زمونږ بونېر ےلیکوال – رحمت شاه سائل

 

طاهر بونېري ته مې”زمونږ بونېرے” ځکه ووې چې اوس راته پوره يقين وشو چې دے زمونږ د قلم قبيلې يو داسې ملګرے دے چې مونږ ئې پۀ ځان پوهه هم نۀ کړو او زمونږ نه دومره مخکښې لاړو چې لا سر ئې د کومې دے؟ سر خو ئې اوس راړولے خود نۀ شو، بلکې وېره دا ده چې اوس به پسې رسو څنګه؟

د نورو ملګرو نه علاوه د ډاکټر خالق زيار خيال هر څۀ چې دے، خو زما خپل خيال دا دے چې اوس به مونږ د دۀ پۀ سندرو او چاربېتو پسې د “سر” بچي اړولو کوشش کوو، ګنې سړي مونږ پۀ ځاے پرېښودي يو او پۀ مخه اوښتے دے.

خلق پېزوان مېړنے بولي

ما پۀ نتکۍ د کلي برج ونړاونه

پۀ هر ادبي مجلس کښې غلے يو طرف ته ناست، فطرتي طور مرور، خفه خفه طاهر بونېرے شاعر ؤ خو شاعر نۀ ؤ. زما ټول بونيري شاعران ملګري ډېر استاذان دي. بس دا غريب پۀ کښې داسې ؤ چې تا به وې چې دے چا پۀ زور دلته راوستے دے. خو چې کلام به ئې ووې نو شاعر شاعر به ښکاره شو. خو چې هسې به ناست ؤ نو شاعر به نۀ ښکارېدو، ځکه مې ووې چې “شاعر ؤ خو شاعر نۀ ؤ”.

اوس چې مې د هغۀ د نثر دا کتاب څۀ نيم نيمګړے ولوستو نو يقين مې وشو چې دا سړے يواځې شاعر نۀ دے، اديب هم دے. ځينې خلق صرف اديبان وي، شاعران نۀ وي. خو شاعري د دې د پاره کوي چې پۀ شاعر او اديب ياد شي. دے شاعر هم دے او اوس ئې د اديب رتبه هم حاصله کړې ده خو دۀ دا دواړه لارې د شاعر او اديب د شريک نوم د پاره نۀ دي حاصلې کړې بلکې شاعر او اديب دواړه د دۀ پۀ اندرون کښې وو.

هسې خو ما د طاهر بونېري د نثر څۀ نمونې لوستې هم وې. اکثر ئې د ځينې خلقو ترجمې هم کړې دي خو د دۀ د قلم پۀ دې کال د دۀ د دې کتاب لوستو نه وروستو پوې شوم چې طاهر بونېرے نۀ يواځې ښۀ شاعر دے بلکې يو سپېځلے نثر ليکونکے هم دے.

طاهر جان دې ليکنو ته رپورتاژ وائي. دې کښې واقعي څۀ حصې د رپورتاژ هم شته خو دا ما ته وړې وړې سفرنامې ښکاري. ما د خپلې مطالعې پۀ دوران کښې ځينې غټ غټ ناولونه لوستي وو او پۀ دغو کښې مې وړومبۍ سفرنامه “د ازادۍ تلاش” لوستې ده. دا سفرنامه ميا اکبر شاه ليکلې ده. بيا مې د عبدالاکبرخان اکبر سفرنامه لوستلې وه. دغسې مې د طاهر بونېري يوه سفرنامه لوستې وه او د هري پور پۀ جېل کښې مې د سر اولف کېرو”دي پټهان” اردو ترجمه لوستې وه. کېدے شي چې نورې سفرنامې او ناولونه مې هم لوستي وي خو في الحال راته نۀ يادېږي.

“دازادۍ تلاش” څۀ حصې اوس هم ما د ازبکستان او تاجکستان پۀ ځينې علاقو کښې وګرځوي. دغسې کار را باندې د عبدالاکبر خان اکبر سفرنامې هم کړے دے او د سر اولف کيرو د “دي پټهان” هغه حصه چې د امبېلې د جنګ پۀ وخت ما د ګوتې نه نيولے پۀ خپل کور،کلي او وطن کښې ګرځوي او د خپل وطن د خلقو د جذبو او مړانې سره مې اشنا کوي. دغسې زۀ طاهر بونېري د خپل وطن د هغو علاقو، کلو، ښاريو او خلقو د ژوند ژواک او را پېښو مسئلو سره داسې اشنا کړم چې د ګوتې نه نيولے ئې پۀ هر ځاے کښې وګرځولم او بيا پۀ تېره تېره زۀ څو څو ځله کوئټې ته تللے يم. د هغه ځاے د اديبانو او شاعرانو سره مې ناسته ولاړه شوې ده؛ هغوي مې اورېدلي دي او هغوي مې لوستي هم دي. خو د هغوي د کار او زيار، د هغوي د ملګرتيا او مجلس کړۀ وړۀ سره طاهر بونېري پۀ اول ځل ډېر اشنا کړم.

يو ځل چې زۀ او د ډاکټر خالق زيار مشر ورور رازق جان ایډوکېټ او خېبر اپريدے کوئټې ته تللي وو نو دا د عزيزالله ماما ایډوکېټ دوي پروګرام ؤ. مونږ عثمان خليل د پېښور نه پۀ دې شرط د ځان سره بوتللي وو؛ مونږ ته ئې وئيل چې هلته به چې تاسو کوم خوا ځئ، مونږ به سره د ډرائيور ګاډے درکړو او چې څو ورځې ګرځئ نو وګرځئ؟

دا کال ما ته ياد دے. مونږ پۀ لسم اپرېل 1988 تللي وو. دا تاريخ پۀ پېنډۍ کښې د “اوجړي کېمپ” د واقعې تاريخ هم دے. پۀ دې کښې هم مونږ ګېر شوي وو او د هوائي سفر وخت مو هم ځنډېدلے ؤ. مونږ درېو څلورو ملګرو ته د “ګلېشيئرهوټل” کمرې راکړې شوې وې. زمونږ نه چې د هغه ځاے شاعران او اديبان خبر شول نو هره ورځ به تر ماښام ناوخته پورې ناست وو. هغوي پروګرامونه جوړول شروع کړل. د هرې ډوډۍ نه پس به مشاعره وه. زمونږ هغه د اول نه جوړې کړې منصوبې پۀ ځاے پاتې شوې وې او دغسې مجلسونو ته مو ترجيح ورکړه. مونږ نهه ورځې هلته پاتې شوي وو، ځکه چې د اوجړي کېمپ غوندې يو کېس هلته هم شوے ؤ او د جهازونو سفر ئې متاثره کړے ؤ. زمونږ اخري پروګرام د مقدس خان معصوم صاحب پۀ کور کښې ؤ.

ما ته خېبر اپريدي دلته پۀ غوږ کښې دوه خبرې وکړې؛ يو ئې را ته دا ووې چې “سائله! شاعرۍ وئيلو راته زړۀ ووهۀ.” ما وې دا حالت زما هم دے خو نن به کۀ خېر وي ختم شي. دوېم ئې د دې خلقو د مينې او مېلمستيا ذکر وکړو او بيا ئې د کوئټې ملګرو ته ووې چې “وروڼو! تاسو خو زمونږ ډېر قدر، عزت او مېملستيا وکړه خو تاسو کۀ پېښور ته راغلئ، نو زمونږ مسئله دا ده چې کېدے شي و مو نۀ پېژنو. نو تاسو مهرباني وکړئ، غږ را باندې کوئ” – خو د دې هر څۀ باوجود هم زۀ د هغې خلقو د ژوند، ژواک او ملګرتيا ګانو نه نۀ شوم خبر. خبر شوم نو اوس طاهر بونېري خبر کړم.

د يوې نثر پارې لوست او پۀ هغې اظهار خيال کول د شاعرۍ نه زيات ګران کار پۀ دې دے چې پۀ شاعرۍ کښې خو تۀ د خپل مضمون د خيال او خپلې خوښې د پاره د شعر انتخاب هم کولے شې او شعر غريب خپلې خوښې کړې معنې ته هم تړلے شې خو پۀ نثر کښې دا څیزونه ډېر مشکل وي. پۀ دې نثر پارو کښې طاهر بونېري د ملګرو د تاثر اخستو تصويرونه هم اخستي دي. مثلاً دا چې “محترم عارف صاحب وائي چې پۀ کندهار کښې چې د )جشن استقلال د خوشحالۍ پۀ اتش بازۍ کښې( اورونو نه کوم ګلونه جوړېدل، پۀ دې به زۀ نظم ليکم. اوس د دۀ تاثرات زمونږ پۀ خيال څۀ کېدے شي او دا چې دے د خوشحالۍ د کوم کېفيت نه تېرېږي.” پۀ دې کتاب کښې د استقلال د دغه جشن تاريخ هم خوندي دے او د جشن د “سوئم” تاريخ هم لري. بيا حالات څۀ او څنګه دي؟ طاهر بونېرے چې څۀ محسوسوي، هغه مونږ ته څنګه تصوير کوي او د چا چا د شعرونو سره پرې مونږ پوهه کوي. دغسې نور، دغسې نور.

هغه د کندهار تاريخ هم بيانوي او د موجوده حالاتو د جنګ نقشه هم مونږ ته ږدي. د بېلې بېلې علاقې د شاعرانو د پېدائش او د کلو کوڅو ذکر هم کوي او د هغوي د قلمونو، کارونو او عملي ژوند کړۀ وړۀ او عظمت هم مونږ ته پۀ ګوته کوي.

د مثال پۀ طور، هغه چې پۀ کندهارکښې ګرځي د خپلو ملګرو سره، نو هغۀ ته د بېلو بېلو دودونو سره د کندهار د اباديو نړېدل پۀ نظر راځي او بيا هغه نخښې چې کومې د يولسم ستمبر 2001 نه پس جوړې شوې دي. د دغه ټول وراني نه پس دوي هغه ځاے ته هم ځي چې پۀ تېزۍ سره پۀ کښې د ابادۍ تعمير روان دے. د کراچۍ، لاهور او پېښور د نوې ابادۍ پۀ شان جوړېږي. دے د دې نه داسې تاثر اخلي “لکه دغه خلق د شلو دېرشو کالو د تخريب نه پس د دغې بربادۍ کفاره ادا کول غواړي” او دا اقتباس د هغۀ پۀ خپل انداز کښې ولولئ، لکه چې وائي:

زمونږ خيال ؤ چې د “خرقې مبارکې” او احمد شاه بابا زيارت به وکړو، خو مونږ چې ورغلو نو معلومه شوه چې نن دلته زيارت ته څوک نۀ پرېږدي. بيا هم زمونږ د پاره د وياړ خبره ده چې د لوے کندهار پۀ پاکه او غېرتي خاوره وګرځېدو. دلته د دغه دوو تېرو کالو نه علاوه د شاه مقصود اغا، جمال بابا، شين غزي بابا، صابر شاه ملنګ، ميروېس نيکۀ، زرغونه انا، شېر سرخ، ملاله، شېخ قلندر او نورو ډېرو بزرګانو، غازيانو او شهيدانو زيارتونه موجود دي.

تاسو د دې نه هم د طاهربونېري اندازه ولګوئ چې دے لکه چې کندهار نۀ ګوري بلکې يو تحقيق کوي او څنګه پۀ توجه سره ئې کوي. مخکښې وائي چې:

د خرقې مبارکې نه د نوې ودانۍ بنياد د تيمور شاه سدوزي پۀ دور کښې ايښودے شوے ؤ. وروستو د سردار محمد عثمان خان پۀ وخت کښې پۀ کښې خصوصي بدلون وکړے شو. البته د دې ودانۍ دا موجوده نقشه د باباے ملت حضرت ظاهر شاه پۀ بادشاهۍ کښې جوړه شوې ده. د “خرقې شريفې” د زيارت نقاشي د امير حبيب الله پۀ دور کښې د امير د ورور سردار نصرالله خان پۀ هڅه د صوفي عبدالحميد بارکزي پۀ هنر مندو ګوتو سرته رسېدلې ده. مونږ لۀ دې ځاے نه هغې کوڅې ته هم لاړو چرته چې استاد علامه عبدالحئ حبيبي پېدا شوے ؤ. دلته پۀ سر پوښ بازار کښې د ښۀ ډېرو ګرځېدو نه پس پۀ نورو مختلفو ځايونو هم وګرځېدو.

تاسو هرڅۀ چې وايئ، زۀ خوطاهر بونېري له داد ورکوم چې دا هر څۀ ئې څومره پۀ تېزۍ سره ذهن نشين کړي دي او پۀ څومره ادبي توان ئې قلم ته سپارلي دي. زۀ خو ئې د دې ځايونو او مقاماتو ليدو ته لېواله کړم، او پۀ تېره تېره هغه ځاے چې پۀ کښې حبيبي صاحب نۀ يواځې زېږېدلے دے او بيا ئې پۀ کښې خړپوسې هم کړې دي. وايم چې کاش! زۀ هم دلته ګرځېدلے وے. دا مخکښې ليکنه ئې هم ولولئ.

د کندهار مشرق اړخ ته زابل، شمال ته ارزګان، مغرب ته هلمند او جنوب طرف ته د بلوچستان ضلعې پرتې دي. دا ټوله صوبه پۀ اوولس ضلعو مشتمله ده. لکه ډنډ، ارغنداب، تخته پُل، بولدک، ارغستان، ژړۍ، پنجوائي، ميوند، خاکرېز، معروف، ښوراوک، رېګستان، غورک، نېش، ميانشين، شاه ولي کوټ او دامان.

پۀ لاره لاره پۀ منډه تګ، نوي نوي ځايونه، پۀ زړۀ کښې د هرځاے جاج اخستل، معلومات يو ځاے کول او بيا هغې له ترتيب ورکول؛ څومره اديبانه او شاعرانه ذوق او پوهه غواړي؟ دا د هر چا د وس خبره نۀ ده. څیز ليکل او بيا دا معنوي اثرات نورو خلقو ته د لوستو قابل قبول وړل د ډېر هنر کار دے او دا کار طاهر بونېري داسې کړے دے لکه چې د هغۀ د ګس لاس کار وي.

هغه پۀ دې لړۍ کښې دا تاريخي ليکنه هم کړې ده چې “کله ملک حسېن علاوالدين غوري د غزنوي ترکانو د بادشاهۍ تخته نسکوره کړه نو د کندهار نوم وده ومونده او کله چې سلطان حسېن بايقرا (1505-1438) بادشاه شو نو پۀ اول ځل د يوې سيکې پۀ مخ د “کندهار” نوم وليکلے شو. خو د کندهار د اوسني ښار بنياد احمد شاه ابدالي پۀ لاس پۀ 1169 کښې د ربيع الثاني پۀ وړومبۍ ورځ ايښودے ؤ.”

طاهر بونېرے د دې ټولو خبرو سره سره مونږ ته دا معلومات هم را کوي چې دلته فصلونه کوم کوم کېږي او مېوې کومې؟ ليکي چې “دلته غنم هم کېږي، جوار هم. د دې نه علاوه انګور، انار، خوبانۍ، شليل، شلتالو، خټکي، بادام، اينځر او مڼې کېږي. دغسې د معدنياتو کر هم کوي.” وائي چې “اوسپنه، سرۀ زر، کوئله او سنګ مرمر. د خلقو ذريعې څاروي ساتل، زمينداره کول او تجارت کول دي. د ډبليو، اېف پي د کال 2002 د يو رپورټ مطابق د کندهار صوبې ټوله ابادي پۀ 1,117,884 کسانو مشتمله ده.”

دا د دې رپورتاژونو تحقيقي او تاريخي اړخونه دي. دغسې ډېرې حوالې سړے د دې تحريرونو نه را نقل کولے شي. د طاهربونېري پۀ دې رپورتاژونو کښې اخري دوه رپورتاژونه “ګلونه مسافر دي” او “يوځل بيا پۀ کندهارکښې” لکه د وړومبنو رپورتاژونو يو ادبي حېثيت او ښکلا لري. خصوصاً پۀ “ګلونه مسافر دي” کښې؛ دا ځکه چې دا د کراچۍ پۀ باچا خان مرکز کښې د عبدالکريم بريالي او طاهر بونېري د کتابونو د مخکتنې د تقريب رپورتاژ دے. د کريم بريالي کتاب د پټې خزانې پۀ تنقيد کوونکو تنقيد دے او د طاهر کتاب “زړۀ کښې د ساتلو څوک دي” شاعري ده. د مقالو اقتباسات، ادبي رنګ او سرور لري. تحقيقي مواد دي خو چونکې د شاعرۍ د تاريخ پۀ حواله دي نو يو خوند هم لري. دغسې ئې د شاعرۍ د کتاب يو خپل خوند او رنګ دے. دا ټولې حوالې پۀ دې ټولو پروګرامونو کښې زمونږ ذهني او قلمي شرکت او د هرې نکتې او فقرې سره زمونږ د کېفيت بدلېدل را بدلېدل يوه قدرتي خبره ده.

د طاهر بونېري د دې کتاب لوستل يو ادبي جهان خپل زړۀ ته راوړل دي. نۀ لوستل ئې بد قسمتي ګڼل پۀ کار دي. زۀ او ډاکټر خالق زيار دواړه بونېر )بټاړې( ته د دۀ د دواړو کتابونو مخکتنې له تللي وو. هغه وخت خو مونږ څو خبرې د دۀ د دې کتاب او د شاعرۍ د کتاب پۀ حواله پۀ اشارو کښې وکړې. ډېرو ملګرو مقالې ليکلې وې. سليم بنګش ډېره ښۀ مقاله وړاندې کړې وه. دغسې اسيرمنګل، محمد اسلام ارماني، د پښتو اکېډمۍ اوسني ډائريکټر نصرالله جان وزير، ډاکټر خالق زيار، پروېش شاهين، امين الله داودزي او دغسې نورو ملګرو تقريرونه کړي وو.

خو اوس دوي دغه خبرې چاپ کول غواړي، دا ښۀ خبره ده. د ملګري طاهر بونېري دا ليکونه پۀ هره حواله د دې جوګه دي چې سړے ئې مطالعه هم کړي او د لائبرېرۍ زينت هم. دا “يوځل بيا پۀ کندهارکښې” چې تاسو ولولئ نو پوهه به شئ چې دا سړے څومره پۀ وطن مئين دے، څومره پۀ ژبه مئين او څومره خواري کښ دے – او د ليک انداز ئې دا دے چې دغسې ټولې مينې زمونږ پۀ زړونو او ذهنونو نقش پرېږدي.

د بونېر ټول ملګري دې اباد او خوشحاله وي چې پرون پۀ کښې داسې د ژبې او ادب سره وابسطه خلق پۀ شمار وو؛ لکه روشم خان بابا او نن بې شماره دي. چې دا هم د طاهر دوي غوندې د خوا خوږو ملګرو برکت دے.

 

دا هم ولولئ

د پښتون سټوډنټس فېډرېشن د 2021 د کال نوې کابينه – علي يوسفزے

د عوامي نېشنل ګوند ذيلي تنظيم پښتون سټوډنټس فېډرېشن د 2021ء کال د اګست د …