د پښتنو کلتوري لوبې

د اقتصاد، جامې پېزار، پېشې، ودانيو وغېره پۀ شان هر قام د خپل کلتور دننه ځنې لوبې هم خپلې کړې وي. دغه لوبې د دوي د جغرافيايي، اقتصادي حالت او ضرورتونو سره ژوره علاقه لري او د زرګونو کالو تاريخي شاليد لري. پښتون قام چې د يو ځانګړي کلتور او پېژندګلو څښتن دے، هم يو شمېر کلتوري لوبې لري او پالي، کومې چې د دوي د مزاج، ضرورت او ماحول پۀ رنګ کښې رنګ دي. وړومبے د يو څو نماينده ګېمز ذکر کوو او بيا ئې ځ نې اړخونه د بحث د لاندې راولو.

۱. پټ پټونے :

پټ پټونے چې پۀ اردو کښې‌ ورته “آنکھ مچولی” او انګرېزۍ کښې ورته Hide and Seek وئيلے شي، د دې لوبې بنيادي نکته دا وي چې بل به څنګ پۀ ګوته کوې او ځان به څنګه ساتې؟ اوس کۀ مونږ وګورو نو د پښتنو پۀ خاوره تل ښکرورو بريدونه کړي دي، هغه کۀ سکندر اعظم دے، کۀ مغل دي او کۀ پېرنګيان او کۀ نور. پښتنو له مخامخ د دغه چپاوونو مخه نيول ګران وو نو دوي د خرپ او ترپ (ګوريلا وار) لار خپله کړې وه او پټ پټونے د ګوريلا وار د ماشوم والي نه د تربيت يو غوره مشق دے۔

۲. چيندرو:

پۀ چيندرو کښې پۀ يوه پښه تلل وي، ځان د کرښو نه ژغورل وي او يو کاڼے يا کودرے چې چاډېل، څاډک، موڅۍ، بيتۍ او نور نومونه ورته هم وايي، تر منزله رسول وي. کۀ پۀ غور وکتلے شي نو دا د ماشوم لپاره د راروان ژوند د کړاوونو يوه زبردسته تياري ده. ځکه چې پۀ ژوند کښې به پۀ قدم قدم خنډونه وي، وسائل به هم نيم نيمګړي وي خو پۀ هر صورت به تر منزله رسېدل وي. پۀ چيندرو کښې پۀ هر قدم خنډ وي، پۀ يوه پښه تلل وي او منزل ته رسېدل وي. شايد چې د نفسياتي تربيې داسې لوبه د نړۍ بل قام ولري.

۳. پټه ګيټۍ:

پټه ګيټۍ يوه لوبه هم ده او پۀ ځنې محفلونو کښې ترې پوره کار هم اغستے شي. پۀ دې کښې پۀ يوه ګيټۍ (وړوکي کاڼي) بل کس پۀ پټه وېشتلے کېږي. دا پۀ اصل کښې د خفيه خبر رسانۍ يو ساده او پۀ زړه پورې انداز دے. پۀ جرګه کښې يا بل داسې کوم محفل کښې چې د چا پام راړول وي يا ورته کومه ياد ګيرنه کول وي، نو پۀ پټه ګيټۍ ئې پام راړولے شي. پۀ دا ډول د رابطې او جاسوسۍ يو کوټلے نظام پۀ ځاے کولے شي.

۴. موخه:

نخښه ويشتل، تير اندازي وغېره پۀ نورو قامونو او ځايونو کښې هم کولے شي. خو د خوند خبره دا ده چې پښتنو د يو کلتور پۀ ډول خپله کړې ده. د موخې د لوبې تابيا پۀ صوابۍ کښې اوس هم ښه پۀ باقاعده ډول کولے شي. د دې لوبې پۀ کولو سره کۀ يو خوا جنګي تياري کېږي نو بل پلؤ د لوبغاړي د توجه (فوکس) پۀ ښۀ کولو کښې هم غټ لاس کوي.

۵. قط:

قط چې چرته چرته ورته منزرے هم وئيلے شي، د شطرنج يو شکل دے. دا لوبه د ډېر غور او فکر تقاضا کوي او هر وخت پۀ کښې بېدار او ويخ اوسېدل وي. پۀ دا ډول د قط پۀ کولو سره ذهن تېزېږي، د تفکر عادت پېدا کېږي او د کوم مخالف د چال نه د ځان ساتلو صلاحيت وده مومي.

۶. شلغاتي:

نن سبا چې پۀ مکتبونو کښې د ماشومانو د زده کړو اسانولو لپاره د مانټيسوري طريقه تعليم (يعنې پۀ لوبو لوبو کښې تعليم) خپلولے شي، نو د دې وړومبے شکل د شلغاتو پۀ صورت کښې موندے شي. هغه داسې چې پۀ دې لوبه کښې دوه ډلې وي. هره ډله د يو بل نه جدا پۀ بېلا بېلو ځايونو کښې پۀ ځمکه، کاڼو او نور ځايونو کرښې راکاږي. بیا دغه مخالف ډلې د يو بل راښکلې کرښې لټوي او ورانوي. ورپسې د دواړو ډلو پۀ مخکښې د هر يوې پاتې شلغاتې يعنې کرښې شمېرلے شي، چې د چا ډېرې کرښې پاتې وي نو هغه ډلې ګټلې وي. پۀ دې ټول عمل کښې د رياضۍ د جمعې او منفي اصول کارولے شي. او داسې پۀ لوبو کښې د ماشومانو زده کړه کېږي.

۷. ګوډيانې:

د ګوډيانو لوبې جينکۍ کوي. دا پۀ اصل کښې د کور ودانۍ يو زړۀ پورې مشق دے چې ماشومانې ئې پۀ لا شعوري توګه کوي. پۀ دې لوبه کښې ماشومانې د کور د جوړولو نه واخله، د لوښو د غونډولو او ترتیب، د پخلي کار، مېلمه پالنې، وادۀ ښادۍ او داسې د يوې زنانه د ژوند سره تړلې نزدې نزدې هر کار زده کوي. اوس کۀ مونږ پۀ غور وګورو نو چې د پښتنو پۀ مېنځ کښې د يوې زنانه څومره کردار پاتې شوے دے، د هغې ټول ريهرسل د ګوډيانو پۀ لوبه کښې ليدل کېږي.

۸. سخے:

سخے يوه ګرانه لوبه ده، چې کوټلے وجود او تېزي غواړي. پۀ دې کښې ښۍ پښه پۀ چپ لاس نيولې شوې وي او د مخالف لوبغاړي سره جنګېدل وي، نو د ژوبل کېدو وېره پکښې هم امکان لري. دا لوبه پۀ يو وخت کښې د زړورتيا، خرپ او ترپ، زور، بريد او نور تربيت تربيه کوي.

اوس کۀ مونږ دا لوبې تجزيه کړو او ځنې اړخونه ئې رابرڅېره کړو نو معلومه به شي، چې دا د نفسياتي، تعليمي، تربیې او جسماني ګټو تر څنګ نورې هم يو شمېر فائدې لري. لکه د مثال پۀ توګه د دې مالي اړخ؛ پۀ دې ذکر لوبو خرڅ د نشت برابر دے۔ چيندرو کۀ فقط پۀ ځمکه کرښې راښکل دي، نو شلغاتي هم څۀ اوزارو ته اړتيا نۀ لري. پټه ګيټۍ او قط هم کوم سامان نۀ غواړي. د ګوډيانو لوبې د ماتو شيشو، کاڼو، ټکړو، زړو جامو ‌او نورو کباړ شيانو نه کولے شي. موخه غشے لينده غواړي خو هغه هم پۀ مقامي کچ د موجود شيانو نه جوړېږي. بل اړخ ته د کرکټ، فټ بال، هاکۍ، سنوکر، ګالف وغېره لوبې د لکونو روپو سامانونه غواړي.

د دې کلتوري لوبو جغرافيايي اړخ هم د ستائلو وړ او د پښتنو د منطقې سره سمون خوري. لکه د چيندرو لوبه پۀ ډبه، د کوټې پۀ سر، پۀ غولي، کوڅه ، دالان هر ځاے کښې کېدې شي. شلغاتي کۀ غر وي او کۀ خوړ، هر ځاے ورله مناسب دے. ګوډيانې، پټه ګيټۍ او قط خو هر ځاے ممکن وي. موخه، سخے د پښتنو پۀ ډبو او حجرو کښې پۀ ښۀ ډول کېدے شي. د دې پۀ مقابله کښې کرکټ، فټ بال، هاکي، ګالف وغېره غټ غټ مېدانونه غواړي، ځکه دغه ګېمز د پښتنو پۀ غرئيزه منطقه کښې چرته يو نيم ځاے کېدے شي.

پۀ نفسياتي اړخ هم دا کلتوري لوبې زمونږ د جذبو کېتارسس کولے شي. جينکۍ کۀ د ګوډيانو پۀ پاللو خپلو فطري جذبو ته سامان پېدا کوي، نو هلکان د پټ پټوني پۀ لوبه کښې ځان پۀ منډو ترړو ستړے کړي. پۀ موخه کښې د نخښې ویشتلو سره د تيراندازۍ او پۀ سخي کښې د مهم جوئۍ جذبه سړه کړي.

پۀ دې موضوع کښې د پښتنو لسګونه کلتوري لوبې ذکر کېدے او تجزيه کېدے شي، خو د نمونې تر حده به پۀ دې اکتفا وکړو. بايد چې پښتانۀ خپل کلتور خپل کړي چې اساني پکښې هم ده، ارزاني پکښې هم او د دوي د جذبو تسکين پۀ کښې هم نغښتے دے۔