څهٔ وئیل پکار دي؟ – شمس بونیرے

تاريخ د حقيقي واقعاتو د جمع کولو او بيانولو نوم دے چا چې واقعې کردار او منظر پۀ اصلي او واضح توګه بيان کړے او ليکلے دے، دا تاريخ دے او چا چې واقعاتو او کردارونو ته پردۍ جامې اغوستې دي، دا درباري قيصې دې. تاريخ مسخ کېدے شي خو فسح کېدے نۀ شي.

فلسفه د ابتدائي ادراک پۀ سبب وجود ته راغله چې ورته د علومو مور وئېلې شي. فلسفه دوه سترګې لري، پۀ کومه سترګه چې د اسمان او ماورائي قوتونو ته ګوري دغې فلسفې ته موضوعي فلسفه وائي، بله فلسفه چې زمکې او خلقو ته ګوري او پۀ دوي خبرې کوي. دغې ته معروضي فلسفه وائي. فلسفه لکه د تاريخ رو روانه ده، تاريخ پۀ شا ګوري او فلسفه پۀ وړاندې ګوري؛ خو ولاړه نۀ پاتې کېږي. خيالي فلسفې د افلاطون نه واخله تر هېګل پورې خپل وجود برقرار وساتو، ولې معروضي فلسفې اول ټوپ ماديت او بيا جدلياتو اوچت کړو او جدلياتي ماديت وجود ته راغے. د جدلياتي ماديت د نمر سترګه پۀ 1917ز کښې شوروي اتحاد کښې راوخته او جدلياتي ماديت د مزدور ډکټېټرشپ پۀ شکل کښې ښکاره شو. شوروي اتحاد کښې څو کلونه پس سټالن دغه مزدور ډکټېټرشپ نۀ، رياستي شخصي ليډرشپ پۀ نوم دنيا ته څرګنده کړه. رياستي شخصي ډکټېټرشپ د دنيا ترقي پسندو او ازادي غوښتونکو پارټیو ته ډکټېشن شروع کړو او دنيا کښې وړې خفيه کميونسټ پارټۍ جوړې شوې او د ټولو پارټیو مرکزه شوروي اتحاد او شوروي اتحاد کميونسټ پارټي جوړه شوه. شوروي اتحاد معاشي او سياسي زور سره ډېر زر خور شو.

وختونه پۀ ځاے نۀ ودرېږي او د ملکونو وجودونه هم کله نا کله غورزېږي. د سټالن نه پس برزنيف د شوروي اتحاد د قيادت لۀ لارې پۀ نورو او وړو ملکونو کښې مداخلتونه شروع کړل. د شوروي اتحاد وده د دفاعي او جنګي پالېسیو پۀ سبب پۀ معاشي توګه ودرېده نو ځکه د شوروي اتحاد د وجود د ساتلو داخلي، خارجي او نظرياتي معاملو کښې د شوروي اتحاد نوے قيادت د ميخائيل ګورباچوف د ګلاسنوسټ (Glasnost) پۀ نوم سياسي مېدان ته نوې پته ګوزاره کړه. د وختونو او معاشي بدحالو پۀ وجه شوروي اتحاد قبضه ګري ملکونه ازاد او جدا شول. د شوروي اتحاد زړو ملګرو او دوستانو خپل زخمونه څټل شروع کړل.

جنګي او دفاعي سټرېټېجک پالېسیو شوروي اتحاد ته ډېر زيان تاوان ورسولو. خپل تړلي اتۀ رياستونه د شوروي نه جدا او ازاد ملکونه شول. دغې نوو ازادو مسلمانو رياستونو حجونه او عمرې ادا کړې او د مذهبي دوستانو سره ډوډۍ ته پۀ يو دسترخوان کښېناستل. د وېټنام بدل امريکې د شوروي اتحاد نه پۀ افغانستان کښې واخستو. روسيان د افغانستان نه پۀ لوظ نامه لاړل او بې د لوظ نامې نه پۀ افغانستان کښې مېشته شو او مېشته دي.

پۀ سياسي مېدان د سوشلزم د ټکي نه علاوه نور څۀ پاتې نۀ وو نو پورپي او امريکائي ملکونو د مزدور جمهوريت بېرغ پۀ لاس کښې واخستو. د ټراټسکي او بوخارن فکر ئې پۀ نوي قالب کښې د مزدور جمهوريت پۀ نوم پېل کړو.

د نوي تناظر پۀ رڼا کښې د روس صدر پوټين د مارکسزم زوړ او خړ تصوير ځان ته پۀ مېز کېښودو او لږه لږه رنګسازي پکښې کوي او نن پوټين د ښودلو د پاره روس د دنيا سياسي بازار ته راوباسي. د ترکي، ايران او چين پۀ واسطه د شام صدر او د هغۀ د حکمرانۍ دفاع کوي.

سياست د خلقو د مسئلو د حل نوم دے او ګوند د يو نظر يا د شريک نظر د خاوندانو د شناخت لکه د شناختي کارډ علامت وي. د خلقو د مسئلو اظهار د ګوند پۀ عالي ادارو کښې مخې ته شي. فېصلي اولس او د دې اظهار پۀ مجلسونو، سيمينارونو او جلسو کښې کېږي. د دغه مسئلو د منلو د پاره مزاحمت هم کېږي او د پارټۍ د منتخب شوو غړو پۀ واسطه پۀ پارلېمان کښې ائيني او قانوني جنګونه هم کېږي. د قانون سازۍ د پاره دغه پارلېمان قانون سازي کوي او د دې د چلولو د پاره او انصاف د پاره عدالت تعبير تشريح او پابندي کوي.

د ملک څلور اهمې ادارې وي. پوځ د وطن دفاع کوي، عدليه انصاف ورکوي، خارجه پالېسي ملک ته د ملګرتيا د ملکونو سره يو مقام جوړوي او سکه يا کرنسي د هر ملک د معاشي حېثيت ضمانت وي. حکومت ته رسېدو د پاره ائيني لار انتخاب وي او کومه پارټي چې د خلقو د حقونو او مسئلو درست او کوټلے پروګرام ورکړي، خلق د هغې تائيد د ووټ پۀ پرچۍ وکړي او دغه ډله يا پارټي حکومت جوړ کړي. پۀ رياست او حکومت کښې دا فرق دے چې رياست د ملک نوم وي او حکومت د پارټۍ چې خلقو کښې ژورې رشتې، رابطې او سياسي مقبول پروګرام لري، نامه وي. کومه سياسي ډله چې کوټلے معاشي پروګرام او واضح سياسي منشور لري، د دې وجود زوال ته نۀ ځي او کومه ټولنه چې لکه د انسانو د جګري يرقان ښکار شي او د نور زيړي شکل اختيار کړي او انسان ژوندے نۀ شي پاتې کېدے، دغه شان دا سياسي ډله او حکومت هم ولاړ او مستحکم نۀ شي پاتې کېدے. حکومت د خلقو وي، خلقو جوړ کړے وي او خلق ئې لرې کوي. بل هر څوک او هره اداره چې حکومتونه ړنګ کوي، دا ښۀ عمل او سياسي طريقه نۀ ده.

د تاريخ او فلسفې د صاحبِ علم پۀ توګه او د پوهانو د ناستې لۀ کبله زما نظر دا دے چې پۀ نيم سرمايه دارانه او نيم جاګيرادارنه چې د مارکيټ او تجارت نه پکښې انکار نۀ شي کېدے او پکښې ملکونو د تاريخي جغرافيه د کبله پينځۀ قامونه لري، پۀ دې کښې بالادست قوتونه د جمهوريت او ترقۍ دښمنان، د مذهب او مسلک د تسپو خاوندان پۀ خلقو حکمراني کوي. دغه ملک پاکستان دے. پۀ دې وطن د قام پرستۍ او جمهوريت سياست د دې ملک د پاتې کېدو او د خلقو د مسئلو واحد علاج دے. داسې ښکاري لکه چې پاکستان تاريخ او جغرافيه نۀ لري، د پاکستان نوم او وجود دواړه د ملکي او غېر ملکي پېداوار نتيجه وي. پۀ دې وطن قابض قوتونو او ملکي حکمرانانو دلته د مېشتو قامونو تاريخ پټ کړے او ورک کړے دے نو ځکه دلته د قام پرستۍ سياست د جمهوريت د بېرغ د لاندې روان شو. دلته د ون يونټ پۀ نوم يوه ناولې لوبه وشوه او د يونټ ماتېدو او مارشل لاء قوتونو د لرې کولو او د ازاد انتخاباتو د پاره لږه اوږده مبارزه وشوه. يونټ مات او انتخابات وشول خو وطن جدا او تريخ داستان او تاريخ پاتې شو. اوس هم د مضبوط سياسي بي ټيم د اے ټيم د نوکرانو غوندې کار کوي. د دې وطن پۀ قام پرستو او جمهوري خلقو کښې مايوسي بغاوت پۀ نظر راځي. کۀ د قام پرستۍ او جهموريت سياست چا ودې ته پرېښودو نو د پنجاب نظر به د واهګې د سرحدونو اخوا پۀ پنجابيانو خوږ شي، يو بل ته به د دښمنۍ پۀ ځاے د دوستۍ لاسونه ورکړي. د بلوڅانو کرښه او پوله به د پښتنو، سندهيانو او ايران سره څرګنده شي، د پښتنو ورک تاريخ به ژوندے شي، د سندهيانو د خاورې زوړ حېثيت به پۀ ډاګه شي او د سرائيکي قام وجود به تسليم شي، کشميريان به د دښمنۍ پۀ ځاے د ورورولۍ پۀ تلاش شي. د مسلکونو د بالادستۍ دعوېدار پوځي او رياستي غېر جمهوري قوتونه به د جهموريت پۀ کرښه سرحدونه کېږدي.

اے د دې وطن اوسېدونکو!

اے د قامونو، قبيلو خاوندانو!

اے د ترقۍ او جمهوريت غوښتونکو!

اے د دې وطن د هر مذهب او مسلک او عقيدو لرونکو!

راځئ! چې د قام حقونه، جمهوريت د ګټلو او ترقۍ د راوستلو او د خوشحال وطن او ټولنې د پاره يوه او شريکه نعره پورته کړو چې پاکستان، جمهوريت قامي او ملي ازادي او د دې وطن همه وګړي ژوندي، بريالي او خوشحاله غواړو.

دا هم ولولئ

د باچا خان سل کلن تحريک جائزه – شمس بونېرے

د دې کال د ټولو لويه او خوږه ورځ د باچاخاني تحريک انجمن اصلاح الافاغنه …