د احمد شاه ابدالي تصویر, رحمت شاه قرېشي

خلف د انریبل داکتر خان صاحب د وزیر اعظم بمبی نه قندر مکرر – خان سعداللّٰه خان

د یستون اتمانزئ د  1 اکتوبر 1938ز کنی حخه، مخونه 26-23

د احمد شاه ابدالي تصویر

(د ټانک نه د رحمت شاه قرېشي پهٔ مننه)

نور محمد د يویشتو کالو زلمے دے. ښۀ تعليم ئې پۀ کالج کښې کړې دے او شپږ مياشتې کېږي چې پۀ دهلي کښې د يو شريف خاندان او تعليم يافته جينۍ سره ئې وادۀ کړې دے. د شپږو سوو جريبو زمکې مالک دے. پۀ زمکه باندې باندې ئې پلار يوه ښکلې مينه اباده کړې ده. پۀ هغې کښې خپلې نيا او عيال سره وسي. دوه کلي ئې دي او ځامن چې ددۀ د لوبو ملګري وو ډېر خوشحاله دي چې خپل خان ورسره پۀ خپل کلي کښې استوګنه کوي. د هغوي زنانه هم ډېرې خوشحاله دي ولې چې د هلي واله مېرمن هغوي سره ډېر د مينې او محبت سلوک کوي او د هغوي د وړو بچو دپاره د ګېډې خوږ د سترګو او ګرمکو دارو همېشه ځان سره ساتي او چې څوک ناجوړه شي نو هغوي له ئې همېشه ورکوي د کلي د وړو لويو رنځورانو همېشه خبر اخلي. نور محمد يو خدائي خدمتګار دے او پۀ دۀ د کلي ځلمي نور هم ډېر خوشحاله دي ولې چې د هغوي خپل خان هم هغوي سره پۀ دې نوے ورورولۍ کښې شامل دے. د کلي امام او يو څو سپين ږيري چې د هري پور جېلخانه کښې پرې ډېرې سختې تېرې شوې دي. د جرګے ممبران دي د ټولو ورورولي ډېره ښۀ ده او پۀ دې وجه دا کلے د پوليس د غوېمنډ او د تحصيلدارانو د غوبل نه خلاص دے. د نور محمد پلار د1931 او 1932 د ازادۍ پۀ جنګ کښې د بريلي جرنېل او د حکم چند داروغه د ‌ظلمونو او تکليفونو دلاسه د هري پور جېل خانه کښې شهيد شوې وۀ. داسې معلومېږي چې د نور محمد خان پشت پۀ پشت قامي خدمت خدمت کړې دے او د پښتون د ننګ د پګړۍ د تړلو پۀ کوشش کښې همېشه شهيدان شوي دي. نيکۀ ئې ابوطبېله چې د مهاراجه رنجيت سنګهـ د طرفه پۀ پېښور کښې ګورنر وو. د غدار سلطان محمد خان پۀ لمسه پۀ قچرئ دروازه کښې پۀ ډک بازار کښې پهانسي کړې وو. قر نيکۀ ئې د احمد شاه ابدالي پۀ فوځ کښې ډېره توره کړې وه. دے پۀ هغه وخت کښې موجود وۀ چې احمد شاه د پښتنو بادشاه منتخب شوې وۀ او يو فقير ورته شنو غنمو پګړۍ پۀ سر کړې وه. د احمد شاه ابدالي دغه تصوير دوي کره وۀ، پلار ئې د عدم تشدد پۀ فوج کښې د فخر افغان د مشرۍ د لاندې شهيد شوې وۀ. د دوي کور د کيرو (چې د پېښور ډپټي کمشنر وۀ او ډېر فرعون مزاج او د پښتنو بېخ ايستونکے فرنګے وۀ) پۀ حکم سره د ګنډلو پۀ پيټار کښې پروت وۀ او د پيټارګي يو شريف فرنګي فوجي افسر غلے غوندې پۀ خپل لاس سره د يو څو پيالو او رکېبو بوډۍ له ورکړې وۀ.

هر ماښام به دوي درې واړۀ پۀ منډو کښې ناست وو او خبرې اترې به ئې سره کولې. د نور محمد وړۀ کړۀ او جوسه ټول د خپل پلار پۀ شانتې وو او بوډۍ نيا به ئې پۀ دۀ د خپل شهيد شوي ځوي مينه ماتېدله.

ګانړۍ پۀ پرېوتو وے او ګوړې خلاصېدې خو نرخونونه ډېر خراب وو. د ګوړې نه هېڅ نه جوړېدل او تحصيلدار د ماليئے د وصولۍ دپاره چپړاسيان راخوارۀ کړي وو چې حساب ئې وکړو نو پۀ دۀ پوره پينځۀ زره روپۍ ماليه کېدله او آمدن ټول دوه زره روپۍ هم نه وۀ. ډېر پرېشان شو پۀ بله ورځ د کلي يوې منډۍ ته ورغې ددې ملک د دۀ د پلار پۀ کالج کښې جماعتي وۀ او بيا د هغې نه پس ئې ډېره خوږه يارانه وه. پلار به ئې همېشه ګوړه هم دے منډۍ ته راؤړه اګرچه ناظرانو به ډېر شکايت کوو چې بولي ښۀ نه کوي تول ئې هم ټيک نه دے خو هغۀ به پرې اعتبار نه کوو. د هري پور پۀ جېل کښې هم دواړه يو ځاے وو او پۀ وقت د ځنکدن کښې دۀ ورته سورۀ ياسين او کلمه شهادت لوستلي وو. منډۍ والا ته نور محمد ټوله قصه بيان کړه او د بل فصله پورې ئې ورته د څۀ روپو پور ووې او دۀ سره څۀ د امداد قابل نه وو. خېر خبره هم دغه شان پاتې شوه ماښام کور ته د پرېشانۍ پۀ حالت کښې لاړ. ښځه ئې پۀ تندي پوهـ شوه او غلے شانتې ئې ترېنه تپوس وکړو. دۀ ورته حال اووې چې د ماليے تکليف دے شايد چې زمکه به خرڅول غواړي خو نيا مې کۀ خبره شي نو ډېره به غمژنه شي. د هلي والے ورته ډېره تسلي ورکړه او ورته ئې ووئېل چې فکر مۀ کوه زۀ به ګنډل کوم تيله به خېژوم نور داسې کارونه دي چې پۀ هغې به د څۀ رقم د جمع کولو کوشش وکړم. دا خبرې نيا ټولې واورېدلې خو ځان ئې پرې نا غرضه کړو. چې کټ کښې څملاسته نو فکر ئې وکړو چې صبا به ښار ته لاړه شم او پۀ اندر شهر کښې به دا د زرو تصوير خرڅ کړم او روپۍ به نمسي ته ورکړم پۀ دې فکر کښې اودۀ شوه. سحر وختي د  نمانځه نه پس د مقبرې پۀ بهانه د کور نه اوتله او اډې ته لاړه. د ښار لارۍ تياره ولاړه وه يو ځلمي ورته مخ کښې سيټ پرېښودو پۀ کښې کښېناسته او پۀ قچرئ دروازه کښې کوزه شوه. د لارۍ کلينر ورته د اندر شهر ټانګه وکړه او د يو صراف دوکان سره کوزه شوه. د صراف پۀ دوکان کښې ډېره بيړه وه ولې چې هر چا خپل کالي د ماليے ادا کولو دپاره خرڅول اخر د بوډۍ وار هم راغې بوډۍ ورله تصوير ورکړو. صراف تصوير وکتو او بيا ئې بوډۍ له ورکړو. ورته ئې ووئېل چې ابۍ دا خو زر نه دي خو ته راغلې ئې نو پنځه روپۍ به درکړم. بوډۍ هک پک ودرېده د هغې ټول اميدونه پۀ سيند لاهو شول. د نمسي او د هغۀ د ښکلې ښځې ورسره غم شو چې کۀ مزکه لاړه نو دوي به څۀ رنګه ګزران کوي لېکن کلکه پښتنه ښځه وه څوک ئې پۀ غمژنۍ باندې پوهـ نه شو دغه وخت يو امريکن سياح هم دغې دکان ته راؤرسېد. پۀ تصوير ئې سترګې ولګېدې شک ئې پرې راغې. د بوډۍ نه ئې ترجمان پۀ لاس کښې واغست او وئې کتو نو ورته ئې معلومه شوه چې د احمد شاه ابدالي بے بها تصوير دے. بوډۍ له ئې شل زره روپۍ ورکړې او لاړ. بوډۍ خوشحاله کور ته راغله. ماښام ئې نمسي ته ټولې روپۍ ورکړې او وئې وئېل چې ځه بچيه ماليه ورکړه او هم دغه شان دا خاندان خداے پاک له تباهۍ نه بچ کړو د ماليے د ادائيګۍ نه پس چې څۀ رقم پاتې شو د هغې لږه حصه نور محمد د غريبو خدائي خدمتګارانو سره پۀ امداد کښې خرڅ کړه. وائي چې دغه تصوير هغې سياح پۀ لس چنده رقم پۀ امريکه کښې خرڅ کړو.

فَمَنْ يَعْمَلْ مِثْقَالَ ذَرَّةٍ خَيْرًا يَرَهُ

دا هم ولولئ

د تحريک انصاف حکومت کښې د قامي اسمبلۍ سره روان سلوک – رحمت شاه قرېشي

د دنيا پۀ مخ ډېر خلق او ډېر حکومتونه اباد شوي او تېر شوي دي …