په “انجمن اصلاح الافاغنه” کښې د فضل محمود مخفي کردار–ډاکټرسعيد احمد ساحل

دا ليکنه شريکه کړئ

فضل محمود مخفي (1874ء ۔ 1947ء) هغه پښتون مبارز دے چې په مختلفو سياسي، تعليمي او اصلاحي تحريکاتو کښې ئې فعال کردار ادا کړے دے ۔ د شلمې صدۍ د نوموړي شخصياتو او انقلابي مبارزينو سره څنګ په څنګ پاتې شوے دے او په سياسي، اصلاحي، تعليمي او ادبي مېدانونو کښې ئې خپل صلاحيتونه په کار راوستي دي ۔ د نورو تحريکاتو سره سره فضل محمود مخفي په “انجمن اصلاح الافاغنه” کښې هم بنيادي کردار ادا کړے ۔ دا د پښتنو په تاريخ کښې يو داسې تعليمي او اصلاحي تحريک تېر شوے دے چې د پښتنې ټولنې په معاشرتي، سماجي، تعليمي او اخلاقي اصلاح کښې ئې پياوړې وظيفې ترسره کړي دي ۔ فضل محمود مخفي د يو دانشور او مفکر سره سره يو ښۀ مصلح او ماهر تعليم هم وۀ او په دې مېدانونو کښې د هغوي کار او زيار منلے شوے هم دے ۔ کله چې په افغانستان کښې امير امان الله خان خپل حکومت اعلان کړۀ نو فضل محمود مخفي ئې خپل مشير خاص ولګولو ۔[i] هم په دې ورځو کښې فضل محمود مخفي د پښتونخوا د ښه ورځ په لټه کښې لۀ افغانستان څخه راوکوچېدۀ ۔ په دې سلسله کښې ئې د خان عبدالغفار خان او نورو مبارزينو سره ملاقاتونه وکړل ۔ چونکې فضل محمود مخفي او خان عبدالغفار خان د پښتنو د تعليمي او معاشرتي اصلاح په حواله د يو سوچ او فکر ملګري وو، دغه شان د حاجي صاحب ترنګزو او شېخ الهند مولانا محمود حسن د ډلې سره هم تړلي وو نو د دواړو په سوچ او فکر کښې تړون او يووالے قدرتي او فطرتي خبره وه او بيا د دغه سوچ او فکر او ملاقاتونو په نتېجه کښې د “انجمن اصلاح الافاغنه” جوړېدل بعد از قياس نۀ دي ۔ فضل زمان شلمان په دې حقله ليکي:

Maulvi Makhfi left Kabul in 1920 for Hashtnaghar via Bajaur and held long discussions with Bacha Khan on the political and educational conditions of Pukhtuns۔ It was, therefore, guessed that the formation to “Anjuman-e-Islahul-e-Afaghina” in 1921 was the result of those consultations۔ The main objectives of that Association were popularization of education in order to creat awreness among the Pukhtuns against the British ruler, and at the same time reform the bad social customs and traditions۔ That Association provided a good platform to Bacha Khan and his colleagues for keeping effective contact with the people۔[ii]

بهادر شاه ظفر کاکاخېل “انجمن اصلاح الافاغنه” د حاجي صاحب ترنګزو د اصلاحي تحريک په نوي شکل کښې از سرِ نو احياء ګڼي ۔[iii] خان عبدالغفار خان د دې انجمن په حقله ليکي:

“مونږ په کال 1921ء کښې د دوستانو په امداد په اتمانزو کښې د يو آزاد سکول بنياد کېښودۀ ۔ چې په دې سکول کښې قاضي عطاء الله، ميا احمد شاه، حاجي عبدالغفار خان، محمد عباس خان، عبدالاکبر خان اکبر، تاج محمد خان، عبدالله شاه او خادم محمد اکبر زما ملګري وو ۔ د مدرسې تر څنګ مو د پښتنو د غلطو رسمونو او رواجونو د اصلاح کولو، د تشدد نه د منع کولو او پکښې د قامولۍ او محبت پېدا کولو په غرض د “اصلاح الافاغنه” په نوم يو انجمن جوړ کړۀ”۔[iv]

د “انجمن اصلاح الافاغنه” په حقله ډاکټر محمد سهېل خان ليکي:

A grand Jarga of influential persons was held in the presence of the celebrities۔ After consecutive nine days of the contemporary discussion, a society was formed called “Anjman-i-Islahul Afaghina” in April 1921۔[v]

خان عبدالولي خان د “انجمن اصلاح الافاغنه” مقاصد داسې بيانوي:

“د پښتنو بچو له د تعليم ورکولو د پاره کوشش کول، د پښتنو د معاشرې اصلاح او د هغوي تر مېنځه دشمنۍ لرې کول”۔[vi]

عبدالاکبر خان اکبر د “انجمن اصلاح الافاغنه” ځينې نور مقاصد داسې بيانوي:

“دا جرګه به د پښتو ادب په خاطر په کال کښې يو ځل په اتمانزو کښې د ټولې صوبې شاعرانو له د مشاعرې او په سالانه جلسه کښې د شموليت دعوت ورکوي ۔ دا جرګه به د اولسي شاعرانو حوصله افزائي کوي او د ناچارو سره به حسب توفيق مدد کوي ۔ دا جرګه به يو اخبار رساله هم جاري کوي کۀ اجازت ورکړے شۀ”۔[vii]

فضل محمود مخفي د “انجمن اصلاح الافاغنه” سره خپلې اړيکې جاري ساتلې دي او د دې انجمن د سيوري لاندې ئې خپل خدمات د اولس په ښېګړه راوستي دي ۔ په انجمن اصلاح الافاغنه کښې د فضل محمود مخفي د کردار په حقله سَر محقق زلمے هېوادمل ليکي:

“مخفي د انجمن اصلاح الافاغنه د تاسيس له وخته بيا د خدائي خدمتګارو د ډلې تر جوړېدو پورې له دغې مبارزې ډلې سره د زړۀ له کومي روابط ساتلي دي ۔ د انجمن د فکري بنسټونو په غښتليا کښې ئې خپله ملي فريضه سَر ته رسولې ده ۔ د انجمن اصلاح الافاغنه په باب په کښل شويو زيا ترو ليکونو کښې دا خبره زما تر سترګو نۀ ده تېره شوي چې چا دې مخفي هم د دې انجمن په کارکنانو کښې ياد کړے وي ۔ مګر يواځي ارواښاد محمد اکبر خادم په خپل يو نظم کښې چې عنوان ئې دے “انجمن اصلاح الافاغنه اتمانزۍ” په دې نظم کښې ئې د مخفي ياد د دې انجمن د يو کارکن په توګه په دې ډول کړے دے:

ملا محمود مخفي صاحب
محمد يوسف صوفي صاحب
عبد الغفور راضي صاحب
هم شېدا د ګل په شان
څوک عالمان څوک شاعران
څوک زاړه او څوک ځوانان
څوک مياګان او څوک خانان
ايماندار او صادقان
دوي دے کړے ډېر خدمت
هم په لاس هم په دولت
خداے دې ور کاندې عزت
دوي ژوندے کړو قوم افغان[viii]

شاهين بونېرے د ډاکټر سيد وقار علي شاه کاکاخېل په حواله فضل محمود مخفي د انجمن اصلاح الافاغنه په بنيادګرو کښې شمېري:

“باچا خان چې مولانا مخفي ورسره وۀ، دوي د يو هوډ او فکر خلک راغونډ کړل او د ډېر غور و فکر وروسته ئې د “انجمن اصلاح الافاغنه” تنظيم بنياد کېښود”۔[ix]

ډاکټر عبدالوحيد د انجمن اصلاح الافاغنه په شا د فضل محمود مخفي په کردار داسې رڼا غورځوي:

“په شمله صدۍ کښې په وړومبي ځل مخفي صاحب د پښتو شاعرۍ واګې د مقصد مېدان ته راښکې ۔ په ساده او شډله پښتو کښې ئې په اصلاحي او قومي موضوعاتو شعرونه اوليکل ۔ د دۀ د شاعرۍ د اثر لاندې د پښتنو زلمو پام قومي او اصلاحي کارونو ته راوګرځېدۀ ۔ د دۀ په دغه متاثرينو کښې باچا خان او عبدالاکبر خان اکبر د خاص ستائينې وړ دي ۔ بيا هم دې کسانو د انجمن اصلاح الافاغنه بنياد کېښود”۔[x]

فضل محمود مخفي د انجمن اصلاح الافاغنه سره په مختلفو حوالو خپل تعاون جاري ساتلے دے ۔ د دې انجمن په سالانه جلسو او غونډو کښې ئې نظمونه اؤرولي دي او انعامونه ئې پرې ترلاسه کړي دي ۔ دغه شان د دې انجمن د سيوري لاندې چې کوم آزاد سکولونه چلېدل، د هغې د پاره ئې ترانې هم ليکلي دي ۔ په دې سلسله کښې احمد کاکا ليکي:

“د مخفي صاحب هغه ترانه چې په 1921ء کښې هغۀ جوړه کړې وه او د سکول هلکانو به وئيله ۔ ۔ ۔ د هغې ګډې وډې کړۍ ماته يادې دي:

زۀ د قام په غم ژوندے يم
دغه غم مې په زړۀ تل وي
په ځيګر سوے لۀ دې يم
سر کښې اور مې دې نه بل وي
خدايه داسې ژوندون راکړې
چې مې زړۀ کښې غم د قام وي[xi]
د اتمانزو آزاد سکول چې د “انجمن اصلاح الافاغنه” د سيوري لاندې چلېدۀ، د هغې د پاره قامي او ملي د پښتو ترانه هم فضل محمود مخفي ليکلې وه ۔ د اتمانزو د آزاد سکول ترانه د فضل محمود مخفي هغه دعائيه ترانه وه چې:

خاونده! تۀ ودانه کړې
زمونږ د يووالۍ حجره
يو ځاے پکښې د ځانه کړې
د پښتنو ډله خوره
يو زړۀ يو ساه يو شانه کړې
دې بېل او بېل پښتون لره[xii]
د “انجمن اصلاح الافاغنه” په کليزو جلسو او غونډو کښې به هم فضل محمود مخفي ګډون کولو ۔ په کال 1927ء کښې د “انجمن اصلاح الافاغنه” د کليزې جلسې په حقله عبدالاکبر خان اکبر ليکي:

“د نور کله په شان هم په دې جلسه کښې د شپې مشاعره وه ۔ د سلو نه زياتو شاعرانو تشريف راوړے وۀ ۔ امير مشاعره زۀ ووم ۔ مصرعه طرحه دا وه:”کۀ زلمي چرې په خپل وطن قربان شي”۔ په دې مشاعره کښې چونکې خليق صاحب په خپله نۀ وۀ راغلے، په دا وجه د هغۀ نظم محمد امين واروۀ ۔ اول نمبر انعام ئې واغست ۔ دويم انعام مخفي صاحب ته ورکړے شۀ ۔ دريم انعام ډاکټر احمد ګل د کوهاټ ته ورکړے شۀ ۔ دا د زرو تمغې وې”۔[xiii]

عبدالخالق خليق د دې جلسې او مشاعرې نور وضاحت داسې کوي:

“په اپرېل 1927ء کښې د انجمن اصلاح الافاغنه اتمانزو يوه ډېره لويه جلسه وشوه ۔ هسې خو هر کال به جلسه کېده خو د دې جلسې څو خصوصيتونه وو ۔ يو خو پکښې د شپې يوه درنه د پښتو مشاعره وشوه چې طرحه ئې دا وه “کۀ زلمي چرې په خپل وطن قربان شي”۔ او بله د آزاد سکول طلباؤ يوه ډرامه په سټېج اوښودله ۔ زۀ خو پخپله مشاعرې له تلے نۀ ووم خو نظم مې ورلېږلے وۀ ۔ د شپې د سلو نه زيات شاعرانو خپل کلام اورولے وۀ ۔ زما نظم د غېر موجودګۍ په وجه مشهور صوفي شاعر حاجي محمد امين صاحب د فرقه ناجيه باني اورولے وۀ ۔ زما نظم اول نمبر انعام واخستو ۔ دويم نمبر انعام مخفي صاحب ته ورکړے شۀ ۔ دا انعامونه د تمغو په صورت کښې وو”۔[xiv]

له بده مرغه په دې طرحه مصرعه د فضل محمود مخفي ليکلے شوے نظم خو اوس زمونږ په دسترس کښې نۀ دے چې د فکري او فني معيار اندازه ئې ولګولے شي يا پرې تبصره وکړے شي ۔ البته د دغه نظمونو په حقله د سَر صاحبزاده عبدالقيوم دغه وېنا چې عبدالخالق خليق رانقل کرې ده، د اهميت وړ ده او د دغه نظمونو فکري قوت هم راښائي ۔ عبدالخالق خليق ليکي:

“سَر عبدالقيوم خواهش ظاهر کړۀ چې ماته هغه نظمونه واوروه ۔ باچا خان هغه نظمونه راوغوښتل او چا ورته واورول ۔ سر عبدالقيوم ګهبراؤ غوندې شۀ ۔ وې چې يره باچا خان تاسو ډېر زړۀ ور خلق ئې ۔ تاسو ويرېږئ نۀ چې د داسې خيالاتو اظهار کوئ؟۔ باچا خان وخندل ۔ وې زمونږ د زړۀ نه د انګرېز ويره وتې ده، صرف د يو خداے ويره پاتې ده”۔[xv]

د “انجمن اصلاح الافاغنه” په دې سالاله جلسو او مشاعرو کښې به چې کوم نظمونه وړاندې کېدل نو د هغې د مرکزي خيال په حقله عبدالروف په خپله يو تحقيقي مقاله کښې ليکي:

The poems recited at these mushairas, usually revovoled round the themes of unity of the Pukhtuns, importance of education, atrocities of the British rulers and their native collaborators, a wish to get their country free and to prepare themselves for sacrifices etc۔[xvi]

د انجمن اصلاح الافاغنه دې مشاعرو د پښتو او پښتنو د پاره ډېر د کار خدمات ترسره کړي ۔ د اولس په خيال او فکر کښې ئې مثبت بدلون راوستلو او د شاعرانو خيال ئې هم دې پله راوګرځوو ۔ خان عبدالغفار خان په دې حواله ليکي:

“زمونږ انجمن د پښتو د ترقۍ د پاره او د شاعرانو د خيالاتو د بدلون د پاره د مشاعرو انتظام وکړو او د ښو ښو نظمونو او بېتونو د پاره ئې انعامونه مقرر کړل او په کال کښې يو ځل چې د مدرسې کليزه جلسه به کېده، ورسره د مشاعرې د پاره به هم انتظام کېدۀ ۔ د دې په وجه په پښتنو شاعرانو کښې يو عظيم الشان انقلاب راغے او د خال او خط په ځاے اتفاق، ورورۍ او د قومي ترقۍ دور شروع شۀ ۔ په قوم او ملک کښې ئې د انقلاب د پاره يوه نوې جذبه پېدا کړه”۔[xvii]

خان عبدالغفار خان دا خبره هم تسليموي چې د پښتو په شاعرۍ کښې انقلاب د فضل محمود مخفي په وجه راغلے دے او په پښتنو شاعرانو کښې دا جذبه هم د هغوي په وجه راشروع شوې ده او وده ئې موندلې ده ۔ خان عبدالغفار خان د فضل محمود مخفي په حواله ليکي:

“د پښتو په شاعرۍ کښې انقلاب دۀ راوستے وۀ ۔ د زلفو او کاکل او خط و خال په عوض ئې قام او وطن، غريب او بيچاره ته د شاعرۍ مخه وروګرځوله ۔ زۀ دۀ ته د پښتنو شکسپئير وايم”۔[xviii]

عبدالاکبر خان اکبر هم فضل محمود مخفي د خپل استاد سره په خپله شاعرۍ کښې د مثبت بدلون رواستلو سبب ګڼي ۔ په خپله شعري مجموعه “تراخۀ خواږۀ” کښې په دې حقله ليکي:

“د طالب علمۍ په زمانه کښې به ما کله کله شعر ګوئي کوله ۔ ولې پټه، د څو دوستانو په مجلس کښې، خو د شاعر په نوم به خفه کېدم ۔ په دغه وخت کښې په اولس کښې به شاعر هغه چا ته وئيلے شۀ چې په حجرو کښې به ئې د ټنګ ټکور مجلس کوۀ ۔ په کال 1920ء کښې زۀ د خلافت د تحريک په سلسله کښې کابل ته هجرت تلم ۔ نو په غازي آباد مومندو کښې د حاجي صاحب ترنګزو په ځاے کښې ما فضل محمود مخفي صاحب وليد او د هغۀ کلام مې واؤرېدۀ ۔ د شاعر متعلق زما خيال بدل شۀ ، کوم ذهني انقلاب چې د مخفي صاحب شاعرۍ په پښتونخوا کښې پېدا کړے وۀ، د هغې نه ما ته دا معلومه شوه چې شاعري ښۀ شے دے خو چې د قامي ملي تعمير او د يو نصب العين د پاره وي”۔[xix]

دغه شان په خپله سفرنامه “د روسي ترکستان او افغانستان سفرنامه” کښې په دې حقله ليکي:

“د دوي د کلام او صحبت ما کښې يو بل شان فکر او ذهني انقلاب پېدا کړۀ ۔ زما د شعر و سخن تخيّل بدل شۀ ۔ ما خو وې چې شاعري بس د ګل او بلبل، د ليلا او مجنون د قيصو نوم دے”[xx]۔ “دۀ ماله د قامي شاعرۍ سبق راکړے دے او په حقيقت کښې هم دا يو سړے زما استاد وۀ”۔[xxi]

دا پورتني اقتباسات دا شهادت ورکوي چې د “انجمن اصلاح الافاغنه” سره د تړلي ټولو شاعرانو په شاعرۍ کښې مثبت بدلون او انقلاب د فضل محمود مخفي په وجه راغلے دے ۔ د هغوي د صحبت او کلام په وجه په پښتنو شاعرانو کښې د قوميت جذبه راپېدا شوې ده ۔ په دې اساس فضل محمود مخفي د قامي او انقلابي شاعرانو د ډلې سرخېل او سر لښکر دے او په پښتو جديده شاعرۍ کښې په فکري او فني لحاظ سره د جدت او بدلون سبب هم دے ۔ د “انجمن اصلاح الافاغنه” سره د تړلي شاعرانو پاملرنه سياسي، قامي او ملي ستونزو ته راګرځول او قامي شعور له خپله شاعرۍ کښې د يو نوي رنګ سره ځاے ورکول د فضل محمود مخفي لويه کارنامه ده ۔ فضل محمود مخفي يوه نوې لاره جوړه کړه او د انجمن سره تړلي شاعران په هغې روان شول ۔ لۀ دې نه دا هم جوتيږي چې د دې انجمن سره د تړلي شاعرانو په ذهن سازۍ او قامي روزنه پالنه کښې د فضل محمود مخفي څومره لوے لاس او کردار وۀ ۔ دغه شان د دې انجمن د سيوري لاندې چې کومې آزادي مدرسې چلېدې نو په هغې کښې فضل محمود مخفي د يو منتظم او مدرس په حېث خپل خدمات تر سره کړي دي ۔ خپل معروضات د دروېش دراني په دې رائې پائې ته رسووم:

“تحريک اصلاحِ افاغنه (1921ء) هغه غورځنګ دے چې نۀ يواځي دا چې پښتو مخ په وده کوونکي ليکوال ئې راپېدا کړل بلکې د قام د ويښولو او په هغه کښې د خپلواکۍ د روح پوکلو د پاره ئې د دغو ليکوالو له ليکنو څخه کار هم واخيست”۔[xxii]

[i] سليم، سليم الرحمان، غازي مولانا فضل محمود مخفي، مشموله: دوه مياشتنۍ پښتو، جلد: ۱۳، پښتو اکېډيمي پېښور يونيورسټي، مئي ۔ جون ۱۹۸۱ء، ص: ۹۸

[ii] Shalman, Fazali Zaman, Maulvi Fazal Mahmud Makhfi, Celebrities of NWFP, Volume 1,2, Page: 41

[iii] کاکاخېل، بهادر شاه ظفر، پښتانۀ د تاريخ په رڼا کښې، يونيورسټي بک ايجنسي خېبر بازار پېښور، ۲۰۰۹ء، ص: ۹۳۲

[iv] عبدالغفار خان، زما ژوند او جدوجهد، کابل دولتي مطبع افغانستان، ۱۹۸۳ء، ص: ۱۸۳، ۱۸۴

[v] Dr. Muhammad Sohail Khan, Bacha Khan’s Vision of Alternative Education, Bacha Khan Chair, Abdul Wali Khan University Mardan, January 2018, Page: 28

[vi] عبدالولي خان، باچا خان او خدائي خدمتګاري، وړومبے ټوک، ولي باغ اشنغر چارسده، مارچ ۱۹۹۳ء، ص: ۵۸

[vii] اکبر، عبدالاکبر خان، د برصغير پاک و هند په آزادۍ کښې د پښتنو برخه، يونيورسټي پبلشرز قصه خواني پېښور، اګست ۲۰۰۹ء، ص: ۷، ۸

[viii] هېواد مل، سَر محقق زلمے، فرهنګيالے مبارز مولانا فضل محمود مخفي، د افغانستان ملي تحريک فرهنګي څانګه، ۱۳۹۳ هه ش، ص: ۷۲

[ix] شاهين بونېرے، مشالونه، مشال راډيو، ۲۰۱۷ء، ص: ۲۵

[x] عبدالوحيد، ډاکټر، ۔ خدائي خدمتګار تحريک او پښتو ادب، مشموله: پشاور يونيورسټي جرنل، شماره: ۱، السنه شرقيه مجله جامعه پشاور، ۱۹۹۳ء ۔ ۱۹۹۲ء، ص: ۲۰۱

[xi] احمد کاکا، خدائي خدمتګار تحريک، وړومبے ټوک، يونيورسټي بک ايجنسي خېبر بازار پېښور، ۱۹۹۱ء، ص: ۱۸۵

[xii] همېش خليل، پښتانۀ ليکوال، وړومبے ټوک، يونيورسټي پبلشرز قصه خواني پېښور، جولائي ۲۰۱۰ء، ص: ۵۲

[xiii] اکبر، عبدالاکبر خان، د برصغير پاک و هند په آزادۍ کښې د پښتنو برخه، ص: ۵۳، ۵۴

[xiv] خليق، عبدالخالق، د آزادۍ جنګ، اداره اشاعت سرحد قصه خواني بازار پېښور، ۱۹۷۲ء، ص: ۴۲

[xv] خليق، عبدالخالق، د آزادۍ جنګ، ص: ۸۶، ۸۷

[xvi] Abdul Rauf, Socio Educatinal Reform Movement in NWFP, a case study of Anjuman-i-Islahul Afaghina, Pakistan Journal of History and Culture, Volume: xxvii/2, 2006, Page: 50

[xvii] عبدالغفار خان، زما ژوند او جدوجهد، ص: ۳۳۵

[xviii] عبدالغفار خان، زما ژوند او جدوجهد، ص: ۶۵

[xix] اکبر، عبدالاکبر خان، تراخۀ خواږۀ، يونيورسټي بک ايجنسي کابلي ګېټ پېښور، ۱۹۵۸ء، ص: ي

[xx] اکبر، عبدالاکبر خان، د روسي ترکستان او افغانستان سفرنامه، اکبر بک سټال ارباب روډ پېښور صدر، د چاپ کال نۀ لري، ص: ۶۰

[xxi] اکبر، عبدالاکبر خان، د روسي ترکستان او افغانستان سفرنامه، ص: ۱۲

[xxii] دروېش درانے، د پښتنې ژوند کړۀ وړۀ، صحاف نشراتي موسسه کوټه، ۲۰۱۴ء، ص: ۲۵۷، ۲۵۸

نورې ليکنې۔۔۔