د شهید زوے هم شهید شو خپله خاوره باندې – رحمت شاه قرېشي

 

 

د باچاخان بابا تحريک هر پښتون داسې مخلص کړے دے چې د اول نه دا سلسله جارې ده او خلقو د خپل سیاست د پاره د خپل مال او وخت سره د خپلو سرونو نه هم تېر وو. نۀ د خپل اولاد مينې د وطن او خاورې لۀ مينې پاتې کولے شي او نۀ د خپل ورور، خور او مور مينه د قام پۀ مینه زورېدلې شوه. هغوي د قام پۀ مینه داسې مست وو چې نۀ ئې د وخت ستم ته کتلي دي او نۀ د کوم اٰمر جابر ظالم حکمران وړاندې د حق خبرې کولو نه وېرېدلي دي.

باچاخان بابا او د هغۀ د ملګرو تحريک ازادي د داسې مخالفو خلقو سره وه چې د دوي د ظلم زور خلاف چا هم لۀ وېرې غږ نۀ شو کولے. هر سړے پۀ غلامۍ خوښ ؤ خو د پېرنګي خلاف خبره چا هم کولې نۀ شوه او پۀ دې غلامۍ کښې ځکه خوښ ؤ چې مونږ ته څۀ ملاوېږي، دغه مونږ له بس دي او مونږ د پېرنګي حکومت منو خو د باچاخان بابا غېرتي ملګرو دا خبرې داسې ختمې کړې چې تر نن ورځ پورې ئې تاريخ روښانه دے او هر پښتون او هر انسان فخر پرې کوي.

د پېرنګي حکمران نه تر دې وخته پورې د باچاخان بابا او د هغۀ د ملګرو او سپاهيانو قربانۍ پۀ خپل ځاے یو ځلنده تاريخ دے او نن هم د هغۀ نوم سره تړون لرونکي د عدم تشدد پۀ فلسفه داسې عمل کوي او داسې هر ازمېښت کښې ولاړ وي لکه څنګه چې د دوي تاریخ دے.

د باچاخان بابا قافلې مخ پۀ وړاندې بوتلو کښې خدائي خدمتګارو او د هغوي وروڼو زامنو ته ډېرې خبرې مخې ته راغلې، جېلونه راغلل، مال او جائېداد ئې ضبط شول، جسماني تشدد پرې وشو او خودکش حملې پرې هم وشوې خو د باچاخان بابا د عدم تشدد فلسفه ئې کله هم پرې نۀ ښودله.

پۀ باچاخان او پښتون قام باندې دغه مستو مئینو کښې يو خاندان د بلوردين خدائي خدمتګار خاندان دے چې د باچاخان بابا نه ئې تر دې وخته پورې تاريخ د خپلې خاورې او خپل قام د پاره لۀ قربانیو ډک دے او د شهيدانو د کور پۀ نوم يادېږي.

د باچاخان بابا د تحريک قربانیو کښې چې انسان قلم اوچتوي نو د بلور خاندان تاريخ ليکلو او يادولو باندې د انسان لۀ زړۀ وينې او لۀ سترګو ئې بې اختياره اوښکې لاړې شي او هر پښتون خو څۀ چې د بلور خاندان دښمن هم د دوي پۀ دې وطن قربانۍ ورکولو او د شهيدانو خبرې کولو باندې مجبور شي.

د بلور خاندان داسې ارماني داستان دے چې څوک لۀ دې ارماني داستان نه بې خبر پاتې نۀ دي . د بلور خاندان سياسي او پۀ وطن سره مينه کولو اولنے شهيد د حاجى غلام احمد بلور يکي يو زوے شبير احمد بلور شهيد چې د خپل پلار سره الېکشن کښې 1997 کښې د مخالفو د لاسه شهيد شو او حاجي غلام بلور ئې د خپل زړۀ د سر نه جدا کړو خو د حاجي غلام احمد بلور حوصله او پښتنه مينه کمه نۀ شوه او حاجي غلام احمد بلور د خپل زوي پۀ لاش ليدو سره دا خبره وکړه چې زما د شبير احمد غوندې پۀ سوونو زامن وي نو د باچاخان بابا د عدم تشدد فلسفې او پښتنې خاورې ازادۍ او قربانۍ د پاره به ئې قربان کړم او د باچاخان بابا لۀ قافلې او خپل پښتون اولس خدمت نه به يو منټ هم پۀ شا نۀ شم.

د حاجى غلام احمد بلور دا زخم لا ورغلے نۀ ؤ چې د هغۀ ډېر غېرتي او پۀ خپل قام او وطن مئين ورور بشير احمد بلور پۀ یو خودکش برید کښې شهید کړے شول. شهید بشیر احمد بلور پۀ پاکستان کښې د دهشتګردۍ خلاف قوم له پۀ اسمبلۍ کښې خپل یو تقریر کښې بیانیه ورکړې وه چې کله هغۀ وئیلي وو چې ‘د دوي سره به خودکش جېکټونه ختم شي خو زمونږ سینې به ختمې نۀ شي. بشیر احمد بلور شهید د هر چا غم له خپل زړۀ کښې ځاے ورکولو او د الله تعاليٰ نه علاوه به ئې د چا پرواه نۀ کوله او د دوي پۀ دې خبره داسې يقين ؤ چې د چا شپه پۀ ګور وي هغه ئې پۀ کور نۀ وي او مونږ به د دهشت ګردو حوصلې ماتوو خو د پښتون قام او خاورې خدمت به شپه ورځ کوو. خو د دهشت ګردو پۀ وار کښې پۀ 2012ء د فرورۍ پۀ دولسمه هغه شهید کړے شو او د دوي پۀ شهادت يو پېښور نۀ بلکې لر و بر پښتانۀ او انسانان خفه او غمژن شول.

د بشيراحمد بلور د شهادت غم لا زرغون ؤ او هر پښتون خفه ؤ خو حاجي غلام احمد بلور ووئيل چې زما ورور ډېر دلاور ؤ او زۀ د دغه ننګيالي ورور پګړۍ پۀ ننګيالي او غېرتي او پۀ خپله خاوره مئين ورارۀ هارون بلور ته پۀ سر باندې تړم او دا به د خپل پلار پۀ شان د باچاخان بابا قافله مخ پۀ وړاندې بوځي او زمونږ ارمانونه به پوره کوي.

هارون بلور سره هغه شان ظلم وشو څنګه چې د هغۀ پلار شهید بشير احمد بلور او نورو د پارټۍ ملګرو سره شوے ؤ. او د 2018ز پۀ انتخابي مهم کښې ګرځېدو چې د باچاخان بابا عدم تشدد کښې شهيد شو او هارون بلور باندې يکه توت کښې دهماکه وشوه او سره د ډېرو ملګرو پۀ لسم جولائي د نهې پۀ ورځ شهيد کړے شو او د ډېرو افسوسونو او ارمانونو سره دفن کړے شو.

مونږ د هارون شهيد زوي دانيال بلور سره پۀ ټولو ملګرو مشرانو باندې فخر او وياړ کوو چې دوي پۀ دې وخت هم د صبر نه کار واخستو او د باچاخان بابا عدم تشدد فلسفه ئې پرې نۀ ښوده او هر يو کس ته ئې خواست وکړو چې د چا هم نقصان ونۀ کړئ او دا مونږ ته د فخر خبره ده چې مونږ پۀ خپلې خاورې شهيدان کېږو خو چا ته سر نۀ ښکته کوو او د خپل لوے الله تعاليٰ پۀ حکم سره د مخلوق خدمت کوو او مونږ به انشاء الله د خپلو شهيدانو پۀ برکت کاميابي مومو انشاء الله.

الله تعاليٰ دې هر پښتون بريالے کړي او د امن ژوند ئې نصيب شه. مونږ د لر و بر پښتنو لۀ خوا د بلور خاندان او ټولو شهيدانو د کورنیو سره برابر شريک يو. دا غم زمونږ شریک غم دے او زر ده چې د دې قربانیو نتیجه کښې زمونږ راتلونکو نسلونو ته امن پۀ نصیب شي.

پۀ تا به خندا ولې نۀ کوم د سترګو توره!
تۀ هم پۀ دې خاوره شهيد شوې زۀ غازې پاتې شوم

 

دا هم ولولئ

د تحريک انصاف حکومت کښې د قامي اسمبلۍ سره روان سلوک – رحمت شاه قرېشي

د دنيا پۀ مخ ډېر خلق او ډېر حکومتونه اباد شوي او تېر شوي دي …