د نړۍ پۀ سیاسي تاریخ چې مونږ نظر واچؤو نو دا خبره ترې څرګنده شي چې دا تاریخ د ظلم و جبر او استعمار خلاف د مزاحمت نه ډک دے۔ بیا چې مونږ د پښتنو د تاریخ جاج واخلو نو د پښتنو تاریخ هم د دې وطن او خاورې د ننګیالو بچو د دې وطن او اولس په دفاع کښې د قربانیو او مزاحمتونو یو اوږد داستان دے ۔ په 16مه او 17مه پېړۍ کښې د روښاني غورځنګ، بیا هم دې وخت کښې د خوشال خان خټک،اېمل خان مومند او دریا خان اپریدي د مغل استعمار Mughal Empire خلاف وسله واله مبارزه د پښتنو د مزاحمتي تاریخ مثالونه دي ۔ 20مه پېړۍ کښې په دې خاوره د پېرنګي استعمار British Empire او بیا د تقسیم هند نه پس د پېرنګي استعمار لاس پوڅو او د هغوي تسلسل خلاف یو مزاحمتي تحریک د تاریخ په رڼا کښې ځلاند دے چې ورته خدائي خدمتګار تحریک وئيل کېږي۔ د خدائي خدمتګار غورځنګ بنسټ د پښتون خاورې اتل خان عبدالغفارخان چې په تاریخ کښې د باچا خان په نوم یادېږي اېښۍ و۔ باچا خان په 1890 کښې د پښتونخوا د چارسدې په یو کلي اتمانزو کښې د بهرام خان کره زیږېدلے و۔ د باچا خان بابا په ذاتي ژوند لیکل زما موضوع نه ده۔ دا هاغه وخت و چې برطانوي استعمار په ټول هند قابض و۔ د ګندمک تړون 1880 او د ډیورنډ تړون 1893 په زریعه یې په وچ زور د پښتنو خاوره قبضه کړه او جعرافیه یې ورله ټوټه ټوټه کړه ۔ باچا خان بابا کښې د قامپرستۍ او خپلواکۍ احساسات ډېر د هلکوالي نه موجود وو۔دا د یوې واقعې څخه ښکاره کېږي،هغه غوښتل چې د خپل مشر ورور ډاکټرخان صېب په شان په پوځ کښې کمېشن واخلي۔ هغه یو ملګري له ملاوېدو له ورغلے و۔ دا هلک په پوځ کښې برتي وو۔ هلته یو پېرنګي افسر د دې هلک په ډېره معمولي خبره بې عزتي وکړه باچا خان چې دا هر څۀ ولیدل نو د پوځ د نوکرۍ نه ئې زړه هم تور شو او د پیرنګي د نسل پرستۍ او ظلم خلاف ئې د مزاحمت کولو جذبې هم راؤپارېدې ۔ په هند کښې د دېوبند مکتبه فکر علماء د انګرېز سخت مخالف وو۔ په دې علماؤ کښې شېخ الهند محمودالحسن، مولانا عبیدالله سندهي او مولوي برکت الله شامل وو۔ باچا خان بابا په خپل کتاب زما ژوند او جدوجهد کښې لیکي چې مذهبي زده کړې مې د دیوبند مکتبه فکر د علماؤ څخه دي او د قامپرستۍ جذبات مې د مولاناابوالکلام ازاد او مولانا ظفرعلي خان د لیکونو د وجې پاخه شول۔ مولانا ازاد به هاغه وخت د الهلال په نامه یو اخبار ویستلو چې ډېر عالمانه اخبار وواو همدغسې د مولانا ظفرعلي خان اخبار زمیندار د هاغه وخت یو انقلابي او قومپرست اخبار وو۔ پولیس او د پیرنګي جاسوسانو به چې چا سره دا اخبار ولیدو نو زنداني کولو به ئې۔ حکومت لخوا په دې اخبارونو سخت بندېزونه وو۔مولوي فضل ربي او مخفي صېب هم د باچا خان ډېر نژدې ملګري وو۔دا ډېر پوهه او عالمان سړي وو۔دا د هاغه وخت حالات وو چې د باچا خان پکښې سیاسي روزنه Political Learning کېدله ۔ په 1914 کښې وړومبۍ نړیوال جنګ ونخښتو۔ یو اړخ ته برطانیه،فرانس او د روس په شانتې طاقتونه وو بلخوا ته جرمني،اسټریاهنګري او خلافت عثمانیه وه۔ لکه څنګه چې برطانیه هند قبضه کړي وو نو د برطانوي هند British India دا فېصله وکړه چې د هندوستان به د اتحادي طاقتونو Allied Forces سره په دې جنګ کښې وي۔د هند اولس لخوا د حکومت د دې فېصلې خلاف غبرګون پېل شو۔حکومت د هند هندوانو او مسلمانانو له دا ډاډ ورکړو چې که چرې په جنګ کښې دوي د جرمني خلاف د برطانیه ملاتړ وکړي نو د جنګ نه پس به هغوي هند ته خپلواکي ورکړي او مسلمانانو ته ئې دا ژمنه ورکړه چې د جنګ نه پس به برطانیه د مسلمانانو عثماني خلاف بحال وساتي ولې چې دوي دښمني خلافت سره نه بلکې خلیفه سره ده۔ د ترکي خلافت سره مسلمانانو مذهبي تړون او د تقدس رشته وه۔ د هند اولس په دې جنګ د برطانیه هر ډول ملاتړ وکړو۔ همدا وخت د شېخ الهندمحمودالحسن، عبیدالله سندهي او حاجې صېب ترنګزو دا فکر و چې برطانیه دا خاوره قبضه کړي مونږه او د جرمانیانو دښمن یو دے نو دا اوس ډېره ښه موقع ده چې مونږ د پېرنګي خلاف د جرمني ملاتړ وکړو او د هند په خاوره هم د دوي خلاف جهاد وکړو۔ د دې جهاد د پاره د صوبه سرحد سره تړلې د پښتنو قبايلي سیمه کښې د مرکزونو جوړولو لړۍ پیل شوه۔خو ولې حالات ډېر زر بدل شول۔افغانستان حکومت په دې جنګ کښې د نیوټرل Neutral پاتې کېدو اعلان وکړو۔د هند لویو سیاسي ګوندونو لکه آل انډیا نېشنل کانګرس او مسلم لیګ هم د حکومت برطانیه طرفتداري او ملاتړ وکړو۔بل اړخ ته امریکه په دې جنګ کښې شامله شوه نو جرمني کمزورے شو او ماتې ئې وخوړه۔ شېخ الهند په مالټه کښې بندي کړے شو او د ریشمي رومال په نامه دا تحریک ناکامه شو۔ د وړومبي نړیوال جنګ نه پس برطانوي استعمار د هند اولس سره کړو ژمنو نه په شا شو او په 1919 کښې یې د ګورنمنټ اف انډیا اېکټ دستور په هند کښې نافذ کړو او د هند د خپلواکۍ ورکولو نه شاته شو۔دې نه علاوه ئې د رولټ اېکټ 1919 Rowlat act په شانتې ظالمانه قانون هم پاس کړو۔د دې قانون خلاف ال انډیا نېشنل کانګرس د تحریک ترک موالات او د سول نافرمانۍ اعلان وکړو۔مسلمانانو دا وخت د عثماني خلافت بحال ساتلو د پاره تحریک خلافت پیل کړو او د هند په سرښارونو او ایالتونو کښې یې د خلاف کمېټۍ جوړې کړې۔ګاندهي جي،مولانا محمد علي جوهر او د نورو مشرانو په کوششونو ټول د هند اولس په ګډه د برطانیه خلاف سیاسي مبارزه پېل کړه۔د رولټ اېکټ خلاف لاریونونه وشول۔ باچا خان او د پښتنو نورو مشرانو هم په صوبه سرحد کښې د لاریونو لړۍ پېل کړه۔ هغوي حکومت لخوا ونیولي شو۔ بیا ئې د هغه پلار سره د کلي نورو مشرانو هم ګرفتار کړو۔ دا د باچا خان وړومبۍ ګرفتاري وه۔ شپږ میاشتې پس هغه د جېل نه خوشې کړے شو۔ په جولائي 1920 کښې په دهلي کښې د تحریک خلافت جلسه وه۔ باچا خان هم په دې کښې شریک و۔ په دې جلسه کښې ځنې جذباتي ملایانو لخوا دا قرارداد پاس کړې شو چې هندوستان دارالحرب دے او د دې نه هجرت کول په مونږ فرض دي۔ باچا خان د دوي د دې فېصلې سره متفق نه و۔ خو د علماو او اولس د مذهبي جزباتو د وجې هغه هم افغانستان ته هجرت وکړو۔د افغانستان حکومت د پاره دومره ګڼ شمېر کښې خلق ځایول او سمبالول ګران کار و۔د دې د پاسه د هغوي نه دا غوښتنه هم وشوه چې د برطانیه خلاف جهاد کښې د مهاجرینو مرسته وکړي۔ دا هاغه وخت و چې غازي امان الله د افغانستان باچا ؤ۔هغهٌ دې وفد ته ښکاره خبره وکړه چې زۀ د پېرنګي خلاف خپل پوځونه ستاسو سره جنګ ته نه شم لېږلې البته د جهاد د پاره ستاسو له وسله درکولې شم۔ څه وخت پس خلق د هجرت کولو د غلطې فېصلې په نتیجو ورسېدهٌ او همدغسې دا د هجرت تحریک هم ناکام شو۔ باچا خان وطن ته واپس راغے۔د دومره وخت مبارزې او هلو ځلو نه پس هغه ته دا خبره معلومه شوه چې تر څو پورې یو قام کښې دننه پوهه،تعلیم او اتفاق نه وي راغلے او ورسره هغوي کښې فکري انقلاب نه وي راغلے نو تر هغې پورې دا قام خپلواکي نۀ شي اخستلۍ۔ پښتانۀ دا وخت په دښمنو،تربګنو،قبايلي شخړو او په مذهبي فرقو او توهم پرستۍ کښې وېشل شوے و۔ تعلیم او روزګار اړخ ته ئې هیڅ پام نه وو۔ فرسوده رسمونو رواجونو کښې اخته و۔ باچا خان د خپل قام د اصلاح مبارزه پېل کړه ۔ باچا خان د خپلو څه ملګرو سره په 1921 کښې د یو تنظیم بنیاد کېښودو چې ورته انجمن اصلاح افاغنه وئيل کېږي۔ د دې تنظیم مقصدونه دا وو۔ پښتنه ټولنه کښې تعلیم او روزګار په اړه اګاهي راوستل۔ دښمنۍ او تربګنۍ ختمول ۔ د تشدد په ځاۍ د عدم تشدد لار خپلول ۔د تعلیم د پاره باچا خان او د هغه ملګرو ازادې مدرسې جوړې کړې۔ هغوي په 1921 کښې په خپل کلي اتمانزو کښې د ازاد اسلامي مدرسې بنیاد کېښودو۔په دې مکتبونو کښې تعلیم مفت و۔ تعلیم به په خپله مورنۍ ژبه پښتو کښې و او جدید عصري علوم په کښې لازم وو۔ باچا خان د پښتون اولس دورې شروع کړې۔کلي په کلي حجره په حجره وګرځېدو خو ولې برطانوي استعمار نه دا اصلاحي او مترقي غورځنګ چرته برداشت کېدۍ شو۔په 1921 کښې یې باچا خان ګرفتار کړو۔الزامونه پرې دا ؤو چې ستا ځان د پښتنو باچا ولې کړو(حالانکې داسې بالکل نه وه۔ بلکې اولس لخوا ورله د یوې جلسې د صدارت د وجې باچا خطاب ورکړے شو) بل تور پرې دا و چې تۀ ازادې مدرسې ولې جوړوې۔ په بل مطلب کښې دا چې د پښتنون بچي له ته ولې تعلیم او شعور ورکوې ۔ باچا خان بابا که یو اړخ ته حکومت لخوا مخالفت سره مخ و نو بل خوا ته د حکومت برطانیه وظیفه خورو ملایانو او خانانو د مخالفت سره هم مخ و۔ ملایانو به د ازادو مدرسو خلاف مذهبي بیانیه کاروله هغوي به دا وئيل چې=-
سبق د مدرسې وئ
د پاره یې پیسې وئي
جنت کښې به ئې ځاے نۀ وي
دوزخ کښ به غوپې وئي
حکومت د ازادو مدرسو استاذان نیول،منع کول به یې چې هلته معلمي ونۀ کړي ذندانو ته یې اچول۔ خانانو به دا پروپېګنډا کوله چې پښتون یو ډېر جنګیالۍ قام وو خو باچا خان یې اوس د قلم او عدم تشدد په فکر´بےغیرته`کوي۔باچا خان درې کاله په ذندان کښې تېر کړل په 1924 کښې رها کړۍ شو او په 1926 کښې حج ته لاړو الته یې څو میاشتې تېرې کړې۔ باچا خان چې د حج نه راواپس شو نو یو ځل بیا هلې ځلې پیل کړې۔په 1928 کښې یې د پښتنون په نامه یوه رساله پیل کړه۔تر دې دمه پورې د په پښتو ژبه کښې هیڅ کوم اخبار نه وو۔هغوۍ په دې رساله کښې شاعرانو،ادیبانو او د نورو علمي خلقو لیکونه خپاره کول۔حکومت لخوا څو څو ځل پښتون رساله د بندېز سره مخ شوه۔ دا وخت انجمن اصلاح افاغنه د حکومت خانانو او ملایانو د پروپېګنډې او ډېر د داخلي اختلافاتو له وجې زوال سره مخ شو یو وخت داسې هم راغې چې باچاخان د دې تنظیم د انتظامي عهدې نه مستعفي شو او دغسې د دې تنظیم څانګې په ډېرو ځایونو کښې غېرفعاله شوې۔ په دسمبر 1929 کښې په لاهور کښې د کانګرس سالانه جلسه وه۔لاهور صوبه سرحد ته نزدې دې۔په دې جلسه کښې د صوبه سرحد ډېرو پښتنو شرکت کړې وو۔ باچا خان بابا هم په کښې شریک ؤو۔پښتانهٌ ځوانان د دې جلسې د انتظاماتو نه ډېر متاثره شول۔باچا خان چې د جلسې نه واپس راغۍ نو په اتمانزو کښې یې د یوې جلسې انتظام وکړو۔باچا خان په دې جلسه کښې په پښتنو غږ وکړو چې د هند ښځې او نر په ګډه د هند د خپلواکۍ مبارزه کوي۔ستاسو له هم پکار دي چې نور د غفلت د خوب نه راوېښ شۍ۔باچا خان بابا د دې تقریر نه ځوانان ډېر متاثره شول او هم دا وخت یې د دې ځوانانو په مشوره او ملاتړ د یو تنظیم بنسټ کېښودو چې په تاریخ کښې یې د یوې پېړۍ نه زیات مزاحمتي داستان دې دې غورځنګ ته خداٸي خدمتګار غورځنګ وئيل کېږي۔
سرچینې=
-ذما ژوند او جدوجهد۔باچا خان
باچا خان او خداٸي خدمتګاري۔عبدالولي خان۔
Brief History of Khyber pakhtunkhwa۔proffesser Bakhtiar۔
Facts are Facts۔Abdul wali khan۔