وړومبے نړيوال جنګ د کومې شخړې نه راپورته شو–شمس مومندکشر(مترجم)

دا ليکنه شريکه کړئ

چې کله اسټريا او هنګري په سربيا باندي1914  کښې جنګ مسلط کړو، نو سمدستي د هغوي اتحاديانو هم په جنګ کښې ګډون وکړلو۔  په 28 جون 1914 باندې د انقلابي  ډلې ” ينګ بوسنيا ” يو غړے ،ارچ ډيوک فرانز فرډينينډ قتل کړو۔ ارچ ډيوک  د اسټريا، هنګري  تخت  راروان وارث ؤ ۔ او يو څو کاله  مخکښې ئې  بوسنيا او هرزيګونيا ئې په  خپل سلطنت کښي ګډ کړي و۔ ينګ بوسنيا مقصد په  دې منطقه کښي د اسټريا او  هنګري  زور ختمول و۔ د يې ډلې د سرب  قام  پرستو په کومک سره وسله  حاصله کړې وه ۔  کله چې اسټريا او هنګري ته ده دې تعلق پته ولګېدله  نو د دې قتل نه يو مياشت پس ئې د سربيا خلاف د جنګ  اعلان وکړو۔ دا سيمه ايزه شخړه ولې په  نړيوال جنګ بدله شوه ؟ چې پکې کروړونو فوجيان  او  عام  خلک مړۀ شول ۔ دا سوال  وس هم د بحث وړ دے ۔ د دې جنګ  څۀ يوه وجه نۀ وه  خو دا جنګ  په دومره لويه کچه خوريدلو اهمه وجه د ملګرتيا معاهدو کړکيچن  نظام و  چې د جنګ  نه  مخکښې  او روستو يورپي ملکونو په خپل مېنځ  کښې او د يو بل  په  ضد کړې وي ۔

د ملکونو دې  اتحاد په اروپا  کښې د طاقت  توازن برقرار ساتلے و۔  د خلکو پوخ يقين و چې دا اتحاد به جنګ  ودرولو کښې مرسته وکړي خو په ګڼ شمېر ملکونو کښې هم دې  اتحاد دا احساس  پېدا کړو چې په  دې  نړېواله شخړه کښې ګډون  نه بغير څۀ بله  لاره نيشته ۔  په راروانو څو لسيزو کښې  ، يورپي سلطنتو په دنيا کښې طاقت  او استعماري سيمو تر لاسه کولو دپاره  يو بل سره  مقابله  شروع  کړه او مسلسل ئې  نوي  اتحادونه او غېر رسمي  تړونونه  جوړ کړل ۔ فرانس د جرمني په  ضد د اتحادي په تلاش کښې و ۔  نېشنل ډبليو ډبليو ائي  ميوزم  اېنډ ميموريل  د ارکائيو ډائريکټر  او ايډورډ جونز ريسرچ  سينټر مشر ”جوناتهن کېسي“ وائي  چې ” په 1890لسيزه کښې  فرانس  د روس  سره  اقتصادي  او فوجي  تړون وکړو  ۔  کوم سلطنت چي  جرمني دپاره  خطره ګڼلے شو۔  فرانس  او روس دواړو په مزه مزه د فرانس  تاريخي سيال  برطانيې سر ه ښې اړيکې ټينګې کړې ۔ چې په نتيجه کښې  په  دغه دريوو  هېوادونو تر مېنځ  درې اړخيز تفاهم  جوړ شو۔  دغه تفاهم  فوځي اتحاد نۀ و خو هم دغې درې اړخيز تفاهم په  يورپ  کښې  د دوه ډلو تر مېنځ  د مقابلې  لاره جوړه کړه” ۔۔۔۔۔۔  د الباني پوهنتون د تاريخ  استاد  رچرډ فوګارټې وائي  ”  د اتحادونو د جوړولو هدف  د ګډ امنيت  رامېنځته کول و ۔  خو روستو هېوادونه په دوه لويو ډلو  کښې اوېشل شو  او د يو بل په  ضد ودريدل ۔ همدا حالت  د جګړې لپاره  زمينه  برابره کړه ۔

د جنګ اعلان

په 28 جولائي اسټريا او هنګري د سربيا خلاف د جنګ اعلان وکړو ۔ په  دوه هفتو کښې  دننه  جرمني  د  روس او فرانس  خلاف جنګ اعلان وکړو۔ برطانيې د جرمني خلاف د جنګ اعلان وکړو ۔ او اسټريا ،هنګري  هم د روس خلاف د جنګ اعلان وکړو۔ برطانيي  چې جنګ دپاره کم جواز وړاندې کړو هغې د روس او فرانس سراه تړون “درې اړخيز تفاهم ‘  تړون سره هيڅ  تعلق  نۀ  و ۔ د جنګ  جواز  ډېر زوړ تړون  “د لندن تړون Treaty of London” و۔ کوم ته چي وړومبے”د لندن تړون “هم وئيلے  شي ۔  دې تړون لاندې  دا و چې بلجيم   به په  همېشه توګه  غېر جانبدار وسي  ۔  چې کله  برطانيې   جنګ کښې ګډون وکړو  نو دريځ  ئې دا و چې جرمني په بلجيم  حمله وکړه او د لندن  تړون ئې مات کړو۔ په راروان څلور کاله  کښې نورو هېوادونو هم په جنګ کښې  ګډون وکړلو۔  جاپان  په اګست 1914 په اخر کښې  خپلو ملګرو طاقتونو سره ګډ شو۔  په نومبر کښې د عثمانيانو سلطنت هم  د مرکزي طاقتونو سره ئې  ګډون وکړلو۔   اټلي ، د جرمني ، اسټريا او هنګري په ضد جنګ کښې  ګډون  وکړو ګنې دا دې  نه  مخکې  هم دې  طاقتونو سره په ملګرتيا کښې و۔1917 کښې امريکا  هم اتحادي طاقتونو سره  ملګرے  شو۔ په 28جون 1919کښې  د فرانس په ښار ورساے  کښې  د ملګري قوتونو او د جرمني  تر مېنځ  د “ورساے تړون‘ وشو۔  چې په نتيجه کښې امن راغلو ۔  د  تړون لاندې  جرمني د جنګ شروع  کيدلو او د ټولو  نقصاناتو زمه وار وګرځول شو۔  په جرمني باندې جرمانه کېښودل شوه ۔  جرمني د زيات تره علاقو  نه لاس  وينځلو ۔  او د  جرمني فوجي طاقت ئې هم کم  کړلو۔   هو په حقيقت کښې  دومره ګڼ هېوادونو په جنګ کښې د ګډون  وجوهات  د دې  نه زيات و۔  او پوهان تر دې دمه په دې وجوهاتو باندي  بحث  کوي ۔ څنګه چې فوګارټي وائي ‘د جګړي په پايي  کښې هر څوک دا پوښتنه کوي  چې دا هر څۀ اخر څنګه  پېښ شول ۔“

 

نورې ليکنې۔۔۔

اداريه

اداريه د تاريخ او حقيقت وژلو هڅه اکتوبر 2021 د پاکستان وزيراعظم عمران خان د ملګري ملتونو يوې غونډې ته پۀ خپله وېنا کښې دعوه

ټوله ليکنه ولولئ