د مرمرو صنعت، د پښتونخوا بقا او د امکاناتو آئینه—حېران محمد

دا ليکنه شريکه کړئ

مرمر هغه قیمتي خزانه ده چې د زرګونو کلونو راسې د زمکې په سینه کې په غرؤیزو سېمو کې خوندي پرته وه او لږ کلونه کېږي چي د انسان د لټون له عمله پیدا شوه او اوس د ټينونو په حساب راويستل کیږي او بيا په مشینونو  تراشل شي او د نړئ هروطن ته وړل او خرڅول شي.دا یواځې یو ډبره نه ده، بلکې د انساني تمدن او ودانیزې ښکلا نښه او غوره نمونه ده. د مصر پخواني اهرام، د یونان او روم معبدونه، د تاج محل سپین رنګ ځلېدونکې ښکلا او د ایران جوماتونه غرض دا چې هر ځائی کې مرمر د ښکلا، پائیدارئ او عزت نخښه ګرځېدلې ده. دا هماغه ځلیدونکی ډبره ده چې غلې ښکاري، خو د بشر د تاریخ قصې پکې بندې پرتې دي. د خیبر پښتونخوا غرونه له دغو او داسې نورو قیمتي ډبرو ډک پراته دي چې د دنیا خلق ورته پسخېږي او د قلضه کولو د پاره یې وخت بې وخته منصوبې جوړوي، خو افسوس دا دے چې د دې غرونو په لمنو کې اوسېدونکي خلق لا تر اوسه د بې‌روزګارۍ، غربت او محرومۍ ښکار دي. پوښتنه دا ده چې کله خدائی پښتونخوا ته دومره خزانه ورکړې، نو ولې زمونږ کلي او اولسونه په تیارو کې ډوب پراته دي او پښتانه ځوانان مزدوران د پنجاب او سندھ د کارخانو په دروازو کې نا امیده زړه ماتي ولاړ دي؟.د دې ځواب د مرمرو د صنعت په حالت، ستونزو او هغو امکاناتو پورې تړلے دے چې که چرته په سمه او غوره طريقه وکارول شي، نو د زرګونو کورونو د خلقو تقدیر بدلولے شي.او د ژوند و ژواک ازغنې لارې ورته ګل او ګلزار کولے شي او د دوي مستقبل روښانه کولے شي.اوس مهال په خیبر پښتونخوا په بیلا بیلو سیمو کې شاوخوا شپږ زره د مرمرو فکټریانې فعالې دي. چې ډېری یې په مومند، بونیر، مردان، نوښار، خیبر او نورو سیمو کې دي. تقريبا څلور لکه مزدوران، کاریګر او هنرمندان پکې د خپل ژوند د تېرولو لپاره فقط ډوډۍ ګټي.خو په دې وروستیو کلونو کې د برېښنا/بجلئ د بیو لوړېدو، د نوې مشین‌دارۍ د نشتوالي او د حکومت د نه‌ پاملرنې له امله شاوخوا شپېته فیصده فیکټریانې بندې شوې دي. د دې له کبله سلګونه زره مزدوران بې‌کاره شول او کورنۍ یې د لوګې تر درشل وه رسېدې. دا یواځې د څو کارخانو ستونزه نه ده، بلکې د ټولې سیمې د اقتصاد او مستقبل لپاره د خطرې علامه ده.کله چې یو صنعت یعني کارخانه مړه شي، زیان او بدې اغېزې یې یواځې په روزګار نه پرېوځي، بلکې همه ټولنه پکې بې‌قراره کېږي، خلق ښارونو یا د خوارئ مزدورئ ځايونو ته هجرت کولو ته اړ کېږي او جرمونه او ورانکاري، غلاګانې، شوکې ډاکې ورسره زیاتېږي. د پښتونخوا ځوانان چې کله د کار زمینه نه مومي، یا خلیجي هېوادونو ته مزدورۍ له ځي او یا د مایوسۍ په حالت کې د غیر قانوني لارو چارو په لټون پسې ناخوښه ځائونو ته ورځي. نو دا پوښتنه ډیره په شدت سره راپورته کېږي چې ولې داسې صنعت چې زرګونه خلقو ته روزګار ورکولے شي، د پرمختګ پہ ځائی په زوال کې غورځول کېږي؟۔د مرمرو د کان‌ کېندنې تر ټولو لویه ستونزه زاړه اوزار او غیر سائنسي طریقې دي. ځکه چې په دې اوسني ډيجيټل دور کې اوس هم زمونږ غرونه په وړو بارودي چاودنو او زړو اوزارو باندې څېرل کېږي، چې په نتیجه کې د مرمرو لوئی لوئی بلاکونه کریک/ وچوي او ماتېږي  او بيا نیمائي برخه ضایع کېږي. یو اټکل دا ښائي چې د ټولو ایستل شویو ډبرو شاوخوا دېرش فیصده او کله کله نېمائي برخه بې‌کارې کېږي. دا یواځې اقتصادي تاوان نه دے، بلکې د طبیعي شتمنیو ضیاع هم ده. که نوې مشینري او د “ډایمنډ وائر کټینګ” په شان ټیکنالوژي راوستل شي، نو دا قیمتي ډبرې به خوندي هم شي، ضیاع به کمه شي او پیداوار به لوړ کیفیت وھ لري. ځکه چې اټلي نن سبا د نړۍ تر ټولو لوئي د مرمرو پیداوار ورکونکے هېواد دے۔ د دې نفع په کهربونو  ډالرو کې حسابېږي. ترکیې هم په همدې تګلاره صنعت د اقتصاد مضبوطه ستن ګرځولې ده او چین خو یواځې د همدې صنعت په مټ نړیواله منډۍ خپله کړې ده. نو کله چې اټلي، ترکیه او چین دا کار په کامیابئ سره کولے شي،نو پښتونخوا یې ولې نه شي کولے؟ ۔ځواب یې روښانه او واضحه دے چې  هلته حکومت د پالیسۍ جوړوونکے او مرسته کوونکے وي، خو دلته زمونږ حکومت یواځې د مالیې/ ټیکس اخیستونکے تماشبین دے. ۔د صنعت د ودې او پرمختګ لپاره تر ټولو لومړے کار د برېښنا یعني د بجلئ د ستونزې مستقل حل دے چې امکان یې ډیر کم یا ناشونے دے،باوجود د دې چې بجلي هم د پښتونخوا پیداوار دے خو واک اختیار یې پردے دے ۔ کله چې د برېښنا/بجلئ یو یونټ تر اته سوه روپیو وھ رسېږي، نو کارخانې به خامخا او مجبورا وتړل شي ۔ پښتونخوا چې د سیندونو او غرونو په بڼه کې د وړو هائیډرو پروژو بې‌پایانه امکانات لري. که په مقامي کچه واړه ډیمونه او د برېښنا/بجلئ وسېلې جوړې شي،نو هم به صنعت ته ارزانه برېښنا پیدا شي او هم به کلیو ته خوشحالي ورشي ۔ ارزانه انرژي د مرمرو د صنعت د ملا تیر دے، ځکه چې مرمرو د پرېکولو، تراشلو، پالش کولو او ټولو چارو لپاره برېښنا لازمي ده.او له دې سره کانونو ته زر او په اسانه د رسېدو لپاره د ښه او پراخه سړکونو جوړول هم ضروري او بنیادي امردے. اوس ډېرې لارې خامې او کچه دي، د ټرکونو د ټائرونو او انجن تاوان پرې ډیر زیات کېږي او قیمتي ډبرې ضایع کېږي هم او ټرکونه په وخت کارخانو ته هم نه رسېږي چې اکثره په لاره کې شپه تیروي ۔ که حکومت دغه بنیادي سهولتونه برابر کړي، نو پانګه‌وال به نور هم د پانګونې شوق وه کړي. د مرمرو صنعت یواځې په خامه ډبره کېدلو او پلورلو پورې بائد محدود پاتې نه شي. لازمه او ضروري خبره ده چې ورسره تړلې ثانوي صنعتونه هم وده وه کړي. وړې وړې کارخانې د ډیزائن، خراش تراش او هنري کار لپاره جوړېدلے او ودہ موندلے شي.

د جواهراتو او قیمتي ډبرو د پرېکولو مرکزونه هم په پښتونخوا وطن کې جوړېدلے شي، چې مقامي هنرمندان د نړۍ د مزاج په کچه ډیزائنونه جوړ کړي خو د دې نه وړاندې مقامي ځوانانو ته د دغه هنرونو زده کولو موقعې پېدا کول دي ۔ که نن د مومند شاوخوا شل فیصده خلق د مرمرو سره تړلي دي، نو یواځې مزدورۍ پورې محدود دي. که دوی ته نوي وسایل او تربیه ورکړل شي،هنرونه ورته زده کړل شي نو همدغه هُنرمندان به د نړۍ مشهورو شرکتونو سره سیالي وه کړي ۔ مرمر بائد خام په بله منډۍ کې وه نه پلورل شي، بلکې د “ویلیو ایډډ” پیداوار بڼه ورکړل شي. ځکه چې همدا تګلاره اټلي او ترکیې خپله کړه او د دوئی پیداوار څو چنده زیات شو. بله مهمه خبره دا ده چې د صنعت نفع  باید د مقامي خلقو په ګټه وه کارول شي. نن سبا د مرمرو له ټرکونو څخه اربونه  کهربونه روپۍ مالیه یعني ټیکس اخیستل کېږي، خو دا پیسې چېرته ځي.؟ ۔ د چا د اسانتیا او ژوند د ښه کولو لپاره خرڅ کېږي. ځکه چې مقامي خلق لا هم له سکولونو، اسپتالونو او بنیادو سهولتونو ځنې بې‌برخې دي. که دغه نفع په مقامي کچه وه لګول شي، هلته ښوونځي/اسکولونه،کالجونه، لوړې زدکړې او د ډيجيټل تعلیم او هنرونو د پاره او د صحت مرکزونه او د هُنر تربیي ځایونه ورته پرې جوړېږي.نو دا یواځې فلاح نه ده، بلکې د غربت کمولو او د ځوانانو د هجرت او بهر ملکونو ته د تګ د مخنیوي وسیله ده ۔ دغه شان مزدور ته هم بائد د ژوندانه او صحت خوندیتوب ورکړل شي. ځکه چې نن مزدور د څلوېښت درجې ګرمۍ کې غر څېرې کوي، خو نه د امنیت او تحفظ سامان لري او نه بیمه پالیسي او نه د مرمرو د کانونو سره جوخت د ابتدائي مرهم پټئ مرکزونه او نه ایمبولینس سروس لري چې ټپیان په وخت د روغتیا مرکزونو ته وه رسوي ۔ که صنعت د انساني حقونو او مزدور د خونديتوب پرته وده وه کړي، نو تل به د استحصال په پنجره کې بند پاتې وي ۔ اوس سوال دا دے چې صنعت بائد د حکومت په لاس کې وي او که د شخصي سیکټر په ولقه کې ورکړل شي؟ ۔ حقیقت دا دیدے چې دواړه یو شانې اړتیا لري ځکه چې شخصي برخه د پانګونې او سرعت لپاره ضروري ده، خو د حکومت د مرستې بغیر صنعت بې‌وسه وي ۔حکومت بائد مرسته کوونکے شي، پانګه‌والو ته په اساني شرطونو قرضونه ورکړي، سبسیډي ورکړي او نړیوالو منډیانو ته د رسېدو لارې چارې ورته هوارې او اسانې کړي. که یواځې مالیه/ټیکس واخیستل شي،نو دا صنعت به تل نیمګړے اور لانجه من پاتې وي. خو که حکومت او شخصي برخه یوځائی په اتفاق کار وه کړي، نو صنعت د پښتونخوا او د خوار زپلي شوي پښتون اولس تقدیر او د پښتون اولس د غمژن ، کړکېچن، ژوندون بدې او سختې شپې ورځې او هلې ځلې بدلولے او سمولے شي. مرمر یواځې اقتصادي اړخ نه لري، بلکې یو مثالي معنا هم لري. لکه څنګه چې یوه ډبره د تراش خراش او پالش وروسته یو غوره شاهکار جوړېږي، نو همداسې دا صنعت هم د پښتون قام غیرت، وړتیا او زحمت څرګندوي. که دا بیش بها خزانه په خاورو کې پټه پرېښودل شوه،نو ګټه به یې نورو ته وه رسېږي. خو که مونږه دا په خپله وینه او خوله دا کاروبار او اقتصاد وځلولو،نو دا به زمونږ د بچیانو خوبونه په حقیقت بدل کړي. دا وران ویجاړ وطن به بیا ګل او ګلزار شي، د امن او سوکالئ ګلستان به شي. ځکه چې هم دا صنعت زموږ د غلامۍ او خپلواکۍ تر منځ کرښه ده. که وده او پراختیا د جدید انداز سره ورکړل شي، نو د آزادۍ او خپلواکئ ستن به شي؛ که ضایع شي،نو زمونږ د محرومۍ، غریبئ بوج به شي او داسې دروند بوج چې دا خوارې ملاګانې به راله نورې هم راماتې کړي او زلمي ځوانان به مو د تعلیم پوهې، د روغتیا د اسانیو، سرکونو او د نورو بنیادي اسانيو نه به محرومه شو. او مزدورو پسې به بهر ګرځو.د وخت او حالاتو غوښتنه دا ده چې دا د خاورې تحفه یواځې د پانګه‌والو په ګټه محدوده نه کړو، بلکې د هر پښتون د خوب برخه یې کړو. دا هغه صنعت دے چې له یوه څراغه زر نور څراغه بلولے شي، د غرونو چوپتیا په ځواک بدلولے شي او د پښتونخوا د بقا او خوشحالۍ آئینه ګرځېدلے شي. یادہ دې وي چې د پښتونخوا وطن په شتمنیو پسې عالمي طاقتونو سترګې څلور کړي دي او چې هر رنګه ممکنه وي نو دغه خزانې په خپل لاس کې اخستل غواړي. اوس وخت کې د مرمرو په کاروبار کې هغه ټول سیول او فوځي افسران شریک دي کومو چې د پښتونخوا وطن په قبائلي سېمو کې د ملازمت نه، د بادشاهت  وختونه اړولي دي. د دوي سره مقامي هغه خلق هم شریک دي چې چا په ناجائزه طریقه د مرمرو دغه کانونه ځان پسې لیکلي او اړولي دي.د مرمرو نه علاوه نور قیمتي کاڼي او ګټې هم په غلا او ناقانونه طریقه وړل څه چې غلا کول شي. د دې قدرتي خزانو او شتمنیو د لرلو باوجود اولسونه خوار و زار دي. بهر ملکونو ته مزدورو پسې ورک دي. د ژوند د تېرولو بنیادي اسانئ د نشت برابرې دي. او د هرڅه نه لویه ستونزه او مشکل د ناامنئ دے. د هیچا ژوند محفوظ نه دے ځکه چې راتلونکي سرکاري چارواکي د خلقو خدمت د پاره نه، بلکې د روپو ګټلو د پاره راځي او د سېمې چاپلوسان ورسره د وطن او اولس په ضد ملګرتیا کوي. اوس دا د پښتنو زلمیو او ننګياليو ذمه واري جوړېږي چې د پښتونخوا وطن د شتمنیو د غلا کولو څخه وساتي او د مقامي قامفروشانو څخه خبر وي او د وطن د ابادئ، سوکالئ،  او د امنیت لپاره خپل خپل کردار په مېړانه ادا کړي ۔

 

 

نورې ليکنې۔۔۔