شین سیورے ( افسانه)–ډاکټر نورالرحمان سحر

دا ليکنه شريکه کړئ

یو وخت داسې وۀ چې دغې ځنګل به ،د باد په زنګون د بې غمۍ خوبونه کول،

ونو به ئې د شپې ځلانده ستوري شمېرل او پاڼو به ئې  د سباوون دعاګانې وئیلې۔

خو اوس ئې،صرف د خاموشۍ په لمنه کښې، د ماتېدو او  ارې کېدو اوازونه اورېدې شو۔

د  څېړۍ د زړې  ونې سیورے ئې اوس هغه ګور سیورے نۀ وۀ پاتې شوې۔

څېړۍ د یوې بې وسه مور پشان داسې دړدېدلې ولاړه وۀ، لکه چې بچي ئې د تېرۀ تبر مخې ته ولاړ وي۔

دغلته جرګه  را جوړه وه۔

زمرے، چې د واکمنۍ علامت ګرځېدلے وۀ، نن ئې ستړیا  محسوسوله، هغۀ په خپل  دروند غږ  وویل:”ما باچایۍ لیدلي دي، چې د زور په بنیاد ولاړې وې، خو بې‌ بنیاده اختیارونه تل د باد خوراک شوي دي۔ دا شین سیورے کۀ ختم شي،نو مونږ به تش نومونه پاتې شو”

هوسۍ، چې د تیزو پښو په شا به ئې تل وېره ګرځېده، نن ئې په لړزېدلي غږ وویل:

“ما منډې د ژوند  د پاره وهلې، خو اوس مې زغل  د تښتېدو د پاره دے” سیورے چې لاړ شي، ساه هم تنګه شي۔”

طاؤس، چې رنګونه ئې د اسمان  د بوډۍ د ټال  نه په  پور اخستي وو، خپل  وزرونه ئې ورو ورو راټول کړل او ګویانه شو:

“ښکلا یواځې د لیدو نامه نۀ د ه

، بلکې د حفاظت وعده هم ده۔ کۀ ونې وچې شي،نو رنګونه به ملامته شي”

یو زوړ هاتي، چې د وخت وزن ئې په اوږو پروت وۀ، زمکه ئې په پښه ووهله:

“زما بلها سیندونه تر سترګو شوي دي چې د ونو له برکته به بهېدل، او بیا مې د هغوي هډوکي هم لیدلي دي، چې د تندې له وجې وچ شول۔ ونه چې پرې شي،نو اوبۀ هم کډوالې شي۔”

لېوۀ، چې د شپې قانون ئې پېژندۀ، په ټیټ خو تریخ غږ وغږېدۀ:

” کله چې فطرت  توازن وبائیلي، نو رحم له مینځه لاړ شي۔ ولوږه اخلاق نۀ پېژني، او دا ولوږه انسان خپله زېږوي۔”

هوښیار  ګونګي، د چپتیا د زړۀ نه غږ را پورته کړو:

“انسان  سوچ لري چې فطرت خاموش دے، خو خاموشي د ټولو نه ژوره ژبه ده۔ دا ځنګل خبرې کوي، خو اورېدونکي کم دي۔”

په دغه دوران کښې، د څو  ماتو پاڼو په شا یوه  پاغونده سونیه راښکاره شوه۔ سترګې ئې د پوښتنو نه ډکې وې:

“کۀ مونږ لاړې شو،نو قیصې به څوک وائي؟ کۀ ځنګل مړ شي،نو نړۍ به څوک بچ کوي؟”

د ارې غږ بیا وشورېدۀ؛

دا غږ یواځې د لرګي د پرې کولو نۀ وۀ، دا په حقیقت کښې د مستقبل  پرې کېدل وو۔

باد ودریدۀ، لکه چې غوږ نیولے وي۔

د ونو له مینځه یو انسان راښکاره شۀ۔ لاس کښې ئې تېره تبر وۀ، خو زړۀ کښې ئې چود لرلو۔

هغۀ ته د  خپل ماشومتوب یو ښکلے یاد رامخې ته شو:

یوه ونه، یو سیورے، یوه ساه۔۔۔

هغۀ خپل تبر ورو شان ښکته کېښودو۔

ځنګل ساه واخسته۔

پاڼو وخندل، مرغان بیرته راکوز شول۔

او د څېړۍ ونه، کۀ څۀ هم زخمي زخمي او دړدېدلې وه، خو  د یو نوي امید سره  ګویانه شو ه  :

“هیله هغه تخم دے چې کۀ یو زړۀ کښې وکرلے شي،نو شین او ګور یخ سیورے بیا راژوندے کېدې شي ۔

نورې ليکنې۔۔۔