پۀ ښار کښې یؤ مشهور عالم اوسیدۀ. خلقو به پۀ سادګۍ، تقویٰ اؤ دَ دین د لارې پېژندو. هر وخت به یې خلقو ته وئيل، چې
“زۀ هیڅ نۀ لرم، زۀ یواځې دَ خداے پۀ لاره کښې روان یم.”
خلقو به دَ هغۀ دا قسمه خبرې ستائیلې اؤ ځینې به حیران وو، چې څنګه یؤ انسان دومره ساده ژوند کولے شی.؟
اؤ یوه ورځ دَ ښار لوي عدالت فېصله وکړه چې دَ مولانا دَ مال اؤ شتمنۍ حساب کتاب وکړی، ځکه چې دَ هغۀ کورنۍ غُښتل، چې دَ هغوي دَ پلار نيکۀ دَ مال میراث تقسیم دې پۀ ټولو وروڼو، خوېندو اؤ نورو پس پاتې خلقو دَ برابرۍ اؤ خپل حق پۀ بنياد وۀ شی.
کله چې ټول حسابونه خلاص شول، نو دَ ښار خلق اؤ قاضيان حېران شول، چې دَ مولانا پۀ پټو تجورېو، صندوقونو اؤ بېنکونو کښې تقریباً پنځۀ اربه روپۍ پرتې وې اؤ دا نغديت دَ هغه ځاے پۀ ځاے پرتو زمکو اؤ دَ ښار دَ مارکيټونو اؤ نور خور وور جائېداد نه سر بېره وۀ، چې دَ پلار نيکۀ نه ورته پۀ ميراث کښې پاتې وۀ. چا باور نۀ شو کولے، چې هغه انسان چې دَ دنیا دَ مال دَ نيشت خبره کوي، هغه به دومره شتمن اؤ دَ دومره ډېر مال حال اؤ جائېداد يواځې څښتن وي.
لۀ دې حساب کتابه وروستو چې به خلقو دَ مولانا ووږدې خلکې، ښکلې سوچه ږيرې، ووږدو تسبو ته اؤ پۀ سر پروت سپين دستار ته کتل، نو حېرانېدل به اؤ دَ هغوي دا حېراني څۀ بې ځايه هم نۀ وه، مګر مولانا به بیا هم هر وخت خلقو ته وئيل، چې،
“زۀ مال نۀ لرم، زۀ یواځې دَ خدائې پۀ لاره کښې روان یم.”
خزانه یې پټه وه، لکه دَ زمکې لاندې ډېر قیمتي لالونه جواهر پراتۀ وي اؤ مولانا پرې لکه دَ ښامار خېټه اچولې وي.
دَ ښار خلقو اوس دا فکر کولو، چې ظاهري دينداری، سادګي اؤ داخلي لويي اؤ شتمني څنګه یؤ ځاے کېدے شي؟
آیا انسان یواځې دَ مال پۀ اندازه ارزښت لري، کۀ دَ احساس، ضمير اؤ دَ ذهن دَ پاکيزګۍ اؤ دَ روح دَ سادګۍ اؤ ټولنيزو اخلاقياتو پۀ اندازه هم څۀ قدر اؤ قيمت لری؟