لر و بر پښتنو ته د افغانستان سل کاله د ازادۍ مبارک شه او د “پښتون” مجلې ویاړ ته سلام – رحمت شاه قرېشي

 

 

نن ډېره د خوشحالۍ موقع ده چې د افغانستان اولس پۀ ډېرو قربانیو او د وخت د ډېرو فرعونانو د ظلم باوجود هم د خپل ازاد هېواد افغانستان د ازادۍ سل کلن جشن پۀ نولسم اګست ونمانځلو او د دنیا پۀ ګوټ ګوټ کښې، چرته چې هم پښتانۀ افغانان اباد دي، هغوي خپلواکۍ باندې داسې خوشحالۍ وکړې چې د انسان زړۀ او روح دواړه ورسره خوشحاله شي. د افغانانو د خپل ټاټوبي سره د مینې داسې اظهار د افغان ملت حوصلې نورې هم جګې کړې. د وطن دښمنانو او د شر لښکریانو خپل وس وکړو خو افغانان ئې خپل جشن نه ایسار نۀ کړے شول. هغوي خپل جشن د بمونو پۀ درز و هار کښې هم وکړو. د غازي امان الله خان او د هغۀ د ملګرو او مشروط خواهانو روحونه به خوشحاله شوي وي چې دا جشنونه ئې لیدلي وي چې د نړۍ پۀ مختلفو ملکونو کښې تر سره شول.

د غازي امان الله خان سره د پښتنو سر تور ملنګ فخرِ افغان بابا هم د افغانستان د خپلواکۍ او ازادۍ کاروان کښې داسې اوږه پۀ اوږه ولاړ ؤ او داسې پښتون ډاډ ئې ورکولو او د هر ستمګر تر مخ ئې د خپل ازاد او خپلواک افغانستان خبره پۀ ډېره مېړانه او نره کوله.

لکه څنګه چې د غازي امان الله خان پۀ ضد د سازشونو زیاتېدو پۀ وخت کښې زمونږ قامي رسالې “پښتون” یو تاریخي کردار ادا کړے ؤ او پۀ خپله وړومبۍ چاپ شوې ګڼه مۍ 1928 کښې ئې پۀ دې حقله مضامین چاپ کول شروع کړي وو او د پښتنو او اسلام د دښمنانو پراپېګنډې ته ئې پۀ دلیل سره ځواب وئیلو، نن پۀ دې ورځ هم “پښتون” خپل تاریخي کردار تر سره کړو چې د استقلال پۀ ویاړ ئې خصوصي شماره چاپ کړه. د “پښتون” اهمیت پۀ دې هم ډېر دے چې دا فخرِ افغان باچا خان بابا پۀ خپله شروع کړې وه، نو پۀ دې خصوصي شماره چاپ کولو د “پښتون” مشر مدیر حیات روغاني او د هغۀ ټولو همکارانو ملګرو او د “پښتون” مشاورتي کمېټۍ ته ډېره ډېره مبارکي وایم چې دا تاریخ ئې محفوظ کړو او خپل تاریخي کردار ئې ادا کړو. پۀ دې خصوصي شماره کښې ډېر مضامین داسې دي چې پۀ روانو حالاتو کښې د افغانانو رهنمائي کولې شي. زۀ یو ځل بیا باچا خان مرکز، عوامي نېشنل پارټۍ او ټولو باچا خانیانو ته پۀ دې تاریخي شماره چاپ کولو د زړۀ لۀ تله مبارکي وایم او یو شعر د “پښتون” لوستونکو ته ډالۍ کوم چې:

ما کړے بغاوت ؤ د بابا د فلسفې نه

دا ځکه مې بچې! نن پۀ پردو جنګو کښې وژني

پۀ افغان خاوره د امن پۀ هیله!

رحمت شاه قرېشي، ګومل بازار، ټانک

 

دا هم ولولئ

د تحريک انصاف حکومت کښې د قامي اسمبلۍ سره روان سلوک – رحمت شاه قرېشي

د دنيا پۀ مخ ډېر خلق او ډېر حکومتونه اباد شوي او تېر شوي دي …