زمونږ د سائنسدان خبرې—ډاکټر نايله شمال ساپۍ(مترجمه)

  Human Molecular Genetics Laboratory Health Biotechnology Division NIBGE ډاکټر محمد طارق زمونږ نېشنلے ډاکټر دے چې  پۀ جينياتو کښې ئې  پي ايچ ډي کړې ده پۀ دې لړ کښې ئې پۀ ټوله دنيا کښې د سائنس دان پۀ توګه  يوه نامه پېدا کړې ده ۔پۀ انساني جينز باندې ورته پوره پوهه حاصله ده ۔ […]

فن که فلسفه؟ د غني خان په شاعرۍ کښې د روح جدلياتي حرکت—نبيل خان

نۀ زۀ فلسفي يم خلکه نۀ زۀ لېونـــــــې يم يو غريب بچې زۀ د پښتون د پلارګنې يم “شاعر د خپل ماحول غلام وي، ددۀ مثال د يو داسې حېوان دے چې د هغۀ په وجود څرمن نۀ وي، که پوټے د ازغي څوکه ور وړے نو په کريکو ځان وژني او که پوټے ارام […]

د غني د شاعرۍ تعبير نوع: يو تجزيه—شهزاد احمد خاطر

شايد چې دا د ناقدانو علمي لاپرواهي ده چې نن د غني خان شاعرانه نزاکت تر ټولو زيات د غلط فهمۍ ښکار دے. تر څۀ حده ټوله غير روايتي شاعري د کم علمه تنقید حملو ته پرته ده. د دې يوه وجه دا ده چې پۀ ننۍ زمانه کښې ادبي تنقيد د علم د مختلفو […]

غني خان يو داستانوي شخصيت–ډاکټر فېصل فاران

پادري هيوز چې کله پښتونخوا کښې د رحمان بابا سره د پښتنو مينه او عقيدت ولیده نو په دې وېنا مجبوره شو چې پښتانۀ که هرڅو په يو خبره هم په خپلو کښې په يوه خولۀ نۀ دي خو په دې ملنګ شاعر باندې ئې د څېلمې اتفاق کړے او دا محبت او عقيدت پښتنه ټولنه […]

د پښتونخوا پوهنتونونو کښې مالي او انتظامي بحران د علمي زوال په لور اقدام–جبران عمرخېل

تېر کال په دولسم جون د پېښور پریس کلب مخې ته یوه احتجاجي غونډه وشوه ۔ د خپل پلار په نمائندګۍ زۀ هم ورغلے وم ۔ هلته یو پروفېسر سره میلاؤ شوم چې په ۲۱م ګرېډ کښې په یوه ډېره ښۀ څوکۍ د پېښور پوهنتون نه ریټائرډ شوے و۔ هغه راته خپله بې وسي په […]

د مجاهد نه تر خوارج د ریاست دروغجنه بیانیه او د عوامې نېشنل ګوند رسا / واضح دریځ–حنيف الرحمان

د ډاکټر امين تنها شعر دے چې : چا به چې هسې د مذهب په نوم څیزونه راوړل مونږ سادګانو پښتنو به خپل سرونه راوړل تشدد عموماً د انسان د فطرت، مذهب یا کلتور سره تړل کېږي، خو معاصر سیاسي او فلسفي فکر دا تصور رد کوي ۔ تشدد نه یو طبیعي تمایل دے او […]

تحريک طالبان او د پاکستان پاليسي ساز(سليم صافي)–شهاب بونېرے (مترجم)

زمونږ يو روايت ګرځېدلے دے چې د پاليسۍ جوړونکي د کومې کمزورۍ او کۀ د مجبورۍ له وجې يوه مفروضه جوړه کړي او بيا دغه مفروضه د قوم مخې ته د يو حقيقت پۀ توګه باندې وړاندې کړي ۔ هم دغسې يوه مفروضه زمونږه پاليسو جوړونکو رغ کړې وه چې د افغان طالبانو او پاکستاني […]

د هديرې باچايان، د طالبانو پۀ لاس د افغان دولت جوړښت—ډاکټر سميع الدين ارمان

Emperors of the Graveyard: Afghan State Building under the Taliban دغه کتاب د سږ کال دوه زره شپږيشتم د فرورۍ مياشت کښې د نجم سېټهي د ادارې وېنګارډ (Vanguard) لۀ خوا چاپ شو. د دې ليکوالان د پېښور پوهنتون د سياسياتو د څانګې استاذ، ډاکټر عامر رضا او جناب اسرار مدني، چې د انټرنېشنل رسرچ […]

اداريه—مارچ،2026

انسان اشرف المخلوقات دے، انسان عقل لري، انسان خليفه دے، انسان ژبه لري چې پرې خبرې کوي، انسان وائي خبره پۀ خبرو سر ته رسي ۔ دا خبرې صرف تر کتابونو پورې محدودې پاتې شوې دي ۔ ولې چې انسان ښکر نۀ لري خو د ښکر اړامولو خاصيت لري او د دغه خاصيت برکت دے […]

حضرت امير حمزه خان شينواري—ډاکټر کليم شينواري

د پښتو ژبې د تغزل بادشاه حضرت امير حمزه خان شينواري په کال ۱۹۰۷ء کښې د لنډيکوتل پۀ خوګه خېل تپه کښې د ملک باز مير خان پۀ کور کښې پېدا شوے وۀ ۔ په کال ۱۹۱۵ء کښې يې پۀ پرائمري سکول لنډيکوتل کښې او بيا په کال ۱۹۱۷ء کښې يې د پېښور پۀ اسلاميه […]