ANPMarkaz عوامي نېشنل پارټي – میاشتنۍ ډائري

د هند او پاکستان تر منځه پۀ تېره میاشت کښې د راغلي تاو تریخوالي لړ کښې د عوامي نېشنل پارټۍ مشر سېکتر میا افتخار حسېن وئیلي وو، دا سیمه نور جنګ زغملے نۀ شي؛ مونږ د وړومبۍ ورځ نه د امن پۀ اړخ ولاړ یو او د دې خاورې د یو زوي پۀ حېث زمونږ مشر اسفندیار ولي خان پۀ راستۍ سره د هند او پاکستان تر منځه د امن پۀ حواله د ثالثۍ وړاندیز کړے دے او هم دا د پارټۍ پالیسي ده. میا افتخار حسېن د پاکستان لۀ خوا د هندي پائلټ د خوشي کولو فېصله د ډاډ وړ وبلله او غوښتنه ئې وکړه چې هندي سرکار هم د امن د پاره ګام واخلي او دا احساس وکړي چې خپل ملک کښې ئې یویشت ګوندونه د نرېندر مودي خلاف یو غږ شوي دي.

ملک کښې د تېلو، بجلۍ او نورو څیزونو توندۍ سره ختونکو نرخونو باندې رد عمل کښې ښاغلي امیر حېدر خان هوتي وئیلي دي، حکومت د هند او پاکستان تر منځه د کشیده شوو حالاتو پۀ شا اولس دښمنۍ کښې نرخونو ته اور ورته کړے دے. حکومت کله د سخو کټو او کله د چرګو اګیو خبرې کوي او د اولسي ذمه وارۍ نه سترګې پټوي. هغۀ زیاته کړه، اوس چې نړیوال مارکیټ کښې د تېلو قیمتونه ټیټ دي، هم حکومت د پټرولیم مصنوعاتو مد کښې اولس ته چاړۀ لا تېره کړې ده. د عمران خان حکومت اولس مایوسۍ او فکري انتشار سره مخ کړے دے.

د صوبائي احتساب کمېشن لۀ خوا پۀ غېر قانوني توګه د ملک نه نوادرات د بهر وړلو پۀ تور د تورن ډاکټر صمد ګرفتارۍ نه پس د صوبې د وزیر اعليٰ او د ملک د وزیر اعظم لۀ خوا د ترخو بیانونو ترڅ کښې ښاغلي اېمل ولي خان وئیلي دي، د ډاکټر صمد د ګرفتارۍ پس اولس پۀ دې خبره رسېدلے دے چې د بې رویه احتساب نعرې وهونکي خپله د قامي خزانې پۀ شوکه کښې ککړ دي. د ډاکټر صمد د ګرفتارۍ رد عمل کښې د وزیر اعليٰ او عمران خان د بیانونو نه ښکارېدل چې تبدیلي سرکار خپله غل او درغل دے. د صوبائي احتساب ډي جي بدلولو سره دغه خبره ثبوت ته رسېدلې ده چې د احتساب نعرې وهونکي خپله څومره پیاز پۀ بډه ګرځوي. هغۀ زیاته کړه، زمونږ لمنې پاکې دي؛ پي ټي اٰئي شپږ کاله حکومت کښې پۀ مونږ هېڅ هم ثابت نۀ کړے شول او اوس ئې د خپلې غلا پټولو د پاره د احتساب ټول نظام ته پۀ مرۍ ګوتې ایښې دي او دې لړ کښې نېب د حکومت د یوې پرزې کردار ادا کوي. هغۀ غوښتنه وکړه چې د اتۀ څلوېشت نه شپږ شلې اربه روپیو ته رسېدلې بي اٰر ټي منصوبه او د پي ټي اٰئي پۀ نورو مالي سرکاري ګڼکپیو دې سپریم کورټ سوموټو اېکشن واخلي.

تېره میاشت د پګهڼ بارانونو چې کورونه یوړل، ښاغلي سردار حسېن بابک دغه لړ کښې پۀ حکومت غږ کړے دے چې داسې سترګې نۀ پټوي او د اولس د زیان ازاله وکړي. هغۀ غوښتنه وکړه چې حکومت باید پۀ د زیان اټکل ولګوي او د متاثره کورونو مرستې وکړي. هغۀ ووې، مونږ اسمبلۍ کښې د اولسي مسئلو د پاره غږ پورته کوو خو حکومت د خپلو یو ټرنو پۀ عادت کښې د اسمبلۍ اجلاسونه هم ملتوي کوي. صوبه کښې ترقیاتي کارونه بند دي او بي اٰر ټي نه د اولس د مرۍ غور )غُر( جوړ شوے دے. ښاغلي بابک ووې، د جعلي تبدیلۍ حکومت اولس نۀ شي غولولے، ځکه چې هر څوک پۀ دې پوهه دي چې صوبه او مرکز دواړو کښې د پي ټي اٰئي حکومت دے خو بیا هم دوي صوبې ته د صوبې د اولس حق راوړلو کښې پاتې راغلي دي.

د ‘پشاور سېف سټي پراجېکټ’ پۀ حقله د راغلو خبرونو ردعمل کښې اغلې ثمر هارون بلور وئیلي دي، د عوامي نېشنل پارټۍ شروع کړې منصوبه د حکومت د غېر سنجیدګۍ او عدم توجه پۀ وجه غرقه شوه. منصوبې د پاره مختص شوې یو نیم ارب روپۍ د مالي بد انتظامۍ ښکار حکومت ‘اخوا دېخوا’ کړې دي او اوس د ادارو رپورټونو حکومتي نا اهلي پۀ ډاګه کړې ده. هغې ووې، دومره موده کښې پېښور کښې یوه کېمره ونۀ لګولې شه او دې نه ثابتېږي چې حکومت د اولس د جان و مال حفاظت کښې هېڅ دلچسپي نۀ لري. هغې زیاته کړه، د سېف سټي پراجېکټ د هېډ کوارټر د پاره د مختص شوې زمکې واپسي پۀ حکومتي کردار ګوته پورته کوي او عوامي نېشنل پارټي به د دې خلاف پۀ هر پلېټ فارم غږ پورته کوي.

ملي مشر اسفندیار ولي خان د ‘خېبر یونین اٰف جرنلسټس’ نوې منتخب شوې کابینې ته مبارکي ورکړې ده او وئیلي ئې دي، صحافت یوه مقدسه فریضه ده او عوامي نېشنل پارټۍ تل د صحافیانو د جائز حقوق خبره کړې ده. ملي مشر خپل دغه بیان کښې وئیلي دي، موجوده سیاسي صورت حال کښې پۀ صحافیانو ګڼې ذمه وارۍ دي او بیا صحافت د جمهوریت او جمهوري قوتونو پۀ ملاتړ کښې خپل کردار ادا کړي.

پېښور کښې د صوبې د تاریخ د وړومبي ‘برن سنټر’ د پي ټي اٰئي د حکومت لۀ خوا پرانسته او دې مد کښې د هغوي دروغژنې دعوې ته پۀ رد عمل کښې ښاغلي میا افتخار حسېن وئیلي دي، دا منصوبه د پښتنو خپل حکومت عوامي نېشنل پارټۍ شروع کړې وه خو 2013 کښې چې کله پي ټي اٰئي ته حکومت ورکړے شو نو پۀ دې منصوبه ئې کار بند کړو. هغۀ سپیناوے وکړو چې دې برن سنټر د پاره زمونږ د US Aid سره معاهده شوې وه. اوس چې د پي ټي اٰئي پښې پۀ زمکه نۀ لګي نو غواړي چې داسې منصوبې پۀ خپل کرېډټ راولي. ښاغلي میا افتخار زیاته کړه چې پي ټي اٰئي دې خپله هم څۀ کارکردګي وښائي او ټول عمر دې د نورو پۀ منصوبو برېتونه نۀ تاوهي.

د ‘پښتون سټوډنټس فیډرېشن’ د صوبائي صدر ښاغلي وسیم خټک پۀ ښونه صوبائي ستر سېکتر عثمان شاه د زرعي پوهنتون پېښور ارګنائزېنګ کمېټۍ د پاره سلمان منصف چئیر مېن او ارشد خان سېکرټري ټاکلي دي. عادل ظفر، بابر یوسفزے او سرور کاکړ به د دغه کمېټۍ غړي وي – لکي مروت د پاره د طارق ایوب خان د کمېټۍ چئیر مېن، مجاهد خان سېکرټري او شفقت الله او محمد کاشف د کمېټۍ غړي ټاکل شوي دي. پېښور پوهنتون د پاره طارق پښتونیار چئیرمېن او میا صدیق سېکرټري او دوي سره فهیم وزیر، عدنان او اباسین شینوارے د کمېټۍ غړي ټاکل شوي دي. ښاغلي وسیم خټک پۀ کله د کمېټیو مشرانو ته احکامات جاري کړل چې د چا سره هم پۀ تنظیمي امورو کښې د وراني یا د ډسپلن د خلاف ورزۍ لړ کښې څۀ رعایت ونۀ کړے شي.

د ‘پښتون سټوډنټس فیډرېشن’ د مرکزي ارګنائزنګ کمېټۍ چئیر مېن ښاغلي حق نواز خټک د پي اېس اېف انټرنېشنل اسلامک پوهنتون نوي ټاکل شوي صدر طاهر خان، ستر سېکتر ملک زوار حسېن، سینئیر نائب صدر حمزه دراني؛ د بنو ضلعې صدر امجد قرېشي، ستر سېکتر عاطف منډان او د شمالي وزیرستان د پاره صدر صمیم عادل، ستر سېکتر هدایت داوړ او سینئیر نائب صدر نورشید خان ته مبارکي وئیلې ده. ښاغلي حق نواز خټک زیاته وئیلي دي، مونږ د باچا خان د لارې لاروي یو او دې لړ کښې د خپلې تنظیمي ډهانچې دننه به هر ځاے کښې د طالب علمانو د حقونو د پاره غږ پورته کوي. هغۀ زیاته کړه چې مونږ توقعات لرو چې نوې منتخب شوې کابینې به د پي اېس اېف د روایاتو او د مشرانو د فېصلو رڼا کښې خپلې ذمه وارۍ پۀ غوره ډول سره تر سره کوي.

د هند سره د راتلونکي تاو تریخوالي نه پس کۀ د تحریک انصاف حکومت هر څو د کشمیر مسئلې کرېډټ اخلي چې دا مونږ پۀ ډاګه کړه خو دې تاو تریخوالي سره نړۍ د هند لۀ خوا پۀ پاکستان د ترهګرۍ د تورو نتیجه کښې پاکستان هم د فشار لاندې راوستے دے او مونږ وینو چې ناڅکه حکومت وخت پۀ وخت نېشنل اېکشن پلان شپېلۍ کښې اړوي راوړوي خو لا تر دې دمه جرأت نۀ لري یا ورته حکم نۀ دے شوے چې څۀ عملي قدم اوچت کړي. بیا هم د نېشنل اېکشن پلان نامه د حکومت پۀ ژبه راتلو نه پس ښاغلي میا افتخار حسېن خپل بیان کښې وئیلي دي، نېشنل اېکشن پلان یو متفقه دستاوېز دے او پکار نۀ ده چې څوک پۀ دې پوائنټ سکورنګ وکړي. د ترهګرۍ او انتهاپسندۍ هېڅ سرحد او پوله نشته. کۀ نېشنل اېکشن پلان کامیاب شي نو دا د ټول قوم کامیابي ده او کۀ ناکامه شي نو د ټول قوم ناکامي ده. هغه زیاته کړه، دې حکومت به ماضۍ کښې طالبانو له د دفترونو مطالبې کولې او د امن د پاره پۀ سنجیدګۍ سره کار کوونکو پسې به ئې سپکې سپورې وئیلې. نن مونږ دا تپوس نۀ کوو چې تحریک انصاف او عمران خان د نېشنل اېکشن پلان معاوضه اخستې ده او د اولس وینې ئې پۀ ډالرو خرڅې کړې دي، دا قیصې به دوي کولې خو مونږ سنجیده خلق یو او سنجیده خبرې کوو. د امن د پاره د عوامي نېشنل پارټۍ کردار د چا نه پټ نۀ دے او ځکه مونږ دې لړ کښې د چا هم د کرېډټ مرېډټ اخستو د لوبې پۀ ځاے پۀ نېشنل اېکشن پلان د بلا امتیاز عمل در امد مطالبه کوو.

د ښځو د نړیوالې ورځ پۀ مناسبت جاري کړي خپل یو بیان کښې ملي مشر اسفندیار ولي خان وئیلي دي، د دې ورځ د نمانځلو غرض دا دے چې ټولنه کښې ښځو ته د هغوي جائز مقام ورکړے شي او هغوي د بې ځایه رسمونو رواجونو د زولنیو نه خلاصې کړې شي. هغۀ زیاته کړه، تر څو چې ښځو او سړو معاشرتي، معاشي او اقتصادي مدونو کښې مساوي برخه نۀ وي ورکړې شوې او صنفي امتیار د منځ نه وړے شوے نۀ وي، ټولنه ښه ورځ لیدلې نۀ شي.

د شهید ارباب سکندر خان خلیل د تلین دستوره کښې ښاغلي میا افتخار حسېن وئیلي دي، پاکستان کښې چې عملاً پۀ باقاعده توګه مذهبي انتها پسندۍ ته لاره ورکړې شوه نو زمونږ د بیانیې مخنیوي د پاره ټولو نه وړومبے ارباب سکندر خان خلیل شهید کړے شوے ؤ. مونږ د هغې ورځ نه تر نن ورځ پورې د ترهګرۍ او انتهاپسندۍ پۀ ضد ولاړ یو خو داسې عجیبه خلقو سره مو ژوند دے چې د نېشنل اېکشن پلان نه ئې هم ټوقه جوړه کړې ده او داسې عجیبه عجیبه خبرې کوي چې لنډ مثال ئې د فېصل واوډا دے چې د عمران خان تللو کښې پسې د دین نه هم تېر شي!!! هغۀ زیاته کړه چې اسټېبلشمنټ د احتساب لاره کښې خنډ دے او ځکه مونږ وینو چې نېب حقیقي کېسونو کښې خو پۀ ټپو ناست دے خو جعلي مقدمو ته مړنے دے. هغۀ ووې چې ارباب سکندر خان خلیل د یو سوچ او تحریک نوم دے او چا چې د هغۀ مرګ تابیا کړې وه، د هغۀ قاتل له ئې لار ورکړې وه، هغوي دې وویني چې ارباب صاحب نن هم زمونږ منځ کښې د یو سوچ او تحریک صورت کښې ژوندے دے. د افغان فساد د شروع کېدو پۀ اوائلو کښې د ارباب سکندر خان قتل ته باچا خان بابا سیاسي قتل وئيلے ؤ او مونږ نن هم پۀ دې عقیده ولاړ یو چې پاکستان کښې جهاد، فساد او رد الفساد هر څۀ سیاسي دي.

د عالمي برادرۍ لۀ خوا حکومت باندې راغلي فشار نه پس طالبانو له دفترونه او مراعات غوښتونکو چې د نېشنل اېکشن پلان سرینده غږول شروع کړي دي؛ پۀ دې اړه ښاغلي اېمل ولي خان وئیلي دي، وزیر اعظم سیکیورټي رسک دے او د کالعدم تنظیمونو سره ئې اېن اٰر او کړې ده او ملک کښې موجود پینځۀ اویا نه زیاتو کالعدم تنظیمونو باندې ئې ځان شپېلے کړے دے خو پۀ دوه تنظیمونو کاغذي کاروایۍ کولو باندې نړۍ ته سترګو کښې رانجۀ اچوي. هغۀ زیاته کړه، صرف پۀ سوشل میډیا شپږ دېرش تنظیمونه منظم کار کوي خو د حکومت د خولې نه مجال شته چې چوڼ قدرې وځو. د حکومت د وزیرانو او نمائندګانو ویډیوګانې داسې ښکاري لکه چې دوي د دغه تنظیمونو ترجمانان وي.

د حکومت لۀ خوا ګردو د پېوندکارۍ سرکاري علاج د واپس اخستو اعلان او د صحت مد کښې د پرائیوېټائزېشن ګامونو باندې د نیوکې کولو پۀ وخت ښاغلي امیر حېدر خان هوتي وئیلي دي، د اے اېن پي حکومتي دوره کښې د ویړیا پېوندکارۍ د پاره لس کروړه روپۍ ورکړې شوې وې خو موجوده اولس دښمنه حکومت دې مد کښې د انتهائي بې حسۍ مظاهره کوي چې د هغې لۀ کبله د ګردو مریضانو کښې کال پۀ کال د پینځلسو نه تر شل فیصدو اضافه کېږي.

پېښور کښې د ګېس د منصوبې د افتتاح دستوره کښې د ځائي ېم پي اېز لسټ نه خپل نوم ویستو باندې رد عمل کښې اغلې ثمر بلور وئیلي دي، دا منصوبه پینځۀ کالو نه بانډه وه خو حکومت سترګې پټې کړې وې. د بیوروکراسۍ او ګورنر سره د اختیاراتو جنګ کښې وزیر اعليٰ نه رو ګودر خطا شوي دي او اوس خپله پوزه جوړولو د پاره اپوزیشن باندې پښې ږدي. هغې زیاته کړه چې وزیر اعليٰ یو ګوډاګے چیف ایګزېکټیو دے او پۀ پردو منصوبو خپل نوم لیکلو سره هغه د اولس بائیللے باور نۀ شي ګټلے.

وزیرستان ته د وزیر اعلیٰ د دورې تناظر کښې پۀ هنګو کښې یو اجلاس ته د وېنا پر مهال ښاغلي سردار حسېن بابک وئیلي دي، عوامي نېشنل پارټي د غازیانو او شهیدانو پارټي ده او مونږ دا جرأت لرو چې د ترهګرۍ او انتهاپسندۍ پۀ ضد پۀ ډانګ پئیلې خبره وکړو خو وزیر اعليٰ چې وزیرستان ته دوره وکړه نو د پښتو دعويٰ کوونکي پښتنو ته پۀ اردو ژبه تقریر وکړو. مونږ پۀ دې خبره پوهه یو چې وزیر اعليٰ صاحب پۀ اردو کښې تقریر کولو نو دا ئې پښتنو ته نۀ کولو. محمود خان د ډنډو او ډانګورو پۀ زور د صوبې وزیر اعليٰ شوے دے او دغه خبرې ئې ډنډو او ډانګورو ته کولې. عوامي نېشنل پارټي د پښتنو پۀ زړونو کښې ده او څوک ئې د پښتنو زړونو نه ویستلې نۀ شي. مونږ به هر حال کښې د پښتنو د حقونو جنګ ته پۀ مېدان ولاړ یو او دا خبرې به خپلو خلقو سره پۀ جرګو کښې پۀ جلسو کښې پۀ پښتو کښې کوو او نورو سره به ئې اسمبلیو کښې او پۀ اردو کښې کوو.

د پښتو ژبې نوموړے شاعر زرین پرېشان پۀ یوولسم مارچ د یوې اوږدې ناروغۍ نه پس لۀ دې پاتې نړۍ سترګې واړولې. ګور ئې لۀ رڼاګانو برجق یه! د عوامي نېشنل پارټۍ لۀ خوا د ښاغلي سید شاهد رضا مشرۍ کښې راغلي وفد د ارواښاد زرین پرېشان پۀ څلي د ملي مشر اسفندیار ولي خان استول شوي ګلونه خوارۀ کړل او تعزیت ئې وکړو. زرین پرېشان د یوې اوږدې ناروغۍ نه پس پۀ حق رسېدلے دے. د هغۀ کورنۍ دغه لړ کښې د زرین پرېشان علاج د پاره هر څۀ پۀ داو ولګول خو لیکلې نېټه بدله نۀ شوه. د ریاض تسنیم او عمر دراز مروت نه پس د زرین پرېشان مرګ یوه لویه المیه پۀ دې ده چې دوي بې وسۍ کښې پۀ خونړو رنځونو پرېوتي وو او د دوي روغتیا د پاره مونږ سره هېڅ باقاعده انتظام یا منصوبه نشته. د صوبې حکومت چې کومې دېرش زره روپۍ اعزازیې شروع کړې وې، هغه ئې هم بندې کړې دي او پۀ میډیا د راغلو رپورټونو باوجود هم حکومت څۀ کش کړپ نۀ دے کړے. ‘پښتون’ ډېر پۀ ذمه وارۍ سره وائي چې د خپلې ژبې او خاورې روزونکي او پالونکي چې کله پۀ داسې بې وزلۍ کښې مري نو دا داسې وي لکه چې مونږ د دوي د خدماتو عوض کښې د دوي قتل کوو. کۀ اوس هم دې لړ کښې څۀ تابیا ونۀ شوه نو مونږ به خپلې ژبې او خپلو راتلونکو نسلونو ته پړۀ یو.

پۀ داسې حالاتو کښې چې حکومت کله سول اعزازونه ورکول نو د شهید هارون بلور نوم ئې فهرست کښې شامل نۀ کړو، د اٰرمي پبلک سکول د شهیدانو کورنۍ د شهید هارون بلور کور ودانې ته خپل ژوبل زړونه دلاسې د پاره ایښي دي. هغوي ثمر بي بي ته ووئیل چې د شپاړسم دسمبر د پېښې نه پس څلور کاله وشول خو لا تر اوسه زمونږ پرهرونه تازه دي او مونږ ته انصاف نۀ دے راکړے شوے. اغلي ثمر بلور دوي سره لوظ وکړو چې دغه کورنیو سره به هره مرسته کوي او د دوي غږ به پۀ هر فورم پورته کوي. هغې زیاته کړه، د شهیدانو د وارثانو څړیکې زمونږ شریکې څړیکې دي او د شهیدانو د وینو پور د پاره پۀ نېشنل اېکشن پلان عمل درامد ضروري دے.

د نوموړي شاعر حبیب جالب د تلین پۀ ورځ جاري کړي بیان کښې ملي مشر اسفندیار ولي خان وئیلي دي، حبیب جالب د مزاحمت علامت دے او هغه د خپلو احتجاجي او مزاحمتي نظمونو سره د د سیاسي عمل داسې حصه وه چې جمهوریت دښمنو له ئې خوبونه تښتولي وو. ملي مشر زیاته کړه چې د جمهوریت مضبوطۍ او د جمهوري ادارو استحکام د پاره د میثاقِ جمهوریت فروغ ډېر زیات ضروري دے. تر څو چې جمهوري قوتونه یو غږ شوي نۀ وي، د اولسواکۍ خوب رښتونے کېدے نۀ شي.

د بلدیاتي نظام پۀ اړه حکومتي بې حسۍ باندې د خبرو کولو پۀ وخت ښاغلي سردار حسېن بابک وئیلي دي، د ائین د ارټیکل 140 تر مخه باید مقامي حکومتونو ته سیاسي، انتظامي او مالي اختیارات ورکړے شي خو لۀ بده مرغه حکومت د نوو نوو تجربو پۀ ناپوهۍ کښې بلدیاتي نظام پۀ ټپو کښېنولے دے. هغۀ زیاته کړه چې باید راتلونکو بلدیاتي انتخاباتو د پاره د تعلیم شرط هم لۀ منځه یوړل شي او دا پۀ ګوندیز بنیادونو وشي. هغۀ ووې، مونږ مطالبه کوو چې مجوزه بلدیاتي نظام دې قائمه کمېټۍ او د اولس نمائندګانو ته مخې ته راوړے شي او د نوو نوو کاغذي تجربو پۀ بنیاد چې حکومت هره ورځ پۀ قوانین کښې کوم ترمیمونه کوي، دې نه څنډه وکړي.

هر څو کۀ اردو اخبارونو کښې دا خبرونه خورېږي چې ګنې د ګرے لسټ پۀ حواله حکومت د FATF ګیلې ماتې کړې دي خو دا یو حقیقت دے چې لا تر دې دمه پۀ شپږ پنځوس کښې نهه نکتو باندې بحث شوے دے. دې لړ کښې د عوامي نېشنل پارټۍ مرکزي سېکرټري اطلاعات زاهد خان وئیلي دي، د کالعدم تنظیمونو پۀ حواله حکومت خړو اوبو کښې ړاندۀ مهیان پرېښي دي او د ترهګرۍ پۀ ضد د اویا زره خلقو قربانیو ته ئې سپک کتلي دي. هغۀ وئیلي دي، د عمران خان نۀ خولۀ خپله ده او نۀ خبرې، پرون ئې کالعدم تنظیمونو له دفترونه غوښتل او نن د نېشنل اېکشن پلان خبرې کوي خو عملي ګام نۀ اخلي. هغۀ زیاته کړه، بد قسمتۍ نه څوک چې هم پاکستان کښې د پالیسۍ پۀ ضد خبره کوي نو هغۀ ته غدار وئیل کېږي. باید اوس دا روایت بدل کړے شي او د ملکي حالاتو تناظر کښې د سنجیدګۍ مظاهره وکړې شي.

د غني خان د تلین پۀ دستوره کښې ملي مشر اسفندیار ولي خان خپله وېنا کښې وئیلي دي، د خوشحال خان خټک نه پس غني خان هغه یواځینے شاعر دے چې د دنیا او اخرت پۀ حواله ئې نوي سوالونه مخې ته راوړي دي. هغۀ پښتو شاعرۍ کښې ځان د پاره یو ځانګړے رنګ او روایت خوښ کړي وو چې تقلید ئې د هر چا د وس خبره نۀ ده. هغۀ زیاته کړه، غني یو تجربه کار انجینئر ؤ او زۀ چې هغه لولم نو داسې محسوسوم لکه چې هغۀ د کائناتو ساخت او رنګ او نُور ته د یو انجینئر پۀ سترګو کتلي وي او بیا ئې شاعرۍ، مصورۍ او مجسمه سازۍ کښې د هغې انعکاس کړے وي. ملي مشر زیاته کړه چې غني خان پۀ خصوصي توګه ما سره ډېره مینه کړې ده او هر قسم حالاتو کښې ئې ما له لاس راکړے دے.

شانګلې نه عوامي نېشنل پارټۍ د صوبائي اسمبلۍ غړي ښاغلي فېصل زېب خان اسمبلۍ کښې یو ‘توجه دلاو نوټس’ جمع کړے دے چې پۀ غېر ضروري طور شانګله ضلع کښې مختلفو اسامیو باندې د بهر ضلعو نه ملازمان بهرتي کولے شي. هغۀ زیاته کړه چې د ډرائیور او نائب قاصدانو پوسټونو باندې هم کۀ نورو ضلعو ته نوکرۍ ورکول کېږي نو بیا احتجاج د شانګلې د اولس حق دے او مونږ به د دې احتجاج هر ډول ملاتړ کوو. هغۀ زیاته کړه، شانګله یوه وروستو پاتې سیمه ده، د دې ځاے خلق د ملک نورو برخو کښې مزدوریو د پاره ځي او لږه موده کېږي چې د سندهـ او پنجاب نه د قولې د کانونو کنستونکي مړۀ شانګلې ته راوړل شوي وو خو د دې باوجود هم پۀ ځاے د دې چې د شانګلې خلقو سره زیاتي مرستې شوې وې، حکومت مختلفو محکمو کښې د نورو ضلعو نه بهرتیانې کوي او د شانګلې د ځائي خلقو حق وهي.

تېره میاشت نیوزي لېنډ کښې د یو مذهبي انتهاپسند لۀ خوا پۀ جومات کښې د نمونځ ګزارو د قتلِ عام پۀ ضد د ټولې نړۍ امن دوسته او امن پاله خلق غمژن وو. د عوامي نېشنل پارټۍ لۀ خوا د دغه پېښې غندنه او غم ځپلو کورنیو سره د خواخوږۍ څرګندونه وشوه. د عوامي نېشنل پارټۍ مرکزي صدر اسفندیار ولي خان، مرکزي مشر سېکتر میا افتخار حسېن او د ټولو صوبو صدرانو او د پارټۍ ذیلي تنظیمونو پۀ دې پېښه د غم څرګندونه کړې ده او دغه پېښه ئې غندلې ده. مختلفو بیانونو کښې دوي ووئیل چې مونږ د باچا خان بابا د عدم تشدد د مفکورې خلق د دنیا پۀ یوه خوا هم جنګ، دهشتګردي او انتهاپسندي نۀ غواړو. مونږ د ژبې او نظر تر حده هم د تشدد خلاف یو. مذهبونه مینه، رحم، برداشت او ورورولي انسانانو ته ښائي خو د جنګونو امدن ته ناستو قوتونو مذهبونو نه د جنګ وسیله جوړه کړې ده. دوي ووئیل، د امن دعويٰ کښې زمونږ خپلې وینې بهېدلې دي، دولس سوه نه زیات د عوامي نېشنل پارټۍ کارکنان او مشران د تیغه تېر شوي دي خو د جنګونو خلاف ئې خپل غږ پورته کړے دے. دې وخت کښې باید دنیا د ترهګرۍ خلاف اتحاد وکړي او د انتهاپسندۍ او دهشتګردۍ خلاف منظم کوشش وکړي. دوي ووئیل، د عبادت ځایونو ته خلق د خپل روحاني تسکین او معرفت لټون کښې راځي او چې عبادت خانې هم محفوظې وي نو بیا به دانسانیت لاپې وهونکي څۀ جواز وړاندې کوي؟ یاده دې وي چې د نیوزي لېنډ د حکومت لۀ خوا د دې پېښې مخې ته راتلو سره هلته حکومت او پۀ خصوصي توګه وزیر اعظمې جسېنډا، سرکاري ادارو او اولس پۀ یو غږ د ترهګر غندنه وکړه. هلته نۀ څۀ مذهبي خلقو دې د پاره جوازونه ولټول او نۀ فوجي مشرانو اخبارونو کښې غټې غټې سرخیانې لګولې؛ ټول نیوزي لېنډ پۀ یو مخ، یو غږ او یو ګام د ترهګرۍ غندنې او د غمځپلو کورنیو ډاډګیرنې ته ودرېدل او لږو ورځو کښې د دهشتګرد پۀ ځاے اغلې جسېنډا پۀ میډیا خوره شوه. هلته ‘دو نهین اېک نیوزي لېنډ’ دے نو ځکه حکومت او اولس پۀ یوه پاڼه دي )فوج خو کله هم پۀ ازادو ملکونو کښې څۀ مشروټي وشروټي ځکه نۀ کوي چې کۀ خپل کار سره کار نۀ لري نو د سروسز اېکټ تر مخه ورسره معامله کېږي(. دلته همېشه ‘اېک نهین دو پاکستان’ وي – سمو د پاره دوزخ پاکستان او ورانو د پاره سایۀ خداے ذو الجلال.

ښاغلي سردار حسېن بابک نوو ضلعو کښې د تنظیمونو د ټاکنو پۀ لړ کښې یو وفد ته د وېنا پر مهال وئیلي دي، دا د عوامي نېشنل پارټۍ سیاست دے چې یو خوا ئې د ځان نه پۀ تاریخي جبر شوکېدلې سیمې بیا ځان سره کړې او اوس به دغه تسلسل کښې د دې خاورې خلقو ته دا حق هم حاصل شي چې خپل ځان له حکمرانان پۀ خپله وټاکي. دا انتخابات د عوامي نېشنل پارټۍ د بیانیې ګټه ده. مرکزي او صوبائي حکومت د ائین نفاذ او د انتظام سول لاسو کښې اخستلو نه بچ کېدو د پاره هر ممکن کوشش کوي او بیا د اولس د غولولو کوشش هم کوي خو اولس هم تپوس کوي چې قبائلي اضلاع د پاره اعلان شوې سل اربه روپۍ چرته تلې دي او څوک پرې غلي شوي دي؟ د قبائلي سیمو خلق ویني چې هلته اوس هم بنیادي حقونه نۀ دي ورکړے شوي او هلته د لېنډ مائنونو چاودنو کښې خلق وژل کېږي. هغۀ زیاته کړه، زمونږ نعرې صرف سیاسي نعرې نۀ وي، د دې پۀ شا پوره سیاسي نظام پروت وي او کومو خلقو چې پرون پورې د پښتونخوا نامه نۀ زغمله، نن د پښتونخوا د نامې او د قبائلي علاقو د پښتونخوا سره انضمام باندې برېت تاوهي.

ښاغلي زاهد خان پۀ افغانستان کښې د مؤقت حکومت حق کښې راغلي د عمران خان بیان پۀ سختو ټکو غندلے دے او دا ئې د ګاونډي هېوادونو پۀ داخلي معاملاتو کښې مداخلت بللے دے. ښاغلي زاهد خان وئیلي دي، ښکاري چې اوس هم افغانستان خپله پینځمه صوبه ګڼل د دوي پۀ مزغو کښې پراتۀ دي. حکومت او اسټېبلشمنټ باید پښې پۀ زمکه کېږدي او دا ومني چې نن هم پۀ دې خوي د ګاونډي هېوادونو تعلقات پاکستان سره ښۀ نۀ دي او پاکستان پۀ ګرے لسټ کښې اچول شوے دے. هغۀ دا بیان افغانستان طالبانو ته د سپارلو د خواهش اعلان وبللو او وې وئیل، خپل ملک کښې د طالبانو د وېرې نه د دفترونو او حکومت کښې د حق خبره کوونکي د افغانستان پۀ حقله داسې بیان ورکوي نو دې نه ثابتېږي چې ملک د کومو شودګانو پۀ لاسو ورکړے شوے دے.

د اٰئي اېم اېف سره د کېدونکې معاهدې حکومتي اعتراف او د بجلۍ، ګېس او نورو څیزونو نرخونو کښې د مازغۀ شکوونکې اضافې رد عمل کښې اغلې ثمر هارون بلور وئیلي دي، د تبدیلۍ او ملک پۀ خپلو پښو د ودرولو لاپې ویشتونکو ملک د اٰئي اېم اېف او نورو مالي ادارو سره ګاڼه کړو. د بجلۍ سبسډي ختمولو سره حکومت خپله اولس دښمني نوره هم شکاره کړې ده او د ګرانۍ شرح پۀ سلو کښې څلوېښت برخې ختلې ده. عجیبه وزیر اعظمي او حکومت دے چې د محکمو وزیران ګوډاګي دي او د سپریم کورټ نه سند یافته نا اهلان د محکمو غېر اعلانیه مشیران شوي دي.

اسلام اباد کښې د پاکستان پیپلز پارټۍ پۀ ورکرانو د حکومتي تشدد رد عمل کښې ملي مشر اسفندیار ولي خان وئیلي دي، چا چې څلور میاشتې اسلام اباد له مرۍ نیولې وه، نن هغوي یو وخت احتجاج هم زغملے نۀ شي. ملک د غېر جمهوري رویو متحمل کېدے نۀ شي او باید حکمرانان اپوزیشن وزغمي. هغۀ زیاته کړه، د پیپلز پارټۍ کارکنانو باندې شوے تشدد د افسوس وړ دے. د اصف علي زداري او بلاول خلاف کېسونه پۀ کوم جواز د کراچۍ نه اسلام اباد ته وړل کېږي؟ کوم خلق چې د حکومت سره دي نو هغوي ته ښکاره جاره استثنٰي ورکړې شوې ده او اپوزیشن ته د احتساب چاړۀ تېره کړې شوې ده. هغۀ ووې، مونږ به کله هم دا مارشل لائي رویه ونۀ زغمو او پۀ حکومت ئې غږ وکړو چې د اپوزیشن د برداشت ماده ځان کښې پېدا کړي. پۀ یوه جمهوري ټولنه کښې څوک هم چا نه د احتجاج حق تروړلے نۀ شي.

قوم پرست مشر سلیم خان ایډوکېټ د لطیف لالا، میا افتخار حسېن، سردار حسېن بابک او اېمل ولي خان لۀ خوا د شوې جرګې درناوي کښې پۀ عوامي نېشنل پارټۍ کښې د شاملېدو اعلان کړے دے. دې لړ کښې به پۀ پینځم اپرېل صوابۍ کښې یوه درنه جلسه کېږي چې ملي مشر اسفندیار ولي خان به پکښې خپله ګډون کوي.

د حکومت لۀ خوا د شهید راشد حسېن د قاتل د خوشي کولو د پاره د لارې ویستلو پۀ نیت یو ثمن ښاغلي میا افتخار حسېن ته لېږلے ؤ چې د دې رد عمل کښې ښاغلي میا افتخار حسېن وئیلي دي، حکومت یو خوا د عالمي فشار تناظر کښې پۀ نېشنل اېکشن پلان د عمل درامد خبرې کوي او بل خوا عملاً د دهشت ګردو ملاتړ کوي. زما د زوي قاتل یواځې زما د زوي قاتل نۀ ؤ بلکې د دې قام د نورو بچو پۀ وحشیانه قتل کښې ئې هم برخه لرلې ده. قیوم او د هغۀ ملګرو نۀ یواځې د راشد حسېن د وژلو اعتراف کړے دے بلکې نور د دهشتګردۍ کېسونه ئې هم منلي دي نو کۀ حکومت د دې د پاسه هم د هغۀ د ویستو لارې راوباسي او پۀ ما پښې دربوي نو بیا د نېشنل اېکشن پلان او د فوجي عدالتونو فائده څۀ ده؟ هغۀ زیاته کړه، د قاتل شناخت هم شوے دے او هغۀ د جرم اعتراف هم کړے دے، بیا هم نهه کاله وشول خو حکومت مجرم ته پهانسي نۀ ورکوي. پۀ مشر حاجي بلور حمله کوونکے دهشتګرد هم ازاد کړے شوے دے. داسې ښکاري چې حکومت د توې شوې وینې د پاره هېڅ جذبات نۀ لري او عملاً د دهشتګردۍ خلاف هېڅ اېکشن اخستو ته تیار نۀ دے.

د عمران خان د پاره د نوبل پرائز د مطالبې د بېن الاقوامي لطیفې مخې ته راتلو نه پس مشر حاجي غلام احمد بلور خپل یو جاري کړي بیان کښې وئیلي دي، نوبل پرائز د ادارو لاس کښې نۀ دے چې څۀ rigging به وکړي او عمران خان له به نوبل پرائز ورکړي. کۀ د نوبل پرائز ورکول د امن او انسانیت خدمت کولو باندې وي نو باید د نیوزي لېنډ وزیر اعظمې جېسنډا ارډن ته دغه جائزه ورکړې شي ځکه چې د دهشتګردۍ د یوې بد ترینې واقعې نه پس چې هغې د متاثره مسلمانانو زړونه څنګه وساتل او د کوم عمل مظاهره ئې وکړه، هغه د تقلید وړ ده. د نیوزي لېنډ پارلېمان کښې د قران تلاوت او د شهیدانو کورنیو سره د یکجهتۍ اظهار پۀ داسې ډول وشو چې د هغوي زړونه ئې ملهم کړل. هغۀ زیاته کړه، دلته خو د جنتونو پلاټونه وېشلو د پاره مسلمانان راپاڅي او د مسلمانانو قتل عام کوي – دغه خلقو د پاره د دفترونو او اختیاراتو کښې د شراکت غوښتنه کوونکي ته به نوبل پرائز څوک پۀ څۀ جواز ورکوي؟

درې ویشتم مارچ هم تېر شو خو د بي اٰر ټي پرانسته ونۀ شوه!!!

دا هغه بي اٰر ټي ده چې نوروصوبو کښې به ورته عمران خان جنګله بس وئیل. دوي به وئیل، دا درله پۀ پینځلس اربه کښې جوړوو، خو ځکه ئې نۀ جوړوو چې مونږ پۀ انسانانو انوسټمنټ کوو پۀ جنګله بسونو نۀ کوو. بیائې د شپږویشت اربه روپیو د بي اٰر ټي اعلان وکړو، بیا ئې ورته پېسې اتۀ څلوېښت اربه کړې، بیا شپېتۀ، بیا اتۀ اتیا او اوس ترې ‘شي’ شپږ شلې اربو ته خولۀ اچولې ده. شپاړس ځله خو نقشې بدلې کړې شوې. د بي اٰر ټي د افتتاح تاریخونه هم چې دوي نه څوک تپوس وکړي نو نوے ورکړي. وه د فوج، نېب او الېکشن کمېشن نیازبینو! اېغ نېغ ‘اونتیس فروري’ ووایئ نو څلور کاله کښې یو ځل راځي. اوس خو د نوې نه خبر شئ! لږ څۀ چې ئې جوړ کړي وو، هغې کښې بس نۀ راځي اوتازه اطلاع ده چې بسونه راځي نو ورونه ئې بهر ته دي، جنګلې سره به ډغره وهي. فوج خو ځکه څۀ نۀ وائي چې کمپنیانې ئې بي اٰر ټي جوړولو کښې بوختې دي، نېب ځکه څۀ نۀ وائي چې هغه کمپنیانو واله د خوي نه ښۀ نۀ دي او عدالت سوموټو اېکشن ځکه نۀ اخلي چې باجوه صاحب د خوي نه تریخ دے. تېره میاشت د پېښور د مختلفو تنظیمونو او سیاسي پارټیو د مشرانو جرګې دې لړ کښې خبرې اترې کړې دي. د عوامي نېشنل پارټۍ د طرف نه پارلېماني لیډر ښاغلي سردار حسېن بابک دغه جرګه کښې ګډون کړے ؤ. د حکومت د ‘سافټ لانچ’ وعده هم یو ټرن شوې ده. وزیر اعليٰ ورته درې کاڼي عمران خان غورځولے دے چې زۀ خو پکښې نۀ یم. پروېز خټک د ابهے نندن سرکلي له تلے دے. پۀ ایمان کۀ ادارې لږې هم ازادې وې، د پي ټي اٰئي انټرنېشنل لعنت د پاره یوه بي اٰر ټي هم کافي وه. خو بس جے هو ډنډے والے سرکار کي.

د چین بیجنګ ښار کښې د سي پېک پۀ حواله شوي یو کانفرنس کښې د صوبائي اسمبلۍ غړې اغلې شګفته ملک وئیلي دي، مونږ د سي پېک ملاتړ کوو او دا د پاکستان او چین تر منځه د ترقۍ د یو نوي سفر اغاز ګڼو خو باید پښتانۀ د دې منصوبې د ګټې نه بې برخې نۀ کړے شي. هغې وئیلي دي، د سي پېک د مغربي روټ تعمیر سره د پښتونخوا د هاغه سیمو ترقي تړلې شوې ده چې د ترهګرۍ اور کښې هم دهشتګردۍ تالا ترغه کړي دي او هم ئې اپرېشنونو کښې هر څۀ بائیللي دي. هغې خپله وېنا کښې د چین پۀ حکومت غږ وکړو چې د دې منصوبې کامیابۍ د پاره د حکومت تر څنګه د سیاسي پارټیو او خصوصاً د قام پرست ګوندونو دریځ د نظر نه ونۀ باسي. د قبائلي ضلعو اولس د یو اوږد جنګ نه پس امید لري چې د مغربي روټ تعمیر سره به هغوي د اقتصادي ستونزو مقابله کولو د پاره مواقع ومومي او باید دغه مواقع د هغوي نه ونۀ تروړلې شي.

پخواني وزیر اعظم نواز شریف ته د ضمانت ملاوېدو او د برېګېډیر اسد منیر خودکشۍ باندې راغلي بیان کښې ښاغلي زاهد خان وئیلي دي، مونږ د نواز شریف ته ضمانت ورکول یو ښۀ اقدام ګڼو، هغه ناروغه ؤ او دا ئې حق جوړېدو. عدلیه چې ازادې فېصلې کوي نو دا ښه خبره ده. باید دا عدالتونه د نېب پۀ کردار هم نظر وکړي. سپریم کورټ تر دې دمه د اسد منیر معامله کښې څۀ ګام نۀ دے پورته کړے. برېګېډیر اسد منیر خپل لیکلي خط کښې نېغ پۀ نېغه پۀ نېب الزام لګولے دے او باید دې لړ کښې د هغۀ لواحقین مطمئن کړے شي.

د ‘پښتونخوا جمهوري اتحاد’ یو وفد عوامي نېشنل پارټۍ ته دغه اتحاد کښې د شمولیت کولو بلنه ورکولو د پاره د سکندر حیات شېرپاو مشرۍ کښې باچا خان مرکز ته راغلے ؤ. د باچا خان مرکز لۀ خوا ښاغلو میا افتخار حسېن، لطیف لالا او سردار حسېن بابک دغه وفد سره لیدل وکړل. میا افتخار حسېن د مرکزي ستر سېکتر پۀ حېث دغه نکاتو باندې وفد سره خبرې اترې وکړې او د بیا لیدو عندیه ئې ورکړه. میا افتخار حسېن پۀ دې موقع ووئیل، پښتنو چې د کومو ستونزمنو حالاتو سره مخ دي، دې حالاتو کښې باید سیاسي قیادت یو ځاے شي او د دې ستونزو د حل لارې راوباسي. مونږ د پښتنو پۀ یو والي باور لرو او تېر الېکشن نه پس هم زمونږ مشر اسفندیار ولي خان تر ټولو اول د سیاسي قیادت د اتحاد غږ کړے ؤ.

پۀ څو ورځو کښې پۀ دوېم ځل چې عمران خان افغانستان کښې د مؤقت حکومت د حمایت خبره وکړه نو ملي مشر اسفندیار ولي خان د عمران خان دغه بیان د افغان مفاهمتي عمل د ناکامه کولو کوشش وبللو.ملي مشر ووئیل، خپل ملک کښې د مېنډېټ غلۀ د افغان اولس د مېنډېټ توهین پۀ کومو سترګو کوي؟ د نورو ملکونو پۀ معاملاتو کښې مداخلت نن پۀ داخله او خارجه امورو کښې پاکستان د سختو حالاتو سره مخ کړے دے. ملي مشر زیاته کړه، د کپتان خبره د افغان حکومت سائیډ لائن کولومذموم کوشش دے او د عمران خان خبرو نه دا نۀ ښکاري چې ګنې دے دغه وخت د پاکستان وزیر اعظم دے، بلکې هغه د طالبانو رسمي ترجمان ښکاري. ملي مشر ووئیل، عوامي نېشنل پارټي د ټولو ګاونډي هېوادونو سره د ښو تعلقاتو پۀ حق کښې ده، مونږ د داسې کومې خبرې مرسته نۀ کوو چې هغه د نوروملکونو معاملاتو کښې مداخلت کوي. وروستو کۀ د خبرو صفایانې کېږي نو هغې نه ښه ده چې اول نه محتاط او سنجیده بیانیه خپله کړې شي.

واڼا کښې شوي پرېس کانفرنس کښې ښاغلي سردار حسېن بابک وئیلي دي، د ګومل زام ډېم رائلټي د جنوبي وزیرستان د اولس قانوني حق دے. جنګ ځپلي وزیرستان او نورو قبائلي ضلعو کښې پکار ده چې حکومت تباه حال املاک پۀ ترجیحي بنیادونو تعمیر کړي او اېن اېف سي اېوارډ کښې دې سیمو د پاره مختص شوې درې فیصده حصه فوراً جاري کړي. هغۀ وئیلي دي، ګرداوۍ چېک پوسټ باندې د جنوبي وزیرستان اولس کړول کېږي، باید حکومت اولس د پاره اسانتیاوې پېدا کړي. هغۀ د بارودي مائنونو نه د واڼا د سلګونو خلقو خصوصاً تور سرو او ماشومانو معذورۍ باندې سخت احتجاج وکړو او غوښتنه ئې وکړه چې دې سیمو نه دې د دغه مائنونو صفائي وکړې شي. هغۀ وئیلي دي، د قبائلي ضلعو اولس د مرجر نه پس هم د زړو مشکلاتو ولقه کښې دي، بلاک شناختي کارډونو او چېک پوسټونو د هغوي ژوند اور کړے دے. هغۀ غوښتنه وکړه چې د ترهګرۍ جنګ کښې وژل شوو د پاره دې د شهداء پېکج اعلان وکړےشي او انګور اډه راهداري دې تجارتي مقاصدو د پاره پرانستې شي.

‘ولي باغ’ کښې د صوابۍ نه راغلو د تحصیل او ضلعي کابینو د عهدېدارانوسره د خبرو اترو پر مهال ملي مشر اسفندیار ولي خان وئیلي دي، ملک کښې عجیبه صورت حال روان دے. د پي ټي اٰئي وزیران او مشران د خپلو حلقو اولس سره د سترګو لګېدلو نه وتلي دي خو د نېب پۀ ډانګي د وېرې لا پي ټي اٰئي کښې ناست دي. د نېب چئیرمېن ملم جبه اراضي سکېنډل او بي اٰر ټي غوندې د مېګا کرپشن پۀ کېسونو سترګې پټې کړې دي. عجیبه خبره خو دا ده چې د علیمه خان د بې نامي جائیدادونو تحقیقات د پاره د جے اٰئي ټي جوړولو نه هم ډډه کېږي. مونږ پسې چې بهر ملکونو کښې د جائیدادونو کومې پراپېګنډې کېدې، زۀ عمران خان ته وایم چې اوس خو صوبه کښې هم ستا حکومت دے او مرکز کښې هم، زور به دې ګورم چې کۀ د دروغو کېس راباندې هم جوړ کړے شې!!! زۀ البته دا حق لرم چې تا به کوم جائیدادونه او اثاثې زما یادولې نو چې د هغې مطالبه درنه وکړم. هغۀ زیاته کړه، حکومت د پنځوس لکهه کورونو جوړولو خبره کړې ده، زۀ ورته وایم چې تۀ دغې نه مخکښې وزیرستان کښې وران شوي کورونه، مارکیټونه او انفراسټرکچر تعمیر کړه – دغه علاقو ته د هغوي د پاره مخصوص شوے رقم ورکړه. ملي مشر پۀ غوڅو ټکو ووې چې عمران خان ته د افغان حکومت د قسمت د فېصلې کولو هېڅ حق نشته، دا فېصله به افغان اولس کوي. ملي مشر دا هم ووئیل چې حکومت د خپلې نا اهلۍ او ناکامۍ پټولو د پاره د اتلسم ائیني ترمیم خلاف سازشونه کوي. مونږ خبر یو چې دوي ته هم د دغه اتلسم ترمیم د ختمولو مخصوص ایجنډې د پاره اقتدار ورکړے شوے دے خو مونږ به کله هم دې کښې د څۀ بدلون اجازت ورنۀ کړو او هر ډول مزاحمت به ئې کوو.

مشر حاجي غلام احمد بلور د اتلسم ائیني ترمیم پۀ حقله د عمران بیان ملک سره غداري بللې ده او وئیلي ئې دي چې اوس د مېلې ټګانو د مار پټې پښې ښکاره کړې. عمران خان ته چې د اتلسم ترمیم ختمولو کومه ذمه واري سپارلې شوې ده، دا ټټو دې پۀ سیوري وتړي چې ګنې مونږ به دغه قام دښمنه او ملک دښمنه ایجنډه پوره کېدو ته پرېږدو. هغۀ ووې، د ون یونټ سره مونږ نه هغه حقونه هم اخستل شوي وو چې انګرېزانو راکړي وو او تر اوسه پورې عملاً صوبو ته خپل حقونه ورنۀ کړے شول.

ښاغلي میا افتخار حسېن اسلام اباد کښې د پښتون سټوډنټس کونسل دستورې ته د وېنا پۀ وخت وئیلي دي، مونږ به کله هم د دهشتګردو د سرپرستۍ کوونکو دوړه دباو نه ونۀ وېرېږو. زما د زوي قاتل د جرم اعتراف کړے دے خو بیا هم اووۀ کاله وشول او قاتل ته سزا نۀ ورکولې کېږي. کۀ حکومت دهشتګردو سره همدردۍ لري او هغوي له تحفظ ورکوي نو یا د نېشنل اېکشن پلان څۀ حېثیت پاتې کېږي؟ هغۀ زیاته کړه چې سیمه کښې د امن راوستو د پاره عوامي نېشنل پارټۍ قربانۍ ورکړې دي او دې لړ کښې هېڅ ابهام نۀ لري. هغۀ ووئیل، مونږ د عدم تشدد خلق یو او پۀ عدم تشدد د خپل برداشت نه زیات عمل کوو خو داسې ښکاري چې دوي مونږ تشدد ته راپاروي. هغۀ زیاته کړه، افغان امن عمل یو مهم پړاو ته رارسېدلے دے او دې وخت کښې وړه شان غلطي به هم خداے مۀ کړه مستقبل کښې دا سیمه لویې خطرې سره مخ کړي. مونږ د افغان حکومت د شمولیت نه بغېر د امن دا عمل نیمګړے ګڼو او دې حق کښې یو چې ټول سټېک هولډرز دې د افغان امن مذاکراتو او عمل برخه وي.

عوامي نېشنل پارټۍ د ډسټرکټ بار انتخاباتو کښې د ‘ملګري وکیلان’ کامیابۍ باندې دوي ته مبارکي وئیلې ده او د تعلیم یافته طبقې لۀ خوا د ملګري وکیلان کامیابي ئې د عوامي نېشنل پارټي پۀ پالیسیو د اعتماد څرګندونه ګڼلې ده.