خدائي خدمتګار تحریک او د نن دور غوښتنې – نورالامین یوسفزے

خدائي خدمتګار تحریک او نهضت یو داسې تحریک او نهضت دے چې پۀ ګړده نړۍ کښې خپل ثاني او ساري نۀ لري. اکثر داسې شوي دي چې کله د یو قام یو قامي اتل د خپل قام د پاڅون لپاره راپاڅېدلے دے نو یا ئې سیاسي مبارزه کړې ده یا ئې د تورې جنګ کړے دے او یا ئې د قلم پۀ ذریعه د یو مفکر پۀ حېث د قام د اصلاح هڅې کړې دي؛ ولي د نړۍ پۀ معلوم تاریخ کښې داسې یو مثال هم پۀ لاس نۀ راځي چې د یوې بې سواده، غلامې او قبائلي سیمي پۀ وروستو پاتې قبائلي ټولنه کښې یو داسې مصلح، مبارز او نهضت ګر راپېدا شوے وي چې د دغه قبائلي مزاج لرونکي قام د معروفو رویو او سماجي اډاڼې ټوله بیانیه ئې بدله کړې وي – هم ئې سیاسي مبارزه کړې وي، هم فکري او هم عملي.

کله چې فخرِ افغان پۀ پښتون قام کښې د خپل اصلاحي نهضت اغاز (1910) وکړو نو پۀ دغه زمانه کښې د پښتنو د خپل قبائلي او خانداني نظام روایتي اډانه هم ماته شوې وه او د هغې پۀ بدل کښې ورله غاصب پېرنګي خپله یوه داسې بیانیه ورکړې وه چې د کومې پۀ مدد د هغوي اقتدار دوام موندلو. پۀ دغه تس نس، دانه وانه او د خپلې ملي روحیې نه بې غوره قام کښې د دنیا ټولې بد رنګۍ او بد عملۍ د غلامۍ پۀ غېږه کښې راپېدا شوې وې او هغه چې ‘زما د نیا چج کالي وو، خو چرې وو’ پۀ مصداق، د دوي د مړانې او بهادرۍ قیصې محض پۀ کتابونو کښې پرتې وې. پۀ مېدان د غلامۍ د تورو تیارو پۀ غېږه کښې د بې علمۍ، تشدد، ځان ځانۍ، غربت او بې خوندۍ لړې داسې راخورې شوې وې چې د دوي د اجتماعي ژوند غټ ځایونه او مېلسونه یا خو د سنډاګانو، سپو او مړزانو جنګونه وو او یا د جوارۍ، مدکو او ډمو مجلسونه –

پۀ داسې حال کښې بد نصیبه قام ته د یو داسې مخلص، نر، حوصله مند او نۀ ستړي کېدونکي رهبر او مصلح ضرورت ؤ چې یو لاس ئې د قام پۀ نبض او بل د وخت او زمانې پۀ نبض؛ هم د دوي مرۍ د غاصب پېرنګي نه خلاصه کړي، هم ئې د زمانې د نوو تقاضو سره سم روزنه او پالنه وکړي؛ هم د دوي د ژوند نه تشدد، وحشت او بې اتفاقي ختمه کړي او هم ئې د مینې او ورورولۍ پۀ یوه جانانه رشته کښې سره وتړي.

بابا فخرِ افغان د هر څۀ نه اګاهو د قام اصلاح ته ملا وتړله. دې سره ئې دوي ته د عدم تشدد او مینې محبت نوې بیانیه ورکړه. بیا ئې د دغه نوې بیانیې د پاره د علم د رڼا تابیا وکړه او بیا ئې د علم پۀ رڼا منورو زلمو ته د خدمت او انسان دوستۍ لپاره د خدائي خدمتګارۍ (1929-30) تصور وړاندې کړو. د ازادۍ لپاره پۀ ډېر استقامت سره مسلسل جدوجهد کول، د عدم تشدد غوندې د مېړنتوب پۀ عقیده د قام تر منځه د مینې محبت رشته قائمول؛ د زنانو، کسبګرو او ماشومانو پۀ حواله د عام پښتون روایتي رویه او نظریه د عدم تشدد، برد بارۍ او شفقت پۀ نوې جانانه بیانیه ور اړول، د دوي د ژبې د ودې لپاره او پۀ دوي کښې د عدم تشدد، جدوجهد، ازادۍ، خدمت او صداقت پۀ حواله د حرکت او حرارت لپاره د قام شاعران او ادیبان د خانانو او نوابانو د حجرو نه راپاڅول او پۀ قامي کاروان کښې ورله د هر اول دستې مقام ورکول؛ دا ټول انقلابي قدمونه هغه کس اوچت کړل چې هم د دغه روایتي، غلامانه او قبائلي نظام د یو لوے خان پۀ کور کښې زېږېدلے ؤ، پۀ ډېر ناز او نیاز ئې پرورش شوے ؤ – هم دغه سړي پۀ دغه زمانه کښې سیاست د عبادت غېږه کښې ورکړو، ولایت ته ئې د خدمت لاره وښودله او قومیت ئې د انسان دوستۍ او مینې پۀ خوږو غني کړو.

نن چې مونږ د یو قام پۀ حېث پۀ شا ګورو او د خدائي خدمتګارو د مینې، ورورولۍ، روادارۍ، خدمت، صداقت او استقامت پۀ صفتونو غني کردارونه رایادوو او بیا د پښتون قام او پښتانۀ وطن دې نننۍ بدحالۍ، بې کورۍ، د خپل ځان نه بې غورۍ او جنګپالۍ ته ځیر شو نو د خولې نه مو بې ساخته دا غږ راوځي چې نن یو وارې بیا دې قام ته د باچا خان د خدمت، عدم تشدد، امن پسندۍ او قامولۍ د پېغام زیات ضرورت دے –

د باچا خان خدائي خدمتګاري پۀ درېو بنیادي ستنو ولاړه ده؛ د علم رڼا، د عدم تشدد عقیده او د خدمت جذبه – بیا د دغه درېو ستنو پۀ بنیاد د عمل او جدوجهد دغه ځانګړے او بې مثله سائبان ولاړ ؤ. خپله د خدائي خدمتګارو سپېځلي کردارونه او د نن نه اتیا کاله اګاهو د هغوي پۀ ژوند کښې د اعتدال، علم دوستۍ، د زنانو، غېر مسلمو او کسب ګرو سره د ښې رویې او روادارۍ کوم مثالونه چې زمونږ پۀ وړاندې دي؛ د نن پښتون ته بالخصوص او د نن ګړدې نړۍ ته بالعموم د دې سخت ضرورت دے – ځکه خو جرمن چانسلر مسټر سمتهـ (Schmidt) وائي چې د نن نړۍ ته د باچا خان د افاقي پېغام خپلولو ضرورت دے؛ د ترهګرۍ روزنه پۀ انتهاپسندۍ کښې کېږي او د انتهاپسندۍ علاج پۀ باچا خانۍ کښې دے. د نن پۀ ګړده نړۍ د مغرب او اروپا ډېر ژور او زیات اثر دے ځکه چې د نن نړۍ د یو نړیوال کلي حېثیت اختیار کړے دے او پۀ دغه نړیوال کلي د مغرب حکمراني ده، نو د مغرب کلتور چې پۀ سائنسي بنیادونو ولاړ دے، لامحاله د نن د ځوان کهول لپاره زبردست زړۀ راکښون لري خو دا هم یو سپور حقیقت دے چې هم د نن پۀ نړۍ کښې قامونه پۀ قامونو ورځي او د عدم تحفظ دې احساس پۀ مخ اخستي دي چې هسې نۀ زمونږه پۀ غرونو او غارونو کښې پټ د خام مال او معدني ذخیرو ډېري ختم شي او د لوږې مړۀ شو – هم دغه شان پۀ عام ژوند کښې هم ورور د ورور پۀ وسائلو د خېټې اچولو منصوبې جوړوي او غټ طاقتونه د زمکې پۀ مخ د بارودو ډېري وهي او دا ځکه چې د یورپ دغه کلتور پۀ مادي توګه ډېره زیاته وده کړې ده خو روحاني توان ئې بائیللے دے. داسې به ووایو چې د نن د دغه ګلوبل وېلج د زړۀ وال بند شوے دے – دوي وائي “Live and let live” – ژوند کوه او بل ژوند ته پرېږده – خو زمونږ بابا وائي چې دا خو د ځناورو ژوند دے چې تۀ پۀ خپله ښۀ ژوند کوې او د بل ورور عزیز غم نۀ کوې!!!

زمونږ خوږ نبي صلي الله علېه وسلم هم وائي چې غوره انسان هاغه دے چې د انسانانو سره ښېګړه کوي او د بابا فخرِ افغان د ټول پېغام رس او نچوړ هم دا دے چې د انساني ژوند پۀ روان کاروان کښې چې څوک راپرېوځي نو دا ذمه واري هم د نورو انسانانو ده چې دغه انسان را اوچت کړي، پۀ خپله لمن ورله تندے پاک کړي او ځان سره ئې د تګ جوګه کړي. د دې سره سره مسلمانانو ته د دین سوچه مخ ښودل او د دوي مرۍ د مذهبي ټهېکدارانو نه خلاصول پرون هم د دې قام ضرورت ؤ او نن هم دے – پرون هم بابا د قام مرۍ د تنګ نظره قام خرڅه او انسان دښمنه ملیانو او میاګانو نه خلاصوله او حق پرست میاګان او عالمان ئې د خپل کاروان پۀ سر کښې ودرولي وو او نن هم ضرورت د دې خبرې دے چې د مذهب د دغه ټهېکدرانو نه د قام مرۍ خلاصه کړې شي – ځکه چې کله مذهب د مذهبي ټهېکدارانو لاسونو ته ورشي نو هم د مذهب استحصال کېږي او هم پۀ مذهب استحصال کېږي.

بابا د نن نه اتیا کاله اګاهو فرمائیلي وو چې د یو قام د تهذیب اندازه د دې نه پۀ اسانه کېدې شي چې د دغه قام د زنانو سره رویه څنګه ده – نن هم زمونږ اکثریت پۀ هغه ځاے ولاړ دے. د زنانو تعلیم به ډېر شوے وي، دوي نوکرۍ هم کوي خو زمونږ د نارینو د زنانو سره رویه نن هم ډېره مثالي نۀ ده – نن هم ښځو ته سپک کتل، د لور پۀ مقابله کښې زوي ته درانۀ کتل زمونږ د اکثریت خلقو طریقه ده – ځکه نو نن هم ضرورت د دې خبرې دے چې مونږ د باچا خان او د خدائي خدمتګارو مثالي خبرې او سپېځلي کردارونه رایاد کړو چې خپلو بیبیانو له ئې عزت او درناوے ورکړے ؤ. نن به د تشدد انداز بدل شوے وي خو د خولې او سترګو تشدد هم د مېرمنو د جذبو د قتل لپاره سنګینه وسله ده. هم دغه نن چې د دې ملک پۀ سیاسي منظرنامه کښې کوم تشدد، کومه بدنظمي، کومه بد تهذیبي راغلې ده او د ځینو ناپوهه سیاستدانانو د لاسه ټول ملک د دنیا د خندا شوے دے؛ ضرورت د دې خبرې دے چې مونږ د خدائي خدمتګارو د زغم، برداشت او شائستګۍ نه سبق واخلو او د هغوي پۀ خاپونو روان شو.

د خدائي خدمتګار تحریک نظم او ضبط، ډسپلن، جمهوري رویه، صداقت، ایمانداري او وطن دوستي نن هم زمونږ لپاره د بل مشال حېثیت او اهمیت لري.

د کال 1921 نه تر کال 1930 پورې دغه قامي او اصلاحي تحریک پۀ پښتانۀ وطن کښې ګڼ شمېر ازادې مدرسې جوړې کړې او داسې ئې د قام لپاره د خپل کلتور او دین پۀ غېږه کښې د جدید تعلیم بندوبست وکړو او دغه ټول عمل رضاکارانه ؤ. نن هم زمونږ ټولنې ته د داسې علم دوسته خلقو ضرورت دے چې د علم رڼا د کاروبار نۀ، د مشن پۀ جذبه خوره کړي.

خدائي خدمتګار د بم، بارود او ټوپک پۀ ضد د قلم، زغم، خدمت او تعمیري جدوجهد خبره کوي او د نن پښتون سره بم، بارود، ټوپک او جهالت څۀ څۀ ونۀ کړل او کومې کومې لوبې پرې ونۀ شوې – د قیصه خوانۍ، سپین تنګي، ټکر، بابړې، لیاقت باغ او د اے پي سي د ګلونو ماشومانو نه تر هارون بلور شهید پورې دا د وینو رودونه چا د چا پۀ وېنا وبهیول او ولې ئې دا وینې وبهیولې؟ دا ځکه چې ملک ته زمونږ د مشرانو د اتفاق، قامولۍ، امن دوستۍ، عدم تشدد او خدائي خدمتګارۍ د سپېځلې عقیدې ضرورت دے خو د ملک واکمنو د نصاب او میډیا تر لارې روزګار او نظام د جنګي اقتصادیاتو ګټې د پاره د بمونو، بارودونو، جهادونو او بې ځایه فوجي ذهنیتونو د جوړولو روش خپل کړے دے.

نن هم کۀ پښتون پښتون شو – نۀ د ځانه ازبک جوړوي، نۀ عرب او نۀ تاجک، نۀ امریکنے او نۀ بل څۀ – بس ټول یو موټے شي او دنیا ته دا باور ورکړي چې مونږ هېڅ چا سره هم جنګونه نۀ کوو – مونږ پۀ خپله خاوره امن، سوکالي او رڼاګانې غواړو نو زمونږ دغه رویه د نن دا ټولې تیارې پۀ رڼاګانو کښې بدلولې شي او هم دغه خدائي خدمتګاري هم ده او هم دغه باچاخاني هم ده.

باچا خان پۀ څو څو کرته دا وېنا کړې ده چې زۀ پۀ بنیادي توګه یو خدائي خدمتګار یم – زۀ د هېڅ چا دښمن نۀ یم – زۀ پۀ خپله خاوره د امن، عدم تشدد او سوکالۍ لپاره کار کوم او د بل د پاره هم دغه جذبه لرم او د نن دنیا له هم دغه رویه خپلول پکار دي. نن چې پۀ جنوبي اېشیاء کښې کوم ملکونه اباد دي، پۀ دغه ټولو کښې بلها خبرې او بلها قدرونه مشترک دي – لکه دا چې پۀ دوي کښې اکثریت د غریبانانو و بې وسو خلقو دے، دا ټول انسانان دي او پۀ انسانانو کښې د مشرق اوسېدونکي دي چې روحاني رشتې او تهذیبي اړیکې هم لري – دلته به مذهبونه بېل بېل وي خو کۀ چا د دې ټولو ګاونډي قامونو پۀ ژبو، ثقافتونو، تاریخي ځایونو، رویو، مقدسو هستیو، متلونو او فوکلور باندې کار وکړو نو دا حېرت انګېز انکشاف به پرې وشي چې دوي کښې خو د ځانګړتیاو باوجود بلها خبرې او بلها قدرونه مشترک دي – ځکه نو دغه ټولو ګاونډي هېوادونو ته هم پۀ باچا خانۍ مینه پۀ دې سیمه کښې د مینې او ورورولۍ د کلتور پېدا کولو او د عدم تشدد او انسان دوستۍ پۀ بیانیه د تللو ضرورت دے.

د باچا خان او د خدائي خدمتګارو د سپېځلو عملونو، کردارونو ټول داستان هم د تاریخ پۀ نس کښې محفوظ دے او هم د هغوي پۀ لیکونو کښې – د نن د نړۍ هر پوهنتون او د هر پارلېمان کتابتون ته د باچا خان بابا د کتاب ‘زما ژوند او جدوجهد’ ضرورت دے. باید چې دا کتاب د نړۍ پۀ ټولو ژبو کښې وژباړلے شي او د نن زلمو ته لکه یو درسي کتاب وښودلے شي – ځکه چې د نن د انسان نه دغه د عدم تشدد، مینې، محبت، ورورولۍ، روښان فکرۍ، امن دوستۍ، صداقت او خدمت سبق هېر شوے دے. کۀ نړۍ د دغه ستر رهبر او سپېځلو کردارونو د دغه تعمیري او اصلاحي کردار نه نۀ ده خبر نو مونږ پښتانۀ خو ترې خبر یو کنه – باید چې مونږ پۀ خپلو ذاتي رویو کښې د دغه روحاني او قامي دستاوېز پۀ مدد بدلون راولو چې هم دغه د باچا خانۍ لاره د امن، سوکالۍ، کامیابۍ او شتون لاره ده.

نن کۀ مونږ هر یو کس پۀ خپل ذاتي ژوند نظر واچوو نو اکثر د فضول خرچۍ او شاه خرچۍ د لاسه د انا پرستۍ او ځان ښودنې لۀ کبله پۀ خپلو غمونو او ښادو کښې د خپل وس نه د زیاتو خرچونو لۀ کبله پۀ اور کښې ولاړ یو. زمونږ د ښادو نه غمونه جوړ شوي دي – پۀ قرضو پېسو ځان ته د دروغو خوشحالۍ اخلو – د بابا پۀ ذاتي ژوند کښې د کفایت شعارۍ او سادګۍ مثال زمونږ پۀ وړاندې دے. کۀ د دې قام هر وګړے او د د ې ملک هر اوسېدونکے د بابا د کفایت شعارۍ او سادګۍ عادتونه پۀ ځان کښې راپېدا کړي نو هر کور به جنت شي – بیا به نۀ د رشوتونو ضرورت وي او نۀ د غلاګانو او غلطیو – او دا کار نن هم ممکن دے خو هغه د صابر خبره:

د ژوند اهنګ د ژوند نغمه بدلوي

حالات بدلېږي، زمانه بدلوي

څوک چې پۀ ژوند کښې څۀ بدلون غواړي

اول به خپله رویه بدلوي

 

دا هم ولولئ

خوب وينم عالمه (افسانه) – نورالامين يوسفزے

دا د سپرلي اخرنۍ ورځې شپې دي. دا يو لوے پراخه باغ دے چې پۀ …