پاکستان د نوو تجربو نه تېرېږي – شمس بونېرے

د دنیا د موجوده ملکونو پۀ تاریخ کښې د پاکستان هغه تاریخي حېثیت نشته چې دا پرې لکه د بعضې تاریخ دانانو لۀ خوا دعويٰ کېږي، د زرګونو کلونو تاریخ لرونکو ملکونو سره یو صف کښې ودروي. دا نۀ چا قبضه کړے او نۀ د دې د ازادۍ د پاره جنګونه شوي دي. دا خاورې د ‘وړې وچې’ او ‘بحرِ هند’ پۀ نامه پۀ تاريخ کښې شته. پۀ دې خاوره مغلو او پښتنو جنګونه او حکومتونه کړي دي ولې هند خپل نوم برقرار ساتلے او د ‘هندوستان’ پۀ نوم ياد شوے دے. دغه جنګونه د قبضې او د باچاهۍ جنګونه وو. لوټ تالان ئې کړے خو د ترقۍ کار له ئې ګوتې نۀ دي وړلې. نۀ ئې څوک پۀ زور مسلمان کړے او نۀ ئې د مذهب خورولو د پاره د عالمانو ټولګي جوړ کړي دي. اکبر خپل دين د ټولو خلقو د پاره جوړ کړے دے، ولې د بل د مذهب مخالفت ئې نۀ دے کړے. پۀ نورلسمه صدۍ کښې دنيا نوي سياسي شکل ته روانه شوه. پۀ شلمه صدۍ کښې د شوروي اتحاد وجود ښکاره شو. پۀ شلمه پېړۍ کښې د کولمبس موندلې امريکه ډېر زر ښکاره خوره شوه او دنيا دوه نوي قوتونه څرګند کړل. د فرانس، جاپان او برطانيې پۀ اوږدو داخلي او خارجي جنګونو کښې اقتصاد او سياست کمزورے شوے ؤ نو ځکه دنيا کښې د سرمايه کارۍ او قوت کور امريکه مخې ته راغله. د سوشلسټي او جديديت مرکز شوروي اتحاد جوړ شو. د سوړ جنګ سرمایې او نظریې ترسيل سياسي تړون وده ومونده.

هندوستان د برطانيې د راج او حکومت د لاندې ؤ، د تجارت پۀ نوم راغلې برطانیه پۀ تاج او تخت قابض شوه. دغې اوږدې مودې د دې ځاے پۀ اولس کښې د ازادۍ او سياسي بېدارۍ جذبه پېدا کړه. هندوستان پۀ وچه خاوره پروت ؤ د دې ګېر چاپېره ملکونه د انګرېز ملګري او ټلګري وو. د ازاد روس وجود او د شوروي اتحاد بدلون د برطانيې د وجود او دغې د مخالف قوت د وهلو او منع کولو د پاره د فارورډ پاليسۍ پۀ نوم حکمت عملي شروع کړه.

د افغانستان سره جنګونه او معاهدې د دې لوے ثبوت دے. دلته د ‘هندوستان پرېږدئ’ نعره او تحريک پۀ شور شول. شوروي اتحاد د ازادۍ ملګرتيا کوله او دوېم عالمي جنګ برطانيه هم پۀ سياسي او معاشي طور غورځولې وه نو دا خبره د دوي د غور د لاندې راغله چې هند پرېږدو خو د دې د راتلونکي وخت سیاسي اثرات به څۀ وي؟ نو د غور او حوض نه پس ئې دا فېصله وکړه چې هند پرېږدو خو هند پۀ سالم پۀ دوه یا درې ټکړو کښې تقسيموو. اخر دا فېصله وشوه چې د مذهب پۀ نوم دا هندوستان دوه کړو. د دې تقسيم د پاره خپله ډله پېدا کړو چې زمونږ منصوبه کاميابه شي. مسلم ليګ جوړ پۀ مذهب نۀ پوهېدو خو د سياست مېدان کښې د دوي پالسيۍ د ښۀ وکيل پۀ حېث جناح صاحب مشر او ليډر شو او د تلو پۀ وخت کښې جناح صاحب ته خپل ائين قانون او جوړې کړې ادارې د امانت پۀ توګه د ضامن پۀ حېث حواله کړې.

د پاکستان وجود پۀ اول ځل تاريخ کښې ښکاره شو. 14 اګست 1947ز د پاکستان د جوړېدو ورځ او 21 اګست د ډاکټر خان صاحب منتحب حکومت ماتول د جمهوريت د قتل ورځ يادېږي. غېر اعلانيه جنګ شروع شو او پۀ 12 اګست 1948ز کښي د بابړې د جلسې پۀ ځاے ډزې يوه نوې خونړۍ پېښه وشوه. جېلونه او زندانونه د ليډرانو او خدائي خدمتګارو نه ډک کړے شول. مړۀ او شهيدان اوبو ته ګزار کړے شول او ټپيان د هسپتال پۀ ځاے د تشدد د پاره تهاڼو ته ورسول شو.

وختونه پۀ وړاندې روان وو خو ظلمونه هم ورځ پۀ ورځ پۀ زور شور کښې وو. د يوې واقعې نه پس به بله نوې غېر قانوني او غېر جمهوري واقعه کېده. پاکستان پۀ خپله غېر فطري او جغرافيائي سمون نۀ درلود. نۀ ئې قامي ژبه وه ، قامي کلتور او نۀ خپله قامي ؤ نو د ژبو پۀ ضد د جمهوريت پۀ ضد د کلتور پۀ ضد عملونه روان وو چې د ‘ون يونټ’ پۀ شکل کښې اکثريت د اقليت سره برابر کړے شو او دا ځکه چې د دې نه مخکښې پۀ 21 فروري 1956ز د بنګال خلقو د خپلې ژبې د قامي حېثيت منظورۍ د پاره جلسې جلوسونه شروع کړي وو چې پۀ ګولیو او مرګونو ئې هرکلے شوے ؤ. هم دغه وېره د پاکستان او د پنجاب پۀ زړۀ او مغزو کښې پرته وه خو بيا هم د يونټ ماتولو مبارزې پۀ مغربي پاکستان او مشرقي پاکستان کښې شروع شوې او اخر نوي جرنېل يحيٰ خان د ون يونټ د ماتېدو او د عامو انتخاباتو اعلان وکړو.

انتخابات وشول، د عوامي ليګ اکثريت راغے خو د پنجاب فکر او ادارو د اقتدار حواله کولو پۀ ځاے فوج کشي وکړه. پۀ 14اګست 1947ز جوړ شوے پاکستان پۀ 16 دسمبر 1971 کښې مات او دوه ټوټې شو. دا يوه توده او ترخه څپېړه وه خو دې پۀ ځاے زړه پاليسي او د پنجاب د بالادستۍ چارې روانې پاتې شوې. د بنګال د جنګ نه د وزګارتيا نه پس پاکستان پوځي قېديان غوښتل او د هند حکومت د شېخ مجيب الرحمان ازادي، واپس بنګال ته بوتلل غوښتل. شېخ مجيب بنګال ته لاړو او جنګي قېدیان پاکستان ته واپس راغلل. د باقي پاکستان حکومت د اکثريتي پارټۍ مشر بهټو صاحب ته د ‘سِول مارشل لاء اېډمنسټرېتر’ پۀ حېث ورکړے شو. ائين 1973ز کښې جوړ شو، د مرکز او صوبو د حکومتونو تشکيل وشو.چونکې خېبر پښتونخوا او بلوچستان کښې د قام پرست ګوند اکثريت ؤ لهٰذا د صوبو ګورنران او وزارتونه نېشنل عوامي پارټۍ ته ورکړے شول. نهه مياشتې پوره نۀ وې چې پنجاب د بهټو پۀ ذريعه دواړه ګورنران لرې کړل او د صوبو دواړو حکومتونو د احتجاج پۀ توګه وزارتونه پرېښودل او دلته بيا لنډي بوچي حکومتونه جوړ او غېر جمهوري کارونه شروع شول.

پاکستان پيپلز پارټۍ د ډوډۍ ، جامې او د کور سياسي پروګرام پرېښودو او د پنجابي حکومت پۀ ولقه کښې ئې د هغو کارونه کول ولې د پاکستان اولس د سياست مېدان کښې يو شو او پۀ جمهوري حکومت د مارشل لاء چاپه ولګېده. حکومت برطرف او بهټو او د دۀ ملګري جېلونو ته واچول شو. رو رو د جمهوريت د وژلو د پاره پۀ بهټو صاحب جوړکړے د قتل کېس د جمهوريت د تباه کېدو جواز جوړ کړے شو.

ګاونډي ملک افغانستان کښې د ثور انقلاب پۀ نوم يوه کودتا وشوه. سردار داود خان د ظاهر شاه بادشاهي ختمه کړه او د ثور کودتا د صدر سردار داود خان صدارتي حکومت ړنګ کړو.

شوروي اتحاد دوېم جنګ نه پس غربي او يورپي ملکونو کښې ياران دوستان پاتي کړي وو. اراده ئې دا وه چې د افغانستان لار د بلوڅو پۀ واسطه اوبو ته ورسم او د اوچې لاره هند ته نزدې کړم ولې امريکې مذهبي قوتونه او دوستان حکومتونه خپل اعتماد کښې واخستل او شوروي اتحاد ئې پۀ داخل کښې پۀ خپلو مسئلو کښې بوخت او معاشي کمزوے کړو. امريکه خپلو منصوبو کښې کاميابه شوه. روس د افغانستان نه لاړو ولې امريکه خپله پۀ افغانستان کښې دېره شوه او چې کله افغانستان ته راغله نو پۀ خپله زړه سټرېټيجي کښې ئې بدلون راوستو. د پرون دښمنان ئې دوستان او د نن دوستان ئې دښمنان کړل. د پاکستان پۀ خاوره د طالبانو شوريٰ مېشته او افغانستان کښې نور جنګ او غذا ئې د خپلې اېجنډې نه لر کړو. ولې د دې خاورې او وطن عسکري ادارو خپل عادتونه دومره زر بدلولے نۀ شول نو جنګ روان شو. امريکه، طالب او پاکستان يو بل ته مخامخ شول. پردے جنګ چې د شوروي اتحاد پۀ ضد روان ؤ،دغه جنګ د امريکې پۀ ضد شروع شو. ملایانو لکه د روس پۀ امريکې د کفر فتوې شروع کړې. جنګ ئې د جهاد پۀ نوم اعلان کړو. پۀ پاکستان کښې د طالبانو پټ عسکري دفترونه جوړ شول او پۀ اماراتو کښې سياسي دفترونه اعلان او سعودي کښې د پېسو د مالي امداد دفترونو خپل کار شروع کړو. د پاکستان او افغانستان داخلي او خارجي تعلقات خراب شول او هندوستان هم د امریکې دوست او هم د افغانستان ملګرے شو. ایران د خپل مسلک د فروغ او مفاداتو تحفظ د پاره عراق، شام، لبنان، مصر او پاکستان کښې تنظیمونو سره سیاسي او هم عسکري تعلقات جوړ کړل او دغه شان بالمقابل سعودي عرب هم عمليات پۀ خفيه او ښکاره دواړه شروع کړل. د پاکستان او د کشمير لۀ خوا داخلي او خارجي حالات کړکېجن شول. پاکستان سياسي معاشي کشالو کښې ګېر شو او دغه شان د امريکې صدر ډونلډ ټرمپ چې د افغانستان د پاره کومه نوې سټرېټجک پاليسي اعلان کړه، د دې سره د امريکې او پاکستان تر منځه تاو تريخ والے نور هم زيات شو. پاکستان او افغانستان کښې ډېرې ورانۍ او تباکارۍ وشوې. دواړو حکومتونو پۀ يو بل تورونه ولګول. هندوستان هم ښۀ پۀ باريکۍ تماشبين او پۀ دې معاملو کښې شريک ؤ. د دوي د شخړو نه ئې پېدا اخسته او لمن ئې اور ته وهله او وهي. افغانستان کښې د کابل هوټل حاليه واقعه او د کابل پۀ ښار کښې لاس پۀ لاس جنګ حالات او واقعات نور هم خراب کړل. د امريکې د خارجه وزارت وياند د دې واقعاتو غندنه وکړه او د دې سره ئې اعلان وکړ چې شواهد موجود دي چې دا کار ورانکاري د پاکستان لۀ خاورې کوي او د پاکستان مخصوصه اداره د دې پۀ شا کومک کوي او پاکستان دې خپل کاغذونه پاک کړي کنه امريکه به د دې کارونو پۀ ضد لکه د اېبټ اباد خپل اقدامات وکړي.

افغانستان او پاکستان خفيه ادارو سياسي مشرانو د يو بل سره ناستې پاستې شروع کړې خو د بيانونو نه علاوه نور څۀ مثبت نتيجې منځ ته نۀ راځي. افغانستان تور لګوي چې د تخريب کارو اډې پۀ پاکستان کښې دي او پاکستان حکومت د دې تخريب کارو استاذ دے او پاکستان د دې ترديد کوي د ګرمۍ موسم افغانستان کښې د تخريب کارانو د جنګونو سپرلےدے. ښۀ پۀ اسانه د ورځې جنګونه کوي او د شپې غرونو ته ځي. پۀ دې موسم کښې روسيان تر سالنګه، ايران لۀ هرات نه واخلې تر غزني او پاکستان د قندهار نه واخلې تر پکتيا جلال اباد ، کونړ او سروبي پورې حالات کنټرول او نګرانۍ کښې ساتي. بيا د ګرمۍ موسم شروع کېږي او د نوو منصوبو او کارونو جاج او جائزې مخې ته دي.

نوي حالات او عمليات سياسي رخونه بدلوي. نواز شريف عدلیې برطرفه کړو ولې د خلقو پۀ واسطه د عدليې او پوځي ادارو پۀ ضد جلسې جلوسونه او تقريرونه کوي. د بلوچستان د حکومت د ړنګ کولو سازش ناکامه شو او سېنټ او انتخاباتو نه مخکښې د ټېکنوکرېت حکومت قيام د پاره منصوبه شنډه شوه. خو د دغې ادارو منصوبې لا اوس هم خفيه او ښکاره روانې دي. د قامي حقونو غوښتونکي قام پرستان يا خو غرونو ته خېژي او يا پۀ خارج کښې مظاهرې او اوازونه پورته کوي.

د خېبر پښتونخوا قام پرست د اتلسم ترميم د عمل کولو پۀ خپله صوبه کښې د ګورنر مقرر کولو اختيار د مرکز پۀ ځاے د صوبې حکومت ته غواړي، د ازاد تجارت اختيارات، منډۍ او مرکزونه او کارخانې لګولو او ټېکس ټول اختيارات او پۀ خپلو قدرتي وسيلو د اختياراتو د پاره پۀ مېدان کښې مبارزه کوي. د فاټا پښتانۀ خېبر پښتونخوا کښې ادغام غواړي. خپل ځان د خپلو وروڼو سره شريکول غواړي او د افغانستان او پاکستان پۀ منځ کښې د صلحې جرګې او مرکې کول غواړي. د تېرو ناانصافیو سياسي او معاشي ازاله غواړي. پښتانۀ اوس بېدار او يو والي ته روان دي. طالبانو پۀ سوات کښې د خلقو او خاورې سره زياتے وکړو. سياسي ليډران، کارکنان مړۀ، صحافيان قتل، سکولونه مدرسې بندې او د ښځو پښو ته بېړۍ او هنرمندان پۀ چوکونو کښې ځوړند او پۀ هجرت مجبور کړے شول. ولې ملالې د دوي مقدمه پۀ عالمي عدالت کښې ډېره پۀ نره پېش کړه. ملاله اوس د ښځو سفيره پۀ عالمي عدالت کښې د انصاف د پاره جنګ کوي. ټول پښتانۀ ئې خپله لور خور ګني. دغه شان د مشال قتل نۀ يواځې پښتانۀ بلکې عالمي ضمیر وسکونډو او د شهيد مشال پلار نن پۀ دنيا کښې د مشال د کېس نه علاوه د باچاخان د عدم تشدد د فلسفې تبلیغ کوي.

اوسنۍ خونړۍ واقعه چې د شهيد نقيب الله سره وشوه، ټول قبائل ټول پښتانۀ ټول ليډران، کارکنان، زنانه، اديبان او شاعران پۀ اسلام اباد کښې ناست د پوځي چېک پوسټونو ختمولو، د بارود مائنونو لرې کولو، د بې درکه شوو خلقو عدالت ته وړاندې کولو او د اېف سي اٰر لاندې د اجتماعي سزا منځ نه وړلو د پاره د پښتون قام پۀ حېث شریک اوازونه کوي. دا نوي عملونه به ضرور يو مثبت بدلون راولي.

کۀ د پاکستان پۀ لنډ او مختصر تاريخ نظر واچوو نو خارجي قوتونو پۀ جناح صاحب پاکستان جوړ کړو او داخلي قوتونو مړ کړو. لياقت علي خان چې سياسي تاريخ او کردار ئې ښکاره نۀ ؤ، د جمهوريت پۀ نوم وزير اعظم کړے شو او د شخصيت پرستۍ او د جمهوريت د وژنې د پاره ئې قتل کړو. بنګال کښې د هارون خاندان د دوستۍ پۀ ذريعه شېخ مجيب د مسلم ليګ ليډر کړو، ورستو ئې د هغۀ نه لاس پښې پرې کړل او چې کله بنګالي قام پرست شول نو هغوي مېدان ته شول او د پاکستان حکومت هغه جېل ته کړو. د بنګال خلقو ووټ ورکړو. دوي پۀ هغو فوج کشي وکړه. مشرقي پاکستان نه بنګله دېش جوړ شو. د باقي پاکستان د چلولو د پاره بهټو صاحب ته اقتدار حواله شو. د خپل کار اخستلو نه پس نۀ يواځې د اقتدار نه لرې کړے شو بلکې پهانسي هم شو. پنجاب دا کار مخکښې د ون يونټ د جوړولو د پاره ډاکټر خان صاحب او وزيراعليٰ کړو او وروستو ئې قتل او مړ کړو. د پنجاب د ليډر پېدا کولو د پاره دا نوازشريف پوځيانو اول د پنجاب نامزد وزيراعليٰ او وروستو د مسلم ليګ صدر او پاکستان وزير اعظم شو.

اوس پنجاب د نوي ليډر پۀ تلاش کښې دے. زوړ نوازشريف بد معاش او د مېدان نه بهر شو نو ځکه پاکستان سياسي، معاشي او معاشرتي طور سره صورت حال ډېر نازک او خارجي اړيکې خرابې دي او د ګاونډي ملکونو سره تعلقات ښۀ نۀ دي.

دا خبره د غېر مصدقه اطلاعاتو د مخه خورېږي چې خارجه ملکونو پاکستان ځان ته پۀ ایجنډه کېښودلے دے او کوشش کوي چې د پاکستان وجود نور د دوي د مفاداتو د پاره ضروري نۀ دے نو د جوړولو پۀ ځاے ئې ورانول د دوي پۀ ګټه ګڼي. موجوده حالات هم ښکاره داسې پۀ نظر راځي چې لکه دغه غېر مصدقه اطلاعات تشه افواه نۀ ده. د پاکستان داخلي او خارجي پالیسۍ اوس هم د ملک د ضروریاتو پۀ ځاے د نورو قوتونو د مفاداتو د پاره ترتیب کېږي او دې چُور تالان کښې پۀ پاکستان کښې مېشته قومیتونو کښې ټولو نه زیات نقصان پښتنو ته رسېږي. د پښتنو پۀ وطن نۀ امن شته او نۀ د پرمختګ د پاره کومه منصوبه ـــ پښتانۀ د یوې نوې ریاستي تجربې پۀ نتیجه کښې د خپل اقتصاد مواقع د لاس نه ورکوي او د دوي قدرتي وسائلو باندې تالان جوړ دے. داسې ښکاري لکه چې پۀ مغربي سرحد روان پراکسي وار هم پۀ ډېر هنر سره مرکزي پښتونخوا ته منتقل کولو د پاره زمکه جوړېږي.

پاکستان د نوو تجربو نه تېرېږي او د سترګو خاوندان ګوري چې د پاکستان د تحفظ دعويٰ کوونکي او د دې د تحفظ پۀ نوم غټې تنخاګانې، بجټونه، مراعات اخستونکي او اختیارات لرونکي د پاکستان د بچ کولو پۀ ځاے دا کوم نوي دوزخ ته راکاږي. ښکاري لکه چې د قامونو د ازمېښت یو بل خونړے پړاو شروع کېږي.

 

دا هم ولولئ

د باچا خان سل کلن تحريک جائزه – شمس بونېرے

د دې کال د ټولو لويه او خوږه ورځ د باچاخاني تحريک انجمن اصلاح الافاغنه …