ایران، اسرائیل،خلیجِ فارس او امریکا: د شخړو د حل یو نظر! (سائمن تانیوس، د فلسطین د امورو ماهر) –جبران خان عمرخېل (مترجم)

دا ليکنه شريکه کړئ

لنډيز:

په داسې حال کښې چې منځني ختیځ اکثره د “غوره شوي قامونو”(Chosen people) ترمنځه د جګړې ډګر بلل کېږي، جوهان ګالټونګ، چې د سولې او شخړو د مطالعې د علم بنسټګر ګڼل کېږي، دې مسلې ته د “ځورېدلو خلکو” ترمنځ شخړې په نظر ګوري۔ ایران، اسرائیل، د خلیجِ فارس هېوادونه، او متحده ایالاتونه (امریکا) دلته د تاریخ په اوږدو کښې په بېلابېلو شخړو کښې ښکېل پاتې شوي دي، چې د منځني ختیځ سوله یې بې باوره کړې ده او د ډېرو اړخونو ترمنځه اړیکې یې تل له کړکېچ سره مخامخ ساتلې دي، که څۀ هم ځنې وختونه نسبتاً قلاري یا ستراتیژیک اتحاد یې هم جوړې شوي دي ۔ نن سبا، ایران امریکا په مظلومو قامونو مسلط یو متکبر استعماري سپرپاؤر ګڼي، بلخوا ته امریکا ایران ته د یو داسې غیر ذمه وار هېواد په نظر ګوري چې په سیمه کښې ترهه ګرۍ ته وده  ورکوي ۔ د همدې شخړې په تناظر کښې، یو خوا ته د ایران او د خلیجِ فارس د ډېرو هېوادونو ترمنځه شخړه مهم نظریاتي، جیوپولیټیک، پوځي، او اقتصادي اړخونه لري، او بلخوا ته د ایران او اسرائیل ترمنځ شخړه په ناقلاره منځني ختیځ کښې ځانګړې جیوپولیټیک اهمیت لري ۔

په دې مقاله کښې، مونږ د ایران، اسرائیل، د خلیج هېوادونو، او امریکا هغه مهم کردارونه، رویې او کړنې څېړو چې په منځني ختیځ کښې د شخړې لامل ګرځي او د دوي د اړیکو، دریځونو، او تر شا پرتو ګټو او ضرورتونو کښې راتلونکې بدلون تشریح کوو ۔ وروسته، د ګالټونګ د سولې د “ترانسېنډ” نظریې په بنیاد به مونږ ځینې داسې حل لارې وړاندې کوو چې کېدې شي په منځني ختیځ کښې د سولې د رامنځته کولو لپاره ګټورې ثابتې شي ۔په منځني ختیځ کښې شخړې په نړیوالو رسنیو، علمي ادبیاتو، او نړیوال سیاست کښې یو تکراري موضوع ګرځېدلې ده ۔ دا سیمه د تاؤتریخوالي بېلابېل شکلونه لري او هم دارنګه د اوږدمهاله شخړې لرونکو نورو سیمو سره هم نیږدې پرته ده ۔ د دې سره، په دې سیمه د جمهوریت د کمزورتیا، د ټولنیز پرمختګ او انساني حقوقو  په برخه کښې ورسته پاتې کېدل د دې سیمې د ځانګړتیا په توګه معرفي کېږي ۔

په دې چوکاټ کښې، بېلابېلې شخړې دې سیمه کښې کردار لوبوي، په ځانګړي توګه د سنیانو او شیعه‌ګانو ترمنځ  تربګني، د عربي او فارسي تهذیبونو ترمنځ شخړه، په اسلامي نړۍ کښې د اسرائیل د مشروعیت مسئله او د ایران او امریکا ترمنځ دښمني ګڼ شمېر لاملونه داسې دي چې دې شخړو کښې کردار لوبوي، د څه نتیجه چې په کردارونو او رویو باندې د اغیزونو په شکل کښې راوځي د شخړې سره تړلي دا پیچلونه، ورسته د تشدد څو قسمونه زیږوي چې په لسګونو کلونو پورې د امن قائمولو د کوښښونو د ناکامۍ سبب ګرځي!

د نۀ هوارېدونکې سني، شیعه شخړې ریښه: د حضرت امام حسین (رض) وژنه!

د نړۍ له شاوخوا 12 اربه مسلمانانو څخه، نږدې 90 فیصدي سنیان او 10 فیصدي شیعه‌ګان دي۔ د دې وېش تاریخ، چې د منځني ختیځ په اوسني شخړو کښې مهم کردار لري، 632م کال کښې د حضرت محمد ﷺ د وفات وروسته شروع شوې دي ۔ په هغه وخت کښې، ځینو خلکو دا نظر لرلو چې خلیفه باید د حضرت محمد ﷺ د نسل څخه وي (دغه ډله د شیعه ګانو په نوم وپېژندلې شوه، یا “شیعة علي” چې په عربۍ کښې “د علي ډلې” معنیٰ لري دا ډله حضرت علي بن ابي طالب رض په نسبت یادېږي څوک چې د پیغمبر ﷺ ترۀ  زوے او زوم هم و)۔ په دغه وخت کښې ځینو خلکو دا فکر لرلو چې د خلیفه په ټاکنه کښې دې یواځې د پیغمبر د نسل په ځایې فضیلت لرونکو ته لمړیتوب ورکړې شي۔ (دغه ډله د سنیانو په نوم وپېژندلې شوه، یا “سنت النبي” چې په عربي کې د “د پیغمبر لاره” معنيٰ لري) ۔دا خبره هم په نظر کښې ساتل مهم دي، چې د راتلونکي خلیفه د ټاکلو پر سر دغه اختلاف، وروسته په تاؤتریخوالي او د حضرت محمد ﷺ د وینې وارث د وژل کېدو سبب جوړ شو ۔ دا داسې نۀ هوارېدونکې شخړه ده چې تر ننه دوام لري ۔ لنډه دا چې، اولني درې خلفاء (حضرت ابوبکر رض، حضرت عمر رض، او حضرت عثمان رض) د پېغمبر ﷺ له نسل څخه نه وو، د حضرت عثمان رض د شهادت ورسته، حضرت علي رض ځان څلورم خلیفه اعلان کړو۔ څو کاله وروسته، حضرت علي رض هم شهيد کړې شو او د هغه زوے حضرت حسن رض د څه مودې دپاره واکمن شو، خو څو میاشتې وروسته د خپل ورور حضرت حسین رض په غوښتنه د واک نه ئې لاس واخیست۔ دغه وخت د اسلامي خلافت د پاره کوښښونه لا په تاؤ تریخوالي بدل شو او د درئیم خلفیه حضرت عثمان رض د کورنۍ یو غړي یزید بن معاویه واک په لاس کښې واخیسته ۔ هغۀ د حضرت حسین رض د ارادو نه مطمئن نۀ  و، نو یو لښکر ئې ورپسې ولېږۀ  چې د کربلا په مشهور ښار کښې یې هغه سره د ملګرو په شهادت ورسوۀ ۔ د حضرت امام حسین رض وژنه څوک چې د حضرت محمد ﷺ اخرې نارینه وارث و، د شیعه روایت بنسټ دے، هغوي دا باور لري چې د دې پیښې سره دوي نه د واکمنۍ حق وتروړل شو ۔ دې پیښې سره په شیعه او سُني ډلو کښې نه رغېدونکې فاصلې رامنځ ته شوې، چې کله کله د دوښمنۍ شکل هم واخلي۔

د عرب–فارسي تربګنۍ تاریخي کتنه؛

د حضرت محمد ﷺ د  وفات څخه شاوخوا شل کاله وروسته، په 651م کال کښې څلور سوه کلن فارسي سلطنت د عرب سني مسلمانانو له خوا ونیول شو او فارسیوانان، چې زیاتره زرتشتيان وو اسلام ته واوړیدل۔ د دغې ورسته د جزیره نما عرب د واکمنۍ د پاره د طاقت کشمکش لا تېز شو، او په فارس کښې د عربو واکمني د غېر عرب شیعه خاندانونو په راپورته کېدو سره تمامه شوه ۔ دوي د 1500م کلونو نه واخله 1979م پورې واکمني وکړه ۔کله چې د عرب فارسي تربګنۍ په اړه بحث کېږي، په دې کښې 1979م کال ډېر مهم کال ګڼل کېږي ځکه دا په ایران کښې د اسلامي انقلاب کال دے ۔ د دې وروسته، شیعه ملایان د هېواد تر ټولو لوړ مشر روح الله خمیني تر مشرۍ لاندې سیاسي واک ته ورسېدل ۔

د 1979 کال د اسلامي انقلاب وروسته د سن شیعه او عر فارسي شخړې لا ډیرې ژورې شوې ۔ دا شخړې مونږ ته په بېلا بېلو بڼو په نظر راځي، کوم کښې چې یو خوا ته عرب سني ملکونه د سعودي عرب او قطر په مشرۍ کښې ولاړ وي، او بلخوا ته ایران او د هغه  ملګري کوم چې زیاتره شیعه ګان دي، ولاړ وي ۔۔

د ایران اسرائیل اړیکې: د “ستراتیژیک اتحادیې” نه نیولې تر “مرګ په اسرائیل”

د 1979م کال اسلامي انقلاب د ایران په بهرنو چارو پالیسۍ کښې عمومي بدلون راوستۀ، خو ذاتي  اثر د ایران اسرائیل اړیکو باندې نسبتاً سېوا و ۔ د شاه د واکمنۍ په مهال، خاصکر د محمد رضا پهلوي (1941–1979) په وخت کښې، ایران او اسرائیل نیږدې اړیکې لرلې، عن تر دې چې یو ستراتیژیک اتحادیه یې جوړه کړی وه ۔ ایران، چې شیعه اکثریتي ملک دې او ګاونډیان یې زیاتره سنیان دي او بیا دا چې د خپلو مسلمانو ګاونډیانو سره یې د دښمنۍ اوږد تاریخ هم پروت دے، اسرائیل ئې د یو طبیعي ملګري ګڼۀ او بلخوا، اسرائیل چې پۀ اسلامي نړۍ کښې د مشروعیت په لټه کښې وو، ایران یې یو آئیډیل اتحادي ګڼۀ ۔

د اسرائیل وزیر ډېوډ بن ګوریان د “ Peripheral States” نظریه وړاندې کړه۔  د هغه نظر دا و چې چونکې اسرائیل د خپلو نزدې ګاونډیانو سره تعلقات نشته، نو باید د ګاونډیانو ګاونډ کښې تعلقات جوړ کړي، لکه ترکي او ایران سره۔  همدا وجه وه چې د 1979م کال څخه وړاندې د ایران او اسرائیل یوه اتحادیه رامنځ ته شوې وه ۔

خو، په ایران کښې د ملایانو د واکمنۍ اخیستو سره دا تعلقات یک دم ختم شو د اسلامي انقلاب په شروع کښې، د  شاه  د نظام مخالفینو، دا ګڼله چې امریکا او په منځي ختیځ کښې د هغه اتحادي اسرائیل د شاه واکمنۍ ته اډاڼه ورکوي دوي دا د مسلمانانو په ضد یو ظالمانه نظام باله او د مغریبیت (ویسټرن آزیشن) د هڅو مخالفت یې کوو۔  دا نظریات د انقلاب بنیادي اصول وګرځېدل، او د روح الله خمیني له خوا د انقلاب مخکې او وروسته تر دې دمه په سختۍ سره وپالل شو ۔

“مرګ په اسرائیل” د ایران په انقلابي سیاست کښې یو مرکزي شعار پاتې شو، خاصکر د هغه وخت ورسته څخه چې اسرائیلو په 1987م کال کښې د فلسطین انتفاضه ته ډیر نامناسب غبرګون ښکاره کړو، او په 13 میاشتې کښې یې په سلګونو فلسطینیان ووژل  ۔

د صهیونیت نظریاتي اختلاف او رد، د ایران د نظره د فلسطیني مسئلې سره ځان تړل، په منځني ختیځ کښې د اسرائیل له خوا په اېټمي وسلو انحصار او په دې سیمه کښې امریکي مفاداتو له وجهې د ایران او اسرائیل ژوره دوښمني رامنځ ته شوې ده ۔

ایران، امریکا او “لویې شیطان”

که تاریخ ته وګورو، امریکا ته په ایران کښې په درنه سترګه کتل کېدل۔ ایران هغه وخت، د شوروي اتحاد او برتانیه غوندې امپریالي قوتونو په مقابله کښې امریکا ته د یو متوازن قوت په نظر کتل۔ په ځانګړي ډول، د لومړۍ نړیوالې جګړې په پایې کښې، د امریکا صدر ووډ رو ولسن د ورسائي د سولې په کانفرنس کښې د فارس (ایران) د حقِ خود ارادیت ملاتړ کړې وو۔ همدغه شان، د دوئیمې نړیوالې جګړې په اخر کښې، د امریکا صدر هېري ټرومېن په شوروي اتحاد سفارتي دباؤ راوړې وو چې د شمالي ایران څخه خپل فوځونه وباسي او د کرد او ازري بېلتون پالو له مرستې څځه لاس واخلي۔

خو په ایران کښې د امریکا په اړه نظر هغه وخت بدل شو چې د امریکا په لاس وهنه 1953م کال کښې د وزیر اعظم محمد مصدق تخته نسکوره کړې شوه۔ امریکا سره هغه وخت دا ویره وه چې د سړې جګړې په اوږدو کښې به محمد مصدق د شوروي اتحاد کېمپ ته لاړ شي۔ د دې کودتا ورسته بیا امریکا د ایران د شاه مرسته کوله چې په طاقت خپل واګې مضبوطې وساتي ګني ایران به د شوروي اتحاد لاسو تن ولوېږي۔ ورو ورو، د شاه د مخالفینو ترمنځ دې نظر ریښې وموندلې چې د شاه لخوا د ایرانیانو په زورولو کښې امریکا هم د برابر شریکه ده۔ د محمد مصدق د پرځولو وروسته د امریکا خلاف د ایرانیانو قهر خپل اوج ته هغه وخت ورسېده کله چې په 1979م کال کښې اسلامي انقلاب رامنځته شو، او ډیرو ایرانیانو امریکا د لویې شيطان په نامه وبلله! د واشنګټن له خوا د ایرانیانو د حقِ خود ارادیت مطالبه د پمه غورځول اصل کښې د شوروي اتحاد په مقابله کښې یو لویې مفاد په لاس کښې ټینګ ساتل وو۔ ځکه دوي مخکښې لیدلي وو چې څنګه مصر کښې جمال عبدالناصر په واک کښې راغې نو په ټوله عرب نړۍ کښې د خپل سامراج مخالف کړنو په وجه مشهور شه، د څه په نتیجه کښې چې برتانیه د مصر څخه ووتله، او د سویز نهر په قامي تحویل کښې واخیستې شو۔ چې ورسته جمال عبدالناصر ته په 1964م کال کښې د شوروي اتحاد د هیرو خطاب ورکړې شو۔

په 1979م کال د انقلاب په اوږدو کښې ایراني زده کونکي په تهران کښې د امریکا په سفارت ننوتل او 25 امریکایان یې بندیان کړل څوک 444 ورځو پورې بندیان پاتي شو۔ بلخوا عراق هم په دې فکر چې په ایران کښې اسلامي انقلاب سره به دغلته هم شیعه ګان راپاڅېږي او د بعثت ګوند حکومت به ړنګ کړي، دوي په ایران حمله وکړه۔ د دې په اوږدو کښې امریکا د عراقي صدر صدام حسین سره سیاسي مرستې کولو سره سره پیسې هم ورکولې او د جاسوسي سیارچو نه راټول شوې حساس معلومات یې هم ورسره شریکول۔د دې سره، د ایران د امریکا سره دوښمني لا زیاته شوه، ایرانیانو واشنګټن د عراق په دې یرغل کښې د برابر شریک بللو۔ایران، اسرائیل، د خلیج هېوادونه، او د “مقاومت محور”په مخکښینو څپرکو کښې، مونږ د منځني ختیځ له شخړو سره تړلي مهم کردارونه، د هغوي ترمنځ ناسازګارۍ، او دا چې څنګه د دې کردارونو دریځونه او چلندونه د هغوي د ګټو دپاره د وخت سره بدلېږي، تشریح کړل۔ مونږ دا هم وښودله چې څنکه دا شخړې سیمه ایزو جګړو ته بدلېږي، یا د سیاسي چالونو، سفارتي دباؤ با د پېسو د لګښت سره مخ په وړاندې ځي، سازشونه زیږوي، انقلابونه راولي، او کله نا کله په کودتا هم تمامېږي۔ پر دې بنیاد، مونږ اوس د هغو مهمو عناصرو ته نظر کوو چې اوسنۍ شخړې ترې جوړېږي، او د جیو سټراټیجک سیمه ایزې برلاسۍ (hegemony) لپاره په پکارېږي. ایران او اسرائیل ډیر زر د ايټمي وسلې جوړولو دپاره سيالۍ پېل کړې، په خاصه توګه د عرب پسرلي (Arab Spring) ورسته۔ د اسرائیل په نظر، په سیمه کښې د ایران پراکسي ډلو په ذریعه زیاتېدونکې اثر او د اسرائیل امنیت، د هغه پراختیائي پلانونو او په سیمه کښې د هغه فوځي برلاسي ته ګواښ دې۔ اسرائیل په مسلمانه نړۍ کښې د خپل مشروعیت ساتلو، او خپل سیمه ایز سیاسي مفاداتو د خوندي ساتلو په خاطر اسرائیل په واشنګټن کښې مضبوط لابنګ کوي، او په شام ، لبنان، او فلسطین کښې وخت په وخت فوځي عملیات ترسره کوي۔ د دې مقصد دپاره، اسرائیل د شام د کورنۍ جګړې په مهال د ایران د پراکسي په ضد ځینې سني وسلوالې ډلې، لکه د القاعدې سره تړلې النصرت فرنټ سره مرستې وکړې۔ دوي سره یې صحت روغتیا (میډیکل) او لاجسټک په برخو کښې په داسې حال کښې مرستې وکړې چې هغوي د ایران لاس پوسي شامي حکومت سره جنګېدل .

ورسره ورسره، د ایران د سیمه‌ایز فعالیتونو کښې زیاتوالي یو نوې میدان جوړ کړو، چې ورسره د خلیجي هېوادونو د خپل امنیت دپاره په امریکه انحصار سېوا شو؛ د دې مطلب دا شو چې د خلیجي هېوادونو او اسرائیل ترمنځه نزدیکیت سیوا شو۔ د ایران کمزورې کوول او د ده مخه نیول د خلیجي هېوادونو، اسرائیلو، او امریکا ګډه ګټه ګرځېدلې ده۔ همدا د ایران-سعودي تربګنۍ وجه ده سعودي د امیکا د وسلې تر ټولو لویې اخیستونکې جوړ شوې دې، چې په تېرو پنځو کلونو کې یې شاوخوا 13 اربه ډالرو سوداګانې کړې دي۔ (دا خبره د کال 2020 ده)

خو بلخوا ته، ایران د خپلو پراکسیز یوه مضبوطه اتحادیه جوړه کړې ده، لکه حزب الله په لبنان کښې، د بشار الاسد حکومت په شام کښې، او حماس Palestinian Islamic Jehad  په فلسطین کښې۔ په لبنان کښې، ایران حزب‌الله ته په زرګونو میزائیل او مالي مرستې ورکوي، چې په دغه هېواد کښې سیاسي بې‌ثباتۍ سبب ګرځي۔ د مثال په توګه،  په 2005م کال کښې د لبنان سني وزیراعظم رفیق حریري، څوک چې د سعودي عرب نیږدې ملګرې وو، ووژل شو، چې تور یې د حزب الله په څلور کمانډرانو باندې د بین الملل سیکیورټي کونسل لخوا ټاکلي شوي ټربییونل لخوا ثابت شوې دې۔ حزب‌الله په شام او یمن جګړو کښې فعال کردار لرلو او جنګیالي یې په عراق او لیبیا کښې هم روزل کیدل۔ همدغسې ایران د شام د بشار الاسد حکومت او د یمن حوثیانو ملاتړي کوي۔ لنډه دا چې، د شام او یمن په جګړو کښې د ایران ښکاره پوځي کردار، او د 2015م کال ایټمي تړون وروسته، د ایران–عرب شخړه نوره هم زیاته او شدیده شوه، چې ورسره په منځني ختیځ کښې د وسلو سیالي هم زیاته شوې ده۔

د ایران–امریکا روانه شخړه:

امریکا د اوږدې مودې راهیسې له ایران سره د سړې جګړې د ستراتیژۍ مطابق چلند کوي۔ د دې تګلارې له مخې، امریکا په سیمه کښې پوځونه کښېنوي، چې ایران مهار کړي، او په هغه اقتصادي بندیزونه لګوي چې په معاشي توګه یې کمزورې کړي۔ بلخوا ته، د عرب پسرلي (Arab Spring) او ورپسې کورنیو جګړو له وجهې، ایران ته د خپل پراکسیز په ذریعه هغه ځواک میلاؤ شوې دې چې مخکښې یې کله نلرلو۔د صدام حسین د رژیم نسکورېدو سره ایران ته یو ستراتیژیک موقع میلاؤ شوه، چې د عراق د شیعه سیاسي مشرانو سره د اړیکې برابرې کړي، او خپل طاقت سېوا کړي۔ دا عرب پسرلې (Arab Spring) او په شام، لیبیا، او یمن کښې جګړې وې چې د ایران ستراتیژیک ځواک یې لا مضبوط کړو۔ همدغه شان، په بحرین او عراق کښې د شیعه اکثریت تحریکونو او په پاکستان کښې د پراکسیز جګړو د سعودي عرب او امریکا ګټو ته نقصان رسولې دې۔  بل خوا ته، د امریکا حکومتي پالیسو څخه بریښي چې ایران په منځي ختیځ کښې امریکائي مفاداتو ته لویې خطر دې۔ د امریکائي صدر ډونلډ ټرمپ له خوا په 2017م کال کښې د ایټمي تړون نه وتل یو مهم بدلون وو۔ د دې سره سم، امریکا یو ځل بیا بندیزونه لګول شروع کړل، او یو کال وروسته ایران په خلیجِ فارس کښې خپل اقدامات شروع کړل۔ د 2019م کال د نیمې راهیسې، ایران او د هغه سره تړلي ځواکونو تجارتي بېړۍ نیولې او بریدونه یې پرې شروع کړل، ورسره یې د خلیج، عربي هېوادونو څو مهمې ودانې هم ورانې کړې، په عراق کښې یې د امریکا په فوځي مرکزونو میزایل حملې هم کړي دي، او په سیمه کښې یې د خپلو پراکسیز ملاتړ لا زیات کړې دې۔ د دې شخړو له څیړنې وروسته، مونږ به هغه لارې چارې وړاندې کوو چې کولې شي په سیمه کښې د سولې راوستلو دپاره کافي وي  ۔

د شخړو د حل پر لور:

د ټرانسېنډ (Transcend) نظریې له لیدلوري

د جوهان ګالټونګ د ټرانسېنډ نظریې د مخه کومه چې هغه په 1965م کال کښې وړاندې کړې وه، د سولې د راوستلو هره هڅه په لنډه توګه درې بنیادي پړاؤنه لري:

د شخړې نقشه جوړول او دا اندازه لګول چې ښکېل اړخونه څه ډول پوهه لري؛

د غوښتنو ترمنځ دا فرق کول چې کومې غوښتنې مشروعیت (legitimacy) لري او کومې نه؛

پراخه تجویزونه په داسې تخلیقي انداز کښې وړاندې کول د عدم مطابقت فاصلې د کم نه کمې شي

باوجود د دې مقالې د محدوداتو، مونږ دا شخړې نقشه کړې دي، او اوس هغه حل لارو ته ځو چې کولې شي د دې فاصلې ختمولو دپاره وکارول شي، او دا هم چې د نړیوالو قوانینو، اخلاقو، او بشري حقوقو عین مطابق وي۔

په لنډه توګه،  اسرائیل باید:

د مشروعیت دعوې کمې کړي او دا ومني چې د اسرائیل څنګه وجود کښې راغلې دې؛ که څه هم د اسرائیل ریاست یو حقیقت دې، خو دا وئیل چې فلسطینیانو او یهودو دا ګډه ځمکه دې یواځې د نړۍ ټولو یهودو ته ورکړې شي، دا خبره مشروعیت (legitimacy) نلري؛

* په منځني ختیځ کښې د عرب هېوادونو د وېش دپاره دې خپل کردار کم کړي؛

* د عرب هېوادونو سره ړ برابرۍ په بنیاد اړیکې جوړې کړي، او د اسلام دین ته دې درناوې ورکړي؛

* د “خوندي پولو” (secure borders) نظریه دې نوره پرېږدي او خپلې پولې دې د 1967 تړون مطابق سمې کړي۔

هم دغه شان، عرب هېوادونه، خاصکر فلسطین، باید:

* یو دریځ ونیسي چې عملي وي او د راتلونکي مطابق وي، او صرف تېر تاریخ ته نظر ونه کړي؛

* د مزاکراتو دپاره دې سمدستي خپله تیاري ښکاره کړي؛

* د دوه ریاستي حل لپاره دې خپل واضحه تجاویز وړاندې کړي؛

* په دې هم فکر وکړي چې څنګه کولې شي چې دا زمکه د فلسطین او اسرائیل ترمنځه ویشل کیدې شي۔ د مصر او اردن څخه د دې مقصد دپاره زمکه هم یو تجویز کیدې شي۔ د ایران په اړه د امریکې د سولې پالیسۍ باید څه داسې وي: د لوړې کچې خبرې اترې او مزاکرات پیل کړي؛

د محمد مصدق خلاف کودتا له امله رامنځته شوې ستونزې هوارې کړي؛

په ګډو ګټو لکه شنه انرژي (Green Energy) کښې همکاري وکړي؛

په ایران د هر قسمه برید یا څخه ډډه وکړي۔

د خلیج هېوادونه باید:

* په نورو عربي هېوادونو کښې پوځي مداخلت ونه کړي، خاصکر په شام او یمن کښې؛

په شام کښې د ټولو مذهبي ډلو په شمول د فیډرل نظام ملاتړ وکړي؛

د شام د وېش د کوښښونو ځان وساتي؛

په میډیا باندې هغه ژبه بدله کړي چې ایران د سني مسلمانانو دښمن ښکاره کوي؛

همدغه شان، ایران باید:

* په منځني ختیځ کښې د وسلوالو ډلو ساتل بند کړي؛

* نېغ په نېغه د خبرو اترو یا مزاکراتو لپاره چمتووالې ښکاره کړي؛

* خپل سیاسي ادارې د جمهوریت په طرف بوځي؛

* د اسرائیل ریاست د منځني ختیځ د یو واقعیت په هېڅ په عملي ډول ومني؛

* مخالفینو سره د باور جوړونې د عمل دپاره Tit for a tat لاره خپله کړي۔

د شام، عراق، او یمن په اړه د امریکا پالیسۍ باید:

* قومي او مذهبي ډلو ته د حقِ خود اداریت ورکولو لپاره کار وکړي۔

* له هر ډول برید، حملې یا یرغل څخه ډډه وکړي؛

* د پخوانیو جګړو له امله د زیانونو جبران یا ازاله وکړي۔ (Reconciliation)

پایله؛

په دې مقاله کښې، مونږ د بېلابېلو لیدلورو له مخې د ایران، اسرائیل، د خلیجِ فارس، او امریکا ترمنځه شخړې وڅېړلې۔ مونږ د سني–شیعه وېش ریښه، د عرب–فارسي تربګنۍ او د وخت په تېرېدو سره د ښکېلو هېوادونو ترمنځ د اړیکو بدلونونه واضحه کړل۔ وروسته، مونږ د بېلابېلو اړخونو دریځونه او کردارونه وڅېړل، او هغه محدودات مو ښکاره کړل چې د هغوي د ګټو او خواهشاتو ترمنځه موجود دي۔

مونږ خپله خبره د جوهان ګالټونګ د ټرانسېنډ نظریې په بنیاد وکړه، او د حل لارو یو لسټ مو وړاندې کړو چې کېدې شي په منځني ختیځ کښې د سولې راوستلو کښې مددګار ثابت شي۔ خو، مونږ د دې مقالې محدوداتو نه هم خبر یو، ځکه چې د دې روانو شخړو بشپړ حل لا ډیرو پراخو څېړنو او کتابونو ته اړتیا لري، چې دا پیچلې موضوع په وضاحت سره بیان کړي!

نورې ليکنې۔۔۔