دهشتګرد (افسانه)–برېښنا مطهر

ارمان! چې له ستړيوالې مړاوے شوے ؤ، د سترګو په پټۍ تړلو سره  ئې د څو ساعتونو سفر تېر کړے ؤ ۔ په دواړو خواو کښې ناستو دوو ناپېژندګلو سړو ته  ئې وکتل او په ستړي او اندېښمن غږ ئې ترېنه تپوس وکړو ۔ کله چې هلته ورسېږم، سترګې به مې خلاصې کړئ؟ دواړه غټ […]

څرګنده خزانه (تنقیدي جاج)– تېمورجان عاطر

څرګنده خزانه دَ محترم ساجد محمد شائق صاحب دَ نثر کتاب دے چې پۀ مختلفو موضوعاتو پۀ کښې ډېرې ګټورې خبرې شوې دی اؤ يقينًا چې دا کتاب پښتو ادب کښې يوه ډېره ګټوره اضافه ده ـ دا کتاب پۀ وړومبی ځل پۀ جون دوه زره پينځلسم (۲۰۱۵) اؤ دويم ځل پۀ اګست دوه زره […]

د تاریخ پاڼه او درزي بابا (افسانه)–زرنوش شهاب

نن د تېمور د کور مخې ته په لوے ډاګ کښې د خوشحالۍ جشن شروع و ۔ چاپېره  پرېرې لګېدلې وې ۔ او د هر غریب په مخ د رڼاګانو زرزرې پلوشې لکه د پېغلو په ګډېدو وې ۔ یو بل له مبارکۍ ورکولې شوې شېرینۍ هم وېشلې شوې پړق پړوق و دېګونه هم باندې […]

ځيرکه کورنۍ (د خوشحال خان خټک کورنۍ)–ډاکټر انور اورکزے

د پښتو ادب په ادبي تحريکونو کښې خوشحال خان خټک او د هغۀ کورنۍادبي تحريک د “زرين دور” په نوم ياد شوے دے ۔ دا هغه  دور دے چې پکې نۀ يواځې د پښتو ادب تکميل وموندو بلکې د پښتون کلتور کړو وړو د انځور هره کرښه را برسېره شوه او د پښتو تهذيب مکمله […]

وړومبے نړيوال جنګ د کومې شخړې نه راپورته شو–شمس مومندکشر(مترجم)

چې کله اسټريا او هنګري په سربيا باندي1914  کښې جنګ مسلط کړو، نو سمدستي د هغوي اتحاديانو هم په جنګ کښې ګډون وکړلو۔  په 28 جون 1914 باندې د انقلابي  ډلې ” ينګ بوسنيا ” يو غړے ،ارچ ډيوک فرانز فرډينينډ قتل کړو۔ ارچ ډيوک  د اسټريا، هنګري  تخت  راروان وارث ؤ ۔ او يو […]

ختم شوي رواجونه–عدنان اتمانخېل

د پښتونخوا ښکلاګانې  يواځې پۀ  غرونو, سيندونو , درو , مېدانونو  کښې نۀ دي نغښتي، بلکې پۀ هغو رسمونو رواجونو کښې هم شته چې د مينې، ورورولۍ او خپلولۍ پېغام ئې نسل پۀ نسل منتقل کړے دے ۔ ځنې رسمونه رواجونه پۀ کښې داسې وو چې وس ختم شوي دي ، د ختم شوي  رواجونو […]

خوشحال خان خټک پۀ 32 وارثانو کښې بېوسه–فضل مومند

  افضل خان خټک پۀ تاریخ مرصع کښې د خوشحال خان خټک د نسب او کورنۍ مفصل بیان کړے دے ۔ له دې څخه څرګندېږي چې خوشحال خان د خپلې زمانې د یو ستر قبیلوي مشر پۀ توګه ډېره لویه کورنۍ لرله ۔ افضل خان خټک د هغۀ د وروڼو، د مېندو د قومونو،د ځامنو […]

مذهب د انساني ډي اين اے برخه-مرام ايسپزے(مترجم)

لکه څنګه چې پۀ انساني DNA کښې بيالوجيکل ياداښتونه  خوندي پراتۀ وي، هم دغه شان پۀ بېلا بېلو کلتورونوکښې هم خپله ټولنيزه DNA موجود وي  کومه  چې د مخصوصو ياداښتونو حافظه خوندي لري  ۔ د مشهور فرانسيسي مفکر ”پيري بورديو“  مطابق  ”  ټولنيز او کلتوري  روايات  د يو نسل نه بل نسل ته منتقل کېږي او د […]

د کمراټ وادي او جاز بانډه–ډاکټر جواد شفق

دا د بنيادم فطرت دے چې کله دې د دنيا د کارونو نه ستړے شي نو بيا دې چرته ځان فطرې ښکلا رنګونو ته اوباسي او د خپل زړۀ او ذهن هوا پرې لږه بدلوي دا ځل چې څنګ د ګرمۍ چهټيانې اوشوې نو زۀ هم خپل کلي دير ته په چکر راوتم ځکه چې […]

ماسټر دلاور خان سېلاب پۀ تيارو کښې د رڼا څيره–ملک امدادالله خان ترين

د نوي کندي اعوان محله کښې پۀ 11-12-1971 خدائي خدمتګار حبيب ګل کره درېم زوے پېدا شو چې نامه ئې ورباندې دلاور خان کېښوده ۔دې ماشوم وړومبۍ زده کړې د مولانا محمد اسلام المعروف کابل استاجي نه ترسره کړې او دغسې د لسم جماعته پورې سبق ئې د ګورنمنټ هائي سکول ترخه نه حاصل کړو۔ […]