غني خان، يوه کتنه – مولانا محمد يوسف بونېرے، کوالالمپور

زۀ د ټولو نه وړاندې د پښتون رسالې د چيف ايډيټر ښاغلي ساجد ټکر ډېره مننه کوم چا چې ماته د “پښتون” منفردې مياشتنيزې رساله کښې پۀ باقاعدګۍ سره د حضرت غني خان بابا رحمة الله عليه پۀ کلامونو د ليک کولو بلنه راکړه کومې رسالې ته چې دا اعزاز پۀ بشپړه توګه حاصل دے […]

“ادبي تحريکونه پۀ پښتو ادب کښې” – رشيد احمد

پۀ پښتو ادبي تحريکونو اونورو داسې موضوع ګانو باندې ليکل خو کيږي ولې پۀ کتابي ډول ډېر کتابونه نه لري او د تحقيق اوتنقيد دا ميدان يا پنګه درنه نه ده. د پښتو ادب د مئينانو او ليکوالو نه د ډېر کار تقاضه کوي. نن سبا د پښتو پۀ تحقيقي ادارو کښې تحقيق زيات تر […]

“پۀ جديد نظم د خدائي خدمتګار تحريک اثرات” (پۀ خدائي خدمتګار تحريک شوي سندي کار يوه څېړنه) – ډاکټر سيد ظفرالله بخشالے

خدائي خدمتګار تحريک د پښتنو يو قامي تحريک او جديد تحريک دے، د دې تحريک پۀ برکت باچا خان او ملګرو ئې د پښتنو پۀ سيمه او نوره نړۍ کښې يو ډېر ښه پهچان ورکړو، خدائي خدمتګار تحريک نۀ يوازې سياسي تحريک ؤ بلکې دې تحريک د سياست او اصلاح او د قام د خدمت […]

د ارواښاد طاهر اپريدي ژوند او خدمات – اقرار اپريدے

طاهر اپريدے چې خپل نوم ئې ترکستان ؤ د مير اکبر خان کره پۀ څلورمه جنورۍ کال۱۹۳۹ء د چارشنبې پۀ ورځ پۀ دره ادم خېل کښې (حسن خېل سب ډويژن) بوړه،بوړه کښې د سېري ژواکے اؤ پۀ ژواکو کښې په سوکړه کلي کښې پېدا شو، د نيکه نوم ئې وزير ګل اؤ د غور نيکۀ […]

وړومبۍ ناول نګارې ښځې – رشيد احمد

ناول پښتو ادب ته د انګريزي ادب نه نېغ پۀ نېغه د قاضي عبدالرحمان د جان بنيان دناول “دي پېلګرېم پراګرېس” دترجمي “سيرالساليکين” سره راغلو. دغه ترجمه قاضي عبدالرحمان چې پۀ دغه زمانه پۀ بنو کښې مېشتۀ ؤ او د افغانستان نه پۀ کډه راغلے ؤ، فرنګيانو ورته دقاضي عهده ورکړې وه اود پاري لي […]