دې هيڅ شک نشته چې يوېشتمه صدي د سائنس او ټيکنالوژۍ صدي ده ۔ ارټيفشل انټيلجنس د انساني تاريخ تر ټولو وروستے انقلاب دے ۔ سعدالله جان برق صېب پۀ خپل کتاب کښې چې د کومو انقلابونو ذکر کړے دے پۀ هغې کښې د انسان خبرې زده کول، کاڼي نه اوزار جوړول، اوور نه کار اخستل، څاروي پۀ خپل استعمال کښې راوستل خصوصاً اس او دغسې انجن يا ټيکنالوژي د نړۍ انقلابونه دي ۔ خو زۀ دلته پۀ دغه انقلابونو کښې د ارټيفشل انټيلجنس دا دوره هم يو انقلاب ګڼم ۔ پۀ دغه نوي انقلاب کښې چې دنيا پۀ پوره پۀ پوره داخله شوې ده پښتنې ښځې هم د هغه ژوند سره مخ دي کومې چې د ډارک اېج ګڼلے شو۔ دغه محرومۍ زۀ دلته پۀ وار وار باندې مخې ته ږدم ۔
د تعليم نه محرومي:
دا به هر ځاے لکه د حکيمانو د نسخې ليکلي شوي وي چې (تعليم پۀ هر مومن سړي او ښځه باندې فرض دے) عمل پرې څوک هم نۀ کوي۔ يو وخت داسې و چې د پښتونولۍ د اقدارو د مخه د ښځو تعليم باندې سخته پابندي وه ۔ نن هم د پښتنو پۀ قبايلي سيمو کښې 95 سلنه ماشومانې د دوېم يا درېم ټولګي پورې سبق ووائي او بيا مور پلار او خاندان ته ئې دا خبره ښۀ نۀ لګي چې پېغلوټې جينۍ دې سکول ته ځي او دغسې دا ماشومانې د تعليم نه محرومه دي ۔ د تعليم نه د محرومه کېدو دوېم خنډ پۀ شعوري او غېر شعوري توګه باندې د مدرسې او سکول پۀ مينځ کښې خنډان او فاصلې جوړې شوې دي ۔ پۀ دې لړ کښې د پښتونخوا پۀ ټولو علاقو کښې پۀ هر کور کښې د جينکو يوه ديني مدرسه موجوده او دا ډېره ښۀ خبره ده خو پۀ دغه مدرسه کښې باقاعده توګه باندې پۀ سکول او کالج باندې نيوکې کېږي او دغسې جينکۍ هم د دغې مدرسې د وجې نه د تعليم نه محرومه پاتې کېږي ۔ پۀ جينکو د تعليم د نۀ کولو يوه لويه وجه غربت ده او د رياست له خوا د تعليم د پاره هيڅ قسمه مراعات نۀ ورکول هم دي ۔ ولې چې اکثر پلاران پۀ خپلو لُوريانو باندې تر لسمه خو سبق ووائي خو ولې ورستو وس نۀ لري چې خپل لُور خور کالج يا پوهنتون ته ولېږي ۔
کم عمره وادۀ :
د پښتنو پۀ زياتره کليوال علاقو کښې کم عمره وادۀ همغسې رواج دے لکه مخکښې چې ؤ۔ ولې چې يوه جينۍ پۀ جسماني توګه باندې د څوارلس کلونو نه واوړي نو مور پلار سره ئې فکر شي چې هسې نه د دې وادۀ ونۀ شي ۔ بلکې کومه جينۍ کۀ پۀ کور کښې وخت تېروي د هغې د پاره دغه ژوند يو قسم له پېغور وي ۔ يو خوا کۀ د هغې د ټول ژوند فېصله د هغې د رايې نه بغېر وشي نو بلخوا د هغې نفسياتي کچه دومره نۀ وي چې هغۀ پرې د نوي ژوند سره ځان بلد کړي ۔ ځکه چې نوي کور ته تلل، نوي خلقو کښې ځان بلدول دا ډېره ترخه تجربه ده ۔ پښتنو معاشرو کښې ژوند د خاوند سره نۀ بلکې د خاوند د کورنۍ سره کول هم يو خنډ دے ۔ دغسې پۀ کم عمر کښې وادۀ وشي او وادۀ شوې جينۍ د پاره تعليم کول خو د سره ممکن نۀ شي ۔ ځکه چې دا هم لازمي ده چې پۀ اول کال به هغه ماشوم خامخا راوړي او دغسې چې څلور پينځۀ کلونه اوړي نو د ګلونو غنچه د خپل عمر د زوال سره مخ وي ۔ د دنيا د پرمختللي قامونو د ښځو ځواني عموما د 45 کلنۍ پورې ګڼلې شي خو د پښتنو په وطن کښې دغه ځواني د وادۀ نه پس 25 کلنۍ کښې زړۀ شوې وي ۔
معاشي ازادي :
د تعليم نه محرومي او بيا پۀ کم عمر کښې د هغه وادۀ او چې ګڼ بچي راوړي نو ژوند ئې د غربت سره مخ شي ۔ کۀ چرې د خاوند کور د خاندان مالي حالت ئې ښۀ وي خو بيا هم سمه ده خو کۀ نۀ وي نو بيا د يو مېړۀ پۀ دياړۍ باندې ژوند پۀ ګرانه تېرېږي ۔ ځکه چې زمونږ پۀ معاشره کښې ښځې ته هيڅ حق نۀ دے حاصل چې هغه دې د خاوند سره پۀ شريکه باندې کاروبار وکړي، دوکان دې وچلوې، ټيکسي دې وچلوي، يا کومه سرکاري نوکري د ډاکټرۍ او استاذۍ نه علاوه دې نوکري وکړي ۔ يو خوا که دا ټول عمر د خاوند جېب ته مختاجه وي اګر چې دا يو مثبت عمل دے چې دا بچي او کور سنبالوي او خاوند ګټه وټه کوي خو اکثر د يو تن پۀ ګټه وټه ژوند ګران وي ۔ پۀ دې دوران کښې کۀ خاوند وفات شي نو بيا د يوې کنډې جينۍ د ژوند څۀ حال وي بايد پۀ هغې خبرې ونۀ شي ۔ ځکه پښتنه معاشره به دا پۀ ځان مني چې ښځه به پۀ اقتصادي ته ازاده ساتي چې د هيڅ قسمه معاشي محرومۍ سره مخ نۀ شي ۔
د جديد ټيکنالوژۍ نه محرومي:
پۀ دې لړ کښې تېره ورځ پۀ فېس بک يو پوسټ زما مخې ته راغئ چې پکښې ليکلي شوي وو چې د موبايل نقصانات او فايدې څۀ دي ۔ ما چې کمنټونه وليدل نو حېرانه شومه ۔ ځکه چې کمنټونه د موبايل استعمال پۀ ګټه او نقصان نۀ وو بلکې کمنټونه پۀ دې وو چې جينکو ته موبايل نۀ دي ورکول پکار د دې نه فتنې جوړېږي ۔ حالانکې دا ډير فرسوده سوچ دے ۔ ولې چې د نن وخت ضرورت چې د تعليم سره سره دغه جينکۍ پۀ جديد الاتو پوهه شي دا د راروان نسلونو د ښونې د پاره ضروري ده چې يوه مور پۀ دې پوهېږي ۔ او دا هم پکار ده چې کۀ زنانه پۀ کورونو کښې واړۀ واړۀ روزګارونه لري هغه کۀ د ګنډلو وي او کۀ يا نور د لاس هنري کارونه بايد هم پۀ دغه سوشل مېډيا يا د موبايل پۀ ذريعه باندې ئي بهر خرڅ کړي ولې چې مارکيټنګ ټول هم ډيجټل شوے دے ۔
د ووټ د انتخاب نه محرومي:
پۀ رياست کښې دننه ټول وګړي د هر قسمه رنګ،نسل، مذهب او جېنډر نه بالاتر بايد يو شان تسليم شي ۔ پۀ دي تناظر کښې پۀ پښتنه معاشره کښې اکثره زياته زنانه ته اول خو دا پېغور دے چې ووټ ورکولو ولې ځي ۔ او کۀ بيا ووټ له ځي نو د سړو د مرضۍ نه بغېر هغه خپل انتخاب نۀ لري او نۀ لرلې شي چې چاته ووټ ورکړي ۔
پۀ جائيداد کښې د برخې نه محرومي:
پښتنه قبايلي نظام کښې خصوصاً او پۀ ځنې علاقو کښې عموما د ښځو يعنې د لُور خور برخه هم د مذهب نه بهر وتلې ده او هم د کلتور نه ۔ پۀ دې تناظر کښې ښځه ذات هيڅ کوم حق نۀ لري چې هغه هم لکه د رور غوندې پۀ جائيداد کښې خپله برخه واخلي ۔ او کۀ فرض کړه پلار ورته دغه برخه ورکړي نو هم محرومه وي ولې چې دغه برخه ئې د خاوند پۀ لاس وي د دې نۀ وي ۔