د غزل د بابا حمزه خان شينواري اوويشتم تلين او يو خط – اداره

حمزه بابا، د پښتو د غزل بابا، يو داسې دور چې دورونه ترې روان دي، يو داسې انداز چې پۀ هر چا خور وور دے، يو داسې پل چې کلاسيک او جديد دور ئې سره تړلي، يوه داسې وږمه چې د پښتو ادب پۀ هر صنف کښې ئې خوشبويۍ ژوندۍ دي، يو داسې تخليق کار چې هر ټکے ئې شاهکار دے، يو داسې نابغه چې ژوندے ؤ او پي اېچ ډي پرې وشوه، يو داسې پښتون چې ساه ساه ئې قاميت ؤ. “پښتون” د حمزه خان شينواري بابا د اوويشتم تلين پۀ موقع بابا ته درنې پېرزوئنې وړاندې کوي او خپلو لوستونکو ته د حمزه بابا يو خط چې پۀ کال ۱۹۷۲ کښې ئې رئيس امروهي ته ليکلے ؤ، د ژباړې پۀ شکل کښې ډالۍ کوي.

لنډي کوتل

11-02-1972

خوږه وروره!

السلام علېکم. تېره ورځ ولي خان سره ملاوېدو لۀ پاره خلک تورخم ته تلل. زۀ سره د خپلې ډلې د ملاقات لپاره پۀ لنډي کوتل کښې ورته ايسار شوم. د لرې نه ئې چې زۀ وليدم نو موټر ئې ودرولو. زما ملګرو ورته د اتۀ ګولو سلامي ورکړه. د هغوي د موټر نه مخکښې وروستو پۀ سوونو ګاډي او ټرکونه وو او پۀ زرګونو خلک ئې هرکلي ته راغلي وو. مفتي محمود ورسره هم پۀ موټر کښې ناست ؤ او ورسره وزير اطلاعات محمد افضل خان او وزير تعليم اميرزاده خان هم وو. ما ورته پۀ مختصر ټکو کښې هرکلے وکړو او ورته مې ووئيل چې پښتون قام به تل ستاسو پۀ کورنۍ وياړ کوي. مسلم ليګ د اسلام پۀ نامه د پاکستان تحريک چلولے ؤ خو د ملک جوړېدو وروستو مسلم ليګ د اسلام جرړې ويستلو کښې بوخت شو او مونږ پښتنو ته ئې د اسلام پۀ نامه فرېب راکول شروع کړل. اګر چې مونږ پښتنو د دوي مشرانو ته اسلام رسولے ؤ. اجمل خټک زما خبرې نوټ کول شروع کړل او بيا مفتي محمود هم د ګاډي نه راکوز شو او اجمل خټک ورسره زما پېژنګلو وکړه. ما خپلې خبرې جاري وساتلې او و مې وئيل چې پښتو او اسلام د يو تصوير دوه اړخونه دي او دا تصور هم نۀ شي کېدے چې ګينې پښتون د مسلمان نه بغېر هم څۀ بل څۀ کېدے شي. د پښتون دې نوم خپله اسلام او قاميت همېشه يو ځاے ساتلي دي. ځکه نو پښتون قوميت عېن اسلام او اسلام عېن پښتون قوميت دے. ځکه نو تاسو کتلے شئ چې نن اسلام او پښتون قوميت يو ځاے دي او دې خبرې سره مې مفتي محمود او ولي خان ته اشاره وکړه. مونږ د باچاخان او د هغۀ پۀ کورنۍ فخر کوو، پښتون قام پرې فخر کوي او ټولې ايشياء ته پرې فخر او وياړ کول پکار دي. علامه اقبال هم وئيلي وو چې:

ايشياء يک پيکر آب و ګل است

ملت افغان درآن قالب دل است

از کشاد، او کشاد ايشياء

از فساد، او فساد ايشياء

نو زۀ به د علامه مرحوم د روح نه پۀ بخښنې سره اولنے شعر داسې وايم؛

ايشياء يک پيکر آب و ګل است

“فخر افغانان” درآن قالب دل است

د دعا پۀ هيله!

حمزه شينواري

دا هم ولولئ

!!!Absolutely Not – پښتون

اېمل ولي خان دې خداے زر کلن کړي چې څۀ هم وائي نو بېخي د …