په کال 2115ء کښې به انسانان نه وي۔ او کۀ وي هم نو ډېر لږ به وي، او کېدیشي د افریقا په لرې پرتو دښتو کښې یو نیم وموندل شي۔ خو وړاندې له دې چې مونږ په دې حېرانوونکي دعوه د پوهېدو هڅه وکړو، اړینه ده چې مونږ باید لومړې ځان په دې پوهه کړو چې “ټرانس هیومن اِزم” څۀ شے دے؟۔ ولې د ټرانس هیومن ازم نه هم وړاندې مونږ په یوه بله اصطلاح “ټرانس جینک” پوهه شو۔ ټرانس جینک د جینونو[1] خپل منځې تبادلې ته اشاره کوي، یعنې د جینونو دا رنګه ادلون بدلون چې لیبارټرۍ کښې وکړې شي. د داسې دوؤ ډولو انواعو تر منځ نزدې اړیکې ته اړتیا نشته. د یوې بکټېریا[2] او چیندخې تر منځ هم د جینونو ادلون بدلون ممکن دے. مونږ ته معلومه ده چې بکټېریا یو یک خلیاتي زنده سر (unicellurar organism)[3]دے او حال دا دې چې چیندخه یو کثیرالاخلیاتي زنده سر (multicellurar organism) دے.ولې مونږ په اسانۍ سره کولې شو چې د چیندخې ځانګړتیاوې بکټېریا ته یا د بکټېریا ځانګړتیاوې چیندخې ته انتقال کړو، او هم دا ډول لیږد ته “ټرانس جینک” ویل کېږي.په دې کار سره دا ناشونې ده چې په بشپړ ډول اټکل وکړو چې په کایناتو کښې به کوم بدلونونه واقع شي، مګر هغه اټکلونه چې تر اوسه پورې شوي دي هم د دې مستحق دي چې د کایناتو په تاریخ کښې تر ټولو حیرانونکې پېښې وبلل شي. یو له هغو څخه دا ادعا ده چې “دا زمونږ د انسان په توګه وروستۍ پیړۍ ده”. اوس مهال په پرمختللې نړۍ کښې دوه لوي سازمانونه (ادارې) په “ټرانس جینک” څېړنو کښې ډېره خوښي څرګندوي۔ چې یو یې نظامي یا فوځي او بل یې د دُرملو صنعت (Pharmaceutical Indusrtry)[4] دے.د امریکا ملټري دا مهال د ”ټرانس جینک څیړنې” له دریو غوره تمویل(فنډ) کونکو ادارو څخه دے. په دې لړ کښې د امریکا فوځي اداره “ډارپا” سرفهرست ده. د ډارپاDARPA مطلب ”ډیفنس ایډوانس ریسرچ پراجیکټس ایجنسي“(د دفاعي پرمختللې څیړنیزو پروژو اداره). تر اوسه پورې DARPA د فوځي موخو لپاره بلها بریالۍ تجربې لري. دوي یوه بیزه ډیزاین کړې چې DNA یې د جولا (Spider) د DNA سره ګډه کړې شوې ده. مونږه دې ټرانس جینک بیزې ته “سپائیډر ګوټ” هم وئیلې شو. د دې بیزې له محصول څخه د دوي هدف د سپیډر ورېښمو Spider Silk یوه برخه ده.د سپیډر ورېښم، چې د جولاګانو له خوا د دوي د لعاب(لاړې. تهوک) څخه جوړ شوے وي، د دې تجربې نه وړاندې به یوازې د جولا د لاړؤ څخه ترلاسه کېدو. دا د نړۍ تر ټولو قوي تار د، چې نه یوازې د بل هر شي څخه سپک دے بلکې د دې قوي استعداد او لچک د نړۍ له هرې رېښم څخه غوره دے. د جولا جینونه د بیزو سره په داسې ډول تبادله شوي چې ډیزاین کړې شوي بیزې پۍ یعنې شاوده تولیدوي چې اضافي پروټین لري، د سپیډر سلک.کوم رېښم چې پخوا به د جولاګانو څخه ترلاسه کېدل اوس د بیزې له شودو ترلاسه کېږي، اوس د امریکا پوځ نوي سپک وزن لرونکي بلټ پروف جاکټونه، نوي پاراشوټ، نوي رسۍ، نوې بېګونه او نوي کارګو جالونه جوړ کړي دي کوم چې د انتهایي دروند بار د رالوېدو په مهال هم نه ماتېږي[5]. ۔ هم دا ثبوت دے، چې د بېلابېلو انواعو څخه د DNA بيلې بيلې برخې بيلېدې او په یو بل کښې داسې لګول کېدې شي، لکه څنګه چې مونږ په خپل کور کښې د دریمې نوې ونې د جوړولو لپاره د دوؤ جلا جلا ونو جلا جلا ټوټې سره نښلوو۔ د سپائيډر ګوټ نه پسته د ټرانس جينک محصولات اوس ډېر مخکې تللې دي۔ او د ډېرو دا ډول محصولاتو لپاره، د امریکا نظامي اداره “DARPA” د لاکهونو ډالرو فنډ چمتو کوي۔ دویمه اداره چې د “ټرانس جینک” ساینس ته فنډ چمتو کوي هغه د ملټري نه سېوا مهمه ده او په ټوله نړۍ کښې د دې څیړنې لپاره فنډ ورکوونکي ترټولو لويه اداره ده۔ زما اشاره فارما سيوټيکل انډسټري (د دارو دُرملو صنعت) خوا ته ده۔ د فارما سيوټيکل انډسټري تر ټولو زياته خوښي د “د نيو ډرګ تهراپيز”سره لري۔ څوک به د انسانانو لپاره د نوي درملنې(علاج) موندلو او د انسان روغتیا د نور ښه کولو د اهدافو لپاره فنډ نه ورکوي؟ د” ډرګ تهراپيز” لپاره د ټرانس جينک څیړنې پروسه ډېره اوږده لاره ده۔
په حقيقت کښې پارماسيوټيکل ليبارټريانې تل د ازموينې (Testing) ستونزه لري۔ هرکله چې دوي کوم نوي دارو رامینځ ته کړي، نوپه انسان باندې د هغې لومړنۍ تجربه یوه لویه ستونزه وي۔ د دې عمل د ترسره کولو لپاره دوي د لوي مشقت سره مخ کېږي۔ په امريکا کښې به دوي د دې لپاره د ”ايف ډي اے[6]“ څخه اجازه ترلاسه کوي کوم چې یو اوږد او صبرناک عمل دے۔ نو د هغه څه په لومړۍ برخه کښې چې د ټرانس جینک څېړنې ماهرین يې د پارماسيوټيکل انډسټرۍ په خرڅ ترسره کوي، دوي د انسان DNA د څارویو DNA سره ترکیب کوي ترڅو داسې حېوان رامینځ ته کړي چې ځینې انساني ځانګړتیاوې لري۔ داسې د دې لپاره کولې شي چې هغه برخې يا اعضاء چې انساني دي د نوي درملو د ازموینې لپاره په حېواناتو وازمول شي۔ او په دې توګه د انسان ژوند له ویرې او خطر پرته د ازمایښتي پړاوونو څخه وژغورلې شي.پرته له دې د پارماسيوټيکل انډسټرۍ زياته خوښي په ”سټيم سيل لائنز“ [7]“Stem Cell Lines” رامينځ ته کولو کښې ده۔ ټرانس هيومن ازم څۀ څيز دے؟ دا یو نړیوال کلتوري غورځنګ دے چې هدف يې د ټرانس هيومنز جوړول دي۔ دوي په اصل کښې د نړۍ پام دې مفکورې ته اړول غواړي چې د سائنس د مختلفو ساحو د یوځاے کولو له لارې مونږ به زر تر زره (زيات نه زيات په شلو کلونو کښې) د “انسان” کلمې اصلي تعریف او مفهوم د تل لپاره بدل کړو۔ اوس په استعارتي توګه نه بلکه په حقيقت کښې مونږ دا توان لرو چې د انساني DNA ژبه[8] بيا د سره وليکو۔ مونږ کولې شو چې په ساده ډول خپل د جینیاتي جوړښت په بدلولو سره خپل ځان په ډېر پرمختللي ډولونو بدل کړو۔ مونږ توانېدلي یو چې د انسانانو يعنې هوموسېپينز 2.0 ورژن جوړ کړو۔ دا غورځنګ د زده کونکو یا ښوونکو ترمنځ د ايچ پلس (H+) په نوم پېژندلې کېږي چې هيومنز پلس معنا لري۔ ټرانس هيومنز به واقعاً هاغه انسانان وي چې مونږ کولې شو چې “ټرانزيشنز” یا تر دې غوره نوم ”پوسټ هيومنز“ په نوم يې ونوموو۔ او کله چې زمکه له ټرانس هيومنز څخه ډکه شي، نو زمونږ اوسنې انساني جوړښت او وجود به نور د انساني جوړښت او وجود ګڼلو اهل پاتې نه شي۔ دا به له انساني کچې څخه د ښکته درجه ګڼل شي۔ هر هغه انسان چې نارمل وي د ټرانس انسان په پرتله به داسې وي لکه څنګه چې نن ورځ زمونږ مقابل بن مانس يا چمپېنزي دي۔ د دوي د استدلال اساس دا دے چې قدرت هر ډول ژونديو موجوداتو ته جلا جلا ځانګړنې وربخښلې دي۔ د مثال په توګه باز،شاهين شِکرا(باخه) او د دې ټولګي نور مارغان خورا تېز نظر لري۔ دوي تر ميلونو لرې داسې په روښانه ډول ليدل کولې شي لکه څۀ رنګې چې مونږ د يو لوړ کيفيته دوربين په مرسته ليدل کولې شو۔ هم دا رنګي سپے د قدرت له په قوي سماعت برخمن شوے دے۔ سپے تر څلوېښت زره ۴۰۰۰۰ هرټز Hertz[9] پورې غږ اوري۔ ډولفن تر اتيا زره هرټز پورې غږ اورېدې شي۔ د پيشو او منزري عضلات (Muscles) د حېرانتيا وړ انعطاف يا لچک لري۔ د لوړ نه لوړ چهت څخه د ټوپ نه پسته هم پيشو په آرام سره ودرېږي۔ زړورتوب د نورو ټولو حېواناتو په نسبت په زمري کښې ډېر موندل کېږياو له هم دې امله د زمري زړه لروکے انسان د ډېر زړور انسان په معنا اخيستل کېږي۔ دغه اوښ صبر او استقامت ډېر لري۔ غرض دا چې هر ژوندي موجود ته یو څۀ ځانګړي ورکړل شوي دي۔ له کوچنیو ژونديو موجوداتو لکه جراثيمو څخه تر لوي ژوندي موجوداتو لکه هاتهي پورې د هر چا جینونه زمونږ لپاره ډیر ارزښت لري۔ دا ټول جینونه د انساني جینونو سره یوځاے کېدې شي ترڅو داسې انسانان تولید کړي چې د باز په څېر د ليدلو قوي توان، د سپي هسې تېز د اورېدلوځواک، د زمري په څېر زړۀ، د چيتا چټکتیا، د پیشو لچک او د هاتهي په رنګ حساسيت او نورې ځانګړتياوې په يوازې ځان ولري۔ د اکسفورډ پوهنتون پروفېسر ډاکټر نِک بوسټروم (Nick Bostrom) په خپله پي اېچ ډي مقاله کښې لیکلي دي چې نور مخلوقات د دې نړۍ په ځینو داسې رازونو خبر دي چې مونږ انسانان د هغې څخه خپلو محدودو حواسو له امله نه شو پرې خبرېدلې۔ د بېلګې په توګه ځینې حېوانات د زلزلې څخه مخکې په دې پوهېږي چې زلزله راتلونکي ده۔ ځینې حېوانات د طوفان څخه مخکې پوهېږي چې طوفان راتلونکے دے۔ هم دا رنګه حېوانات ډېر ځله لیدل شوي چې پرته له کوم دلیل څخه په اشتعال (قهر) کښې راځي۔ سپي بې دلیله غاپي، یا ډارېږي او بې دلیله د کټ لاندې پټېږي۔ داسې ولې کېږي؟ په اصل کښې د دوي د مختلف لید له امله، دوي ځینې داسې شیان ګوري چې مونږ انسانان يې په خپلو سترګو نه شو لیدلې۔ ځنګلي ځناور د شپې د لیدلو وړتیا لري خو مونږ انسانان د شپې له رڼا پرته ليدل نه شو کولې۔د ټرانس هیومنیسټ غورځنګ دعوه ده چې “ټرانس هيومنز” به هغه انسانان وي چې د دې ټولو وړتیاؤ څخه به برخمن وي۔ او په دې پروسه کښې دا اړينه نه ده چې هر دا رقم انسان دې په پېل کښې ماشوم وي۔ د ټرانس هيومن جوړېدو لپاره ځینې داسې بدلونونه هم شتون لري چې موجوده انسانانو ته د ځینې “ټرانس جنیک درملو” یا خواړو په ورکولو سره ترلاسه کېدې شي۔ ټرانس هيومنسټس په دې حق کښې دي چې د انسان حواس باید د بازونو، سپیو او نورو حېواناتو څخه لوړ وي۔ انسان حق لري چې د قدرت په پټو رازونو پوه شي او د ښه نه ښه ژوند وکړي،او دا یوازې ټرانس هیومن ازم دے چې کولې شي انسانان پرته له کوم ځنډ څخه دومره لوړې کچې ته ورسوي۔ دا نه یوازې د بیالوجي او جینټکس سائنس پوهان دي چې د ټرانس هومنز په جوړولو کښې بوخت دي،بلکه د ټرانس هيومن ازم په اساسي تعریف کښې د انټر ډِسپلنري[10] څېړنه شامله ده۔ په دې کښې نیوروفرماکالوجي،نېنوټکنالوجي، جینټک انجنیرنګ، د سټیم سیل علوم، روبوټیک اسسټنس،برېن مشین انټرفیسنګ يعنې د سائنس نزدې ټولې هغه نوې څانګې چې کولې شي د انساني بدن جوړښت او وړتیاوو ته وده ورکولو کښې مرسته وکړي د ټرانس هيومن ازم په غورځنګ کښې شامل دي۔
ټرانس هيومنسټس غورځنګ په ټوله نړۍ کښې په غیر طبیعي سرعت سره خپریږي۔ د دې غورځنګ له پیل څخه یوازې څو کاله تېر شوي، خو اوس د نړۍ په هر هېواد، هر قوم او هر مذهب کښې شتون لري۔ له کالج څخه نیولې تر پوهنتونه پورې او له بازاره نیولې تر خوشکو او ټاپوګانو کښې پرتو خلکو پورې هر څوک په ډېر سرعت سره له دې غورځنګ سره یوځاے کېږي ۔ سياڼه[11] مذهبونو هم په راتلونکو دوه لسیزو کښې د ټراس جینک قیامت خطر درک کړے او خپل خپل غورځنګونه یې رامینځ ته کړي دي۔ اوس مهال په نړۍ کښې “کرسچن ټرانس هيومنسټ سوسائټي”، “بُدهسټ ټرانس هيومنسټ سوسائټي” او “جيوِش ټرانس هيومنسټ سوسائټي” شتون لري۔ هيڅ يو هېواد او مذهب نه غواړي چې په دې زغل کښې وروستو پاتې شي۔ د دې غورځنګونو مشران په دې پوهېدلي چې د راتلونکي طوفان په لاره کښې د ودرېدو څخه غوره ده چې “لومړے ټرانس هيومنز جوړ شي!”۔دے ټولو سوسائټيانو (ټولنو) په ګډه د نړۍ په کچه يوه سوسائټي جوړه کړې ده چې مشرتابه نوم يې ډاکټر جېمز هيوز دے۔
ټرانس هيومنسټس په دې باور دي چې دوي ډېر په ګړندۍ سره بریالیتوب پله روان دي۔ په دې وروستیو کښې دوي د خپل غورځنګ نوم IEET ته بدل کړے دے۔ کوم چې د “انسټيټيوټ فار ايتهکس اېنډ اِمرجنګ ټيکنالوجي” مخفف دے۔ ډاکټر جېمز هیوز اوس د IEET مشرتابه او رئيس دے۔ د نړۍ یو شمېر مشهور سائنس پوهان او بانفوذه کسان له دغه غورځنګ سره یوځاے شوي دي۔ د مثال په توګه په اکسفورډ پوهنتون کښې د IEET رئيس پروفېسر ډاکټر نیک بوسټروم دے۔ په دې وروستیو کښې “رائل سوسائټي آف سائنسز” د یو سیمینار تابيا کړې وه چې سرخط يې ؤ، “ايا مونږ په کائنات کښې یوازې یو؟” په دې سیمینار کښې ډاکټر جېمز هیوز د ټرانس هیومنسټ غورځنګ نړیوال رئیس د دې مفکورې په اړه توضیحات وړاندې کړل چې په راتلونکي کښې به مونږ د ټرانس هيومنز له لارې د کائنات سفر خورا اسانه کړو۔ د دا رقم انسانانو په ډیزائن کولو غور روان دے چې کولی شي په زيرو ګرېويټي (کشش ثقل)کښې کار وکړي،او هم دې ته ورته نورو ستونزو په پام کښې نيولو سره مونږ د سپېس سائنس لپاره ځانګړي ټرانس هيومنز جوړوونکي يو۔ ټرانس هيومنسټس غورځنګ خورا پیاوړے او خورا جدي غورځنګ دے او ټوله نړۍ یې په جدي توګه اخلي۔ کالجونه، پوهنتونونه او نورې څېړنیزې ادارې او ټول دپوهې خاوندان په چټکۍ سره د دې غورځنګ برخه جوړېږي۔ دا مهال په میلیونونوبلکه په ټريلينونو ډالر د دې غورځنګ په برکت د ټرانس هيومنز په جوړولو کښې مصرف شوي دي۔ د ټرانس هيومنز د پيدا کولو لپاره څومره او د چا فنډز کارول کېږي؟ ۔۔۔کۀ تاسو په ګوګل کښې د “ټرانس هيومن ازم” کلمه وليکئ،نو تاسو به دوۀ لاکهه پنځوس زره ويب پاڼې ومومئ چې د ټرانس هيومن ازم ته وقف شوي دي۔ خو کۀ تاسو په ګوګل کښې د “جينټک انجيئرنګ لبارټريز” کلمه وليکئ نو تاسو کولې شئ چې څلېريشت 24 مليون ويب پاڼو ته لاس رسې ومومئ۔ دا ټول خلک تقريباً په ورته ماموريت (مشن) بوخت دي۔ په امريکا کښې جارج ډبلیو بُش په 2006ء کې د “سټېټ آف دۀ يونين”[12] په وینا کښې د یو قانون د تصویب سپارښتنه وکړه چې د انسانانو او حېواناتو ترمنځ “ټرانس جینک” فعالیتونه په بشپړه توګه منع کړي۔ دا د فکر وړ خبره ده چې ولې د امریکا په څېر د یو هېواد ولسمشر د یوې ټکنالوژۍ د بندولو په اړه په یوه ناسته کې خبرې کوي؟ په حقيقت کښې دا يو لوي خطر ؤ۔ خو خوشبختانه یا له بده مرغه یو له لومړنیو شیانو څخه چې ولسمشر اوباما ترسره کړه هغه د ټرانس جینک څېړنې ټول محدودیتونه لرې کول وو چې ولسمشر بُش لګولي وو۔ او په دې توګه تر ټولو لوي ګام دا واخیستل شو چې د ټرانس جینک څېړنې لپاره د حکومت فنډز لاره پرانستل شوه۔ او په دې توګه د امریکایي مالیه ورکونکو فنډونو خورا لوي مقدار د دې عالي څېړنې په لور روان شو۔ دا پیسې په زرګونو ليبارټرو ته ځي۔ هغه څه چې په نړۍ کښې هر سړے اندېښمن کولې شي دا ده چې د دې امریکایي څېړنې پیسې په لویي مقدار کښې د کومې ټیکنالوژۍ په برخه کښې مصرف کېږي، د ساینس په ژبه کښې “Human Animal Chimera” وايي۔ چې مطلب يې د انسانانو او حېواناتو ملاپ څخه رامنځ ته کېدونکي نوي نوي انواع دي۔ يعنې يو داسې هايبرېډ زنده سر چې حېواني او انساني دواړه خصلتونه ولري۔ بهر حال په ښکاره ډول داسې نه ده بلکې د “هيومن اينمل کائمرا” رامینځته کول یوازې د انسان فلاح او نېک مقصد لپاره دي ۔ د مثال په توګه اوس مهال مونږ کولې شو چې د ټرانسپلانټېشن له لارې زړۀ بدل کړو، ولې دا یوازې هغه وخت ممکن کېدې شي چې د زړۀ عطيه کوونکے “ډونر” شتون ولري ۔که څوک په وخت زړۀ ورنۀ کړي نو مونږ مړۀ کېدې شو ځکه چې زمونږ زړۀ خراب شوے دے۔ خو د هيومن اينمل کائمرا په بڼه مونږ کولې شو يو داسې حېوان جوړ کړو چې زمونږ لپاره يو عدد زړۀ ولري۔ دا به يو حېوان وي داسې حېوان چې د هغې په څېر حېوانات مونږ معمولاً ذبح کوو۔ د مثال په توګه دا کېدې شي يوه غوا،بيزه يا ګډه وي چې په سينه کښې به يې زمونږ زړۀ وي۔ مونږ به څاروے ذبح کوو او زړۀ به يې اخلو او په دې توګه به د زړۀ د انتقال لپاره د ډونېشن ستونزه له مينځه يوسو۔ مطلب د خبرې دا دے چې د هيومن اينمل کائمرا توليد په ښکاره ډول يو مثبت ګام دے خو د دې د سائيډ ايفکټس يا منفي اغېزو اندازه لګول د ممکناتو څخه بهر دي۔ د امريکا په يو ايالت کښې يو منظلم فارم شتون لري چرته چې داسې ډول سور(خنزير) پالل کېږي چې لږ انسان نور سور وي۔ لږ انسان په دې معنا چې په دې خنزيرانو کښې د انساني اعضاؤ د توليد لپاره هڅې کېږي ترڅو د عضوي ليږد (ټرانسپلانټېشن) صنعت ته وده ورکړي۔ د انسان DNA د خنزير دننه وده کول د فطرت يوه عجبه پديده ده۔ د ايټم بم اختراع د هيروشيما او ناګاساکي ژوند واخيست او معلومه نه ده چې دا ټرانس جينک محصولات (Products) کوم ګلونه دوړوي[13]۔ په ښکاره ډول د نېکمرغۍ هيله لرل يو ښه سوچ دے او غوره هيله دا ده چې ټرانس جينک محصولات به د انسانيت د ښېګړې لامل ګرځي۔ په دوه زره شپږ 2006ء کښې، د امريکا ترټولو لويې د روغتیا څانګې د ټرانس جنیک څېړنې اخلاقي موقف دوه کلن سفر د کتنې ترسره کولو یوازینۍ موخې لپاره 773000 اووه لکهه درې اويا زره ډالر ورکړي۔ د دې څیړنې اهمیت ځکه ډېر ؤ چې پکښې انسان د موضوع په توګه د کارولو اجازه ورکړې شوې وه۔ يعنې په تجربو کښې د انسانانو په مستقيم ګډون سره بايد په پاے کښې حکومت ته ووئيل شي چې کۀ جينيټيک انجينرنګ هغو موخو ته ورسېږي چې انسان ترې ويره لري، نو کوم اخلاقي ارزښتونه د انسان او غېر انسان تر منځ توپير کولې شي؟ د دې پروژې مشر میکس میلمن(Max Mehlman) ؤ۔ خو عجیبه خبره دا ده چې دوه کاله وروسته یې هم کوم راپور خپور نه کړو او د څېړنو پایلې یې پټې وساتلې،البته څۀ موده ورسته د څېړنې مشر “ميکس ميلمن” د امريکا په يو يو پوهنتون کښې د “ډائريکټِډ ايولوشن” او ټرانس هيومن ازم” په اړه د لیکچرونو لړۍ پېل کړه۔ ډائريکټِډ ايولوشن په لفظي معنا د انسان لخوا لارښود شوے تکامل (ارتقا) ده۔ ځکه چې له دې نه مخکې تکامل د فطرت لارښوونو تعقیب کولو۔ د مکس د لیکچرونو سرلیکونه وړاندیز کوي چې په ليبارټرۍ کښې پایلې د طمعې څخه ډېرې اندېښمنې وې ۔ يوازې په يو هېواد امريکا کښې دومره لويې لويې حکومتي ادارې د ټرانس جينک څېړنې لپاره خورالويې پيسې ورکوي او هم دا لامل دے چې انساني نسل په ډېر زر د خپل اوسني جوړښت څخه يو څۀ مختلف شي ۔ تر دې دمه چې مونږ کوم بحث وکړو يوازې دا تاثر ورکوي چې زۀ پرېږده! چې دا خلک يو څۀ جوړ کړي نو بيا به يې تماشه وکړو! ولې مونږ دا خبره هېره کړې ده چې جينټيکلي انجينئرډ شوي خوراکونه هم دومره بدلونونه راوړونکي دي څومره چې دا نوي انواع رامينځ ته کوونکي عناصر دي۔ لکه څنګه چې د پوليو ويکسين له لارې د زمکې له مخه د پوليو له منځه وړلو کمپاين يوازې د څاڅکو په واسطه ترسره شوے او اوس د پوليو ناروغي د ورکېدو په دُرشل کښې ده،هم داسې لکه څنګه چې ما وړاندې د امریکایي پوځي سازمان “ډارپا” یادونه وکړه۔ ډارپا بيلينونه ډالر لګوي او ډېرې پروژې لري چې په يو وخت لګيا دي کار کوي۔ یو له دې څخه د پروژې نوم “ايکټينډډ پرفارمينس وار فائټر” دے۔ لکه څنګه چې د دې د نوم څخه ښکاره ده چې دا عامو سرتېرو په جينيټيکلي توګه د ډيزائن کولو يوه منصوبه ده۔ د دې پروګرام اصلي اسناد په انټرنيټ شتون لري، چې په ښکاره ډول وايي چې په دې پروګرام کښې د سولجرز(سرتېرو) د DNA بدلول شامل دي۔ د امریکا خلکو ورته د « سوپر سولجر ټیکنالوجۍ» نوم ورکړے دے ۔ اوس مهال په دوه زره يولس 2011 کښې ډارپا د ميلينونو ډالرو بجټ تصويب (منظور) کړو او هغه پروګرام د کوم لپاره چې دا تصويب کړې شۀ د “بائيو ډيزائن” په نوم يادېږي۔ بائيوډيزائن په حقيقت کښې د بجټ تصويب کولو لپاره يوازې يوه خاکه ده، که نه نو دا پروژه په حقيقت کښې د”لافانيت” په نوم پېژندګلي جوړوي ځکه چې د دې پروژې تر مخه د انساني عمر اوږدلو لپاره ټرانس جينک څېړنې ترسره کېږي۔ د دې پروژې له لومړنيو موخو څخه دا دي چې د سيل Cell ويجاړتيا او بيا رغونه له دې نظره مطالعه کړي چې د ولې آخر انساني سيل مړه کېږي۔ دا ولې ممکنه نه چې مونږ په بدن کښې ټول سيلونه د ژوند له يوې برخې وروسته بيا توليد کړو۔ د دې عمل د توضيح لپاره چې “ډارپا” پخپله کومه اصطلاح کاروي هغه ده،”کري ايټنګ امارټل آرګانزم” Creating Immortal Organisms ولې دا نوم هم په سمه توګه د دې حدود نه بيانوي۔ ځکه چې ملټري به په حقيقت کښې د دې پروژې له لارې په خپلو سرتېرو کښې يو “ليتهل فورس”[14] ويجاړونکې ځواک رامينځ ته کړي چې خورا تباه کُن به وي۔ په دې توګه به د دوي سرتېري د ډېر پياوړي او بااستعداده شي ۔ د یادونې وړ ده چې دا ټیکنالوجي یوازې تر امريکا پورې محدوده نه ده۔ بلکې د آسټريليا،چين او برطانيې په په ټوله نړۍ کښې په زرګونو ليبارټريانې شتون لري،چرته چې په جینیټیک انجینرۍ ورځ او شپه په سرعت سره کار روان دے۔ په تېرو ورځو کښې په برطانيه کښې دې بحث دوام موندلې ؤ چې “هيومن اينمل کائمرا” يا “هيومن اينمل هائي برډ” رامينځ ته کول تر کومه سم يا ناسم دي ۔ په حقیقت کښې برطانوي حکومت په قصدي توګه دا بحث د خلکو په وړاندې کېښودو۔ برطانوي ساینس پوهانو غوښتل چې وګوري د دوي خلک به دوي په دې څېړنه کښې تر کومې پورې وړاندې تګ ته پرېږدي۔ ډېر بحثونه او سیمینارونه جوړ شول۔ په ورته سیمینار کښې د ويټيکن (اټلي) دوه لوي فادريانو هم برخه اخیستې وه۔نوموړو په دې بحث کښې ګډون وکړ او ويې ويل: فرض کړئ چې يوه ښځه د ټرانس جنيک په توليد کښې برخه اخلي او د هغې څخه يو ماشوم پيدا کېږي چې يوه برخه يې انسان او يوه برخه يې حېوان ده او بيا هغه ښځه په دې پرېکړه پښېمانه کېږي او غواړي چې ماشوم يې له منځه يوړل شي، ځکه چې هغه نه غواړي چې خپل ماشوم په دې حالت کښې وویني، نو هغې ته د خپل ماشوم د ختمولو اختیار ورکول هم له اخلاقي پلوه واجب کېږي۔ يعنې هر هغه کائمرا چې په ليدو کښې يوازې يو سور ليده شي تر کومه انسان دے۔ د هغه د بدن کومې برخې د انسان دي او د هغه په اړه څومره سلنه بشري حقونه پلي کېدې شي؟
یو خبره چې د نړۍ خلک ترې لا تر اوسه ناخبره دي دا ده چې د انسانانو او حېواناتو تر مينځ چې کومه تبادله کېږي دا په سلو کښې څومره ده؟ يعنې ايا واقعاً د زړۀ، پښتورګو او سږو تر حده پورې د انسانانو او پاتې د نورو حېواناتو په ګډولو سره نوي نسلونه پيداکول کېږي او يا تر دې زيات انساني جينز پکښې شامل دي؟ ځواب دا دے چې سائنس پوهان اعتراف کوي چې دوس پنځوس سلنه ادغام کوي۔ دا چې پنځوس سلنه انساني جينز او پنځوس سلنه د نورو حېوانات جينز سره ګډول کېږي او دا یوه ډیره د پام وړ نکته ده۔ اصلي ستونزه دا نه ده چې دا کار باید ودرول شي یا دوامداره وساتل شي۔ په دې باندې پیسې مصرف کړې شي یا پیسې خوندي کړې شي۔ بلکې اصلي ستونزه دا ده چې دا کار اوس نه شي ودرول کېدې۔ په هېڅ صورت، هیڅ ځواک شتون نه لري چې انسانان د جینټک انجینرۍ له سختو پایلو څخه منع کړي۔ ځکه چې دا د اېټم بم جوړولو په څېر ستونزمن کار نه دے، ډیر لږ هېوادونه به دا وړتیا ولري چې یوه پېړۍ وروسته هم د اېم بم جوړولو وړتیا ولري۔ بلکه تاسو کولی شئ چې د خپل کور په ګېراج کښې د جينټک انجینرۍ ليبارټري خلاصه کړئ۔
له هم دې امله دا ناشوني ده چې د انسانو او ځېواناتو تر منځ د دې اړيکو مخه ونيول شي۔ او هم له دې امله د امريکا په ګډون ټول هېوادونه اوس په دې فکر کښې دي چې ولې لومړې دا ټيکنالوجي ونۀ کاروي او ځان په ټرانس هيومن بدل کړي۔ دوي فکر کوي کۀ چرې د دوي دښمنانو د دوي نه وړاندې ځان په ټرانس هيومنز بدل کړو نو دوي به د خپلو دښمنانو په پرتله د غېر پرمختللي مخلوق په څېر کمزوري پاتې شي ۔ د ټرانس هيومن ازم لومړۍ او تر ټولو مهمه ګټه “اوږد عمر” دے۔ ټرانس هيومنز به د اوږد ژوند سختنان وي۔ ډاکټر اوبرے ډي ګرے Dr. Aubrey De Grey ادعا کوي چې ډېر خلک چې اوس پنځوس کلن دي تر نورو زرو کلونو پورې به ونۀ مري۔ ډاکټر اوبرے د راتلونکي ټرانس جينک انقلاب امله داسې وايي۔ ولې ټرانس هيومنز به يوازې د دوي د اوږد عمر له کبله ځانګړي نه وي۔ ځکه چې د اوږد ژوند درلودل کومه لويه ګټه يا ډېره زړۀ پورې خبره نه ده۔ ځينې خلک خو اوږد ژوند عذاب ګڼي او وايي چې زر کاله د دنيا له ستونزو سره مخ کېدل ګټه نه بلکې مصيبت دے۔ نو ټرانس هيومنسټس د دې خبرې په پام کښې نيولو سره په وړاندې ځي۔ د دوي لپاره دا به يوازې اوږد ژوند نه وي بلکې سوکاله ژوند به هم وي۔ دا به صحتمنده ژوند وي،د هوښيارتيا او زيرکۍ ژوند به وي۔ د مثال په توګه د عصبي علومو له لارې مونږ اوس ډېر نوي شيان ذده کوو۔ مونږ اوس پوهېږو چې د مازغو کومې برخې دي چرته چې د “خفګان” خوښۍ” او اضطراب” پروسې تر سره کېږي۔ د انسان داسې برخې به په جينيکي ډول داسې جوړې کړل شي چې هيڅ کله به ډِپريس نه شي هېڅ کله به د خفګان او اندېښنې ښکار نه شي۔ دوي به په زرګونو کاله ژوند کوي ولې تل به خوشحاله وي۔يو ټرانس هيومن به په شعوري وړتياو کښې هم عالي وي۔ له يوې خوا به د هغه منطقي وړتيا د سقراط او ارسطو سره مساوي وي او له بلې خوا به يې د سائنسي پوهې کچه د آينسټاين مساوي وي۔ د ټرانس هيومنز دماغ به دا وړتيا ولري چې له کمپيوټر سره وصل او جلا کړې شي۔ دوي به کولې شي چې په مستقيم ډول شيان له خپل دماغ څخه کمپيوټر ته اپلوډ او ډاونلوډ کړي ۔له دې سره سره به مونږ انسانان د ذهن او دماغو تر څنګ د جسماني ګټو له پلوه د ښه نه ښه صورت او وړتياوې تر لاسه کړو۔ په ځانګړي توګه جسماني (فزيکي) ځواک۔ د مثال په توګه کۀ نن ورځ یو شپېته کلن سړے سل قدمه منډه ووهي او هغه بې دمه شي،ولې د یو سل پنځوس (150) کالو په عمر کښې یو ټرانس هيومن به دومره پیاوړے وي چې د اولمپک د منډې په سیالیو کښې برخه واخلي نو وبه يې ګټي۔
[1] ۔ جینونه په یو ژوندي وجود کښې د وراثت بنسټیزې اکيانې دي. دا د DNA برخې (deoxyribonucleic acid) دي چې د ژوندي وجود د ودې او فعالیت لپاره لارښوونې لري۔
[2] ۔ بکټېریا یو ډول مایکرو ارګنیزم دے.
[4]۔ د دارو درملو صنعت هغه سِکټر چې د درملو او ويکسینونو څېړنه، پراختیا، تولید، او رسونه کوي۔
[5] ۔ https://www.bbc.com/news/science-environment-16554357
[6] ۔ FDA stands for Food and Drug Administration: کومه چې يوه وفاقي اداره ده چې په متحده ايالتونو کښې د عامې روغتيا ساتنې او ودې مسوليت لري۔
[7] ۔ Stem cells هاغه خُليات دي په بدن کښې د مختلف ډول خُلياتو کښې د توپير کولو وړتيا لري۔
[8] ۔ د ژبې څخه مراد د “ډي اېن اے” ځانګړنې دي۔
[9] ۔ هرټز د آواز يا پرِکوينسۍ اکائي ده۔
[10] ۔ انټرډیسپلینري څېړنه هغه طریقه ده چې د څېړنې پوښتنې یا ستونزې څېړلو لپاره د مطالعې ډېر ډسپلینونه یا ساحې سره یوځاے کوي۔
[11] ۔ سيانه،سياڼه،هندي لفظ ۔۔ هوښيار،پوهه،چالاک
[12] ۔ کلنۍ وینا ده چې د متحده ایالاتو د ولسمشر لخوا کانګرس ته وړاندې کیږي، د هېواد عصري حالت په ګوته کوي او د راتلونکي کال لپاره د دوي مقننه اجنډا او لومړیتوبونه په ګوته کوي۔
[13] ۔ فساد يا مصيبت راوړل۔
[14] ۔ ليتهل فورس د ځواک تر ټولو سخته کچه ګڼل کېږي،او د هغې کارول معمولاً په داسې شرائطو کښې کېږي چرته چې د مرګ يا ځان يا نورو ته د جدي زيان خطر شتون لري۔ د نور تفصيل لپاره دا لاندې لينک کلک کړئ:
https://en.m.wikipedia.org/wiki/Deadly_force