په داسې لنډ تنګ وخت کښې د ښاغلي عبدالخالق خليق مرحوم د ژوند حالات په تحرير کښې راوستل يو ګران کار دې ځکه چې هغه د يو ګڼ اړخيز شخصيت خاوند و ۔ يو خو ورله الله پاک ښکلې قد قامت او داسې خندېدونکې جُوسه ورکړې وه چې فطري طور به ئې هر وګړې ځان ته راښکلو بيا ورسره د علم او سخن قوت هم دومره چې پۀ وړومبي ملاقات کښې به ئې په خوږو خوږو خبرو سړې دې ته جوړ کړو چې د خليق صېب نه د عقل او پوهې خبرې واوري او بس چې د عالمانو په محفل کـښې به ناست و نو د دۀ د اسلامي او مذهبي معلوماتو په برکت به چا دا فرق نۀ شو کولې چې ګوندې خليق صېب د علماء د تپې ځنې بېل دې او چې د پښتنو مشرانو په جرګه کښې به شريک و نو د خپل دروند خوږ شخصيت له مخه به د مجلس پۀ اشخاصو کښې لکه د نمر ښکارېدو ۔ هم دغه شان چې د اديبانو شاعرانو او پوهانو ټولنه کښې به و نو د هر چا سترګې به د دۀ په لور کږې وې لکه ښاغلي نواز خټک چې وئيلي دي ـ
لېلا ئې شاعري وه په دې غم کښې وو کسکر
اديب و هم خطيب و هم ليکوال و سخنور
خليق صېب مذهبي، قامي او سياسي اثر د ترنګزے د حاجي صېب چې د مهمندو بابا جي په نامه هم يادېږي د تحريک نه اخستے و۔ څۀ وخت چې باباجي صېب رحمته الله عليه د فېرنګيانو د لاسه پۀ هجرت کولو مجبوره شو نو بيا خليق صېب د پښتون قام د سياست په شاړو او ازغنو لارو باچاخان سره اوګه په اوګه تګ شروع کړو _ دغه رفاقت خليق صېب داسې زبون او جمود په وخت کښې کړے و چې د فېرنګي د جبر او استبداد او عروج و او پښتونخوا کښې ئې داسې تريس مار جوړ کړے و چې دې علاقې ته به سرزمين بې آئين وئيلي شو ـ باچاخان په دغه کړکېچنو ورځو شپو کښې د پښتنو د ازادۍ او آبادۍ د ترقۍ او د تحفظ تحريک پۀ مخه راخستې و او د ژوند بېلو بېلو پړاونو ته ئې رسولي وو ۔ د نا جائزو او غلطو رسمونو اصلاح ئې کوله ـ پښتانۀ ئې د ځان ځاني د ژوند نه اجتماعي او د شريکې ژوند ته را اړول پۀ دې لړ کښې باچاخان او د دۀ ملګري کلي پۀ کلي چم پۀ چم او کور پۀ کور ګرځېدل چرته به د دوو کسانو يو تر بله اختلاف و هغه به ئې لرې کولو چې په يوه کونۍکښې به هم جنګ جګړې او دشمنۍ تربګنۍ وې پۀ دغه ټولو تعميري کوششونو کښې خليق صېب مرحوم د سفارت او مبلغ فرايض ادا کړي دي ـ باچاخان چې د پښتنو پۀ کلو، قصبو او بانډو کښې د تعليم او تربيت په غرض د مکتبونو پرانستو يو مؤثر او فائده مند بندوبست شروع کړو نو په لږه موده کښې پۀ کلهم صوبه سرحد (پښتونخوا) کښې دار مکتبونو يو جال خور شو دغه وخت کښې هم ګران خليق صېب و چې د پښتنو د خبرولو ذمه ئې واخسته ۔ پۀ خپله فصيحه ژبه کښې ئې دوي ته پۀ دغه تنظيم کښې د شاملېدو بلنې ورکولې د دوي اودۀ جذبات ئې رابېدارول او مړۀ احساسات ئې راپارول ـ هسې خو د خبرو تر حده هر يو کار اسان وي خو چې عمل ته شي نو بيا سُدم ته شين وي ولې چې کومو خلقو چې د فېرنګي د واکدارۍ ورځې ليدلې دي هغوي د دې حقيقت نه سترګې نۀ شي پټولې ۔ چې پۀ دغه دور کښې د اولسي او قامي ښېګړې د پاره عملي کار کول د اوسپنې نينې چيچل ووـ برطانوي حکومت يښتانۀ د ازادۍ او ترقۍ منزل ته نۀ پرېښودل چې د يو کارکن پحقله به چا پوليس افسر سره پوټې غوندې شک پېدا شو نو ګرفتاري به ئې ورکړه بيا به دغه ملزم خپلو خپلوانو سره د ملاقات نه هم محروم و ۔ جسماني اذيتونه به ورکولې شو مال جائيداد به ئې ضبط شو د کور سامانونه به ئې لوټ کړې شو تر دې چې د ډېرو پښتنو په کورونو او حجرو اور پورې کړے شو دغه دور کښې د اتمانزو سره تعليمي ساز و سامان او لائبريرۍ په رڼا ورځ سوزولې شوې وې خو سره د دې ټول ناکړدو او نارواو خليق صېب د پښتنو د ازادۍ او ترقۍ د پاره خپل همت او جرات کمربند پرانستې نۀ وو او تر مرګه مرګه ئې د خپل قام خدمت جاري ساتلې وو ۔ د دغه واقعاتو او حالاتو په بابله خليق صيب “ د ازادۍ جنګ “ نومې يو کتاب هم ليکلے دے ۔ د پښتنو پۀ سيمه چې د وړومبي لوئي جنګ نه پس د فېرنګي سامراج خلاف څومره عملي اقدامات شوي دي په دغه ټولو کښې خليق صېب په څۀ نا څۀ ډول شريک وو او هره معرکه کښې به د دۀ د تدبر پوهې او عمل لاس ضرور و مرحوم د خپل کتاب په سريزه صفه ۲ کښې هم دې حقيقت ته اشاره کړې ده چې ۔ ”زۀ د خپلې زمانې سياسي او ځنې غېر سياسي واقعات کم چې زما سترګو ليدلي دي يا غوږونو اورېدلي دي د تاريخ په شکل کښې وليکم“ د سترګو ليدل د دې خبرې ګواهي ده چې د ازادۍ د جنګرېز دغه ټولې سړې تودې د سترګو په دغې خاوند هم تېر شوې دي “–
په تېره تېره چې ګران مشر خليق صېب د خپلې مورنۍ ژبې پښتو کوم خدمتونه کړي دي هغه د ژبې په تاريخ کښې د سرو زرو پۀ اوبو د ليکلو وړ دي ۔ د ګران خليق صېب دا مضبوطه عقيده وه چې عزت حرمت د هغې اولس محفوظ کېدې شي چې د خپلې ژبې خفاظت کولې شي ـ د پښتنو متعلق دا مشهوره ده چې دوي په خپل دين مذهب اسلام ډېر شېدا دي د پښتنو نه بهر د پنچاب او سندهـ پوهانو هم دا خبره منلې ده چې پښتانه د مذهب لېوني دي يعني په مذهبي او ديني معاملو کښې د مشکلاتو داسې مقابله چې د سر و مال نه ورتېر دي د مذهبي تخفظاتو په لړ کښې د پښتون نعره داوي چې ـ
هر چه ياد اباد من کشتي درآب اندا ختم ۔
دا مذهبي جذبه په پښتنو کښې ځکه پېدا شوې ده چې يو دور داسې و چې پښتنو عالمانو مبلغانو مورنۍ ژبه پښتوکښې مذهبي او اسلامي کتابونه ليکل ـ د پښتو نارينه ؤ او زنانو به هغه کتابونه په اسانۍ لوستي شو دغو کښې دا خون دروېزه بابا نوم ډېر ښکاره دے چې ګڼ کتابونه ئې ليکلي وو خو کله چې پښتانه د برطانوي راج د غلامۍ په زنځيرونو کښې بند په بند وتړلې شو نو د دوي د فکر او نظر نمر هم په زوال شو ورسره ورسره پښتو ژبه هم د هېرتيا په سين لاهو شوه ـ د دې احساس تر مخه باچاخان د خليق صېب په امداد يوه مياشتيزه رساله ” پښتون ” په نوم جاري کړه چې بيا د خپلو ښائسته ښائسته ليکونو او د رانګا رنګ علمي، سياسي او مذهبي مضمونونو په وجه اووه ورځنۍ وګرځولې شوه ـ دا د خليق صېب همت و ” پښتون ” کښې د خپلې ژبې پښتو د ليک لوست جذبه راوپاروله ـ “پښتون” رسالې ته به عالمانو، اديبانو او علم دوست خلقو ډېر پۀ مينه محبت خپل مضمون او ادبي فنپارې لېږلې کله کله چې به د يو عالم يا اديب پۀ مضمون کښې د داسې الفاظو پېوند لګيدلے و چې د عامو لوستونکو د فکر نه به اوچت و نو په داسې موقعو به خليق صېب خپلو ليکوالو ته مشورې ورکولې چې ساده او صحيح پښتو ليکئ او دا به ئې ورته وئيل چې د ژبې صحيح خدمت دا دے چې مضمون د هغې ژبې په خپلو الفاظو کښې اوليکلے شي لکه يو ځل “ پښتون “ ر24 مئ 1946 کښې د محمدعارف صاحب نسيم ( دې تېرو ورځو کښې د مردان کالج پرنسپل مقرر شوې دے ) يوه ډرامه چاپ شوه ۔ چې نوم ئې ”دَ ازادۍ جزيره“ دَ جون 1946 پۀ ګڼه کښې د يو لوستونکي په دې شکايت چې دا ډرامه د عامو پښتنو د پوهې نه بهر ده او سوچه پښتو نه ده – خليق صېب يو ادارتي نوټ وليکه او د ډرامې ليکونکي او د “ پښتون “ قلمي مدد ګارانو ته ئې دا مشوره ورکړه چې مضمون کښې بې د څه خاص ضرورت نه د نورو ژبو الفاظ نه ليکي –دلته کــښې دا خبره د ذکر جوګه ده چې ” پښتون ” رساله د اولسي ، اقتصادي او سياسي مسئلو کشالو ترجمانه وه او که زه دا ووايم چې ” پښتون ” د پښتو صحافت ړومبۍ بنيادي تيګه وه نو بې ځايه به نه وي ـ د فرنګيانو پۀ حکومت کښې چې په وړومبي ځل د صوبائي اسمبلۍ عام انتخابونه وشو نو پښتنو خدائي خدمت ګارانو له ووټ ورکړو دغه شان دوي پۀ صوبه سرحد کښې اکثريت حاصل کړو او خپل وزارت ئې جوړ کړو ـ دغه وخت مشر خليق صېب د پښتو ژبې داسې عظيم کار سرته ورسوؤ چې تر ابده به يادېږي هغه دا چې د وزير تعليمات په ذريعه ئې د صوبه سرحد په پرائمري سکولونو کښې پښتو د تعليم ذريعه کړه په او پورته درجو کښې هم پښتو د لازمي مضمون حېثيت وموندو ـ د پښتو درسي کتابونه هم د خليق صېب له مشورو منظور شوي وو دغه کتابونو کښې د ازادۍ د جنګ قيصې د قامي تحريکونو تذکرې او د قامي او روحاني مشرانو د قربانو د ننګ او مړانې سبقونه شامل وو ۔ خو افسوس چې څۀ موده پس نه يواځې دا چې د سکولونه او مندرسو نه پښتو اوويستې شوه ولې د ” پښتون ” رسالې قانوني ژوند هم ختم کړې شو ـ خبره به په دې خلاصه کړو چې د شلمې صدۍ عيسوي د وړومبي سر نه ئې راواخله د خليق صېب تر وفاته چې د پښتون اولس د ابادۍ او ترقۍ په تحريک کښې څومره سختۍ راغلې وې څومره تکليفونه او کړاونه پېښ شوي دي نو د دغه همه ګېر شخصيت تن بدن ترينه بچ نۀ دے پاتے شوے ـ
حمزه ! د صادق دوست به درته څه وصف بيان کړم
ګوړه چې له هرې ډډې اُڅکې خوږه ده
يادګېرنه: دا مضمون د پښتو اکېډمۍ له خوا پۀ پښتو مجله جون 1978 کښې چاپ شوې و۔ د پښتون مجلې د خدائي خدمتګار خصوصي نمبر د پاره دلته هم چاپ شو۔