په كال نولس سوه يويشتم كښې چې كله د اۤزادۍ مبارز خان عبدالغفار خان ،چې خپل مئنېان ورته باچا خان وائي ،د خېر ښېګړې د تنظيم ‘ انجمن اصلاح الافاغنه’ بنياد كېښودو،نو تقريباً پينځهٴ سوه كلو او تپوكښې د تعليم د خورولو په غرض جرګو كولو نه وروستو ئې په ټوله صوبه كښې د تعليم او زده كړې د پاره د آزاداسلاميه سكول يا مدرسه په نوم اندازاً يو سل تعليمي ادارې پرانېستې چې د قام بچې ئې د تعليم په كالو ښائېسته كول۔ ډاكټر سهېل خان خپله مقاله كښې دغه ضمن كښې تفصيلي كار كړے دے۔ ورپسې په كال نولس سوه نههٴ ويشتم (١٩٢٩ع )كښې بيا د’خدائي خدمتګار تحريك’ تيږه هم كېښودې شوه۔په كال نولس سوه يو دېرشم ( ١٩٣١ع) كښې په كليز مجلس كښې د انجمن اصلاح الافاغنه تنظيم په خدائي خدمتګار تحريك كښې ضم كړے شو۔د دې خاورې ټولو علاقو ته د اولس د اصلاح او ښېګړې په نيت دورې وشوې۔اولس د فېرنګي حكومت د زور زياتي په رد كښې پاڅېدلي وهٴ۔ خو دغه سرخېل پوهول چې جنګ او مزاحمت د ټوپك او ګولۍ په زور نه بلكې د تعليم،پوهې ،صبر او زغم ځانونو كښې د راپېدا كولو په بنياد دي۔دغه تحريك چې څومره د بېدارۍ،سماجي ښېګړې او سياسي او عمراني شعور خورولو كښې څومره كردار تر سره كړے دے هغه هومره دستاويزي تاريخ ئې نهٴ دے ترتيب شوے۔نور تحقيق غواړي خو چې څهٴ موجود دے نو دغه هم د دې خاورې د تاريخ ليكلو د پاره تاريخ ليكونكيو ته ډېر څهٴ وركو۔ احمد کاکا چې د خدائي خدمتګار تحريك اول جلد (اردو ترجمه) كښې د دغه تحريك د وړومبو دورو ذكر كښې نو د نوښار ياد كلي خويشكي ته د دورې او اصلاحي جلسې ذكر داسې كوي، ليكي :
‘دوسرے راستے سے خویشکی پہنچے ۔خویشکی میں تاج الملوک اور سیف الملوک کے حجرے میں جلسہ ہوا۔خویشکی میں گومنے کے بعد خویشکی پایاں مین جلسہ کیا اور جلسے میں نشان والی نظم سنائی گئی ۔جس کے بعد خویشکی کے پختونوں سے کہا کہ اے غفلت کی نیند میں ڈوبے ہوئے پختونو! دنیا کی کچھ فکر ہے کہ نہیں ؟ تم اپنے گروہ بندیوں اور دشمنیوں میں لگے ہو۔اپنے ملک و قوم اور بچوں کو خوار کر رہے ہو یہ قومیت کی دنیا ہے دنیا کی قومیں آسمان پر پہنچ گئی ہیں اور تمہیں کوئی خبر نہیں اٹھو اور کمر باندھو اور ملک کی خدمت کرو کہ تم بھی خوشحال ہو جاؤ اور تمہارے بچے بھی خوشحالی اور آسودگی کی زندگی گزار سکیں ملک و قوم کی خدمت جان کی خدمت ہے۔خدائی خدمتگار کے مقاصد بیا ن کئے گئے ان تمام نے قوم سے وعدہ یا او بہت سے لوگ شامل ہوگئے۔[i]
ګويا دوي صرف د جلسو يا اصلاحي تقريبونو ذكر نهٴ كوي بلكې د قامونو،اولسونو او علاقو تپو يو داسې تاريخ هم ليكي چې خپل ځائي او مقامي رنګ او معلومات لري۔چې د تاريخ ليكنې ضمن كښې د خپل وخت يوه منفرده او خالصه علمي او فني تجربه ده۔د دې تحريك مقصد په دې خاوره د قابضو فېرنګيانو نه آزادي ترلاسه كول وو۔ د صبر او عدم تشدد تلقين كول وهٴ،او غلط رسمونه ختمول وو۔خان عبدالغفار خان د دې مقصد د پاره د خپلو ملګرو او مرستيالو په ملګرتيا كښې د صوبې په ټولو كلو وګرځېدو، جرګې او مركې ئې وكړې او خلق ئې د خدائي خدمتګارۍ د تحريك د مقصدونو، مرامونو او اصولو نه خبر كړل۔د غلطو رسمونو او دشمنو تربګنو په ضد ئې دوي رابېدار كړل او د ورورولۍ او مينې خبرې ئې خلقو ته وكړې۔دوی د آزاد اسلامیه مدرسې بنياد كېښودو چې بيا وروستو نورو كلو او علاقو كښې هم د ځائي او مقامي خدائي خدمتګارو پم مرسته دغه سكولونه او تعليمې ادارې اۤبادې شوې۔او د علم رڼا ګانو د قام د بچو ذهنونه روښانول .په دې تحريك كښې د ټولو علاقو ډېرو زلمو او مشرانو برخه واخسته او د فېرنګيانو له لاسه ئې جېلونه ، سختۍ او مصيبتونه صبر سره وزغمل۔ په قام مئېن د دغه څهٴ خلقو قصې او حالات خو د قام د تاريخ په پاڼو كښې خوندي شوې ولې څهٴ ورك پاتې شول او ضروري ده چې د دغه خلقو حالات وپوښتلي شي او وليكلي شي۔دا منظم كار يو وګړے نهٴ شي كولے بلكه يوه اداره او اداره جاتي كار غواړي چې د يوې دائرة المعارف يا انسائكلوپيډيا په شكل كښې مخې ته راتلې شي۔دا كار په لنډه توګه مقامي ذېلي تنظيمونه هم كولے شي۔ د پښتونخوا د نورو علاقو او كلو په شان په خوېشكو كلي كښې هم دغه تحريك سره تړلي مشران او زلمي يو شان په وړاندې صفونو كښې تيار ولاړ وو ،فېرنګيانو په كلونو كلونو د جېلونو د تورو تمبو شاته كړل،سزاګانې ئې وركړې،جائېدادونه ئې ورله نيلام كړل،خو دوي ئې د وطن او اولس د خدائي خدمت او تحريك سره د تړون نه په يوه لاره هم وانهٴ ړول۔
په دغه خلقو كښې اولنو ورځو كښې مشران په مخكښو صفونو كښې وو چې ورپسې بيا دغه شمېر وخت په وخت زياتېدو او ځوانان هم په كښې شاملېدل۔ باچا خان په خپل كتاب ‘زما ژوند او جدوجهد’ او احمد كاكا خپل كتاب ‘خدائي خدمتګار تحريك’ كښې ځاے په ځاے ددغه مشرانو او زلمو ذكر كړے دے۔ د عمر او تحريك سره د تړون په بنياد د مشرانو نومونه څهٴ په دا رنګ ترتيب كولے شو۔
خداے بخښلے جرنېل خانزاده بابا(كوزه كلے)،ګلاب دين استاد (د بټكزو بره كلي) ،سېف الملوك خان بابا (١٩٤٤ع وفات)، تاج الملوك خان( ١٩٨٠ع وفات)،زېن الملوك خان ( ١٩٨٠ع م)،سعدالملوك بابا( ١٩٩٩ع م)[ii]،شمع خان بابا (د اباخېلو،كوز كلي)،صدر عبدالواسع بابا(د ميټاخېلو،بره كلي)،رحم الدين بابا (د كوز كلي)،ماسم خان بابا( د عمر زو كو زكلي )، شاخېل بابا(نوحيان،كوز كلے )،حافظ عبدالكريم باچا صاحب (بره كلے)،صدر اكرم بابا( بره كلے) ،عبدالحكيم بابا( جنډه خېل كوز كلے) ميرخان كاكا ( بټكزي)،عبدالغفور بابا ( ميټاخېل) ،بونېر خان (بونېرے بابا،كوز كلے)، تورے بابا( كوز كلے)،بابونے كاكا(عبدالوهاب۔بره كلے)،دامان بابا ( كوز كلے)،كپتان سلطان محمد لالے بابا( كوز كلے) ،مطېلا /مطيع الله بابا(كوز كلے)،ملك شېر علي خان بابا ٢٨ دسمبر ١٨٩٤-٢١ مارچ ١٩٦٩ع)[iii](اباخېل، كوزكلے)،فلكے عبدالرحيم بابا( بره كلے)،فقير بابا (ګوريزي، كوزكلے)،نورګل بابا (كوز كلے) ، حاجي عمرګل كاكا( ١٩١٢-١٩٧٦ع)[iv] (د دوبيانو، كوزكلے)، سعيدخان بابا( دوبيان كوز كلي )،ګلاب حاجي (دوبيان، كوز كلے)،ګل رېحان (كوز كلے)،حميدخان بابا (كوزكلے) ، ، اخون ميرحسن احسن بابا،جمعه خان بابا( كوزكلے) ،حاجي سعادت خان (كوزكلے)،ګلستان بابا (كوزكلے) ، غلام حبيب لېونے بابا(بره كلے بټكزي)،مابت خان ( كوز كلے)،كپتان لالے كاكا(بره كلے)، ګل رحمان بابا) كوز كلے)،محبوب خان كاكا(كوز كلے)،امانت خان امانت (كوز كلے)،نورمحمد پهلوان كاكا (كوز كلے)،شريف خان كاكا( عمرزي كوز كلے)،شېر كاكا( بره كلے)،عبدالرؤف بابا (بره كلے)، حنيف الله خټك ( كوز كلے)،ثواب ګل كاكا،سېفور بابا( خېره خېل،كوز كلے)،انورخان،موسى خان ( عمرزئي ، كوز كلے )، حاجي غلام محمد( خټك،كوزكلے ) ،صحبت خان (كوز كلے)،فضل رحيم عرف ملاګے بابا( كوز كلے)،زرداد كاكا(كوز كلے)، پير رستم كاكا(پيران، كوزكلے)، خواص خان خواصے بابا (بره كلے)،ادم بابا( بره كلے)، ملك امان خان ( بره كلے)، لعل بادشاه استاد( خټك ، كوز كلے)،ميراكبر كاكا (د بټكزو بره كلي) ،شمس الاسلام (نوحيان)،ميان الدين (د بره كلي) او نور ډېر خلق راپېدا كړل۔
خداے بخښلے جرنېل خانزاده بابا په هغه وړومبو خلقو كښې وهٴ چې تحريك سره ئې خپلې عملي منډې ترړې وهلې وې او نور خلق ورپسې روان شوي وو۔پورته ذكر ګلاب دين استاد د خاكسار تحريك سره هم پاتے وهٴ او د خدائي خدمتګار تحريك سره هم۔دوي په خويشكو كښې د مهتدين استاد په جماعت كښې يوه مدرسه قائمه كړې وه ۔چې د اۤبادۍ نخښې ئې تر اوسه موجودې وې۔ډاكټر اسفنديار دراني دغه ضمن كښې تحقيقات كړي دي او د هغوي د دغه مدرسې يو اشهار ئې له دستاويزونو راپېدا كړے دے چې د اسسټنټ سپرنټنډنټ پوليس اۤف نوشهره سي اۤئي ډي د ډائرۍ نمبر ٥٦٥٨ ،او داګست ١٩٣١ع تاريخ لري۔
هغه اشتهار د لنډې خطبې نه وروستو خپل مخاطبين داسې بلي
‘ اې زما وروڼو معززو زهٴ ستاسو په خدمت ښې عرض كول غواړم چې نن ورځ مونږ ډېر د تيرې په يوه كنده كښې پراتهٴ يو۔يو د هغې وجه دا ده چې مونږ د خپل مذهب نه ناواقفه يو۔هم په دغه وجه سره مونږ ته د خپل مذهب نه واقفيت ډېر ضروري دے۔خاكسار ګلاب دين د خپل مذهب د پاره او وليكلو؟ د پاره د سكول بندوبست كړے دے(۔۔۔؟) دا اميد دے چې چې هر مسلمان به د دې نه فائده حاصله كړي اميد دے چې خپل بچي به مدرسې ته راولېږۍ۔مدرسه مقررتيا په مسجد مهتدين امام صاحب كښې وشوه،په بر كلي كښې۔اميد دے چې فائده به د دارېنو حاصله كړئ والسلام ( مونږ ئې د متن املا بدله كړې ده) خاكسار ګلاب دين خويشكو بانډه’ [v]
پورته فهرست كښې ذكر د حافظ عبدالكريم باچا صاحب كورنۍ يوه علمي او دينداره كورنۍ وه او خپل روحاني حلقه اثر ئې لرلو[vi]۔ ملك شېر علي خان بابا يو سنجيده اولسي شاعر وهٴ ،ديوان ئې زير طبع دے۔اخون ميرحسن احسن باباهم يو اولسي شاعر وهٴ ډېره ښه چاربېته ئې ليكله۔د موران (١٩٨٢ع) او د اخون ميرحسن احسن بابا چاربېتې( ٢٠١٢ع) په نوم ئې دوه كتابونه شائع دي۔دوي د راقم نيكهٴ دے۔د علامه اقبال اوپن يونيورسټۍ اسلام اباد پاكستاني ژبو څانګې د دوي په ژوند فن او فكر د اېم فل مقاله ليكلې شوې ده۔[vii]
د خویشکو د سېف الملوك بابا په حقله احمد كاكا ليكي ( اردو ترجمه):
‘خویشکی محمد زئی پختونوں کا گاؤں ہے جو دو حصوں مین تقسیم ہے یعنی زیریں اور بالا۔یہ چارسدہ کی سڑک کے کنارے لنڈے دریا کے ساتھ ہے گاؤں کے جنوب میں دریا ہے یہ دریا دیر،باجوڑ اور دریائے کابل لنڈا کے مقام پر یکجا ہوئےہیں اس وجہ سے اس کو لنڈے دریا کہا جاتا ہے۔خویشکی کے پختون قدرتی طور پر بہت خوب صورت ہیں۔لمبا قد،خوب صورتھ جسم،اور سرخ و سفید چہرے ،اکثر لوگوں کی داڑھیاں ہوتی ہیں ۔۔۔۔یہاں زبردست خدائی خدمتگار تھے ،جلس شروع ہوا۔سیف الملوک خویشکی گاؤں کا ایک نوجوان تھا۔جو بہت حسین و خوبصورت تھا،سفید کھدر کے کپڑے اور سر پر سفید ٹوپی تھی۔وہ ہمیشہ جلسے کی صدارت کرتا تھا۔۔۔۔۔جس طرح سیف الملوک کا نام خو بصورت تھا اسی طرح اس کے وجود کا ہر اندام اور بال سے تدبر معلوم ہو رہا تھا۔جلسے کے تما م لوگ اس کو دیکھ رہے تھے ایک جانب سفید چہرہ ،پتلا جسم ،اوپر سے کھدر کا سفید لباس اور ٹوپی خوب صورتی میں ایک دوسرے کو مات دے رہے تھے۔مجھے یاد ہے کہ میں نے اس کی تقریر کا ایک لفظ بھی نہیں سنا میں صرف اس کو دیکھتا رہا’۔[viii]
ددغه مشرانو تربيت په داسې انداز شوې وه چې ځانونه ئې د اولس خدمت ته بۍ غرضه او بې لالچه وقف كړي وهٴ ۔د هم دې مشرانو په كوششونو په كلي كښې تعليمې ادارې جوړې شوې چې دقام بچي په كښې تراوسه ځان د تعليم په كالو ښائېسته كوي۔هم د دوي په كوششونو كلي كښې ازاد سكول چې ګلاب دين استاد روان ساتلو،پرائمري سكول چې په اول كښې په يو عارضي ابادۍ كښې روان وهٴ او بيا ورله ګلستان بابا خپله زمكه وركړه نن پرې لوے سكول اباد دے۔دغسې لوے هائي سكول چې اوس د هائېرسېكنډري سكول درجه لري،د كلي لوے هسپتال او نور اجتماعي كارونه هم د دوي په منډو تړو او كوششونو شوي وهٴ۔
دغه تحريك د شعر او ادب په مېدان كښې دحافظ عبدالكريم باچا صاحب، ملك شېر علي خان بابا او اخون ميرحسن بابا غوندې شاعران او اديبان راپېدا كړل چې دقلم په ذريعه ئې دژبې او اولس خدمتونه وكړل۔دوي دخپل قلم او فكر په ذريعه د قام د اصلاح لارې قام ته په ګوته كړى دتحريك فكري مرستې ئې د قلم په ذريعه كولې او د ځوانانو جذبې ئې تودې وساتلې۔
په دوي كښې هر يو كس ځانله ځانله يو يو كتاب دے،تحريك سره په مرسته كښې ئې جېلونه،سختۍ او مصيبتونه وزغمل۔جائدادونه ئې نيلام شول،ورپورې ټوقې وشوې خو دقام دخدمت او اولس دمينې نه يو مصيبت هم وانهٴ ړول،اوهم دغه وجه ده چې نن هم باوجود ددې چې زمانې تېرې شوې خو بيا هم دتاريخ په پاڼو كښې دهغوي نومونه ياد او تازه دي ۔نن هم ځوان كهو ل هم د هغوي په په اېښودو شوو بنيادونو نور په وړاندې تلے شي او دقام او وطن ته ملا تړلې شي ۔الله تعالي دې په خوي خصلت پاك صاف او سپين سپېځلي دغه ټول مشران وبخښي او قبرونو دې ورله منور كړي۔
(يادګېرنه :د دې ليكنې ليكلو كښې د ښاغليو فرهادمحمد غالب ترين ،نيازمحمد خټك،خادم خټك، ډاكتر اسفنديار دراني،ډاكټر سېف الاسلام،ډاكتر شجاعت علي خان ،هدايت الرحمان،نياز علي خان، محمد نعيم خان مرحوم ،عبدالماجد خان او افضل خان مرستې شاملې دي –د ټولو مننه) اخذ او اکتساب ۔
[i]-احمد،خدائي خدمتګار تحريك ( اردو ترجمه قاسم جان)،تاريخ پبلكيشنز،بك سټريټ،٦٨ مزنګ روډ،لاهور صفحه ٨٦
[ii] – د وفات د غه كلونه د زين الملوك بابا له نمسي عبدالماجد خان نه تر لاسه كړې شول
[iii] – د وفات د كال دغه معلومات د ډاكټر شجاعت علي خان نه تر لاسه كړے شول
[iv] – د وفات دغه كال د عمر ګل بابا له نمسي محمد نعيم خان نه ترلاسه كړے شوے وهٴ
[v] -د ډاكتر اسفنديار دراني د تحقيق په حواله د دغه رپورټ يو عكس ما سره ډاكټر صاحب شريك كړے دے.
[vi] -د حافظ عبدالكريم باچا صاحب نمسي ډاكټر سېف الاسلام سره زما مركه ،ما سره هغوي د بابا عكس او معلومات شريك كړي دي
[vii] -خويشګي،سيدالامين احسن ،سپېځلي ،پښتو ادبي تولنه خوېشګي،جون ٢٠٢٣ع
[viii] –۔احمد،خدائی خدمتگار تحریک ،جلد اول ،(اردو ترجمہ قاسم جان) تاريخ پبليكيشنز،68 مزنگ روڈ،لاھور، صفحہ 128-129