خدائې خدمتګار عبدالعزيز خان بابا:
عبدالعزيز خان بابا د صوابۍ زيدې د يوې لوئي کورنۍ سرۀ ئې تعلق لرلو او چې د ډېر لوئې جائداد خاوند و، او اوس چې کوم د زيدې بازار دے دا خو نيم په نيمه د عبدالعزيز خان بابا ارهټونه وو، خو ددې سره سرۀ چې عبدالعزيز خان بابا س دومره مال جائداد خاوند و کله ئې هم غرور تکبر نۀ کولو بلکې د مينې او د خلوص يو مجسم تصوير و ځکه چې هغه د باچاخان بابا يو ډېر سپېځلے پېروکار و، کله چې په کال 1937 کښې ړومبني انتخابات کېدل نو سر صاحبزاده عبدالقيوم خان له ئې ضمانت ضبط کړے واو د پښتونخوا ړومبنۍ اسمبلۍ ايم ايل دے منتخب شوے ، او بيا چې کله په کال 1946 کښې کوم انتخابات کېدل نو بيا ورته مسلم ليګ د بام خېلو د پيرانو د کورنۍ يو ډېر لوئې پير سيد عبدالشکور باچااليکشن ته ودروو خو هغۀ له ئې هم ضمانت ضبط کړو، ډېر خوږ او درون پښتون و چې خپل ټول جائداد ئې د خدائې خدمتګارۍ په لار کښې او خدائې خدمګارانو ملګرو ته وقف کړے و، هم په دغه لار ئې کښې بلا سختي سوختي هم تېرې کړې وي چې پينځلس کاله ئې په خدائې خدمتګارۍ کښې جېل همم تېر کړے و، دغه جيلونه ئې د باچاخان بابا سره ازادۍ نۀ مخکښې او بيا روستو هم ډېر جيلونه تېر کړې واو بيا په کال 1942 کښې په مردان کښې د کويټ انډيا مومنټ په يو جلوس کښې چې اس ورله په سر ښپه اېخې وه چې د هغې نه ډېره موده بيمار په کټ پروت و غرض داچې يو ډېر خوږ انسان و د هغه يو دوه خاطرې درسره شريکوم : خان کاکا په کال 1970 کښې په ړومبني انتخاباتو کښې زمونږ د قامي اسمبلۍ اميدوار و صوابۍ کم هزاره يوه سيټې چې صوابۍ هم پکښې راتله او د هزارې دربنده پورې دغه ټوله علاقه پکښې راتله دغه سيټ قيوم خان او خان کاکا مقابله کښې ولاړ و زۀ په لسم جومات کښې د کالجېټ نه راغلے وم دغې جلسې له تلے وم او لاندې ناست وومه په جلسه کښې خان عبدالولي خان بابا، اجمل خټک بابا،شاکرالله باچا صېب، او ميرزاده صېب دا خلک هم په سټيج ناست واو خلک لاندې ناست يو چې زۀ هم لاندې ناست وم۔ نوموړے شاعر د صوابۍ ضلعې امير شاد محبوب چې هغه وخت کښې د پښتون سټودڼت فيډرېشن صوبائې مشر رهنما و،هغه سټېج سيکټري و، د سټېج سکټري توب په دوران کښې هغه په خپلو خبرو کښې د قيوم خان خلاف څه نازيبا الفاط استعمال کړه، نو خان کاکا راغے او د امير شاد نه ئې مايک واخستو او خلکو ته ئې وئيل چې امير شاد بچي ته پته نشته چې قيوم خان مونږ سره څۀ کړي دي مونږ ئې سومره بېعزته کړې يو، په دې کوڅو کښې ئې زمونږ ملګرې په خرونو باندې ګرځولي دي او ډېرې بېعزتۍ ئې د خدائې خدمتګارو د کورونو کړې دي خو زۀ امير شاد بچي ته وايم چې مونږ د باچاخان بابا دا سبق راکړے دے چې د خپل دشمن متعلق په خپله لهجه او ژبه مهذبه استعالوو، او بيا ئې دا ووئل چې د قيوم خان د پارټۍ کوم ملګري دي نو اميرشاد بچي زياتے اوکړو زۀ د هغوي ټولو نه بخښنه غواړم او بيا لاړ په خپل سيټ باندې کېښناستو چې ددې نه تاسو د خان کاکا د د مينې او د خدائې خدمتګارۍ اندازه لګولے شئ۔
بل په کال 1983 کښې مونږ ايم آر ډي مومنټ په هري پورجېل کښې و د صوابۍ نور ملګري هم و چې خبر شو چې خان کاکا ئې او سيکټري اميرنواس کاکا د شامنصور دا ئې راوستل په ډيوډۍ کښې دي نو مونږ ټول صوابې وال او نور چې کوم ملګري و چې هغه وخت په نېشنل ډيموکرېټک کښې وهغۀ که د چارسدې، مردان او د کومې بلې علاقي و خو چې د خان کاکا نه خبر شو نو ټول لاړو او خان کاکا مو خپل بارک ته راوستو چونکې زۀ خان کاکا سره ډېر نزدي ووم ځکۀ چې ما او خان کاکا د يو کلي و پنج پير او زېده ټولو ملګرو ما ته ډيوټي اولګوله چې خان کاکا ته ډوډۍ کېښودل هغه ته چائے کېښودل او هغه بهر تېلايئ له بوتلل چکر ورکول، هسپتال ته بوتلل دا ټوله ډيوټي ماته حواله شوه او ما ډېر په فخر او وياړ ترسره کړۀ، خان کاکا به سحر ډېر وختي مونږ له پاڅېدو په جېل کښې خو مونږ به ئې نۀ پاڅولو مونږ هلکان و مونږ ته ئې چرتۀ نۀ و وئيلي چې پاڅئ يوه ورځ چې زۀ پاڅېدم نو خان کاکا پخپله بستره کښې پروت و په خپل وخت پاڅېدم او زۀ ورله لاړم ما ويل خان کاکاته ولي ماته ئې وئيل سليم خانه! بچے تاته ئې وايم ډېر په قلاره لګيا و چې دغه وخت کښې د خان کاکا عمر درې اتيا کاله و چې دا کال 1983 و نو وئيل ئې چې بچے تاته دا خبره کومه چې بيګا زما په دې سينه کښې درد شوے ټوله شپه او اوس هم زما دا لاس اوګوره زما تبه ده، نو ډاکټر له لاړ شه ماله دارو راوړۀ خو ګورے چاته وايه مۀ چې عبدالعزيز ناجوړۀ دےهغۀ خپل نوم سره خان نۀ وايو زۀ چې ډاکټر له لاړم قيصه مې ورته اوکړۀ نو ډاکټر صېب پخپله بېرک ته راغے خان کاکا ئې اوکتو او دواياني ورته تجويز کړي نو ماته په دې عمل خان کاکا ډېر غوصه و چې تا ماپسې ډاکټر ولي راوستو تابه ترې پټه دوائې راخستې وه اوس به خلک وئ چې عبدالعزيز په جېل کښې تنګ شوے دے نو ځان ئې ناجوړه کړے دے داسې مخلصه ايمانداره خلک چې په دري اتيا کاله عمر کښې هم حوصله نۀ وه بائيللي او د خپل ويژن او فکر سره ولاړ و او د خدائې خدمتګارو تحريک لمنه ئې کلکه نيولي وه۔
خدائې خدمتګار حضرت الله بابا
خدائې خدمتګار حضرت الله بابا د مانېرۍ د يوې غريبې کورنۍ سره تعلق لرلو او يو کلک خدائې خدمتګار و يو ځل باچاخان بابا مانېرۍ ته راغلے ونو په جومات کښې ورسره حضرت الله بابا لاس اوچت کړے و چې زۀ به نن نه پس خدائې خدمتګار يم او د خدائې رضا دپاره به د خدائې د مخلوق خدمت کومه او د پېرنګې خلاف به خپل جدوجهد جاري ساتم او ستا سره به ملګرے يم او د خدائې خدمتګارۍ دپاره به هرقسم قرباني ورکومه څنګه چې هغه د خدائې خدمتګارۍ حلف پورته کړو ددې نه يو لس شل ورځې پس ګورنرکننګم صوابۍ ته په دوره راغلے و او په دې خيام راغلے و چې په صوابۍ کښې کلي په کلي خدائې خدمتګار کښې شاميلېدل دا د سن 1930 خبره ده چې په دغه وخت کښي به حضرت الله بابا ټانګه چلوله چې د سليم خان او مانېرۍ په مېنځ کښې او د پنج پير په مينځ کښې به ئې ټانګه چلوله په دغه ورځ دے په ټانګه کښې ناست وپه او ګورنر کننګم چې په صوابۍ ټانې سره لاندې په ډاک بنګله کښې دېره و هلته ئې شپه کړې وه او دې دپاره راغلے و چې د صوابۍ ټول مخوريز او ټول ملکانان او خانان دائې راغوښتې و ددې غرض دپاره چې دا صوابۍ کښې ولي داټول خلک په خدائې خدمتګار تحريک کښې شاميلېږي او بيا غريبانان خلک ولي په تحريک کښې شاميلېږي نو تاسو ولي ددې مخ نيوے نۀ کوئ، سحر وختي چې د ډاک بنګلې ته راوتو نو دې ټولو خانانو، نوابانو او ملکانانو ورته پټکې وهلي و او په قتار کښې يو طرف ته او بل طرف ته ولاړ و او هغه په اس سور د ډاک بنګلې ته راوتو او د اسسټنت کمشنر کور ته په اس روان و او خلک ورته ګېرچاپېره ولاړ وو حضرت الله بابا په خپله ټانګه کښې ناست و او قدقامت ډېر ورکوټے غوندې سړے وچې کله ئې دا منظر وليدو چې خانان او نوابان ورته ټول ولاړ دي او دا خو انګرېز راغلے دے او راغے او هغه ټول قتارونه ئې مات کړل او نېغ لاړے د ګورنر کننګم د اس املونه ئې په لاس کښې ونيول په دغه وخت کښې په دۀ باندې ټول پوليس راجمع شو خو کننګم هغوي ته د لاس په اشاره وئيل چې پرېږدئ چې دا څۀ وائې او ورته ئې وئيل چې ته څۀ غواړي نو حضرت الله بابا کننګم ته وئيل چې زۀ څه غواړم نۀ خو ته انګرېز ئې او کافر ئې او د زرګونو ميله لرې نه راغلے ئې او زمونږ په وطن دې قبضه کړې ده نو ته ددې ځائے نه ځۀ او مونږ ته خپل وطن پرېږده کننګم چونکې په پښتو باندې پوهېدۀ هغه ورته وئيل چې دا تاته چا وئيلي دي او ته څنګه دا خبره کوي هغه ورته وئيل چې دا باچا خان بابا راغلے او هغه مونږ ته دا وئيلي دي چې مونږ ټول پښتانۀ به راپاڅو او دا انګرېز به ددې وطن نه شړو او دا وطن به ازادوو تۀ زمونږ وطن ته راغلے ئې دا زمونږ وطن دے دا څه ستا وطن خو نۀ دے ته مونږ ته دا وطن پرېږده او ددې ځائے نه ځۀ! کننګم سر وڅنډو او او بيا پوليسو حضرت الله بابا ونيسو او ډېر زيات تشدد ئې پري وکړو او هري پور جېل ته ئې بوتلو او نولس مياشتې ئې په هري پور جېل کښې تېري کړې او چې واپس راغلے نو دومره تشدد پري شوے چې د هغۀ غوږونه کاڼۀ شوي وو او بيا په اخر کښې په کوڼ حضرت الله باندې هغه مشهور و زۀ چې ددې واقعې نه خبر شوم زۀ دغه وخت په کال 1986 کښې د صوابۍ ضلعې د عوامي نشنل پارتۍ د تپه عثمان صدر وم نو ما د مانېرۍ مشرانو امان خان لالا دې او دغه شان نورو مشرانو ته وئيل چې زۀ به دې بابا له ځم چې هغه ناجوړه دےاو په کور کښې پروت دے او بيا مونږ د هغې تپوس له لاړو پرده وشوه مونږ د هغه کوټې ته لاړو موټے غوندې سړے و ورکوټے او په کټ کښې پروت تپوس مې تري اوکړو بيا مې ورسره د خپلو ملګرو پېژندګلو وکړۀ ددې سره هغۀ ډېر زيات خوشحاله شو او ماته ئې په راتلو کښې وئيل چې زما مودې وشوې چې ما باچاخان نۀ دے ليدلے نو که چرته باچا خان راغلے نو ما به ورسره خامخا ملاوهي او زما دا ارمان دے چې زۀ د مرګ نه مخکښې مخکښې باچاخان ضرور ووينم، د قدرت کار و څه ورځې پس باچاخان د اينټي کالا باغ ډېم جلسې له راتلو چې خان عبدالولي خان بابا او افضل خان لالا هم ورسره وو چې د صوابۍ په ګراونډ کښې ډېره لويه جلسه وه، دلبر خان ټکر هغه وخت د مردان د ضلعې صدر و نو ددغه جلسې صدارت هغه کولو ما دلبر خان کاکا د سوال وکړو چې ددغي جلسې صدارت به مونږ په حضرت الله بابا کوو چې د کننګم کورنر اس املونه ئې نيولي وي او دومره نره خبره ئې ورته کړې وه نو دلبر خان کاکا هم ماسره په دې رضا شو او چې مونږ لاړو هغه داسې په خپلو ښپو نۀ شو راتلے مونږ د هغه ځائے نه په کټ کښې راوړو او باچاخان بابا سره مو ورله کرسۍ ولګوله چې کله ئې باچاخان بابا وليدو نو د باچاخان بابا نه ئې لاس تاؤ کړل او د هغه په غېږ کښې ئې ډېر زيات وژړل باچاخان بابا هم ځانته رانزدې کړو او بيا حضرت الله بابا د دغې جلسې صدارت وکړو او هغې نه څو ورځې پس هغۀ وفات شو خو ارمان ئې پوره شو۔ چې ټول ژوند ئې خدائې خدمتګارۍ ته وقف کړے و او بچې ئې اوس هم د خدائې خدمتګارۍ تسلسل د عوامي نشنل ګوند سره ولاړ دي۔
خدائې خدمتګار زوار خان بابا:
هسې خو صوابۍ کښې په هر کلي کښې په هره کوڅه کښې په هر چم کښې او په هر مالت کښې داسې مشران او خدائې خدمتګاران تېر شوې دي چې په يو يو روغ کتاب ليکل شي خو زۀ د يو بل خدائې خدمتګار زوار خان بابا يوه خاطره شريکوم چې دا خدائې خدمتګار د کالو خان د يوې تعليم يافته کورنۍ سره ئې تعلق لرلو او پخپله هم يا تعليم يافته خدائې خدمتګار و چې خپله ډېر نر او بهادر سړے و او په خدائې خدمتګارۍ کښې ډېر جيلونه تېر کړي و او ډېر خله ور خدائې خدمتګار و هغه خپل ټول عمر خدائې خدمتګارۍ ته وقف کړے و داسې جېل نۀ و د باچاخان بابا په وخت کښې بيا د پاکستان په رياست کښې د ون يونټ و که د زولفقار علي بهټو دور کښې او بيا په ډېر بوډا ولي کښې ډېر جيلونه هم تېر کړې و، زوار خان بابا د باچاخان بابا يو ډېر باعمله او يو ډېر کلک ملګرے و د هغه يوه خاطره درسره شريکوم چې دا ډېره ناشنا او عجيبه ده۔ په کال 1948 کښې چې کله قيوم خان وزيراعلي شو نو په صوابۍ کښې يو ډېر لوئې ناتار شروع شو د خدائې خدمتګارو په کورونو به پوليسو حملې کولې او خدائې خدمتګارو ته به ئې وئيل چې توبه وباسئ او په مسلم ليګ کښې شامل شئ او باچاخان مرده باد ووايئ او د کورنو نه به ئې ورله سامانونه بهر ګوزار کړل او هغه سامانونه به ئې ورله وسوزول او غلې به ئې ورله د کورونو د کندوانو نه راويستي او په نالو کښې به ئې واړولې يو بد حل شروع و په دغه وخت کښې په دغه وخت کښې زوار خان بابا په خپله حجره کښې ناست و ډېر زور او خلۀ ور سړے و داسې سړے چې هغه ته به چا پورته نۀ شو کتے په خدائې خدمتګارو کښې دا واحد سړے و چې دا ډېر زوره ور و هغه په خپله حجره کښې ناست و په دې کښې د کالو خان ايس ايچ او سره ده سپايانو په حجره باندې راغے او زوار بابا ته ئې وئيل چې ووايه چې باچا خان مرده باد هغه په کټ کښې ناست او ورته وائې دا ته څۀ وے، وے ئې زۀ تاته راغلے يم درته ويم چې پاڅۀ او دوه ګوزارونه ئې پرې وکړل په ناسته باندې وے ووايه چې باچاخان مرده باد هغه چې څنګ پاڅېدو او د تاڼه دار په مخ ئې لارې وتوکلي او ورته ئې وئيل چې باچاخان زنده باد، انقلاب زنده باد، باچاخان زنده باد چې دا وئيل نو سپايان پرې ورګډ شول او په خپله حجره کښې ئې هغه ډېر زيات زخمي کړو او ډېر په بد حل له ئې ووهو او ډېر زيات تشدد ئې پرې وکړو او بيا ئې هغه بلکل بې حجابه کړو او خپل خر ئې راوستو او په هغه باندې ئې بربنډ سور کړو بلکې د خر دپاسه ئې وتړو او خپل کور ته ئې وردننه کړو چې کله ئې کور ته وردننه کړو او خپلې بوډۍ مور ئې وليدو نو خپل پړونے ئې پرې واچوو او بهر راوته او هغه تاڼه دار ته ئې وئيل او تاڼه داره! دله دا زما زوے دے، دے زما نه پېدا دے، دے ما په دې حل کښې ليدلے دے، دے خپل کور ته بوزه خپلې ښځې ته ئې وښايه، داسې واقعه د زوار بابا سره راغلي ده چې زۀ ئې وايم نو زۀ جذباتي کېږمه نو دا د باچاخان بابا ملګري و او هسې خو ډېر زيات دي زۀ تاسو ته څوک څوک ياد کړم چې زما ورسره ډېر نزديکت او عقيدت پاتې شوے دے د خدائې خدمتګار چې کوم مشران و ټولو سره زما عقيدتا ډېر نزديکت و۔ نو دا زوار بابا و د کالو خان چې د استقامت او د خدائې خدمتګارۍ يو سمبول و۔
(يادګېرنه: دغه ياداښتونه د پښتون د دې خصوصي ګڼې د پاره ادارې د سليم خان لالا نه د وټسپ د لارې ريکارډ کړي دي اداره غواړي چې دغه سلسله روانه وساتي او دغسې د خدائي خدمتګارو ياداښتونه د تاريخ برخه وګرځوي ۔)