افسانه (درمن)—کلثوم زېب

” واه څومره ښکلے ماحول دے ـ ـ ـ دنګ دنګ غرونه، شینکے،  دنګې شنې ونې او رنګ په رنګ ګلونه، سم جنت دے ـ ـ ـ  یار تۀ د دې جنتي کلي  نه هر وختې په منډه يې ؟ ” ـ ـ ـ خوشحال  پۀ یو عجیبه انداز سبکتګین ته ووې ـ ـ ـ  […]

افسانه: په ټکر جنګ دے—ډاکټر شېرزمان سيماب

شاندانې په ټکر ګولۍ اوورېدې د بابا وینې وجود مې اولیدو زۀ پرې دوه سلګو ته هم ظالمانو پرې نۀ ښودم  او د تورو تمبو شاته ئې را اورسولم زما د وجود زخمونه جوړ شو خو د زړۀ په سر مې هغه زخم لا اوس هم تازه دے بې بې مې یادېږي هغه هم په […]

د همدرد يوسفزي د افسانې ”کيپ ټاؤن او باچا خان“ جائزه—فرحت عباس

فکشن (افسانوي ادب) د ديومالائي ادب نه پس د انسان پۀ ذهني ارتقائي سفر دلالت کوي چې څنګه دغه متجسس او مافوق الفطرت (ديومالائي) تصورات بدل شو او هغه صورت ئې اختيار کړو چې پکښې د انساني ژوند ژواک رښتونې خاکې راښکلے کيږي۔ ډاکټر سهېل بخاري پۀ خپل کتاب “اردو داستان کا فنی تجزیہ” کښې […]

په تحصيل رزړ صوابۍ کښې د خدايي خدمتګار تنطيم تسلسل—عثمان ننګيال

د خدايي خدمتګار تسلسل اؤ د تحريک پېداوار د خان عبدالغفار خان (باچاخان) او د هغوي د ملګرو په کرامت په پښتنه سيمه سر راپورته کړے ؤ . دا تسلسل خوږ هم ؤ اؤ تريخ اؤ ترسکون هم . دا تحريک په دې مقصد جوړ شوے ؤ چې د پېرنګي خلاف ئې د ازادۍ پرچار […]

ایا د انساني نوع په توګه دا زمونږ وروستۍ پېړۍ ده؟—ادريس ازاد/ هلال ايسپزے (مترجم)

په کال 2115ء کښې به انسانان نه وي۔ او کۀ وي هم نو ډېر لږ به وي، او کېدیشي د افریقا په لرې پرتو دښتو کښې یو نیم وموندل شي۔ خو وړاندې له دې چې مونږ په دې حېرانوونکي دعوه د پوهېدو هڅه وکړو، اړینه ده چې مونږ باید لومړې ځان په دې پوهه کړو […]

د خان زمان کاکړ د نظم شربت ګله يوه توکنه—ډاکټر فېصل فاران

اوسنۍ نړۍ کښې  جګړې  زياتره پروپګېنډي  په لاره کېږي نو دې کښې تصوير هم د پېغام مهمه وسله وي تصوير يوه موضوع د هندسو او خبرونو نه راوباسي او انساني تجربې سره ئې داسې تړي چې د يوې ټولنې يا  ډلې  ستونزه نه يوازې تمثيل کړي بلکې يو ځانګړي مرام  د پاره خلک يوخاص   دریځ […]

سوالګري د معاشرې ناسور—عرفان الله طغياني

په ټوله دنيا او خصوصاً په پوښتنه معاشره کښې سوال کول شاید تر ټولو ناوړے، شرمنده او سپک عمل دے چې د وخت  تېرېدو سره په ټوله نړۍ کښې د يوې مضبوطې ډلې پۀ شکل خورېږي دا د پېسو ګټلو تر ټولو ذلیله لاره ده چې خلک ئې د روزګار او نوکري په ځايے ترجيح […]

سائنس او اهل اسلام—مولانا خانزېب

خود بدلتے نہیں قرآں کو بدل دیتے ہیں کس طرح ہوئے فقیہانِ حرم بے توفیق (اقبال) یهود/ هنود/ نصاري د عقيدوي تقسيم سره  ټول په سیاسي وحدت کښې ېو ځاے دي خو مسلمان د عقيدوي وحدت سره د شيعه او سني په نامه د يو بل دښمنان دي ۔ په قران کښې خداے پاک مسلمانانو […]

د پښتون وطن جغرافيايي موقعيت او په پښتنې ټولنه کې د مدنيت پرمختګ—محمد نعيم

د پښتنو تاريخ په خاص طور ټولنيز تاريخ ته د يوې ژورې کتنې نه وروستو سړے دې نتيجې ته رسي چې د دوي د دې ورستنيو ستونزو په غټو لاملونو کې يو ډېر ستر لامل د دوي مدني او ښاري ژوند ته د راتګ تر ډېره وخته ځنډېدل دي که دا ووئيل شي چې پښتنو […]

د پښتونخوا تهذيبي او معنوي شتمني—ډاکټر سميع الدين ارمان

پښتونخوا کښې دا مهال دېرش ژبې وئېلې کېږي ۔ پۀ دې کښې پښتو، اردو، هندکو، سرايئکي، کهوار، کېلاشه، دامېلي، ګواربتي، پلوله، واخي، يدغا، مانکيالي، توروالي، باتېري، کموېري، چېلاسو، ګورو، ګاوري، کالامي کوهستاني، انډس کوهستاني، شينا، اشوجو، پوټهوهاري، غيبي، کونډل شاهي، بدېشي، بروشسکي، دوماکي، تيراهي او ارمړي شاملې دي ۔ وړاندې د دې نه چې په […]