ ورکوي!!!

ښاغلي سپیکر صاحب! پۀ اېلمنټري اېنډ سېکنډري اېجوکېشن ـــ اوس مفتي صاحب وئیل چې ماشاء الله 167 اربه روپۍ ایښودلې شوې دي ـــ ما خو وئیل کۀ ما له بېل او مفتي صاحب ته بېل کتاب ورکړے شوے دے!!! حېران به شې سپیکر صاحب! دې کال به یو پرائمري، مډل، هائي او هائیر سېکنډري سکول دې صوبه کښې نۀ جوړېږي!!! خو دوي بجټ مېنول کښې لیکلي چې دوه سوه سکولونه به د کرایې ځایونو کښې وي او د دې لاګت یو ارب (1,000,000,000) ښودلے شوے دے او دغه رقم ورله ایښودے شوے دے!!! یعني صوبه کښې ټولې یو کم سل (99) حلقې دي او د حکومت د دغه اعداد و شمار پۀ نتیجه کښې به هرې حلقې ته پرائمري تعلیم د پاره لس لکهه روپۍ د یو کال د پاره ورکولې کېږي!!! دا کوم قسم تعلیمي پرایرټي ده؟ ښاغلي سپیکر صاحب! عاطف خان دلته ناست دے؛ مونږ د خپل حکومت دور کښې د ‘روښانه پښتونخوا’ تعلیمي پروګرام شروع کړو، دوي چې پۀ 2013 کښې راغلل نو یو بل ډوپلیکېټ پروګرام ئې شروع کړو د ‘واوچر سکیم’ پۀ نوم ـــ زۀ تپوس کوم چې نن هغه واوچر سکیم پروګرام چرته دے؟ زمونږ دور کښې ‘مکتب سکولونه’ وو؛ دوي چې راغلل نو هغه مکتب سکولونه ئې ختم کړل او ‘کنټېنر سکولز’ ئې شروع کړل ـــ زۀ تپوس کوم چې نن هغه کنټېنر سکولز کوم ځاے دي؟ ښاغلي سپیکر صاحب! پۀ ټي وي، فېسبوکونو او هوائي ډوزو ویشتو چې تعلیم زمونږ پرایرټي ده؛ پۀ دې بجټ او عملي مېدان کښې خو بیخي نۀ ښکاري.

ښاغلي سپیکر صاحب! انډسټریز!!!!!! مونږ له ئې پۀ خبرو غوږونه پاخۀ کړل خو پۀ دې اوسني بجټ کښې او یا د دوي د تېر حکومت پۀ پینځۀ کلونو کښې دې دا پي ټي اٰئي واله یوه کارخانه وښائي چې دوي پرانستې ده، صرف یوه!!! او هم دغسې د خپل تېر پینځۀ کاله ناکام ترین حکومت د فېصلو او پالیسیو پۀ تسلسل کښې انډسټریز د پاره یوه انه هم دې حکومت نۀ ده ایښې. دا چې د سي پېک سلسله کښې به دوي وئیل چې دلته به انډسټریز جوړېږي او هلته به انډسټریز جوړېږي نو هغه اوس چرته جوړېږي او څوک ئې جوړوي؟

بلدیات!!! ښاغلي سپیکر صاحب! پي ټي اٰئي به دا چغه هم وهله چې ‘اب نهین تو کب او هم نهین تو کون’ ـــ بېګا چې ما دا پېپر کتلو نو دا خبره بیخي دلته فټ راځي، دوه څلور ضلعو کښې نور هم فټ کېږي ـــ زۀ دا خبره دلته د پي ټي اٰئي د نورو ممبرانو توجه کښې هم راوستل غواړم چې د محکمه بلدیات لۀ خوا د بلدیاتو وزیر صاحب یو ارب روپۍ صوابۍ کښې ترقیاتي کارونو د پاره ایښې دي!!! اوس چې د خزانې وزیر صاحب وائي چې حالات نارمل نۀ دي نو بجټ به هم دغسې وي!!! اوس خو کتل دا دي چې کوهستان دغه کښې شامل نۀ دے، بټګرام تور غر پکښې نشته، هنګو نشته، بر دیر پکښې نشته ــــ اوس کۀ د وسائلو تقسیم د پسماندګۍ، ناخواندګۍ، نېستۍ او ابادۍ پۀ مدنظر ساتلو کېږي نو بیا خو د سوچ خبره ده. زۀ خو د بلدیات وزیر صاحب ته خواست کوم چې د صوابۍ پۀ ځاے خېبر پښتونخوا ولیکلے شي.

ښاغلي سپیکر صاحب! معدنیات!!! دې کښې هېڅ شک نشته چې د دې سیمې معدنیات، تېل، ګېس او بجلي ـــ دا زمونږ د امدن داسې ذرائع دي چې دا صوبه پۀ خپلو پښو ودرولې شي. خو دې زۀ ډېر زهیر کړم چې معدنیات د پاره صوبائي حکومت د پنځوس کروړه روپیو صورت کښې د بجټ پۀ نوم ټوقه کړې ده او دې کښې لیز هولډرانو د پاره وړې وړې قرضې هم شاملې دي.

ښاغلي سپیکر صاحب! د ملټي سیکېورټي ډوېلپمنټ پۀ نوم سپېشل ډوېلپمنټ پېکج اعلان کړے شوے دے یو ارب روپۍ د سوات د پاره ـــ دې سره لیکلے شوي دي چې ‘ملېټنسي هِټ اېریا’ ـــ کۀ وزیر اعليٰ صاحب دلته ؤ نو ما به ترې تپوس کولو چې دا ملېټنسي هِټ اېریا صرف سوات ده؟ بونېر نۀ دے؟ کوز دیر نۀ دے؟ بر دیر نۀ دے؟ د صوبې کومه ضلع ملېټنسي هِټ اېریا نۀ ده؟ زۀ دې ته ډسکریمینېشن وایم او زۀ پۀ جار وایم چې د دې صوبې پۀ وسائلو د دې صوبې د اولس حق دے او دا د چا جاګیر نۀ دے!!! زما دې سره اختلاف دې یو پۀ یو ارب روپۍ دې صرف سوات ته د ملېټنسي هِټ اېریا پۀ نوم ورکړے شي؛ دې کښې د ټولې صوبې د پاره حصه پکار ده.

ښاغلي سپیکر صاحب! د ‘هوسټ کمیونټیز’ پۀ نوم د جي اېف اٰئي ډي پۀ مرسته د دوویشت اربه روپیو منصوبه ده. دې پېسو کښې قرضه هم شامله ده او ګرانټ هم ـــ زۀ دا امید لرم چې د دې مساویه تقسیم به د مېرټ پۀ بنیاد کول پکار وي ځکه چې د دې قرضې ادا کولو کښې به ټولې سیمې خپلې برخه ورکوي.

ښاغلي سپیکر صاحب! د ‘روډز سېکټر’ پۀ حقله راته ډېر تکلیف راورسېدو. زۀ د پي ټي اٰئي د ممبرانو انفارمېشن د پاره هم دا خبره کول غواړم ]دې منځ کښې د پي ټي اٰئي څوک ووائي چې مونږ ته پته ده نو بابک صاحب مخ ور واړوي او هغۀ ته ځواب سره خپله وېنا جاري وساتي[ دا خو شکر دے چې تاسو ته پته ده، او دا هم ښه خبره ده چې تاسو خاموش یئ!!! د سي اېن ډبلیو منسټر صاحب هري پور کوهاله بالا روډ د پاره د دوه اربه روپیو منصوبه لچه کړې ده. زۀ پۀ دې اعتراض نۀ لرم خو پۀ دې رویه اعتراض لرم چې د یوې حلقې د پاره د ضرورت نه زیاتې منصوبې اعلان کېږي ځکه چې دا د دغه منسټر صاحب حلقه وي او پۀ کومو حلقو کښې چې ضرورت دے، هلته هېڅ نۀ ورکول کېږي. د یو روډ د پاره دوه اربه روپۍ ایښودلې کېږي خو دې ته نۀ کتل کېږي چې د صوبې ټول ‘تهرو فارورډ’ د شپږ سوه بلین روپیو نه زیات دے ـــ دا به د کوم ځاے نه پوره کېږي؟ یو طرف ته وئیل کېږي چې مونږ مالي مشکلات سره مخ یو، مونږ دا وخت صرف د وړاندې نه جاري منصوبو ته پېسې ورکولې شو او بل اړخ ته د ډسکریمینېشن پۀ بنیاد نوې منصوبې هم شروع کولې کېږي!!! پسمانده سیمې هم نظراندازه کولې کېږي!!! او بیا زۀ دې ته د اختیاراتو جائز یا ناجائز استعمال نۀ وایم؛ دا فېصله زۀ د خزانې وزیر صاحب ته پرېږدم.

ښاغلي سپیکر صاحب! عاطف خان دلته ناست دے او کله چې د دۀ پارټۍ دۀ ته د سیاحت (tourism) ذمه وارۍ وسپارلې نو ډېر پۀ توندۍ سره پراپیګېشن هم شروع کړے شو او پۀ دې مد کښې د انوسټمنټ لاپې هم وویشتې شوې او د منافع اخستو دعوې ئې هم وکړې ـــ خو زۀ حېران شوم چې د لوبو مېدانونه، جمنېزیمز او نور مدونه خو پرېږدئ، د ټوور ازم د پاره صرف پینځلس ملیونه روپۍ!!!! تاسو فېصله وکړئ! دې رقم سره خو به صوبه د نېشنل او انټرنېشنل ټوورازم حب جوړول ممکن نۀ وي. د کومو محکمو نه چې صوبې ته د امدن راتلو امکانات وي، پکار ده چې هلته حکومت پېسې ولګوي.

ښاغلي سپیکر صاحب! زۀ دا وئیل غواړم چې د بجلۍ د امدن سره زمونږ بجټ بحال وي ـــ تېر حکومت کښې هم داسې شوي وو چې زمونږ څۀ فزیبیلټیز وو، کومې منصوبې، ډیزائنونه او د بجلۍ پېدا کولو منصوبې وې ځایونه وو، نو هغه دوه پرائیوېټ پارټرنرشپس ته ورکړے شول. دا ځل چې کومې پېسې د ګېس، تېل او هائیډرو پاور جنرېشن د پاره بلاک کښې ایښودې شوې دي؛ دې سره د منصوبې نامه نۀ ده لیکلې شوې. کۀ یو وزیر صاحب خپله حلقه کښې د یو یو او دوه دوه اربه روپیو منصوبو د پاره باقاعده نامه اخلي نو دې پېسو د پاره ولې د منصوبې نامه نۀ لیکلې کېږي؟ زۀ دا خدشه لرم چې د توانایۍ د پاره بلاک کښې کومې پېسې ایښودې شوې دي، دا پېسې به د خپلو ممبرانو پۀ حلقو کښې د لارو کوڅو او ډینجقونو لګولو باندې توې کړې شي چې پۀ هېڅ لحاظ د صوبې د پاره ښه خبره نۀ ده.

ښاغلي سپیکر صاحب! دلته د بي اٰر ټي پۀ حواله خبره وشوه. زمونږ د صوبې بجټ رو رو منجوړیا (squeeze) کېږي. کومې قرضې چې اخستې شوې دي، پۀ دې به سُود ورکولے کېږي. د بي اٰر ټي مطالبه چا کړې وه؟ د دې ضرورت څۀ ؤ؟ کۀ دا منصوبه اسمبلۍ ته وړاندې کړې شوې وه، سټېنډنګ کمېټۍ ته راوړې شوې وه، چې د پېښور خلقو او سول سوسائټۍ ته دا منصوبه ښودلې شوې وه؛ د دې ګټې او نقصانونه به مخې ته راغلي وو، کۀ د دې منصوبې پۀ لاګت، قرضو او ګرانټونو خبرې شوې وې نو دا منصوبه به کله هم شروع کړې شوې نۀ وه. دا یوه بېن الاقوامي شاهراه وه او د بي اٰر ټي سره پښتونخوا د یوې بېن الاقوامي شاهراه نه محرومه کړې شوه. تاریخ به مو پۀ دې معاف نۀ کړي. دا عنایت الله خان دلته ناست دے، پۀ تېر دور کښې هم دې پي ټي اٰئي پۀ اربونو روپۍ پېښور کښې د beautification پۀ نوم خرچ کړې؛ جنګلې ئې ولګولې، ګملې ئې کېښودې، فټپاتهونه ئې جوړ کړل، پلېسټکي بوټي ئې ولګول ـــ او بیا اتۀ میاشتې پس ئې پسې غړانګې او اوښکۍ راوستې او دا هر څۀ ئې واپس وکنستل چې اوس بي اٰر ټي جوړوو!!!

ښاغلي سپیکر صاحب! دا منصوبه خو چې هر څنګه وي اوس به پوره کول وي ـــ کاش چې هغه زوړ وزیر اعليٰ اوس دلته ؤ چې ما ترې تپوس کړے ؤ چې د بي اٰر ټي د دوېم پي سي ون د منظورۍ د پاره اوس هم انتظار کېږي نو دا اخر کومه مجبوري وه، دا اخر د چا خوشحالول وو چې نۀ د اکنک نه د پي سي ون منظوري وه، نۀ پۀ اسمبلۍ کښې او سټېنډنګ کمېټۍ کښې دا منصوبه وړاندې کولې کېده، اخر دا څۀ مېږي درباندې اړم وو؟

ښاغلي سپیکر صاحب!

دا خبرې باید واقعیتاً وکتلې شي. زۀ باور لرم چې صوبائي حکومت به زما پۀ دې خبرو خاطر نۀ درنوي. د بجټ چې کوم اسټیمېټس دي او دلته پرې بحث وشو، باید د دې بحث رڼا کښې پکښې بدلون وشي. دا څومره بدقسمتي ده؛ پکار وه چې د بجټ نه پنځلس شل ورځې وړاندې تاسو اسمبلۍ ته د بجټ دغه کاغذونه راوړي وو ـــ ستاسو چې څۀ منصوبې وې، ترجیحات وو، کومې وسیلې وې، مسئلې وې نو څومره به ښه وه چې پۀ هغې مونږ د مخکښې نه خبرې اترې کړې وې. اوس چې بجټ پېش شوے دے نو مونږ دلته پۀ دې خبرې کوو!!! مونږ به خپل تجاویز درکړي وو. هسې هم تاسو پۀ خپل تېر دور کښې اپوزیشن پۀ نیمه خولۀ پوښتلے نۀ دے نو دا اوس څۀ د بلې پارټۍ حکومت خو نۀ دے، هم ستاسو راج دے. تاسو خو به مونږ راغاړې باسئ نۀ، هم دېوال ته به مو جوختوئ. خو زۀ یوه خبره کوم چې دا ځل حکومت پۀ زوړ ټال ځانګېدلے نۀ شي. د اپوزیشن لیډر مطالبه کړې د بي اٰر ټي او هائیډل پاور جنرېشن پۀ باره کښې، پۀ دې دې پارلېماني کمېټي جوړه کړې شي. زۀ دا مطالبه هم کوم چې د جنوبي اضلاع د پاره مخکښې پینځۀ فیصده رائیلټي وه، پۀ اے اېن پي کۀ تاسو هر څومره تنقید کوئ خو مونږ دغه برخه لس فیصده هم کړه او دغه اضلاع ته مو دغه برخه ور هم کړه. اوس د تېرو پینځو کالو نه دغه برخه چې پینځۀ اربه څلوېښت کروړه ده، خداے خبر نوښار ته لاړه کۀ دې عاطف خان یا شهرام یوړه؟ چا یوړه؟ دا کرک او جنوبي اضلاع صوبې له امدن ورکوي، د دوي دا رائیلټي څوک خوري؟ اوس مونږ اېن اېف سي کښې مطالبه وکړو خو دلته پرې پۀ پي اېف سي کښې عمل نۀ کېږي!!! کۀ مونږ مرکز نه مطالبه کوو چې دا زمونږ حق دے نو بیا دا حق هغه مستحقو ضلعو ته ولې نۀ ورکوو؟

د پي ټي اٰئي رویې ته چې ګورم او کومې د ‘آئی آئی پی ټی آئی’ غږونه به مې اورېدل، هغه اوس ‘هاے هاے پی ټی آئی’ ته اوړېدلي دي او لرې نۀ ده چې اولس چغه کړې، ‘باے باے پي ټی آئی’ ـــــ مننه.

ځه د ترورۍ زویه ځه! مونږه نېشنلیان یو ځه!
ځه تۀ خپله لار وهه! مونږه نېشنلیان یو ځه!
پت او پښتو پېژنو، ننګ او غېرت پېژنو!
مونږ کوو هم دا ټپه، مونږه نېشنلیان یو ځه!
ونۀ تمبېدلو مونږ، بم ؤ کۀ تهمت ؤ خو
تۀ ورته سټېنډ سِټ کوه، مونږه نېشنلیان یو ځه!
دغه الېکشن دې هم، هاهاها! خبر یو مونږ
اوس دې د نېک خیال ساته، مونږه نېشنلیان یو ځه!
اوس نور څۀ بارود لرې؟ لاړې تا خو ټوس وکړو
اوس زمونږه وار ګوره، مونږه نېشنلیان یو ځه!
دغه ستا جرنېل جسټس، نور به دې راټینګ کړي څۀ
پورته کړه اولس چغه، مونږه نېشنلیان یو ځه!
دا د ولي خان لښکر، دا د اسفندیار بچي
دا د باچا خان نخښه، مونږه نېشنلیان یو ځه!
زۀ یم شېر بهادر افتاب، تۀ څوک یې؟ څۀ رنګ لرې؟
مونږ یو تکه سره جنډه، مونږه نېشنلیان یو ځه!

شېربهادر افتاب، کراچۍ