خدائې خدمتګار ماسټر عبدالکريم—مختيار حېران

دا ليکنه شريکه کړئ

په پښتنه خاوره چې کله خدائې خدمتګار تحريک شروع شو نو خدائې خدمتګار د پښتنو په سياسي سماجي فکر کښې ئې يو تاريخي بدلون راوستو دا تحريک چې خان عبدالغفار خان حضرت باچا خان په مشرۍ کښې په د شلمې پېړۍ په ړومبنيو کښې شروع شو، ددې سره دې تحريک په پښتنه خاوره او خاص کر د ژوند په هره شعبه کښې ئې داسې نوموړي سياسي مشران، شاعران، ليکوالان او اديب پېدا کړل چې هغوي د خپل قلم په ژبه خپله مبارزه جاري وساتله او د خپلواکۍ او ازدۍ دپاره ئې د قلم په ژبه مبارزه شروع کړۀ تر دې چې د خپلو سرونو، مالونو، او جائدادونو نه ئې لاس وينځل تشدد ئې وزغمو، په سختو سختو جيلونو کښې قيدونه تېر کړل خو کله ئې هم خبره نۀ واپس واخسته او نۀ خاموش شو، بلکې خپله مبارزه ئې ډېر په عقيدت سره په مخکښې بوتله او لا ئې دې کار ته ملا وتړله، تر څو چې ئې خپل وطن خپل خلک د پېرنګې د غلامۍ نه خلاص نۀ کړل، پۀ دې خدائې خدمتګارانو کښې يو نوم د ماسټر عبدالکريم هم راځي ماسټر عبدالکريم چې د پښتو ژبې ليکوال اديب او ړومبني صاحب اسلوب انشائيه نګار افسانه نګار، او مضمون نګار دے ډاکتر فېصل فاران د ماسټر کريم خصوصې ګڼې “رهبر” کښې د ماسټر کريم پېژندګلو څۀ داسې کوي: ” ماسټر کريم په اووم دسمبر ۱۹۰۷ کښې د اشنغر اتمانزو کلي پۀ صنم ګهرۍ چم کښې د منظر خان اعوان کره زېږدے ؤ، ابتدائې تعليم او د قرآن پاک ترجمه ئې په وړوکوالي کښې د مور نه زده کړې وه،بيا ئې په اويشتمه فرورۍ ۱۹۱۳ جي پي اېس نمبر ۱ اتمانزو کښې داخل شوے او يو دېرشم مارچ ۱۹۲۱ کښې ئې دلته نه څلورم جمات پاس کړے، بيا ئې جي اېم اېس اتمانزو نه ۱۹۲۸ نه اتم جمات پاس کړے ، هم په دغه کال د” انجمن اصلاح الافاغنه” په ازاد سکول اتمانزو کښې داخل شوے دے، دلته ئې لسم پاس کړے دے او دلته نه هم د ازاد سکول انتظاميې څوارلسم دپاره ” جامعه مليه اسلاميه” ډيلي ته لېږلے هلته نه ئې ۱۹۳۰ کښې د څوارلسم ډګرې اخستي ده چونکې جامعه مليه اسلاميه د سرکار په ضد وه ځکه دا ډګرې حکومت نۀ قبلوله نو روستو ئې ۱۹۴۲ کښې د قېد دوران کښې پنجاب پوهتنون نه هم اېډيشنل بي اے وکړۀ”[i]

که مونږ د ټولو خدائې خدمتګارانو ژوند راواخلو او هغې ته ځېر شو نو مونږ ته به معلومه شي چې خدائې خدمتګارانو ددې وطن دپاره سومره سختي سوختي تېري کړې دي، او ددې سره چې پۀ خدائې خدمتګارانو کښې کوم خلک شامل وو اکثريت چې پکښې وو نو هغوي د يوې غريبې کورنۍ سره تعلق لرلو هم دا وجه وه چې په زړۀ کښې ئې صرف او صرف د خپل قام او د خاورې غم و، نۀ چې څه ذاتي مفادات پکښې شامل وو:”ماسټر صاحب ارواښاد ۱۹۳۷ کښې دخپل ترۀ لور حوا بي بي سره واده کړے و خدائې څلور زامن اورنګزېب خان، جانزېب خان، داراشکوه، جاويد خان، او درې لوڼه نسيم اختر، ناهيد اختر، او نيلوفر بي بي ئې ورکړې وې”[ii] . ماسټر عبدالکريم چې خان عبدالولي خان په نزدې ملګرو کښې و او بيا د باچا خان په نزدې خدائې خدمتګارو کښې شامل و باچا خان هم چې کله د خپلو خدائې خدمتګارانو ملګرو ذکر کوي نو ارو مرو پکښې د ماسټر عبدالکريم ذکر کوي:

“په قام د کريم ډېر لوئي احسان دے هغه د وړوکوالي نه ددې قام خدمت کړے ؤ او چې کله هغه بيا د جامعه مليه دهلي نه ډګري واخسته او دې قامي سکول خدمت ته ئې ملا وتړله خو بيا هم هغه له ډېر لالچونه ورکړے شو خو د قام او ملک مينې په هغه داسې اثر کړے و چې نۀ دغه دنيا د دولت او رتبې لالچونو او نۀ روستو د قېد و بند سختو هغه د خپلې لارې نه وګرځولے شو او تر اخره وخته پورې د قام دځلمو دپاره ئې يو روڼ مثال قائم کړو”[iii]

 خو سره ددې چې هغه په بنيادي توګه يو ليکوال اديب او نثر نګار ؤ چې د پښتو ادب په ړومبنۍ ړومبۍ افسانه کښې د خپل اسلوب خاوند و او په صحيح معنو کښې ئې په هغۀ وخت کښې د افسانې په فن کښې روح پوکلے ؤ چې نن هم د ماسټر عبدالکريم نثر شاهکار دے چې د هغه نثر متعلق د هغه د افسانو په کتاب “ځولۍ ګلونه” محمد اعظم اعظم په خپله تبصره کښې څه داسې ګويا دے: “د “پښتون” د دور نورو افسانه ليکونکو نه که څوک سترګې واړوي خو وابه ړوي خو ن ماسټر عبدالکريم نوم چې د يو غر غوندې په لار کښې ودرېږي نو بيا تري په آله آسانه تېرېدل ګران شي ماسټر عبدالکريم په نثر کښې د خپل اسلوب څښتن دے “ځولۍ ګلونه” ئې د نثري اثارو مجموعه ده چې هغه قيصې او تکلونه لري چې د کال ۱۹۲۷، او ۱۹۵۵تر مېنځه ليکل شوې دي د افسانې په مېدان کښې ددې نوموړي ليکوال کوششونه که د فن شاهکار درجې ته نۀ رسې خو ولي بيا هم :ځولۍ ګلونه” کښې چاپ شوې آثارو چې د نوې افسانه کوم خوارۀ وارۀ توکي په خپله لمن کښې انغښتي دي د پښتو افسانې په ارتقا او سرڅڼه کښې د هغې اهميت نه سترګې اړول نمر په ګوته پټول دي”[iv]

“چې د وريه ورته ګوري نو ته به وائې چې چا د پښتو ژبې ښائيست په ګوته راټول کړے دے او د فن په چوکاټ کښې ترينه د ادب د ښکلا نمونې سازي کړې دي”[v]

دغه شان چې سومره هم تنقيد نګاران دي نو هغوي په څه نا څه حواله د ماسټر کريم د افسانې فن ستايئلے دے او دا د ستائيلو وړ هم دے چې په داسې وخت کښې داسې په پښتو ژبه کښې پخه او کره ليک کول هم د وړ کار دے چې ماسټر عبدالکريم پرې ګوتې پورې کړې دي خو يواځي د يو بېسيار نويس غوندې کار نۀ دے کړے بلکې بلکې د افسانې په فن ئې ډېر زور راوستے دے، او دا هغه وخت دے چې په پښتو ادب کښې د يو څو قيصو نه پرته هېڅ هم نۀ و بيا هم ماسټر کريم د افسانې د فن پوره پوره حق ادا کړے دے د ښاغلي تنقيد نګار د قلندر مومند په وينا وائې چې:”ماسټر صاحب د نثر ځانته يو ليک شان يعني سټائل دے او دغه ليک شان هغۀ په خپله دنيا کښې ممتاز دے”[vi]

ماسټر عبدالکريم چې هغه وخت د نړيوال ادب او د نورو ژبو افسانو ته دومره رسائې نۀ وه خو بيا ئې چې هم کومه رسائې علم ته شوې ده نو هغه ئې په پښتو ژبه او ادب کښې ازمائيلي دي که څه هغه د افسانې د فن سره دومره بلد نۀ و چې د افسانې د فن روح ته کوز شوے و خو دا هم يو جرائت و چې دا هرڅه هغه وخت د پښتو ادب او ژبې په ګټه تمامېدل چې هغه ئې په څه نا څه حواله دا نيمګړتيا پوره کړې ده، ماسټر صېب د خپل کلي وال ماحول ژوند او په هغه وخت کښې اولس ته د راپېښو مسلو رښتينې مصوري کړې ده ولي يو خدائې خدمتګار بې ددې نه څه کولے شي چې هغه په خپل قل او فعل کښې برابر نۀ وي هغه و چې د خپل قام په هر ضرورت پوهېدو هغه چې دې خاورې ته څومره مسائل راپېښ دي او هغه ئې بيان کړې د خو د يو خدائې خدمتګار بنيادي خبره وه ځکه چې د هغه په تحرير کښې دا ټول رنګونه شامل دي ماسټر عبدالکريم چې په کوم وخت کښې ژوند کوي يقينا چې هغه وخت د ډېرو ستونزو نه ډک و خو دا ستونزې يواځې په خدائې خدمتګارو وي د ماسټر عبدالکريم په حقله زمونږ دې لنډيز نه دا مراد دے چې هغه په يو وخت د توره هم چلولې ده او د قلم نه ئې هم کار اخستے دے نور د ماسټر کريم د ژوند په يو يو اړخ بلا کار کېدے شې خو دا معلومات د هغه په حقله محفوظ کول دي ماسټر عبدالکريم چې ټول ژوند ئې په قيد و بند په سختو سوختو کښې تېر کړے دے زمونږ دا فرض دي چې دا محفوظ کړو چې هغه وخت د قام د ازادۍ دپاره په ټول وطن کښې تحريکونه شروع و ماسټر عبدالکريم په عملي طور د ازادۍ په تحريک کښې برخه اخستي وه او د خدائې خدمتګار د بېرغ د سېوري لاندې ئې د خپل اولس او وطن د آزادۍ او خپلواکۍ دپاره عملي مبارزه کوله هم دغه هغه په خپلو افسانو کښې د خپلې سياسي نظرئې پيغام هم قام ته ورکړے دے چې مونږ ئې په بعضې بعضي افسانو کښې په څرګند ډول وينو”سور د پرېوتو دے” او د “خوارو خواره برخه” هغه افسانې دي کومې چې د ماسټر صېب خالصې د خپلې سياسي نظريې لاندې د کاغذ مخ ته سپارلي دي۔ باچا خان بابا د ماسټر عبدالکريم په مرګ ډېر زيات خفګان کړے و او دا ئې هم وئيلي و چې مونږ ډېر بدقسمته يو چې خدائې زمونږ نه داسې خوږ او خدائې خدمتګار جدا کړو او دا ئې بيا وئيلي و چې د کريم په قام باندې ډېر لوي احسان دے چې هغۀ د ازادۍ په جنګ کښې حصه اخستي ده او د پېرنګيانو نه ئې د ملک ازاد کړے دے د ماسټر عبدالکريم د مرګ په حقله ډاکټر فېصل فاران ليکلي:

“په اتلسمه جنورۍ ۱۹۶۱ کښې ماښام اووه نيمې بجې اېل آر اېچ پېښور کښې په حق اورسېدو او په نولسمه جنورۍ پلرنۍ اديره کښې باچاخان امانت خاورو ته په خپل لاس په دې ياداښت وسپارلو چې دا قومي مړے دے چې کله پښتون وطن خپلواک شي او سر درياب بيا جوړ شي دے به هلته د نورو قامي مشاهيرو سره ښخېږي”[vii]

په دغۀ ورځ د ټول پښتون قام ننګيالے ميړه، يو کلک خدائې خدمتګار، د ننګ ناموس مجسمې خاوند د پښتون د يو خوږمن او د جنګ ازادۍ د ي وبهادر زړه ور جرنېل او يو ښۀ صحافي او د يو ملي شاعر او يو اوچت ليکلوال خاورو ته وسپارے شو چې يو بل خدائې خدمتګار او د ماسټر کريم يو کلک ملګرے شاد محمد ميږے ئې د غم سانده څۀ داسې وائې۔

نيمه خوا نيمګړے دا د ژوندون جام دے
د وطن د لېونو دغه انجام دے
مرګے تل په ننګيالو ځوانانو ګرځي
غوړولے ئې ننګيالو زلمو ته دام دے

    [i] فاران، ٖفېصل ماسټر کريم، ځانګړې ګڼۀ، مخ ۱، چاپ جنوري ۲۰۱۹

[ii] فاران، ٖفېصل ماسټر کريم، ځانګړې ګڼۀ، مخ ۲، چاپ جنوري ۲۰۱۹

[iii] عبدالغفار خان، ماسټر کريم، ځانګړې ګڼۀ، مخ ۱۲، چاپ جنوري ۲۰۱۹

[iv] ډاکټر محمد اعظم اعظم، پښتو افسانه تحقيق او تنقيد، مخ ۸۵، سدمبر، ۲۰۲۱

[v] وهمي، لطيف، ماسټر کريم، ځانګړې ګڼه، مخ، ۷۵، چاپ جنوري،۲۰۱۹

[vi] وهمي، لطيف، ماسټر کريم، ځانګړې ګڼه، مخ، ۸۱، چاپ جنوري،۲۰۱۹

[vii] فاران، ٖفېصل ماسټر کريم، ځانګړې ګڼۀ، مخ، ۳، چاپ جنوري ۲۰۱۹

نورې ليکنې۔۔۔