سعادت خان جلبل او عبدالاکبر خان اکبر دواړه هغه ليکوالان وو چې هم ئې خدائي خدمتګاري کوله او هم قلمکاران وو۔ کال ۱۹۲۰ء کښې چې د انګرېزانو د مسلمانانو د حکومتونو بر خلاف سخت قدم پورته کړو نو د قومي تحريک په سلسله عبدالاکبرخان اکبر وطن پريښودو په هجرت لاړو زه يا نور ليکوال د هغوي د هجرت په تکليفونو يا چې هغوي څومره کارونه د وطن د مينې د جذبې لاندې په دغه سفر کښې کړي دي څه ليکل اوکړي نو دا يقينی خبره ده چې د هغوي په ژوند به نور څه ليکل نيمګړي پاتې شي ـ د خان بابا نوم په هغه خلقو کښې اخستے شي چاچې ټول ژوند آرام ، دولت او ځواني د قام نه قربان کړې وي ـ هغوي په دولت او خپل سر څه سرپه نه ده کړې په پختونخوا کښې هغه يو نامور سياستدان و د سياسی کارونو نه علاوه په قام لوئے احسان د خان بابا ادبي خدمت دے کوم خدمت چه هغوي د پښتو ژبې کړے دے هغه خدمت د ادب په آسمان کښې د صبا سترګه وه ـ په کال ۱۹۲۱ کښې د ” انجمن اصلاح افغانه ” په نوم يوه جرګه جوړه شوه دا هغه زمانه وه چې چا سياست نه پېژندو د آزادۍ لفظ چې به چا اورېده نو دا هغه به دا خيال و چې دا څوک زنانه ده ـ د انګرېزانو نوم چا بې اودسه اخستے نه شو د سياسی منزل دا اولنے پړاؤ و خان بابا د سياسي او د اصلاحي کاروان مشر يعنې صدر منتخب شو ـ د انګريزانو قسماقسم دباؤونو د خان مرحوم په ارادو کښې هيڅ فرق رانه وستے شو ـ د دغې انجمن د انتظام لاندې چه کوم تعليمي ، اصلاحي ، اخلاقي او سياسي کارونه هغه کړيدي هغه د ازادۍ د جنګ په تاريخ کښې يو ځلنده باب دے ـ
خان بابا او فضل محمود مخفي دواړه سياست په کيډۍ کښې انګرېز پهلوان ته پتون ټپولے وـ ولې د پښتو د ادب د ليلا نه ئې سترګې هم نه ايستې دغه وخت داسې ؤ چې شاعري د ګل او بلبل پورې محدوده وه ـ او دغه شاعرانو ته به عوامو اخونان وئيل خان بابا د شاعرۍ په بنياد کښې د قامولۍ تيګه کېښوده او پختونخوا د شاعرانو شاعري ئې په نوي خيال کښې بدله کړه ـ د کال ۱۹۲۳ نه د اتمانزو له آزاد اسلاميه هائي سکول کښې چې په کال کښې يو ځل د لوئې جلسې کول لازمي شو نو دے جلسو ته به د پختونخوا چيده چيده خلق رابللے شو ـ په دغه جلسو کښے به طرحي مشاعره کېده د اول ، دوېم او درېم نظم د پاره به انعامونه ورکړے کېدے شو ـ په پښتونخوا کښې د ړومبۍ مشاعرې طرحه دا وه ” که زلمي چرې په خپل وطن قربان شي ” د دغه مشاعرې نه پس د پښتو ژبې په شاعرۍ کښې يو زبردست انقلاب راپېدا شو سوال دا پېدا کېږی چې دا طرحه د چا د مازغو نچوړ دے او د پښتو په شاعرۍ کښې دا انقلاب چا راپېدا کړو ؟ دا صرف او صرف خان عبدالاکبر اکبر و او دا سهرا هم هم د هغه له سر ده په دوېم کال ورپسې د مشاعرې طرحه دا وه ” که دې خيال د آزادۍ د خپل وطن وي ” ددې مشاعرې نه پس د پښتنو ذهنونه بدل شو د خلقو په زړونو کښې د انګرېزانو نه کرکه پېدا شوه د خلقو په سينو کښې د ملک د پاره د قربانۍ ورکولو ولولې راولاړې شوې پـښتانه شاعران ويښ شول د وطن ځوانان قربانۍ ته تيار شو او چې کله اکبر صاحب پوي شو چې د شاعرانو تخيل بدل شو نو د درېمې مشاعرې د پاره خان بابا طرحه دا وه “” جنګ د آزادۍ له همېشه زلمي وتلي دي “” دا زه چې څه ليکم دا زما د سترګو د وړاندې تېر شوي دي ما په اذاد هائي سکول کښې سبق وئيلو زه په پنځم جماعت کښې وومه د هغه وخت نه مې خان بابا پېژندلے و او هغوي هم زه ځکه پېژندم چه هفوي لېکلو شوؤ ډرامو کښې به ما کار هغه سره کار کوؤ د ډرامې د هرې ژبې په ادب کښې ځان له لوئے مقام دے ـ پښتو ژبې له دا مقام اکبر صېب ورکړے دے چی د کال ۱۹۲٦ په لويه سالانا کښې د هغوي زميدار ډرامه سټېچ شوې وه دا د خان بابا ړومبۍ ډرامه وه ددې نه کال په کال په لويه جلسه کښی ډرامه او مشاعره کېدله زما د علم مطابق خان بابا ړومبے پښتون دے چې په پښتو کښې يې ډرامه ليکلې ده ـ زه ددې نه انکار نشم کولے چې اوسنۍ ډرامه ليکونکي او شاعران ذهني طور د آسمان نه هم پورته ختلي دي لېکن د ډرامې ليدو پګړۍ پښتو ادب ته خان بابا په سر کيښودلې ده او د پښتو ژبې د ادب په غاړه دا هار ړومبے خان بابا اچولے وـ
که انګریزي ژبه په شکسپیر فخر کوي نو پښتو ژبه په خان بابا فخر کولے شي دا زما کلکه عقیده ده چې په پښتو کښې اکبر صېب پښتو ژبې یو منلے شوے شاعر او ادیب دے دوېمه خبره دا ده چې خان بابا يو عملي مشر و د قربانۍ په هر ميدان کښې وړاندے ودرېدلے دے د آزادۍ په جنګونو کښې جاني او مالي قربانۍ نه روستو شوے نه دے په کال ۱۹۲۸ کښی د انجمن اصلاح افغانه سره دوېمه جرګه جوړه شوه دا جرګه يوه سياسي ډله وه د دې نوم ” افغان جرګه ” و د دې جرګې صدر خان عبدالاکبر خان اکبر و په کال ۱۹۳۰ کښې دا جرګه خلاف قانون شوه د دې مشران ګرفتار شو ـ خان بابا درې کاله قېد شو او د ګجرات په جيل کښې د قام په ننګ کښې ئې په ډېره خوشحالۍ تکليفونه تېرول ـد خان بابا شاعري د فلسفیانه نازک خیالۍ او رنګین سزاجۍ نه ډکه ده دَ دوي شاعري دَ ننګ ، ځوانمردۍ ، غېرت د خبرو مجموعه وه زه په افسوس سره دا لیکمه لکه څنګه چې پکار وو پښتنو د اکبر صېب د حیثیت مطابق قدر نه دے کړے هغه یو قابل قدر هستي وه لکه څنګه چه هغوي د کلام نه څرګنده ده خان بابا داسې وائي!
پښتنو ته تل هغه مشران ګران وي
چه ګزران کاندي د دوي په وینې زوې
ویر جهان ئې په خپل ځان باندې راتنګ کړو
چې اکبر په جهان نه وے څه به ښه وے
اکبر صېب عشقیه نظمونه هم لیکلي دي د خان بابا معشوقه پښتون قام و لکه څنګه چه هغوي وائي
د لېلا زما وطن د پښتون وینه
په دُنیا آخرت غواړم دغه مینه
د عالم خوبان به واړه ترې قربان کړم
د پښتون د هر زلمي له تور او سپینه
په پښتونخوا کښې د آزادۍ اخستو له پاره درې جنګونه انډین نیشنل کانګرس د پروګرام په مطابق شوي دي په دې جنګونو کښې پښتنو په خپلو سرونو او مالونو یو ناتار جوړکړے و انګرېزانو د قُوم پرستو خجرې او کورونه سوځولي وو دَ آزادۍ په درېم جنګ کښې په کال ۱۹۴۲ کښې په کچرو چپاؤونه کېدل پولیس به په کوتکونو ازادي غوښتونکي داسې ټکول لکه چې وږي ټکیږي – دغه وخت د پېښور ضلعې ډپټي کمشنر سکندر مرزا و دا قربانۍ د قام د خوشحالۍ د پاره کېدې اکبر صاحب په کال ۱۹۴۲ کښې د پښتنو قربانۍ پخپله اولیدې خان بابا د انډین نیشنل کانګرس پروانشل جنرل سیکرټري و په دغه عهده باندې درې کاله قېد شو ځکه چې د جتو جوړولو او نور جنګ پروګرام د دوي په لاس کښې و د ډېرو قربانو نه پس په کال ۱۹۴۷ کښې ملک آزاد شو او څوکاله داسې وخت چېد ملک ړومبے صدر هغه سکندرمرزا مقرر کړے شو چاچی د آزادۍ غوښتتونکو وینې توے کړې وې ۔ بابا د آزادد جنګونو د قربائ او بیا په آزا ملک کښے د هغه خلقو د عزت چاچې د ملک د پاره سرونه او مالونه تالاکړي وو هغه اوږد داستان په یو څو شعرونو کښې داسې بیان کړے دے –
دا کومې سیلۍ یوړه زما کرلې واڼي
زما په قسمت پریوته له کم طرفه کاڼي
په باغ د سرو ګلونو کښې چا اوکرلې راڼي
نعمت د آزادۍ کښې مو نصیب نشته يساڼي
په خوند ئې پوه نه شوم چې حلوا وه که پېتي ده
دا څنګه آزادي ده ؟
زه دا خبره په دعوې سره کومه چې د خان بابا په زړه کښې د پښتنو سره بې کچه ډېره مینه وه یوه ورځ په سپینه وړۍ کښې زه خلیق مرحوم صېب او سمندرخان سمندر د خان بابا په حجره کښې په دې بحث مباحثه کښې لرې لرې لاړو – چی آخر دې غریبانانو چې په ځان او بال بچ لوبې اوکړې دا ګټه خو د خانانو اوشوه خان بابا دا خبره اوکړه چی مونږ په سټیجونو چی کوم تقریرونه غریبانو ته کول نو دا مونږه هغوي سره دهوکه کوله ؟ اوکنه دا اوس د حکومت فرض دي چی د هغه خلقو لټون اوکړي چاچې د آزادۍ د پاره قربانۍ ورکړي دي – د خان بابا په سترګو کښې اوښکې راغلې او دا خبره يې اوکړه ” چه څوک خبر دي چې د سید اکبر شهید د بچو څه حال دے” سید اکبر شهید د پېښور د کچرو په چپاؤ کښې په وهلو شهید شوے ۔ اکبر صاحب یو نظریاتي اولسي مشر و د هغه په زړه کښې د پښتنو د بد حالۍ درد و هغه به دا خبره کوله چې که په نورو قامونو کښې د پورته او ښکته طبقو فرق ساتلے شي نو ساتلے دې شي خو پښتنو کښې دې دا فرق نه وي ځکه چه د دوي مذهب یو دے دود دستور یو لري یو اډوکے دے او یو وینه ده – هغوي به دا خبره کوله ” چه زما جائداد که نه وي نو هیڅ پروا نشته خو پښتانه دِ ژوند ژواک یو شان کوي که شلتے وي او که پولاؤ وي نو په شریکه دې وي د دنیا د شمار څو ورځې دي پښتون قام داسې تېرې کړي لکه د یو کور لوئے او واړه چې په کور دننه ګذران کوي ۔ دَ خان بابا مرحوم ژوند ټول په طمعه طمعه تېر شو خو داسې اونه شوه څنګه چه هغوي غوښتله څوک وائي چه خان بابا کميونسټ و څوک وائي چې د هغه نظریه د سوشلسټ وه څوک وائي چې د هغه نظریه سکولرازم وه – نظریه هر څه چې وه خوهغه کلک پښتون او سوچه مسلمان و په بنی نوع انسان عموماً او په پښتون قام خصوصاً عاشق و – د پښتنو د وران کور د ودانۍ ارمان ئې پوره نه شو او لکه چې عزت او ګران مشر مرحوم خان بابا دا ارمان نه ډکه لهجه کښې وائي —–
ما وئیل پښتون به د سرحد په یو لړۍ اوتړم
شوکې زنځیر به د رورۍ کړۍ کړۍ اوتړم
صف د قامونو د دنیا کښې د عزت په عمر
دې عزیز قام له به د فخر زه پګړۍ اوتړم
خو داسې اوشول او که نه دا هغه سوال دے چې خان بابا ئې د جواب په ارمان ددې فاني دنیا نه سفر اوکړو۔
يادګېرنه : دا مضمون د جون 1978 ء پۀ پښتو ګڼه کښې چاپ دے چې د مخترم انور علي انور له خوا منتخب شو۔