په پښتو ادبیاتو کښې ډېر شاعران شته چې د خپل دور د ټولنیزو، سیاسي، او فرهنګي حالاتو انعکاس ئې په خپلو اشعارو کښې کړے دے. خو د دغو شاعرانو په قطار کښې امام منظر صېب یو ځانګړے ځاے لري۔ ځکه چې هغه نۀ یوازې یو شاعر بلکې یو انقلابي فکر، یو بغاوتي اواز، او د پښتو د غېرت یو ژوندے اظهار دے ۔ امام منظر د پښتو ژبې یو پېژندل شوے شاعر دے، چې خپل ادبي سفر یې د ظلم، استبداد، او نابرابرۍ پر ضد پېل کړو. د هغۀ شاعري د انقلاب، مقاومت، او آزادۍ پېغام لري. د هغه کلام نه یوازې ادب دے، بلکې یو تحریک هم دے چې د ظلم پر ضد د غږ پورته کولو جرأت ورکوي ۔ د منظر صېب د موضوعاتو ژورتیا د لوستونکي فکر او جذبات بلی دنیا ته رسوي. هغه د خپلو اشعارو له لارې د مظلومو خلکو اواز دے. د منظر صیب شاعري د امپریالیزم، غلامۍ او استبداد پر ضد بغاوت دے. لکه چی څنګه منظر صيب خپل شعر کی وائي چې :
راؤتے يم په نيت د بغاوت د خپله کوره
نه نه نور د رسمی مذاکراتو حق کښی نۀ يم
دغه ډول اشعار د دۀ د فکر ژورتیا د ازادۍ سره مینه او د حق لپاره د قربانۍ جذبه ښکاره کوي.
امام منظر د یو شاعر په توګه نۀ یوازې د جذباتو اظهار وکړو بلکې د خلکو ذهنونه ئې بیدار کړل. هغه هڅه وکړه چې د پښتنو ځوان نسل ته دا درس ورکړي چې بې علمه، بې شعوره، او بې ارادې ژوند کول د غلامۍ بلنه ده.
د امام منظر پېغام واضح دے: “راویښ شه، پوهه شه او خپل حق واخله!” هغه پښتون ته دا باور ورکوي چې یو قام هله خپل عزت ساتلے شي چې خپل فکرونه، خپل وسایل، او خپل کلتور وساتي. امام منظر د پښتو ادب یو داسې انقلابي ستورے دے، چې د خپل کلام له لارې ئې د شعور څراغونه بل کړل. د هغۀ شاعري د ظلم خلاف غږ پورته کوونکو ته ډاډګيرنه ورکوي. دا شاعري نۀ زړېږي، نه خاموشېږي ځکه دا د یو قام د ژوند، درد او بغاوت استازولي کوي..
زه امام منظر صیب ډېر نزدې نه پېژنم، ځکه چې په تېرو پينځو یا شپږو کلونو کښې زۀ کم از کم هفته کی دوه ځله هغوي سره ناست یم. دا تعلق صرف د سلام علیک یا رسمیاتو نۀ دے بلکې د زړه او اخلاص اړیکه ده ۔ ما هغه د ژوند په مختلفو حالاتو کښې لیدلے دے خوشحالۍ، درد، او حتی د شاګردانو خیانت — خو هر ځل مې هغه د صبر، وقار او اخلاص یوه انموله نمونه موندلې دے. هغه یو داسې انسان دی چې نۀ یوازې په خبرو بلکې په عمل کښې هم د انسانیت، درناوي، او بښنې ژوندے مثال دے.
زه د خپلو سترګو شاهد یم چې څو ځله داسې کسان چې د هغه پر ضد یې خبرې کولې، شاته یې غېبتونه کول، یا ئې هڅه کوله چې هغه ته نقصان ورسوي، کله چې وروسته ورسره مخامخ شوي دي، نو امام منظر صېب نه یوازې دوي ته بخښنه کړې بلکې په موسکا او عزت سره ئې ورته هرکلے کړے دے. دا د یو عام انسان کار نۀ دے، دا د لویو زړونو، روحاني لوړتیا لرونکو انسانانو خاصه ده.امام منظر یوازې یو شاعر نۀ دے بلکې یو ښوونکے، یو لارښود او یو روحاني انسان دے.۔ د هغۀ وجود د خیر، امن او محبت پیام دے. هغه د خلکو پر دردونو ژاړي او کۀ څوک ورسره بد هم وکړي، هغه یې ښېګړه کوي. دا صفتونه نن سبا ډېر کم پېدا کېږي او زه فخر کوم چې زه یې د ژوندانه د نزدې ملګرو له ډلې یم.۔