س ب ب او زما تاثرات—حليمه بي بي

دا ليکنه شريکه کړئ

سېده بشری بيګم د تحصيل نوښار په مشهور زيارت نومې کلي کښې په ۱۹۳۲ ء کښې د ميا ازاد ګل کاکا خېل په کور کښې پيدا شوي ده ۔ په دغه زمانه کښې په دي ملک باندي د انګرېزانو حکومت وو او د غلامۍ په دي دور کښې د زنانوؤ لاڅۀ کوې چې د نارينو د تعليم هم  څۀ انتظام نۀ و ۔ دا ځکه چې انګرېزانو هيڅ کله هم دا نۀ غوښتل چې د دې هېواد خلق دې د تعليم په کالو ښائسته شې  او د سېده بشري بېګم خوش قسمتې وه ۔ چې دوي ته په کور کښې يو داسې ماحول ملاؤ شو چې دا د تعليم د محرومۍ د احساس نه محفوظ پاتې شوه ۔ ولي چې د دوي کورنۍ وه دي د اؤوه کالو په عمر کښې قرآن شريف د خپل خاندان يو لوې عالم سره ختم کړو ۔او په ترجمه قرآن شريف او د حديثونو کتابونه ئې د خپل پلار ميا ازاد ګل کاکا خپل سره اووئيل ۔ اردو فارسي او پښتو ليک لوست ئې د ډاکټر ميا لطاف ګل مرحوم سره زده کړي دي د خپلې زمانې ښه عالم او کپورتهلې د ميډيکل کالج سر يافته ډاکټر وو سيده بشري بيګم عمر د اوو کالو وو چې د سرخپوش تحريک ډېر په زور کښې وو او د سرخپوشو هر جلسې ته به دا د خپل نيکه سره تلۀ۔ او په دي کم عمر کښې ئې د ملک د قام سره مينه او د فېرنګيانو نه نفرت پېدا شو ۔ د اتو کالو په عمر کښې دا په ستر شوه او دغه د ملک او قام سره ئې پناه مينه وه چې دوي دري په برکت په کور کښې اردو فارسي او پښتو ليک لوست ذده کړو د دولسو په عمر کښې ي وړومبي مضمون په شريعت باندي او ليکلو چې په کال ۱۹۳۵ کښې په ازاد پښتون کښې چاپ شو د پښتو جينکو په يې وسئ ئې په کال ۱۹۳۷ کښې کښې نامواره جهان الا۶ نوم افسانه اوليکلې۔ چې هم په دغه کال کښې افغان اخبار مبمبي کښې چاپ شوه۔دا دې اخبار اعزازې مريده هم وه۔او په دې کښې به دوي هفته وار مضامين او شعرونه راتلل۔ په دغه زمانه کښې په داسې اخبار او رسالې ادو نه‌ وي نه‌ چې د ‌سيده بشري بيګم د مضمون يا شعر نه به خالې نه وي ۔ او په ادبي دنيا کښې د س ب ب په نوم پېژندلي شې ځکه چې د په هغه وخت کښې د په زنانو خپل نوم نه شوه ښکاره کولېاو کله چې دروي زيدلي نوم کتاب چاپ شو او پېژندګلو پري د دوي رور ميا محمد يوسف کاکا خيل اوليکه نو خلقو ته پته ولګېده چې دا د يوي ښځي نوم دي ۔س ب ب يوه روشن خيال ميرمن ده۔داسې زنانه يه بله پيدا نه شې ۔ او غير فانې ژوند حاصل کړي دي۔بشرا بيګم په خپلو نظمونه او غزلونه کښي د قومې جزبي د انساني د خون ،قيمت ښېګړو مزهب او خصوصاً د زنانوؤ د تعليمي او اخلاقي اصلاح په حقله په يو موثر انداز کښې بيا په اګست کال په ۱۹۳۱ کښې باچاخان په مره خور په لوند خوړ مردان کښي د بائيندو زنانو يو سپا سنا مه پيښ کړه په دي سپا نامه کښې دې دو مېرمنو د باچاخان او د هغه ملګرو ډېر زياته مننه او ستاينه کړي ده۔چې دوي د پښتو ښځو د پرمختګ او د تعليم خبرې کوي۔ د دوي دا دي تحريک په سبب او ده قام راويښ شوي دي او چې کله به د نورو ملکونو ښځه د خپلو نارينؤ سره څنګه په څنک د ازادۍ تحريک کښې ليدلي نو هغه به ورته پخيرو اولو ې کښې خداي ته به يې د دعاګاني کوې چې خدايا داسې وخت به هم چرته نه پښتو کښې راشي او د وطن ازادۍ په څنک کښې برخه واخلي ۔

نورې ليکنې۔۔۔