دا خصوصي ګڼه دې قيصه خوانۍ، سپين تنګي او ټکر د هغه شهيدانو د وينو د هغه څاڅکو پۀ نوم وي چې څۀ خاوره ئې زرغونه کړې ده او څۀ به زرغونه شي ۔
دا خصوصي ګڼه دې د هغه جېلونو پۀ نوم وي چې پۀ قېديانو ستړي شوي وو، تورې شپې ئې کۀ پوره سبا نۀ دے خو سبا به شي ۔
دا خصوصي ګڼه دې د هغه تور سرو پۀ نوم وي چې قرانونه پۀ سر د ګولو پۀ باران کښې خپلو لاشونو او زخميانو پسې ګرځېدې ۔
دا خصوصي ګڼه دې د هغه قلمونو او ګوتو پۀ نوم وي چې د جان او مال پۀ بدل ئې راروان نسلونو له تاريخ د امانت پۀ توګه وساتو۔
دا خصوصي ګڼه دې د هغه پېغورونو او تورونو پۀ نوم وي چې د غدارۍ، کافرۍ او هندو هندو باوجود هم شته نۀ شول ۔
دا خصوصي ګڼه دې د فضل محمود مخفي پۀ نوم وي چې پۀ پښتون وطن کښې پۀ اول ځل چا دغه تصور اېښودے دے ! ]خدايه داسې وخت به هم وي ؟؟ چې زمونږ به خپل جهاز وي[
دا خصوصي ګڼه دې د زوار بابا د مور پۀ نوم وي چې خپل زوے ورته پۀ بربنډ حالت کښې ودرولے شو خو هغې د يوې پښتنې مورولۍ حق ادا کړو۔
دا خصوصي ګڼه دې د هغې کجيرو (ښائسته) پښتنو پېغلو د لوپټو پۀ نوم وي چې د جنرل رابرټ لاسونه ورته لکه د ښامار اچولي شوي وو۔
د ارسلا کجيرې لُوڼه
اوس د رابرټ پۀ مخکښې ځي سرتور سرونه
دا خصوصي ګڼه دې د الف جانې خټکې پۀ نوم وي چې پۀ پښتون وطن کښې ئې پۀ اول ځل د ښځې تعليمي، سياسي، مذهبي او سماجي حق وغوښتو۔
دا خصوصي ګڼه دې د هغه تورسرو پۀ نوم وي چې سړي به ئې برطانوي هند او برطانوي پاکستان پۀ جېلونو کښې واچول يا واچوي دوي د لوږو، تندو او سختيو باجود خپلو پلرونو، وروڼو، زامنو او خاوندانو پۀ ننګ ناستې وي ۔
دا خصوصي ګڼه دې د ګړيالې د عبدالمالک استاذ پۀ نوم وي چې سرکار ورته وئيل مونږ به دې دا لوښي لرګي دې کوهي ته ګوزارو ځکه چې تۀ پۀ ازاد سکول کښې ماشومانو ته د ازادۍ ازادۍ او د غفارخان خبرې کوې ۔ هغه خپل لوښي پۀ خپله کوهي ته ګوزار کړل وي ئې ازادۍ ازادۍ او غفار خان د پاره دا لوښي ډېره وړه خبره ده ۔
دا خصوصي ګڼه دې د هغه سپين روبو ابۍ ګانو پۀ نوم وي چې نن هم وائي زۀ ووټ د باچاخان پۀ روح اچومه ۔ ولې چې د ووټ سره د (ازادي) لفظ تړلے شوے دے ۔
دا خصوصي ګڼه دې د فضل قادر پۀ نوم وي چې لاش ئې هم د وطنند ښادې ورځې د پاره پۀ سولۍ قېد خوړلے دے ۔
دا خصوصي ګڼه دې د هغه پاګل اجمل پۀ نوم وي چې ترڅو مبارزه وي نو د (غېرت چغه) به د وطن د کاڼو بوټو نه راخېژي۔
دا خصوصي ګڼه دې د ولي خان د هغه ملګري د سوات ښائسته مامد استاذ پۀ نوم وي چې د تورسرو د بې عزتۍ قيصه ئې ولي خان پۀ خپله داسې کوي ”] او ما وې د سوات د سکول د هغه استاد ښائسته محمد قيصه درته چا نۀ ده کړې؟ چې هغه کوم بيان حلفي پۀ عدالت کښې ورکړې ده ۔ هغه وائي چې زۀ ئې ونيولم ۔ نو ما ته ئې وې چې تۀ دا ووايه! چې ماله ولي خان بم را کړے ؤ۔ چې پۀ دې څوک مړۀ کړه ۔ ما وې ما ولي خان ليدلے نۀ دے نو زۀ پرې دا دروغ څنګه ووايم ۔ نو وې چې زۀ ئې بربنډ کړم اړولے ئې ځوړند کړم او چې د دنيا بداخلاقۍ او پليتۍ وې هغه ئې را سره وکړلې نو بيا ئې يوه ورځ زما خور او ښځه راوستلې ۔ زۀ چې کومه کوټه کښې ؤم هغې سره خوا کښې کوټې له ئې بوتلې يو د پوليس سړے راغے وې چې مونږ بيان ليکلے دے پۀ دې دستخط وکړه ګني نو ستا دې زنانو سره زنا کوو۔ ما انکار وکړو۔ وئ شېبه پس پۀ راپورې کمره کښې چغې سورې شوې دغه د پوليس افسر پوتوګ ايستلے ما ته راغے ۔ لمنه ئې راته پورته کړله وې وګوره! يوې سره خو مې زنا وکړله اوس هم دستخط کوې کۀ نا؟ اوس پۀ دې بله ورشم؟ [
دا خصوصي ګڼه دې د هغه قامي مبارزينو پۀ نامه وي چې د جېلونو نه خسيان راويستي شوي وو۔
دا خصوصي ګڼه دې د شهيد فضل حميد داوړ پۀ نامه وي چې پۀ يو تال کښې ورته خپل مرګ کېښودې شو او پۀ بل کښې ورته د عوامي نېشنل پارټۍ سره غداري۔ هغۀ خپل مرګ واخستو۔ ]کۀ دنيا دوه ډلې شي ډله د جانان اخله[
دا خصوصي ګڼه دې د شهيد بشير بلور د هغه سُوري سُوري پۀ وينو سُور قميص پۀ نوم وي چې نن هم کۀ ورته څوک ګوري نو دغه ټپه به ئې ذهن ته راځي چې :
زما پۀ مخ لاړې راتو که
کۀ مې د ننګ ګولۍ پۀ شا خوړلې وينه
دا خصوصي ګڼه دې د سپين ږيري غلام بلور پۀ نامه وي چې د حالاتو نازولي جبر ئې ملا ټيټه کړه خو تندے ئې ټيټ نۀ شو۔
دا خصوصي ګڼه دې د هغه سرو بېرغونو پۀ نوم وي چې د هر قسمه طالبي جبر مخې ته د پښتونخوا پۀ بورجلونو ورپېدې او لا رپېږي۔
دا خصوصي ګڼه دې د ميا افتخار پۀ نوم وي چې د قام لکونو بچو له ئې خپل يو نازولے د بلا خلې ته ور واچوۀ ۔
دا خصوصي ګڼه دې د پېښور میا مشتاق په نوم وي چې سینه يې غلبېل غلبېل راوړه خو تیارو ته تسلیم نه شو۔
دا خصوصي ګڼه دې د بونېر د فاتح خان پۀ نوم وي چې د انتها پسندۍ غر سره ئې خپل سر وهلے و۔
دا خصوصي ګڼه دې د قامي تحریک هغه 1300 شهیدانو ته ډالۍ وي چې یواځينۍ ګناه يې سور بېرغ سره ودرېدل وو۔ ] زۀ د وطن د شهيدانو وينه
دا خصوصي ګڼه دې د مولانا خانزېب پۀ نوم وي چې د خپل غر هومره وجود ئې د قام د شتمنو د پاره قربان کړو۔
دا خصوصي ګڼه دې د رحمت شاه سايل پۀ نوم وي چې ټول عمر ئې د پښتون وطن، شاړو، مېرو، دښتونو، چينې چينارونو، لارو، کوڅو او رېګونو له يو ابدي سپرلے غوښتے دے ۔
چې پۀ خندا ورته د خُوږ زړۀ پرهرونه نۀ شي
چرې دې هم ستا د ښائست غوټۍ ګلونه نۀ شي
دا خصوصي ګڼه دې د خدائي خدمتګار پيرداد خان بابا د کړوسي لس کلن جواد شهيد پۀ نوم وي چې پۀ تاريخ کښې پۀ اول ځل چا خپل ځان پۀ وېنو ونۀ خوړ، پۀ اور ونۀ سېزو بلکې خپل وجود ئې د بل انسان د پاره عطيه کړو۔
دا خصوصي ګڼه دې د هغه روښانفکره ځوانانو او پېغلو پۀ نوم وي چې :
د مينې يو ټولګے عالم دے
د بېلتانۀ سره د شام پورې فوځونه