ګل مرجانې چې خپل زوي ته وکاتۀ نو زړۀ ئې پۀ ډوبېدو شو۔ د ماشوم سر يو طرف ته زوړند و۔ مخ ئې تک سور و او د وجود نه ئې سم تپ پورته کېدوـ نرے زبېرګے ئې کووو او ساه ئې ډېره بده بده اغسته۔ داسې لګېده چې بس د لږ ساعت مېلمه وي۔
ګل مرجانې پۀ نا اميدو سترګو د تورخم بندې دروازې ته او بيا چاپېره پۀ زرګونو خلکو ته وکاتۀ۔ څوک چې پۀ دې طمع وو چې دا دروازه به خلاصه شي او دوي به پاکستان ته واوړي۔ دې ټولو خلکو د طلبانو د دوباره حکومت اغستو پۀ وجه د ملک نه تېښته کوله۔ ولې چې د طالبانو وړومبنے حکومت ډېر د پابندو نه ډک او سخت و او د خلکو دا خيال و چې د طالبانو رويه به د هغې ړومبي حکومت نه هم ترخه او سخته وي۔
ګل مرجانې خپل خاوند اشرف خان ته مخ ور واړوۀ او ډېر پۀ دړدېدلي اواز ئې ووې؛ دلاور خان! بچے خو رانه مري، پاڅه دې فوجيانو ته څۀ ژړا فرياد وکړه، څۀ منت زاري ورته وکړه۔ چې دا ماشوم زر د پېښور هسپتال ته ورسوو۔
اشرف خان هسې هم ډېر غمجن او دلګير و او چې د خپلې ښځې دا خبره ئې واورېده نو نور هم پۀ تشویش کښې شو او د غصې ډک اواز کښې یې ووئيل:
“زۀ څۀ وکړم؟ دا ظالمان د چا خبره اوري۔ ګني نو دا ټول خلک به اوړېدلي نۀ وو۔”
لږه ساه ئې واغسته او بيا ئې سر ښکته کړو او ځان سره ئې ووئېل، چې مري نو مري به نو۔
د ګل مرجانې د ډېر سوخت او د نا اميدۍ د لاسه پۀ مخ اوښکې روانې شوې۔
پۀ دې کښې يوه غوغا جوړه شوه او چغې شوې۔ چا ووئيل طالبان راغلۀ۔ اشرف خان د طالبانو پۀ راتلو پۀ لاشعوري توګه يو طرف ته منډه کړه۔ د هغۀ نه خپل زوے او ښځه هم هېر شو۔ يو غوبل جوړ شوـ طالبانو سړي او ښځې پۀ بیلو بیلو ټرکونو کښې خېژوول شروع کړۀ چې خپلو خپلو علاقو ته ئې ورسوي او پاکستان ته د اوړېدو نه ئې منع کړي۔
ګل مرجانې چې دا شور زوږ وليدو نو د صبر مزے ئې وشلېدو او دا ئې پۀ زړۀ وخوړه چې پاکستان ته تګ ممکن پاتې نۀ شو۔
د هغې پۀ خپل خداے يقين ډېر قوي او پوخ و۔ هغې هم يو طرف ته منډې کړې۔ يو ټرک چې د پاکستان بېرغ پرې جوړ و، ته ورسېده۔ اوس کۀ مرجانه دې ټرک ته ورخته خو پۀ باډر به ضرور نيولے کېدله ولې چې هغې سره نۀ د پاکستان وېزه وه او نۀ نور څۀ دستاويزات وو۔ هغې تادۍ کښې يوه فېصله وکړه۔ خپل زوے ئې د دغه ټرک پاکستاني ډرائېور سره پۀ سيټ سملاوۀ او پۀ تادۍ تادۍ ئې ډرائيور ته ووئېل:
“روره! زما په خداے پوخ يقين دے چې زما زوے دلاور خان به الله ښۀ کړي۔ بس تۀ دومره وکړه چې پېښور کښې ئې غټ هسپتال ته ورسوه او ښۀ ډاکټر ته ئې وښايه۔ په لوے الله او پۀ تا مې خپل دلاور خان سپارلے دے۔” هغې هډو د ډرائيور جواب ته غوږ کېنۀ ښودو او د خپلې خبرې ختمېدو سره ئې واپس منډه کړه۔ منډې سره يو طالب د مټه کلکه ونيوه او د زنانوو ټرک ته ئې وروخېژوله۔
د ټرک ډرائيور حق حېران پۀ سټيرنګ لاس ايښودے پاتې شو۔ هيڅ پته ورته نۀ لګېده چې پۀ دې تېر ساعت کښې څۀ وو او څۀ وشو۔
ډرائيور د پاکستاني فوجي پۀ اواز د خيال د ټال نه راستون شو او خپل کاغذونه او پاسپورټ ئې فوجي له ورکړۀ۔
ماشوم بې دمه شوے و او د ډرائيور سره پۀ سيټ غلے پروت و۔ ټرک افغانستان ته سامان راوړے و او واپس پاکستان ته خالي روان و۔ فوجي کاغذونه واپس کړۀ، د ټرک د شا ته خانې جاج ئې واغستو او د تلو اشاره ئې ورته وکړه۔ د کاغذونو چيکنګ والا فوجي هډو ماشوم ته پام ونۀ کړو او واپس خپل دفتر ته ستون شو۔
ګل مرجانه سر په زنګونانو ايښودې وۀ۔ غلې غلې سلګۍ ئې د خلې راختې۔ زړۀ ئې د درد څړيکې وهلې او پۀ مخ باندې ئې د اوښکو لړۍ راروانې وې۔ مرجانې دغه کرل رېبل کول چې زوے به مې څنګه وي۔ دغه کس به ئې ډاکټر ته وښائي۔ جوړ به شي کۀ نا او بيا به ماسره ملاو شي کۀ نا۔
د خلې نه ئې ناګهانه ووتل يا الله چې هر ځاے وي نو روغ رمټ ئې ساتې۔ زما د خپل زوي روغ صحت او ژوند پکار دےـ
نور ئې هم لا څۀ وې خو خوا کښې ناستې زنانه پرې غږ وکړو۔ يه جېنۍ دا تۀ څۀ د ځان سره لګيا یې، غږېږې۔ د چا د سر خېر غواړې۔ چې داسې د زړۀ د اخلاصه ورته دعاګانې کوې۔ مرجانې هغه شان سر پۀ زنګونانو پروت و او چپه خلۀ ناسته وه۔ هغې زنانه بيا تپوس وکړو او چې پۀ درېم ځل ئې تپوس وکړو نو مرجانې ورته پۀ لنډو ټکو کښې خپل داستان تېر کړو۔
هغې ښځې ورته ووئیل يه لېونۍ! څوک خپل اولاد داسې نا پېژندګلو کس ته حواله کوي؟ خاوند ته به څۀ جواب ورکوې۔ او تۀ به ورسره ملاويږې څنګه؟ پۀ يو ځاے دې درې څلورو سوالونو د مرجانې طبيعت نور هم خراب کړو۔ لږه چپ شوه او بيا ئې ووې۔ زما د زوي روغه سټه پکار ده۔ هر ځاے چې وي خو روغ خوشحاله او چې د لوے عمر خاوند وي او پاتې شوه د خاوند خبره نو هغه ته به وايم چې پۀ دغې غوغا کښې يو طرف ته پۀ منډه تلم چې ماشوم مې د لاسه ولوېدو چې زۀ څو ستنېدم چې راوچت ئې کړم، يو طالب د مټه کلکه ونيولم۔ ما ډېرې چغې ووهلې خو هغه طالب پۀ بيړه د ښځو يو ټرک ته ورديکه کړم۔ هغه زنانه ورته ووئیل ځه الله دې ستا او ستا د زوي مل شي۔ زۀ او زما خاوند هم پاکستان ته تلو۔ زما خاوند ډېر رسيدلے سړے دے او زمونږ پاکستان ته تلۀ کره وو۔ کۀ چرې دا طالبان يو ګنټه ورستو راغلي وے نو مونږ به پاکستان ته اوړېدلې وو۔
کۀ تۀ چرته د زوي په لټون کښې پاکستان ته تلې نو دا زما د خاوند د موبايل نمبر دے۔ زنګ پرې راکولے شې۔ زما خاوند دوه څلور وارې پاکستان ته اوړېدلے دے نو کېدے شي څۀ لاس امداد درسره وکړي۔ مرجانې د کاغذ دغه ټوکړه د خپلې لوپټې پیڅکي پورې وتړله۔ داسې ورته ولګېده چې لکه پۀ توره تياره کښې د رڼا يو بڅرے برېښېدلے وي۔
کور کښې اشرف خان مرجانه ښۀ ووهله، وټکوله خو اخر ئې د زوي بې درکه کېدۀ د قسمت ليک وګڼلو او زړۀ ئې د زوي نه صبر کړو۔ څو ورځې شپې خو اشرف خان د طالبانو د ويرې کور کښې ناست و۔ خو دا ځل طالبان د تېر وار د خپل حکومت نه بدل او د عوام خواخوږي ښکارېدل۔ اشرف خان ته یې هم د مياشت نيمې راشن ورکړو او ځان ته د څۀ ملازمت او يا د کار روزګار کولو ډاډ ئې هم ورکړو۔
د ټرک ډرائيور پۀ احتياط ټرک د باډر نه وړاندې بوتلو او چې يقيني شو چې د خلکو او فوجيانو نه ښۀ لرې راغلم نو ماشوم ئې ښکل کړوـ پۀ خپل څادر کښې ئې ونغاړۀ او د پېښور پۀ لور روان شو۔
د ډرائيور درې لوڼه وې خو زوے ئې نۀ و او دا ماشوم دلاور خان ئې د الله ورکړه وګڼله۔ ډرائيور هم ډېر شتمن نۀ و چې پرائيويټ علاج ئې ورته کړے وے نو پۀ زړۀ کښې ئې پخه اراده وکړه چې د پېښور لوے هسپتال کښې به ورته ضرورعلاج کوم۔
اشرف خان خپل وطن کښې ډېرې هڅې وکړې خو ولې د خوند څۀ ملازمت او يا بل څۀ کار روزګار ورته ملاو نۀ شو او اخر ئې کابل ته د تلو اراده وکړه۔ ګل مرجانې ته ئې ووئيل چې تۀ خپل پلار کره لاړه شه د او خپله د مزورۍ پۀ تکل کښې ئې د کابل مخه وکړه۔
ګل مرجانې ته موقع پۀ لاس ورغله او د ګاونډيانو د کور نه ئې د هغي زنانه د خاوند پۀ نمبر زنګ ووهوـ د خبرو اترو نه پس ورته هغې زنانه ووئېل چې زما خاوند وائي چي ما ته يو دوه ورځې صبر وکړه۔ يو ايجنټ سره خبره کوم نو بيا به تا خبر کړم۔
د دغې ښځې خاوند ډېر زيرک او چالاک سړے و۔ پۀ باډر خو پورې نۀ وتو خو اوس پۀ نۀ تلو ډېر خوشحاله و ولې چې ډېر ښۀ روزګار پۀ لاس ورغلے و او بل طالبانو سره ئې هم مثالي تعلق جوړ شوے و۔
څو ورځې پس چې د مرجانې د هغې ښځې سره دوباره رابطه وشوه نو هغې ورته سکوټ جواب ورکړو چې ايجنټ ډېرې پېسې غواړي کۀ د روپو انتظام کولے شې نو بيا رابطه وکړه ګنې نو بيا رابطه کول فضول دي۔ بيا دې د زوي او د پاکستان تلو نه زړۀ صبر کړه۔
مرجانې سره دومره وسائل چرته و چې د اېجنټ رقم ئې پوره کړے وے۔ نو اخر ئې چم کښې يو شتمنې کورنۍ سره خبره وکړه چې خاوند مې کابل کښې پۀ يوه حادثه کښې پۀ حق رسېدلے دے او زۀ د خپل پلارګنۍ کره پۀ کډه ځم۔ نو کۀ زما دا کور مو پۀ بيعه واغستو نو زۀ به لږه پۀ قلاره پلار کره ميشته شم۔ او داسې مرجانې خپل کور خرڅ کړو او د ايجنټ رقم نه علاوه ئې هم څۀ پېسې ځان سره پټې سنبهال کړې۔
ايجنټ چې مرجانه وليده نو پۀ سترګو سترکو کښې ورته مسکے شو۔ ولې چې ګل مرجانه لکه د ګلاب د ګل ښائسته، دنګه او سیقه ناکه جينۍ وه۔ د دې اشرف خان سره دوه کاله مخکښې وادۀ شوے و او دلاور خان ئې ړومبنے اولاد و۔
دا شل کلنه قلاره هوښياره پۀ خپل عزت مئينه يوه درنه ښکلې مېرمن وه۔
د ايجنټ شيطاني ذهن کار شروع کړو او مرجانې ته ئې ووئېل چې ما سره کۀ پاکستان ته اوړې نو صرف زما د ښځې پۀ توګه اوړېدے شې۔ ولې چې طالبان د ښځې سره سفر کښې محرم لازم غواړي او ښځې ته نۀ يواځې او نۀ د غېر محرم سره د سفر اجازت شته۔ نو پۀ کاغذ کښې به تۀ زما د ښځې پۀ توګه درج کېږې۔ مرجانې د زوي سره د ملاقات لپاره دا د زهرو ګوټ هم تېر کړو او ايجنټ کاغذي کاروائي سر ته ورسوله۔
ايجنټ د تلو نه مخکښې يو هوټل کښې کمره واغسته او مرجانې ته ئې دا بانه وکړه چې نن د باډر پار کولو لپاره حالات سازګار نۀ دي نو دا شپه به پۀ هوټل کښې وکړو او مرجانې يو وارې بيا ځان د حالاتو د سېلاب پۀ حواله کړو۔
د شپې دوه بجې ايجنټ د خپل کټ نه پاڅېدو، رڼا ئې بله کړه او د مرجانې د کټ پۀ بازو کښېناستو۔ د مرجانې د سر نه لوپټه خوېدلې وه او پۀ خوب ورغلې نوره هم ښائسته ښکارېده۔ د ايجنټ نه نور صبر ونۀ شو او خپل لاس ئې د مرجانې پۀ سينه کيښودو۔ لاس ئې پرې داسې وهلو لکه پۀ نرم ګلاب چې سړے پۀ خوند خوند ګوټې وهي۔
مرجانې خو اول خوب کښې دا وګڼل چې ګنې دا اشرف خان دے خو چې لږه راويښه شوه نو ورته راياد شو چې زۀ خو اېجنټ سره د هوټل کمره کښې يم۔ زر راپاڅېده د ايجنټ لاس ئې يو طرف ته پۀ زوره ديکه کړو او د کټ يو ګټ کښې غونډه مونډه کښېناسته۔ ايجنټ ورته پۀ ډېره غصه ووئیل چې تۀ زما ښځه یې او تۀ زما د حق نه انکار نۀ شې کولے۔ مرجانې دومره وخت کښې ځان قابو کړے و او ډېر پۀ حوصله ئې ورته ووئېل:
تا ما سره وعده کړې وه چې دا ټوله صرف کاغذي کاروائي ده او تۀ دين په دنيا زما خور يې۔
ايجنټ نور هم غصه شو او مرجانې ته ئې پۀ اوچت اواز کښې ووئیل چې شرع ظاهر ګوري او پۀ کاغذ کښې ستا ما سره نکاح شوې ده۔ اوس کۀ مې طالبان خبر کړۀ نو پۀ دې انکار به دې شل مياشتې جېل ته واچوي او بيا د زوي نه لاس ووینځه۔
د ايجنټ دهمکۍ کار وکړو او مرجانې ډېر پۀ مينه ايجنټ ته ووئېل۔ ګوره زۀ تا سره وعده کوم چې تۀ ما ته زما زوے پۀ جولۍ کښې واچوه نو زۀ به ټوله ستا يم او د دې بدن تحفه به زۀ پخپله تا ته درسپارم۔ ولې چې نۀ زۀ واپس افغانستان ته راتلے شم او چې د دې هر څۀ نۀ خبر شي نو نۀ مې خپل خاوند د ښځې پۀ توګه قبلوي۔ زما اخيري اسره هم تۀ يې خو اول ما ته خپل زوے راوله چې ګوګل مې يخ شي۔
دې خبرو لګېده چې پۀ ايجنټ څۀ نه څۀ اثر وکړو۔ خو د هوس او حرص غلبه پرې غالبه شوه نو پۀ مرجانې ورغوټه شو چې ټيک ده لږ مې پرېږده نور ډېر درته څۀ نۀ وايم خو بس۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔
مرجانې چې څومره کولے شو د خپل عزت حفاظت وکړو او د ايجنټ د شېطاني هوس نه څومره کيدے شوه ځان ئې بچ کړو او بيا لږ ساعت پس ايجنټ پۀ خپل کټ کښې خور وور پريوتو، وخرړېدو او اودۀ شو۔ ډرائيور چې دلاور خان پۀ هسپتال کښې داخل کړو نو پۀ زړۀ کښې ئې د نري سُورې تشخیص وشو۔ خو ډاکټرانو تسلي ورکړه چې مياشت نيمه علاج سره به ماشوم روغ رمټ شي۔ ولې چې بيماري پۀ ابتدا کښې پۀ ګوته شوه او دومره زياته هم نۀ ده نو زر به ټيک شي۔
علاج شروع شو او دلاور خان ورځ په ورځ رنګ راپرېښودو۔ ډرائيور د الله پۀ دې ورکړه ډېر خوشحاله و۔ کله نا کله به ورته د دلاور خان د مور ګل مرجانې هغه معصوم شکل ورياد شو او د علاج پۀ غرض د زړۀ ټکړه د ځان نه جدا کول به هم ورياد شو۔ د دۀ زړۀ به وغوښته چې دا ماشوم حقيقي مور ته ورسوي۔ خو بيا به ورته خيال راغے چې دومره لوے افغانستان کښې به د ماشوم مور کوم ځاے لټوم او دا خيال به ئې زر د مزغو نه وویستو۔ دغه ډرائیور دلاور خان خپل نارینه اولاد وګڼلو۔
د افغانستان نه تر پاکستان پورې د بس سفر کښې ايجنټ اکثره اودۀ و او مرجانه د بس پۀ سیټ يو طرف ته غونډه ناسته وه او د زوي پۀ فکرونو کښې ډوبه وه۔
بس پېښور ته راورسېدو او اډه کښې ودريدو۔ مرجانې ته اوس پۀ خپل پلان عمل کول وو۔ هغه چې د بس نه څنګه کوزه شوه نو پۀ زمکه کښېناسته او زبېرګے ئې شروع کړو چې پۀ خېټه کښې مې درد دے او يو قدم هم نۀ شم پورته کولے۔ ما زر واش روم ته بوځه۔ ايجنټ هغه د اډې واش رومونو طرف ته بوتله۔ هلته د زنانوو څلور شپږ واش رومونه وو او ښځې ورته پۀ قطار کښې ولاړې وې۔ مرجانه هم يو واش روم ته قطار کښې ودرېده او ايجنټ نورو سړو سره يو طرف ته د مرجانې د واپس راتلو په انتظار ودريدو۔
دۀ پۀ موبايل چا سره د مرجانې د خرڅولو بيعه شروع کړه۔ او دا ئې پخه اراده وکړه چې د واش روم نه واپس راوتو سره به مرجانه د ګاک ځاے ته ورسوم او بلها پېسې به پرې واخلم۔
مرجانه چې واش روم ته ننوته نو ځان سره راوړي پنډوکي نه ئې بل رنګ جامې او پېزار راووېستۀ او جامې ئې بدلې کړې۔ د ټوپي والې بورقې پۀ ځاے ئې پړونے پۀ سر کړو۔ ویستې جامې او بورقه ئې پنډوکي کښې وتړل او بهر ئې تماشه وکړه۔ ايجنټ هغه شان پۀ موبايل لګيا و او يو خوا بل خوا تلو راتلو۔ چې څنګه د ايجنټ شا شوه نو مرجانه د واش روم نه راووته او د اډې نه د بهر د تلو پۀ لاره روانه شوه۔ يوې رکشې کښې کښېناسته او ورته ئې ووي چې د ښار غټ هسپتال ته مې ورسوه۔
رکشې واله پوهه شو چې دا جينۍ پۀ ړومبي ځل پاکستان ته راغلې ده، ځکه چې پېښور کښې بلها غټ هسپتالونه دي۔ خو دې ته د يو نوم هم نۀ ورځي۔
مطلب چې نابلده ده او نارينه ورسره هم نشته نو رکشې والا ته ډېر اسان ښکار ښکاره شو۔ رکشه ئې روانه کړه او پۀ موبايل چا سره پۀ بحث شو۔ رکشه چې څو تنګو کوڅو کښې تېره راتېره شوه نو مرجانې پۀ زړۀ وخوړه چې د بل هوس پرست ښکاري جال کښې راګېره شوم۔ هغې راتلونکې خطرې ته ځان تيار کړو۔
رکشه يوه تنګه کوڅه کښې ودرېده او د رکشې ډرائيور د رکشې نه کوز شو۔ تماچه ئې راوویسته او مرجانې ته ئې د راکوزېدو اشاره وکړه۔ مرجانه ښۀ پۀ حوصله راکوزه شوه او د ډرائيور ښودلې لاره باندې روانه شوه۔
رکشې والا د يو کور دروازې ته اشاره وکړه او مرجانې ته ئې د دننه تلو غږ وکړو۔ مرجانې نيم کښو دروازې کښې دننه ننوته او ناڅاپه راتاو شوه او ورپسې پۀ دروازه راننوتو رکشې والا ئې پۀ خېټه کښې پۀ چاړۀ ووهلو۔ کومه چې دې پۀ پنډوکي کښې ځان سره پټه راوړې وه۔ تر څو چې د دۀ چغه خته او دننه د رکشې والا ملګري راوتۀ نو مرجانه د دروازې نه راوتې وه او خوا کښې د بل يو خلاص ور کور ته ورننوته او ور ئې ځان پسې مکمل بند کړو۔ چې ساه صورت شوه او خپل ښي اړخ ته ئې وکتل نو يوه سپين سرې بوډۍ ښځه ولاړه وه او د مرجانې رپېدونکي بدن ته ئې کاتۀ۔
بوډې ښځې ډېر پۀ مينه د دې نه د دننه راتلو پوښتنه وکړه۔ مرجانې ورته ټوله قيصه پۀ لنډو ټکو کښې تېره کړه۔
مرجانه د ښار پۀ څو غټو سرکاري او پرائيوېټ هسپاتالونو د بوډې ترور سره خپل ګاډي کښې وګرځېده۔ خو څۀ خوند ئې ونۀ کړو۔ بوډۍ ترور مرجانې ته ووې بچے! دا خو لوے ملک دے، څۀ پته لګي چې ستا د دلاور خان علاج پۀ کوم هسپتال کښې شوے دے او ايا هغه کس ستا زوے هسپتال ته بوتلے هم دے کۀ نا او الله دې نۀ کړي ستا زوے چرته پۀ لاره مړ شوے نۀ وي۔
مرجاڼي پۀ ژړه غونې اواز کښې ووې۔ داسې مۀ وايه مورې۔
مور بي بي! د مور يقين دهوکه نۀ شي خوړےـ زما يقين دے چې زما دلاور خان ژوندے دے او هم دلته پيښور کښې ئې علاج شوے دے او بيا اخر مرجانه سره د بوډۍ ترور د خېبر چلډرن وارډ ته ورسېده۔ هلته د دغې بوډۍ ترور يوه ډاکټره پېژندګلو راوخته۔ هغې چې ريکارډ چيک کړو نو مياشت نيم مخکښې د دلاور خان پۀ نوم ماشوم داخل شوے وۀ او د زړۀ تکليف ئې تشخیص شوے و خو بيماري په ړومبي سټيج کښې وه نو علاج ئې شوے و او څو ورځې مخکښې د هسپتال نه رخصت شوے و۔
مرجانې چې دا هر څۀ واورېدۀ نو ووئيل ئې چې هم دا زما بچے دے۔ بوډۍ ترور د ډاکټړې نه تپوس وکړو چې پته ئې څۀ ليکلې ده۔ چې د پتې خانه ئې وکته نو هلته کابل ليک وۀ ۔
مرجانه پۀ زمکه کښېناسته او د خلې نه ئې بې واره وخاتۀ لويه خدايه! زما خو ستا د ذات نه د زوي د صحت د موندلو يقين و او هغه تا پوره کړو خو سوال مې نيمګړے و، واپس زما غېږې ته د راتلو سوال مې نۀ وۀ کړے او په شاه لاړه پرېوت