د پاکستان پۀ دستور سازه اسمبلۍ کښې د باچا خان پۀ تاريخي تقرير کښې د قوم پرستۍ يا (ملتپالنې) د ټکي وضاحت – پروفېسر نور احمد فطرت اچکزے
وائي چې کله د پاکستان د دستور سازې اسمبلۍ غونډه پۀ وړومبي وار پۀ کراچۍ کښې پۀ ٢٣ فروري ١٩٤٨ز کښې کېدله نو د غونډې پۀ وړومبي نشست کښې باچاخان د پاکستان د منلو سوګند پورته کړو. پۀ قول د ډاکټر اسرار “جناح صاحب د ډېرې خوشحالۍ نه باچاخان له غېږه ورکړه . جناح صاحب […]