مصنوعي ځيرکتيا څه شے دے ؟—محمدالله عباس

دا ليکنه شريکه کړئ

مصنوعي ځيرکتيا، چې په انګليسي  ژبه کې ورته Artificial Intelligence يا AI وئيل کيږي، د علم او ټکنالوژۍ هغه برخه ده چې هدف ئې دا دے چي ماشينونه، کمپيوټرونه او سافټويرونه د انسان په څير پوه، هوښيار، او د پريکړي کولو وړ کړي ۔ دا علم د بشري ذهن د کار کولو طريقه تقليدوي يعنې څنګه انسان فکر کوي، زده کړه کوي، تجزيه او تحليل کوي، او له تجربو څخه زده کړه اخلي، همداسې هڅه کيږي چې ماشينونه هم دا کار وکړي ۔ مصنوعي ځيرکتيا د معاصر عصر يو له تر ټولو ستر بدلون راوستونکے علمي پرمختګونو څخه ده ۔ دا علم نۀ يوازې د معلوماتي ټکنالوژۍ برخه ده، بلکې اوس د طب، اقتصاد، امنيت، تعليم، او د انساني ژوند په نورو ډيرو ډګرونو کې هم  اغيزي لري ۔ مصنوعي ځيرکتيا د کمپيوټر ساينس هغه څانګه ده چې د انسان د هوښيارۍ تقليد کوي ۔ د دې موخه دا ده چې ماشينونه داسې کړنې ترسره کړي چې عموماً انسانان ئې کوي لکه خبرې کول، انځور پيژندل، ستونزي حل کول، او پريکړي کول ۔ دا علم د رياضياتو، منطق، ژبپوهني، او کمپيوټر ساينس ګډه نتيجه ده ۔

د مصنوعي ځيرکتيا بنسټيز مفاهيم پکې شامل دي ۔ ماشيني زده کړه (Machine Learning) چي ماشينونه له معلوماتو څخه زده کړه کوي او خپله تجربه ښۀ کوي، ژبني تحليل (Natural Language Processing) چې د انسان ژبه کمپيوټر ته د پوهيدو وړ ګرځوي، کمپيوټري ليد (Computer Vision) چې د انځورونو او ويډيوګانو له لاري د شيانو پيژندلو وړتيا ورکوي او روباټيک (Robotics) چې د هوښيارو روبوټونو د جوړولو او د هغوی د خوځښت، احساس او پريکړي توان رامنځته کولو لپاره کاريږي ۔

د مصنوعي ځيرکتيا مفکوره ډېره پخوانۍ ده د انسانانو د تخيل او فلسفې له پېله دا فکر موجود ؤ چې ايا يو داسې ماشين جوړيداے شي چې د انسان په څير فکر وکړي؟ خو د دې علم رسمي پېل د ۱۹۵۶ زيږديز کال څخه ګڼل کېږي، کله چې د امريکا په یوه معتبر پوهنتون کې يو علمي کنفرانس ترسره شو۔ د دي کنفرانس علمي مشر جان مک کارټي (John McCarthy) ؤ چې د Artificial Intelligence اصطلاح هم همدۀ رامنځته کړه ۔

په لومړيو کلونو کې دا علم ډېر نظري ؤ، خو له ۱۹۸۰ وروسته د کمپيوټري ځواک او معلوماتو زياتيدو سره ئې عملي بڼه غوره کړه ۔ د ۲۱مې پيړۍ له پيل وروسته، د انټرنيټ، ډيټا ذخايرو، او مشين لرننګ پرمختګ دا علم يو نوي پړاو ته داخل کړو۔

مصنوعي ځيرکتيا دري بنسټيز ډولونه لري ضعيفه AI (Narrow AI) چې يوازي يو ځانګړے کار کوي لکه د غږ پيژندنه، انځور پيژندنه يا ژباړه ۔ عمومي AI (General AI) چې د انسان په څير د هر ډول ستونزي حل کولو وړ وي خو لا بشپړه نۀ ده رامنځته شوې او فراځيرکه AI (Super AI) چې په راتلونکې کې له انسانانو هم زيات هوښيار ماشينونه تصور کيږي ۔

 مصنوعي ځيرکتيا نن سبا د بشري ژوند هر اړخ ته ننوتلي ده ۔ په روغتيا کې د ناروغيو تشخيص، د طبي عکسونو تحليل او د درملو جوړول، په تعليم کې د زده کړې اسانتيا او د ژبو زده کړه، په سوداګرۍ کې د بازار تحليل او د مشتريانو خدمتونه، په امنيت کې د څارني سيستمونه او د درغليو مخنيوے او په ټرانسپورټ کې د ځان ‌چلونکو موټرو جوړول دا ټول د مصنوعي ځيرکتيا ښکاره بيلګې دي ۔

خو له دي ټولو ګټو سره، مصنوعي ځيرکتيا ځيېي خطرونه هم لري ۔ د بشري کارونو له منځه تګ (بي‌روزګاري)، د معلوماتو د محرمیت له منځه تګ، د انسان د ازادې ارادې کمزورتيا، او د اخلاقي سرحدونو تيرول هغه ستونزي دي چې د AI له پرمختګ سره راولاړي شوي دي ۔ له همدي امله، پوهان ټينګار کوي چې دا پرمختګ بايد د اخلاقي، قانوني، او بشري اصولو تر چوکاټ لاندي وکارول شي ۔

راتلونکې نړۍ به د مصنوعي ځيرکتيا پر بنسټ ولاړه وي ۔ هوښيار ښارونه، موټرونه، کورونه، او د زده کړې نوې نظامونه به د AI له لاري کار کوي ۔ خو د انسان د وجدان، عدالت او اخلاقو ساتل اړين دي، ځکه کۀ AI بې‌کنټروله پريښودل شي، نو د انسان د ازادۍ او بقاء لپاره ستر ګواښ جوړيدلے شي ۔

په پايې کې وئیلے شم چي مصنوعي ځيرکتيا د بشريت يوه ستره لاسته راوړنه ده. دا علم د انسان فکر ته نوي افقونه پرانيزي، خو ورسره د احتياط غوښتنه هم کوي. کۀ د علم او اخلاقو په رڼا کې وکارول شي، نو د پرمختګ، سولې او هوسايني وسيله ګرځي، خو که د انساني وجدان له اصولو څخه لري شي، نو د بشري تمدن د زوال سبب کيدے شي ۔

 

 

نورې ليکنې۔۔۔