زيتون بانو د خدائي خدمتګار تحريک ادبي ترجمانه —شبنم بي بي

زيتون بانو د پښتو ادب يو نامتو او زړوره ليکواله وه ـ هغې خپل ټول ژوند د قلم سره تېر کړے وۀ ـ او د ښځو د حقونو ، تعليم ،ازادۍ او ټولنيزو ستونزو پۀ اړه ئې ډېر څۀ ليکلې دي ـ هغې د خپلو ليکنو د لارې خلقو ته دا پېغام ورکړے چې ښځه […]

س ب ب او زما تاثرات—حليمه بي بي

سېده بشری بيګم د تحصيل نوښار په مشهور زيارت نومې کلي کښې په ۱۹۳۲ ء کښې د ميا ازاد ګل کاکا خېل په کور کښې پيدا شوي ده ۔ په دغه زمانه کښې په دي ملک باندي د انګرېزانو حکومت وو او د غلامۍ په دي دور کښې د زنانوؤ لاڅۀ کوې چې د نارينو […]

سيده بشريٰ بېګم يوه زړه وره مبارزه مېرمن—سيما بي بي

ښځې د ټولنې هغه نيمه برخه ده چې د نارينوو سره اوږه په اوږه د ژوند پۀ هر مېدان کښې کار کولې شي-د تاريخ پاڼې داښکاره کوي چې ښځو هم د خپل وطن، قوم او ټولنې د پاره ډېر خدمتونه کړي دي خو له بدمرغه د دوئي نومونه ډېر لږ يادېږي  ۔سيده بشريٰ بېګم د […]

د الف جانې خټکې ژوند او ادبي خدمات—اقراء جبين

الف جان خټکه د کوهاټ ضلعې په احمدي بانډه نومې کلي کښې د غني شاه کره په کال ( 1926) کښې د روژې په شپږمه ورځ پيدا شوه ـ تر اتم جماعته د باقاعده تعليم نه پس په کور شوه د پښتو انرز امتحان  ئې پرائيوېټ پاس کړو او روستو ئې  بېا ايم – اے […]

د خان عبدالولي خان کتاب “رښتيا رښتيا دي ” باندې لنډه تبصره–برهان الدين ناصح

د خدائي خدمتګار بې شمېره غړو ددې تحريک تاريخ او پېښې خوندي کړې دي خو کوم کار چې د باچا خان فرزند خان عبدالولي خان کړې واقعي چې د ستائنې وړ دې ـ پښتانۀ متل کوي « نمر پۀ ګوته نۀ پټېږي » دغه شان د عبدالولي خان ( د سياست نابغه ) دا کاوش […]

ولي محمد طوفان د خدائي خدمتګار غورځنګ—سعيدالله سعيد

ولي محمد طوفان د خدائي خدمتګار غورځنګ چې د پښتون پۀ وينو زوو ئې مښوکه سره ده هغه ګنجي ته به معلوم شي د عقاب انقلاب ژوندون د هڅو، د يرغل او د ناتار نامه ده نصيب ئې ويښ شي د هر قام چې وي نصاب انقلاب ولي محمد د خالصې په سردار ګړۍ کښې […]

د خدائي خدمتګار تحريک باني باچاخان يو تاريخي تقرير—امر خان امېد

پۀ ۱۹۴۵ء کښې چې کله دوېم جنګ عظيم سر ته ورسېدو نو د برطانئې حکومت ټول قېديان رها کړل چې پکښې باچا خان هم رها کړے شو ـ کله چې اتمانزو ته راغے نو پۀ زرګونو خلق ئې لېدو له راغلې وو ، پۀ دغې موقعه باچا خان يو عظيم شان وړاندې کړو چې څۀ […]

تېر شوي، هېر شوي سرتېري—خورشېدانور

کال ١٨٧٧ء کښې چې کله فېرنګې د مومندو د سيمې د دوېزو د علاقې کنړا نومې ځائې کښې خپل په زرګونو سپاهيان، خرۀ، قچر، اسونه، افسران اؤ جرنېلان بائيلل نو چرچل په خپل کتاب “دى هسټرى آف ملاکنډ فيلډ فورس” کښې د پښتون د مېړانې ذکر په دې ټکو کوى. ونسټن چرچل ليکى: “هغوى شايد […]

د مولوي فضل محمود مخفي یادونه او زیارونه—شمس بونېرے

وختونه تحريکونه پېدا کوي، دغه تحريکونه تاريخونه جوړوي او هم دغه تاريخ شخصيتونه رامخې ته کوي او د تاريخ کتونکي دغه شخصيتونه خپل مشران او اتلان ګڼي۔ د پښتنو پۀ خاوره د روښانيانو تحريک، د خوشحال خان جنګونه او د واړو مغلو پۀ ضد عملونه او د پېرنګي پۀ ضد د باچا خان تحريک او […]

خدائي خدمت ګار قاضي عطاءالله—داود قيام

د خدائي خدمتګار تحريک هر يو وګړي داسې سختې زغملي دي چې پۀ لفظونو کښې رانغښتل ناشوني خبره ده – ټول خدائي خدمتګار يواځې د باچاخان او خپل تحريک سره مخلص نۀ وو بلکې هر يو د خپل قام او خپلې ژبې د بقاء د پاره نۀ هېرېدونکې نۀ ستړې کېدونکې مبارزه کوله- پۀ دغه […]