د فضل اکبر سېف پېژندګلو او شاعري—اسامه خان

دا ليکنه شريکه کړئ

Introduction and Poetry of Fazal Akbar Saif

Abstract:

Fazal Akbar Saif is a poet associated with a region renowned for its rich tradition of poets, writers, and researchers. His poetry offers a significant reflection of Pashtun life, culture, traditions, and values. Alongside its cultural and social dimensions, his poetry is distinguished by notable artistic and stylistic features that contribute to his unique poetic identity and distinguish his work from that of other poets. This research paper examines the personal and political life of Fazal Akbar Saif, with particular emphasis on his poetry, and literary contributions. The study aims to highlight his contribution to Pashto literature and provide a comprehensive understanding of his poetic thought, literary expression, and significance as a poet.

Keywords : Fazal Akbar Saif, poet, features, significance

د مردان خاوره چې پۀ هر وخت کښې يې خپل ځان تاريخ او روايات پۀ څۀ نه څۀ شکل کښې ژوندي ساتلي دي  هغه کۀ په سياست، ادب  يا د ژوند پۀ نورو شعبو کښې وي خو ولې وخت پۀ وخت پۀ کښې خدائے پاک داسې خلق پېدا کړي دي چې  د دې خاورې امين پاتې شوي دي پۀ خاصه توګه ګجرات هم پۀ دې لړ کښې خپله ونډه لري ۔ پۀ دې لړ کښې د ډېرو شاعرانو او ليکوالانو نامې مخې ته راځي چې پۀ کښې يو فضل اکبر سېف هم دے ۔ خدائے بخښلے فضل اکبر سېف د اکتوبر پۀ وړومبۍ نېټه پۀ  کال 1936ء کښې پۀ مردان ګجرات کښې زېږېدلے دے  چې د پلار نوم يې غياث الدين او د مور بي بي نوم يې سرور جان دے ۔ د غياث الدين يوه لور وه چې نوم يې “ګرانه” وه او  څلور زامن وو چې نومونه يې پۀ دې ډؤل دي تاج نبي، محتاج اکبر، محمد تاجبر او فضل اکبر سېف چې هم دے پۀ خپلو وروڼو کښې د ټولو مشر دے ۔ بنيادي زدکړې يې پۀ خپل کلي کښې کړې دي لسم جومات يې د ګورنمنټ هايي سکول رستم نه پاس کړے دے ۔ دولسم او څوارلسم (FA& BA) يي د ګورنمنټ  ډګري کالج مردان نه پاس  کړي دي او د دې نه پس د وکالت سبق يې د پېښور پوهنتون نه وئيلے دے ۔ د سبق پۀ دوران کښې به يې پۀ سياست کښې هم برخه اخستله  پۀ کال 1966ء کښې  چې کله د ايوب خان او فاطمه جناح ترمنځه انتخابات وو نو دوي د فاطمه جناح پۀ مرسته کښې ولاړ وو چې هم پۀ دغه تور کښې د کالج نه د يو نيم کال د بهر کړے شول او هم له  دغه ځايه يې د سياست شروعات وکړل  او دغه سلسله  يې تر مرګه پورې جاري وساتله سياسي تړون يې د پاکستان پيپلزپارتۍ سره ؤ او د ذوالفقار علي بهټو کلک مرستيال پاتې شوے دے ۔ د دې سره سره يې د وکالت پېشه هم اختيار کړې وه چې پۀ دې دوران کښې  پۀ مختلفو عهدو پاتې شوے دے چې پۀ کښې پريزائډنګ افسر او د لېبر مجسټرېت تر عهدې رسېدلے ؤ ۔

د دۀ پلار پۀ 17  مۍ پۀ کال 1963ء کښې د دې دنيا نه سترګې پټې کړې چې د مشر پۀ حېث د کور ټوله ذمه داري د دۀ پۀ غاړه شوه چې د پلار نه پس د خپلو وروڼو  او کور ذمه داري يې پۀ ښه توګه ترسره کړې ده خپلو وروڼو ته به يې دوه نصيحتونه کول وړومبے “د سړک د ناستې نه ځان ساتئ” او دوېم “پۀ ځان به د چا قرض نۀ راولئ پۀ يار اشنا وخوروئ خو د چا نه خورئ مه ” د يو ښۀ ذمه دار مشر پۀ حېث دا دواړه خبرې يې د شعور نه ډکې دي يو خوا کۀ د لارې ناسته د ځوانانو د پاره نقصاني ده نو بل خوا يې د هر قسمه شر او حادثې نه بچ کوي ۔ قرض او پردے خوراک دواړه انسان د بل پۀ نظر کښې کمزورے کوي  خو له بده مرغه د مشر دا سورے ډېر زر د دوي د سرونو نه لاړو او فضل اکبر سېف د دسمبر پۀ 12 نېټه پۀ کال 1979ء کښې د درې څلوېښتو کالو پۀ عمر کښې مړ شو  او پۀ خپل کلي ګجرات کښې خاؤرو ته  وسپارلے شو ۔

د دۀ په جدايۍ کښې اسرار الله اسرار ليکلي دي چې

“اُف زما د غېږې لاړو يو مېلمه د هديرې شو
چې د ګل  په شان يې مخ ؤ هغه تل خاورې ايرې شو
چې په دۀ به نازېدلو چې يې دے د ژوند تکيا وه
د بېلتون په چړو کښې مې هغه زړۀ قطرې قطرې شو”[i]
اسرار الله اسرار د دۀ په غم باندې د خپل خفګان اظهار په دې ډؤل کړے دے ۔

د فضل اکبر سېف شاعري :

د يو ليکوال تر ټولو وړومبۍ او غوره پېژندګلو د هغۀ خپل تخليق  شوي اثار وي يو خوا کۀ دے د خپل تخليق د لارې خپل ځان ژوندے ساتي نو بل خوا د خپل اولس سره ځان هم د دغې لارې  متعارف کوي ۔ پۀ تخليقي اثارو کښې تر ټولو زيات سود مند هغه تخليق دے کوم چې د عصري او ادبي تقاضو سره سم وي ۔ د عصري تقاضې نه مطلب دا دے چې تخليق کار د وخت  قامي، ملکي، سياسي، مذهبي، فلسفيانه او داسې نورې  خبرې چې  د انساني، قامي، ساينسي او پرمختګ سبب ګرځي هغه ټولې خبرې چې د انساني ترقۍ پۀ لار کښې رکاؤټ جوړيږي هغه خبرې هم پۀ نظر کښې وساتي ۔ د ادبي تقاضې نه مطلب دا چې د ادب د ټاکلې شوې پېمانې هم خيال وساتي  نو داسې قسم تخليق او تخليق کار بيا خپل ځان او تخليق تل تر تله ژوندے ساتي ۔

” د فضل اکبر سېف  مرحوم کلام ټول د زړۀ د کومي د هغۀ د دړدونه، اسوېلو، اوښکو او څړيکو خاموشه وير دے ۔ چې د احساس او شعور د کشمکش هغه جذبات په کښې لکه د سمندر د موجونو اوچتيږي چې زړونه نړوي”[ii]

د فضل اکبر سېف شاعري هم پۀ دې لړ کښې د ميل د کاڼي حېثيت لري ۔ د دۀ  شاعري  د موضوعاتي تنوع او سادګۍ له وجې خپل اهميت نور هم سېوا کوي ولې يو خوا کۀ پۀ دې شاعرۍ کښې  د ژوند سره تړلې پۀ هره موضوع هغه کۀ سياست، مذهب، مينه، انسان، دوستي، عشق او د دنيا بې ثباتي پۀ شان موضوعات  شتون لري نو بل اړخ ته د لفظونو استعمال يې هم داسې اسان او روان دے چې کۀ يو ښۀ تعليم يافته سړے پرې  پۀ اسانه پوهېږي نو ولې يو عام سړے پرې هم پوهيږي ۔ پۀ شاعرۍ کښې يې نظم ښۀ او غوره ليکلے دے لکه څنګه چې د پښتو ادب پۀ تاريخ کښې شلمه صدي د نظم د عروج او پۀ خاصه توګه د ترقي پسند ادب (نظم)د عروج صدي ګڼلے شي نو هم دغه تناظر کښې فضل اکبر سېف د غزل په نسبت نظم ډېر  او معياري ليکلے دے  چې پۀ کښې يې ګڼ  شمېر موضوعات بيان کړي دي ۔   دلته کښې د نمونې پۀ توګه يو څو موضوعاتو باندې خبره کولے شي ۔

د ژبې او اولس سره مينه  :

د خپل اولس او ژبې  سره مينه د هر انسان په وينه کښې ده او دے په څۀ نا څۀ شکل کښې د دې اظهار کوي خو د شاعر د مينې اظهار داسې وي چې هغه نور خلق دې طرف ته متوجه کوي او ترغيب هم ورکوي لکه

پُښتو او پښتون

وطنه! ستا په رنګينو مې قسم
په لوړو شنو غرونو چينو مې قسم
په ننګ ناموس د پښتنو مې قسم
په پېغلو جونو او زلمو مې قسم
چې مال او سر به درنه ځار کړمه
زما په زړۀ کښې د پښتو مينه ده
۔ ۔ ۔ ۔ ۔ ۔ ۔ ۔ ۔ ۔ ۔۔ ۔ ۔ ۔ ۔ ۔ ۔۔ ۔ ۔ ۔ ۔ ۔ ۔  ۔ ۔ ۔ ۔ ۔ ۔ ۔ ۔۔
دا د خوشحال او د رحمان پُښتو
دا د جمال غوندې افغان پُښتو
د لوړ ادب او د لوړ پښتو
قربان لۀ تا شمه قربان پښتو
دا د وطن د توريالو ژبه ده
دا زما ژبه د سيالو ژبه ده
د مشرانو په عزت مې قسم
د کشرانو په همت مې قسم
د هر شهيد په شهادت مې قسم
۔ ۔ ۔ ۔ ۔ ۔ ۔ ۔  ۔ ۔ ۔ ۔ ۔ ۔ ۔ ۔ ۔ ۔ ۔ ۔ ۔ ۔ ۔ ۔ ۔
د هر پښتون په پښتو نيت مې قسم
پښتو په ژبه د پښتون مزه که
ژبه پښتو قلم پښتون دے زما
د هر قلم پښتو مضمون دے زما
پښتون روان پښتون قانون دے زما
پښتو مې مرګ پښتو ژوندون دے زما

دا نظم د پښتو، پښتنو او قام سره د مينې يو داسې سېمبول دے چې د وطن د خاورې نه واخله تر ژبې او شهيدانو پورې، جونو زلمو پورې ټول يې پۀ کښې داسې انداز سره ستائيلي دي کۀ يو خوا جذبې ته اپيل کوي نو بل خوا مينه هم  رابېداروي او دا هله ممکن کېدے شي کله چې پۀ تخليق کار کښې دننه دا جذبه شتون لري ۔

  • انسان دوستي :

غريب او ژمے

وخت شو بدل کتک مګر راغے
الٰهي بيا د ژمي سر راغے
وخت د بړستن او د څادر راغے
دا يې ښکاره ما ته خبر راغے
پرخه وريږي هوا يخه شوله
اه و زاري زما په برخه شوله
ورځې دي ګرمي خو شپې يخې شولې
۔ ۔ ۔ ۔ ۔ ۔ ۔ ۔ ۔ ۔ ۔ ۔ ۔ ۔ ۔ ۔
هېڅ څوک مې نشته د فرياد
بې لتا څوک کړمه زۀ فرياد ربه
واړه د لوږې شو برباد ربه
زاړۀ د يخه شو ناشاد ربه
باران وريږي مزدوري نشته دے
د دې نه بله ناچاري نشته دے
د چا کوټه کښې چي فقير اوسي
هغه به ټول عمر په وير اوسي
اوږے بربنډ همېش زهير اوسي
په بده ورځ يتيم يسير اوسي
هفته کښې درې ورځې بيګار له ځې
وايه چې کله به خپل کار له ځې
د ژمي پۀ موسم کښې “د غريب فرياد” غريب ويني خو هر څوک خو احساس يې هر چا ته نۀ کېږي او هم دغه احساس دے چې شاعر يا تخليق کار د نورو خلقو نه اوچتوي پۀ يو داسې مقام يې اودروي چې عام خلق ورته پسخيږي ۔ مثال يې د حمزه بابا نظم “پُښتنه فقيره” ده چې ډک بازار ورته کتل خو د هغې درد احساس کوم چې د د دغه فقيرې پۀ څهره باندې موجود دے يا يې پۀ زړۀ کښې موجود دے   صرف حمزه بابا پۀ خپل نظم کښې ليکلے شي ولې چې هغه د احساس او تخليقيت پۀ يوه لوړه درجه ولاړ دے او دلته هم دغه احساس پۀ نظر راځي ۔

  • عشق، اميد او حوصله

د فضل اکبر سېف په غزل کښې ګڼ شمېر موضوعات بيان شوي دي چې په کښې عشقيه، قومي، اميد حوصله او د مايوسۍ سره سره نور موضوعات شامل دي ۔

“زلفې د اشنا د مخ خالونه تښتوي
مۀ شه راخورې دا اميدونه تښتوي
سترګې پښتنې کله د نازه چې رانېغې شي
دوي هسې په چُف  د خلقو زړونه تښتوي
يو د مينې غم بس دے د زړونو مشغوله لره
دا يو داسې غم دے چې غمونه تښتوي”

په دې شعرونو کښې د يار د خال، زلفو، سترګو او غم  ذکر شوے دے د جانان زلفې چې کله په مخ راخوريږي دا د يار د مخ خال پټوي داسې ښکاري چې ګنې د يار د مخ خال تښتوي ۔ دغه خال د يار په مخ خوشحالۍ اميد دے ۔ د محبوب سترګې چې کله رانېغې شي نو په چُف کښې زړونه تښتوي ۔ د دې سره سره د يار په مينه خپل غم غلطوي ۔

“چې لوړې حوصلې اُميد رهبر د قافلې شي
اسان شي منزلونه بيا رالنډې فاصلې شي
جمود چې کوم وخت کښې د وجود نه د چا پاڅي
روحونه طاقتونه شي په خپله ولولې شي
معلومه ده هر چا ته تباهي ده کاهلۍ کښې
تباه شي سراسر چې يې کاهلې حوصلې شي”
دا شعرونه د يو ښۀ لارښود خصوصيات په ډاګه کوي وايي چې د کوم مشر حوصله اوچته وي نو د هغۀ قافله به ضرور تر خپل منزله رسي ۔ د دې د پاره د جمود په ځائے د حرکت لار خپلول ضروري دي ځکه چې دې سره د انسان روح پخپله د دۀ طاقت جوړ شي ۔ د دې برعکس هغه خپلق چې ناراست وي نو د هغوي مقدر به ضرور تباهي او ناکامي وي ۔ دلته کښې مونږ د نمونې په توګه د نظم او غزل دواړو نه  مختلف موضوعات د فضل اکبر په شاعرۍ کښې ذکر کړل ۔

” نو هر کله چې تخليقي عمل د شخصيت د اظهار نوم دے او هم دغه شخصيت د خپل تخليق خالق دے نو ځکه پۀ دغه تخليق کښې به ارو مرو د شخصيت عکس، رنګ او اهنګ موجود وي”[iii]

هم  دغه شان د فضل اکبر سېف شاعري د هغۀ د سوچ  فکر او شخصيت  ترجمانه ده دغه سوچ او فکر  د ادب   او پښتنو دواړو د پاره ګټور دے ۔

نوټ: دا ټول فضل شعرونه د فضل اکبر سېف د ناچاپ اثارو نه اخذ کړې  شوي دي ۔

حوالې

[1] . Usama Khan, Graduate Department of Pashto, Islamia College Peshawar

۔ ايف اسرار، د بخشالي، ۲۷ دسمبر ۱۹۷۹،  [i]

[ii]  ۔ پير ګوهر، مياشتنۍ مجله “پښتو”، پښتو اکېډمي،پېښور پوهنتون، جولائي، ۱۹۸۰ء

سليم راز، تنقيقدي کرښې، اعراف پرنټرز، محله جنګي پېښؤر، نومبره ۲۰۰۰ء، مخ ۔ ۲۹  .  [iii]

نورې ليکنې۔۔۔