په تحصيل رزړ صوابۍ کښې د خدايي خدمتګار تنطيم تسلسل—عثمان ننګيال

دا ليکنه شريکه کړئ

د خدايي خدمتګار تسلسل اؤ د تحريک پېداوار د خان عبدالغفار خان (باچاخان) او د هغوي د ملګرو په کرامت په پښتنه سيمه سر راپورته کړے ؤ . دا تسلسل خوږ هم ؤ اؤ تريخ اؤ ترسکون هم . دا تحريک په دې مقصد جوړ شوے ؤ چې د پېرنګي خلاف ئې د ازادۍ پرچار کوو د پښتون قام وجود يې د پيرنګي د غلامۍ نه شوکول غوښتل . په پښتنه خاوره ئې  تعليم عام کولو اؤ د جهل ښکرو ته ئې ماتې ورکوله . د پښتون قام خورې ورې او تس نس تپې اؤ قبېلې په يو مزي کښې راټولولې په دې چې د نفاق بندونه خپل مېنځي وشلوي اؤ د دښمن د ملا هډونه مات کړي . د کمزورو اولسونو د نر او ښځو د حقونو په وړاندې ئې زوراکه طبقې راپرزولې . د پښتنې ټولنې د عصري سماجي اؤ سياسي عواملو سره ئې سم تګ کولو . په دې تحريک کښې د پښتونخوا د ټاټوبي د هرې سيمې يو شمېر مشرانو ګدون لرلو . د دې تحريک د شروع کېدو سره سم د دې تحريک په ملګرو د پېرنګي لخوا رنګ رنګ قدغنونه لګېدل په جېلونو کښې اچولے کېدل جايېدادونه ئې ضبط کېدل دا ټولې دړکې پېرنګي د يو سازش لاندې کولې چې مقصد ئې دا وو چې پښتون قام د ځان غلام اؤ د ازادۍ د خوږو نه ئې محرومه وساتي خو پښتون قام چې د تاريخ په يوه دوره کښې چاته سرټيټ نۀ دے هغه کۀ د پيرروښان دوره وه، هغه کۀ د خوشحال دوره وه اؤ هم دا صفت د پښتون انفراديت دے چې هر څومره بدو پېښو سره مخ شي خو دا قام خپل همت اؤ حوصله ټينګه ساتي اؤ په نره د دښمن د راپرزولو هڅې کوي . د دې انفراديت د برقرار  ساتلو لۀ وجې پښتون قام ډېرو تاوانونو سره وخت په وخت مخ شوے دے خو دې قام د دغه تاوانونو هېڅ پروا نۀ ده کړې اؤ د خپل انفراديت مقام ئې مسقیم ساتلے دے لکه نن چې په تاريخ کښې لوې لوې اؤ ژوندي مثالونه د پيرروښان، خوشحال خان اؤ باچاخان د پښتنو د اتلانو په شکل کښې موجود دي نو دا د دې قام د انفراديت د سيوري برکت دے . دې مشرانو د خپل عصر سره سم خپل وقار اؤ ناموس ژوندے ساتلے دے اؤ يوې بدې ډلې ته تسليم شوي نۀ دي .

څۀ رنګ چې پيرروښان اؤ خوشحال خان د مغلو خلاف مبارزه کوله د مغلو خلاف ئې د ازادۍ پرچار کوو . دغه رنګ د باچاخان په رهبرتوب کښې په شلمه پېړۍ کال 1928 کښې خدايي خدمتګار تحريک جوړ شو چې ورسره د پښتونخوا د ټاټوبي ډ هرې سيمې څۀ مشرانو کلکه ملا وتړله اؤ د باچاخان په رهبرۍ کښې د پېرنګي د بد استعمار مخې ته د ازادۍ پرچار لره مېدان کښې په ګډه ودرېدل اؤ هرې سختې ته ئې غاړه ورکړې ده . دغه رنګ د صوابۍ مشران هم د شروع نه د دې تنظيم سره په کلکه د ميرنواب، روشن خان، د ترلاندۍ کلي مهندے، بخت جمال اؤ نور يو شمېر مشران چې تفصيل به ئې وړاندې په بشپړه توګه راشی د خدايي خدمتګار تحريک سره په کلکه ولاړ ودرېدل .

اؤ د پېرنګي د بدې ډلې په وړاندې ئې د خدايي خدمتګار تحريک په شکل کښې د ازادۍ پرچار شروع کړو . دې مشرانو باندې د دې لارې په سفر کښې هر رنګ بد وختونه راغلي دي .ولې دوي دغه سختې زغملی هم دي د دې د حل کولو دپاره ئې لا ې هم جوړې کړي دي خپل ننګ ناموس اؤ وقار ئې هم ژوندۍ ساتلې دے . د پېرنګي په سترګو کښې ئې سترګې هم اچولي دي اؤ په هېڅ ډول تسليم شوي نۀ دي . د دې مشرانو همت اؤ حوصلې کۀ د پښتنې ټولنې په خلقو کښې بېداري راوستله نو ولې بلخوا ئې خپل نسل ته دا باور هم ورکولو چې دا وطن زمونږ دے اؤ چې ترڅو مونږ يو او بل سره څنګ په څنګ ولاړ يو . په دې خاوره په نړيواله سطح يو بد ځواک پښې نۀ شي غوزولې بلکې قدمونه به ئې لۀ دې ځاے خوئېږي اؤ پښتون ته به تسلمیږي . په دې غړو کښې د شروع نه روشن خان په کال 1930 کښې د  پېرنګي فوځ زنداني کړو اؤ تر کال 1936 ئې جېل کښې وساتلو روشن خان ئې چې کله ونيولو ډ دۀ عمر وولس کلونه ؤ ايله زنه ئې شنه شوې وه خو ولې د خپل هوډ نه په شا نۀ شو اؤ پېرنګي اخر د څلوریشتو په کلونو کښې خوشې کړو . د پيرنګي دا خيال ؤ چې روشن خان به د خپلې لارې نه په شا شي زمونږ خلاف به د ازادۍ پرچار نۀ کوي اؤ د دۀ په نيولو سره به نور خلق هم د دې تحريک نه د ويرې په شا شي خو ولې چې دے ئې خوشې  کړو نو دوه کاله پس په رزړو کښې د خدايي خدمتګار تنظيم سازۍ کښې شريک شو اؤ د ممبر په حېث ئې يو ځل بيا دې جرګې سره خپلې هلې ځلې پېل کړې .

په دې تنظيم کښې د صوابۍ سيمې د رزړو د تحصیل يو شمېر نورو مشرانو هم علاقه لرله اؤ د خدايي خدمتګار تنظيم د بېرغ د سيوړي لاندې ئې د رزړو په خاوره د پېرنګي خلاف د ازادۍ پرچار کولو .  د دې تنظيم ريکارډ چې کوم ترلاسه کړې شوے دے په هغې لۀ مخې د دې تنظيم ريکارډ  1938 نه محفوظ شوے بڼه کښې دے چې صدر يې امير نواب بابا بن اعظم بابا، نائب صدر مهمندے بن رسول خان، جرګه ناظم حکمت حيات، ممبر جرګه بخت جمال ولد غلام، ممبر جرګه روشن خان ولد محمد زمان، سيد جمال ولد فضل شاه، خزانچي خان غالب اؤ نور يو شمېر غړي د مبمر جرګې عظيم خان، فقير شاه بن هاشم خان، فضل احمد، خانے بن هادي، خیرالله، اشر، حبارس خان، عبدالغفور بن اصغر، روشن بن اصغر بابا، مهابت خان بن کريم کاکا، حضرت الله بن بېدوالله، عبدالحق، آئين خان، محمد سيد، زرداد، سيد امير، پرمانند، سيد عمر بن نجيم، فقير بن حسن الدين شامل وو. دې ملګرو وخت په وخت د پېرنګي تودې تودې سپېرې خوړلې دي . په زندانونو کښې اچولے شوي دي . د قېد په دوران کښې ورسره د بد پېرنګي د فوځ لخوا ناروا سلوک شوے دے تر دې پورې چې دوي به کله په خپله سيمه د پېرنګي د بد فوځ په وړاندې د ازادۍ پرچار ډېر زيات کړو اؤ پېرنګي به د دوي دغه د ازادۍ نارې  برداشت نۀ کړلې شوې نو په جېلونو کښې به يې واچول اؤ دوي ته به ئې داسې سزاګانې ورکولې چې نور پښتون اولس دپاره د عبرت درس وګرځي ‌. د دوي نوکونه به ئې اېستل، د دوي د تنه به ئې وېښتان شوکول دغسې نورې د تشدد حربی به ئې ورسره پکارولې، جايېداونه به ئې ورله پخپله ولقه کښې ګېرول اؤ پيرنګيانو به بيا د دوي دغه جائېدادونه خپلو وفادارو ته سپارل چې د دې خاطره به هغه بې ناموسه اؤ بې وقاره پښتنو د پيرنګيانو د پاليسو ګټې لره کار کولو .دا تنظيم پخپل وخت د ډېرو حادثو اؤ بدو پېښو سره مخ پاتې شوے دے خو ولې د دې تنظيم د زنځير کړۍ مستقيمې پاتې شوي دي . په هیڅ وخت کښې د پېرنګي زور ماتې شوي نۀ دي . ځکه چې دا تنظيم د هغه خلقو يو ټولګے ؤ چا د خپل اولس د ازادۍ اؤ خپلواکۍ د ګټې ترلاسه کولو دپاره هرې سختې ته غاړه اېښودې وه اؤ لۀ هر قربانۍ نه تېرېدل اؤ په هېڅ ډول پېرنګي ته نۀ تسلميدل . د دوي مقصد صرف اؤ صرف د پيرنګي د لاسو نه ځان خلاصول وو . د قامي آزادۍ جنګ ئې کوو اؤ د دې جنګ ګټلو دپاره د خپل سر مال اؤ جائیداد نه هم ورتېر وو . دا د خپلې دورې هغه غړي وو چې دوي کۀ وخت اؤ حالاتو د هر رنګ شرمخ پۀ خلۀ کښې ورکول د دوي مرۍ ئې خپي کوله . د دوي غږ ئې په عمومي توګه په پښتنه ټولنه کښې بندوو . دوي نه ئې د دوي د ټولنې کلتور تروړولو د دوي تاريخ ملت اؤ اقتصاد ئې لوټل خو ولې دوي د پېرنګي په دې ظلمونو صبر وۀ نۀ کړو اؤ خپل مزاحمت ئې په يو نا يو شکل کښې جاري وساتلو . دې دورې کۀ يو خوا د امير کروړ، پيرروښان، شيرشاه سوري، خوشحال اؤ ابدالي په رنګ د خپلې خاورې د کلتور، ژبې، تاريخ، ملت اؤ د خپل اقتصاد لمن د خپلې دورې د بد دښمن د لاسونو نه خلاصه کړې ده نو ولې بلخوا ته ئې دا کرامت هم کړے دے چې د خدايي خدمتګار د تحريک د عمارت ستنې ئې په صوابۍ کښې اؤ بيا خاص په رزړو تحصیل کښې لوړې جګې اؤ ژورې ساتلي دي . نن هم کۀ په صوابۍ رزړو علاقه کښې څومره سورخپوشان دي دا د دې تنظيم د ټاکلو مشرانو د ستر همت اؤ د لوړې حوصلې او د نۀ ستړې کېدونکو هلو ځلو کرامت دے . کۀ چرې دا خلق پخپل ژوند کښې د پښتنو فخرافغان ملنګ بابا سره په صف کښې نۀ وو ودرېدلے د هغوي سره ئې د پېرنګي نه د ځان خلاصولو دپاره هلې ځلې نه وې کړې . د خپلې خاورې دپاره ئې هرې قربانۍ نه نۀ وو تېر شوې نو خدايي خدمتګار تنظيم به پۀ رزړو کښې به دومره وده نۀ وه موندلې  ۔

 

 

نورې ليکنې۔۔۔