خدائي خدمتګار ملک نادر خان افريدي–نويدعالم شلمانے

دا ليکنه شريکه کړئ

ملک نادر خان زخه خېل د خدائې خدمتګار تحريک له مخکښو مبارزينو او باني ارکانو او د فخر افغان خان عبدالغفار خان نزدې ملګرو نه يو ؤ، کله چې باچاخان په سيمه کښې د خدائې خدمتګار او ټولنې بنياد کېښود، نو ملک نادر خان زخه خېل د دره خېبر له اړخه د خپلو خلکو په ملتيا او دغه ملي او اولسي مبارزه کښې فعاله حصه واخسته، نوموړے د ثابت قدمۍ، فشار، ګواښ، او ستونزو په وړاندې د ثابت قدمې ،جرائت او اوصولي دريځ په وسيله د ظلم او استبداد خلاف مبارزه پر مخ يوړه او د پښتنو په خاوره کښې ئې د خپلواکې مبارزې رڼا ژوندۍ اوساتله ۔ ملک نادر خان زخه خېل په کال 1927کښې د لنډې کوتل د خېبر په سيمه کښې د سيد احمد په کور کښې اوزېږېده، اولنۍ او ثانوي زده کړې ئې په پېښور کښې ترسره کړې، ورپسې له خپل پلار سره افغانستان ته لاړ، د پلار له وفات روسته په کال 1979 کښې بېرته خپلې سيمې ته راستون شو، او په کال 1961 کښې د حج فريضه ئې د کابل نه آدا کړۀ ۔نوموړے د خپلې سيمې دپاره دخدمت، تواضع، اخلاص او عدم تشدد يو روښانه مثال و د باچاخان د افغانستان ته تګ راتګ په مهال به هغه اکثر د ملک نادرخان زخه خېل مېلمه ؤ، چرته چې به د پښتنو د سياسي مستقبل، تعليم ټولنييزې ودې او د سيمې د سولې او پرمختګ په اړه زړۀ پورې او مهم بحثونه کېدل، د ځوان نسل د فکري او پوهې لپاره به هغه ځانګړې ناستې او مشاورتې غونډې جوړولې، ياده دې وي کله باچاخان د پاکستان حکومت سره تاؤ ترېخوالے راغے او کابل ته لاړو نو سرۀ ددې چې هلته پۀ افغانستان کښې د هغه خپل کور ؤ خو باوجود ددې چې د ملک نادر خان مينه دومره پښتنه او درنه وه چې باچاخان بابا پوره شپږ مياشتې د جلاوطنۍ په مهال د ملک نادر خان زخه خېل په کور کښې دېره ؤ۔ څۀ وخت روستو خپل زخه خېل قوم موصوف په اجتماعي ډول هغه د خپل مشر او ملک په توګه وټاکه، خو نوموړے د ملک ازم او شخصي مقام غوښتونکے نۀ و، بلکې د ملک ازم سخت خلاف و، او تل ئې ځان او خپل خاندان د نورو خلکو او پښتنو خادم بالۀ، مدام ئې مالي راټولونو او شخصي ګټې نيوکې کولې او مدام به ئې دا وئيل چې پېسه ګټل هدف نۀ دے بلکې انسانيت او د اولس خدمت اصل ګټه ده۔ د 1979 د افغانستان د جهاد په دوران کښې د روس او امريکې له خوا ډېر کوششونه وکړے شو چې ملک نادرخان د ځان دپره وکاروي خو هغه په يو قيمت هم خرڅ نۀ شو او هغه تل خپل اصولې دريځ وساته او د هغه کلک يقين دا و چې د پښتنو سيمې امن او پرمختګ تر هرڅه مهم دي په افغانستان کښې د امن راوستلو په لړ کښې ملک نادر خان د قبائيلې سيمې له مشرانو سره ډېرې جرګې او مرکې کړي او يو خو د افغانستان د پخواني باچا محمد ظاهرشاه سره د صلاح مشورې لپاره اټلې ته هم تلے و۔ ملک نادر خان څه وخت لپاره په افغانستان کابل کښې د قبائيلو د رئيس په توګه څوکۍ هم ساتلې ده کله چې په بره پښتنو او لر پښتنو ته څه تکليف رسېدو نو ملک نادر خان زخه خېل به هلته چمتو ولاړ و، په دغه زمانه کښې ملک نادرخان زخه خېل د افغانستان په حکومت کښې دوه کارونه د لرو برو پښتنو دپاره ډېر اهم او ګټه ور کړي، يو په تعليمي ادارو کښې د لرو پښتنو دپاره کوټه يعني خپل ځانله سيټونه او د لرې پښتنې قبائيلې ايجنسۍ او اوس اضلاع دپاره په ډيورنډ په پوله بغېر د سفري دستاويزاتو روګار تول او تلل راتلل، په تعليمي ادارو کښې خو کوټه لا اوس هم شته خو سرحدې پوله باندې روزګار يا تګ راتګ د 2018 نه روستو بغېر د سفري دستاويزاتو نه مشکل بلکې په مکلمله توګه بند شوې دي۔ ملک نادرخان زخه خېل او د هغه کورنۍ د باچاخان د عدم تشدد د مبارزې او د عوامي نيشنل ګوند د سياسي کوششونو او هڅو په ملاتړ کښې ډېرې قربانۍ ورکړې، او هم د کوشش او هڅې تسلسل له برکته باچاخان، عبدالولي خان، اجمل خټک، او داسې نور خدائې خدمتګاران ډېر ځل خېبر سيمې ته سفرونه کړي، او ډېري سترې اولسې جرګې شوې۔ کومو چې به مشرانو او ځوانانو ګډون کړے او لازمي به ئې د خدائې خدمتګارانو سره د کشرانو ناستې سيشن او جرګه هم کوله، ملک نادرخان کوشش دا و چې خېبرې ځوانان د باچاخان د خدائې خدمتګارۍ جذبې سرشاره شې، هغه د خېبر افريدي صېب شعر راته ياد شو،

هغه چې پکار د اولس رانۀ شي
اور دې په هغه ځوانۍ بيا ولګې
ملک نادر خان يو باوقار غېرت مند مېلمه پال، ګام پال، اولس پال، او پښتون پال او خدمت پښتنې شخصيت وو، نوموړي په
14 جون 1994 کښې په حق رسېدلے دے۔ د هغه روسته ئې زوي ملک درياخان د پلار په تګ لاره روان دے، او پلار هغه خدائې خدمتګارۍ نښې ورپکښې روښانه برېښې، د خلکو خدمت، د جرګې روايت تعليم او د باچاخان د فکر او فلسفې ښۀ کلک داعي دے۔

نورې ليکنې۔۔۔