تاريخ نۀ ټوقې کوي او نۀ ګپ لګوي! – ساجد ټکر

پوهان وائي چې تاريخ د تېرو وختونو مطالعې ته وائي ۔ خو ورسره ځينې دا هم وائي چې تاريخ صرف د تېر وخت مطالعه نۀ ده بلکې ورسره پۀ تېرو وختونو ځان پوهه کول، حالات زده کول، د تېرو خلقو د غورز پرزو نه ځان خبرول، د وخت بدلون ته کتل او د يو قام، ملک، واک او خلقو پاڅېدو او پرېوتو پۀ شا چې کوم عوامل وي، هغه پېژندل، احساسول او پۀ هغې سوچ کول او بيا د دې مطالعې پۀ شا د خپل راتلونکي تګلاره ټاکل د تاريخ مطالعه ده۔ چا چې هم تاريخ پۀ ښۀ شان لوستے او کتلے، زدکړه ئې ترې کړې او سبق ئې ترې اخستے، هغوي نن پۀ هغه بام ولاړ دي چې نور ئې صرف د لرې لرې تماشه کوي۔ مونږ د تاريخ ذکر ډېر کوو، پۀ خپل تاريخ وياړو هم، دا هم منو چې د تاريخ نه زدکړه نۀ کول بې کمالي ده خو بيا هم مونږ د تاريخ نه هېڅ هم زدکړه نۀ کوو۔ او هم دا وجه ده چې نن د ترقۍ او پرمختګ پۀ دې بې مثله دور کښې هم مونږ د لوړې نه پۀ داؤ يو۔

زۀ نۀ پوهېږم چې پۀ خپل کوم حالت وژاړم- یو خوا مې د اولس غريبه ورځ ژړوي نو بلخوا هر خوا خوره زمونږ ناپوهي زمونږ دښمنه ده- یو خوا کۀ مې پوهه کولو واله د ګوتو د شمېر دي نو بلخوا د اورېدو ماده هم راکښې کمه بلکې د نیشت برابر ده- یو خوا کۀ مې د تاریخ درنو درنو پېښو او مړانو غوږونه کاڼه کړل نو بلخوا د تاریخ په اړه خپله بې خبري مې خوب ته نۀ پرېږدي- کۀ مې کلتور د مینې، کړۀ وړۀ درانۀ او ناسته پاسته سپېځلې ده نو هم دومره مې بیا هم ژوند د سختیو، کشالو او ستونزو ډک دے- نۀ پوهېږم چې ولې؟

د ډاکټر اسرار صېب شعر دے چې!

زه ئې کۀ ترې شل ځله جارباسمه

دا سپېرۀ تندے مې ستا پۀ در لګي

زۀ ورته جوړ چا پۀ ګوته کړے یم

کاڼے چې راځي زما پۀ سر لګي

لاملونه به ډېر وي خو یو لوے سبب چې ما ته د خپل قام د بدې ورځې ښکاري هغه د تاریخ څخه بې خبري ده او د دې لویه وجه دا ده چې مونږ د لیک لوست یا خو وخت نۀ لرو او یا بیا دومره کشالو کښې ښکېل یو چې دې پله مو هډو پام نشته- تاسو اوګورئ چې کوم قامونه هم د خپل تاریخ نه خبر دي نو هغوي نۀ صرف پۀ هر ډګر مخکښې دي بلکې نوره نړۍ د هغوي یا خو تقلید کوي او یا هم د دوي لاس ته محتاجه دي- چا چې هم ځان پېژندلے نو بیا ئې ټولې نړۍ ته نۀ صرف ځان ښودلے بلکې ځان ئې پرې منلے هم دے ځکه چې دغه خلکو خپل تاریخ، خپلې کارنامې او خپلې لاس ته راوړنې ځان ته محدودې نه دي ساتلې بلکه نورې نړۍ ته ئې هم ښودلي دي او دا کارونه ئې یا د فلم پۀ شکل کښې کړي او یا ئې کتابونه لیکلي دي- د تاریخ لوستو یوه لویه لاس ته راوړنه دا هم ده چې سړے د خپل تېر وخت نه خبر شي او کله چې دے خبر شي نو دۀ ته دوه خبرې چورلټې معلومې شي ۔ ۔ ۔ خپلې کمزورۍ او خپل صلاحیتونه! اوس کۀ دے ژوندے وي او احساس لري نو دغه کمزورۍ نه صرف پۀ ګوته کړي بلکې د دې د ختمولو هم زیار کوي- او دغه شان چې کوم د دۀ صلاحیتونه دي نو د هغې د تراشلو او لا ښۀ کولو هڅې کوي- خو لکه څنګه چې مونږ پۀ خواشینۍ سره وئيلي دي چې مونږ لۀ سره کتاب او تاریخ لوستو ته جوړ نه یو نو څنګه به د دې جوګه کېږو چې خپلې کمزورۍ ختمې او ارزښتونه وپړقوو- د دنیا یو کار هم اسان نۀ وي خو کوشش یوه داسې اله ده چې هر کار اسانوي- کۀ مونږ خپله ماضي بدلولې نۀ شو خو راتلونکي لپاره هڅې کولې شو- خو بیا هم هاغه خبره چې اول به ځان خبرول غواړي چې زۀ څوک وم، څوک یم او ولې اوس داسې شوم- سوال کول پکار دي چې زۀ داسې نه ؤم نو ولې اوس داسې شوم او کۀ هم داسې ؤم لکه دا څنګه چې یم نو دا ولې؟ ولې د نړۍ نور قامونه لکه ستوري د اسمان شول او زۀ اوس هم تت یم، زۀ ولې نه پړقېږم، پۀ شتۀ وسائلو کښې ولې زما بچي پۀ پردو ملکونو کښې سختې ګالي!

ډېره د زړۀ چاؤدون خبره ده چې د نن نه دوه درې میاشتې مخکښې د کوم نوم نه د ملک یو بچے هم نه ؤ خبر، نن هغه د هر چا اتل او هیرو دے- د حېرانۍ مې څۀ حد نشته او چې بېخي د پولو واوړي نو خندا راشي چې څومره عجیبه یو چې دوه درې میاشتې مخکښې د یو تن چې د بل هېواد دے د هغۀ د کارنامو څۀ چې د نامې ئې هم نه وو خبر، نن ټول په هغه مئين یو- د ارطغرل خبره کوم- لکه ایا د ترکي ډرامې “ارطغرل” دلته پۀ سرکاري ټېلي وېژن خپرېدو نه مخکښې چا ته هم د ارطغرل پۀ اړه څۀ معلومات وو، کۀ وو نو هغه به هم صرف هاغه چا ته وو چې تاریخ سره علاقه لري ګینې مونږ د خپله ځانه نۀ یو خبر نوارطغرل خو لرې خبره ده- خو زۀ بیا هم ترکي ته شاباشے ورکوم چې خپل یو اتل ئې د تاریخ ورکو پاڼو نه داسې پۀ یو ښکلي شکل کښې راژوندے کړو چې پۀ ټوله نړۍ ئې ومنلو- ژوندي قامونه هم داسې وي چې نۀ صرف ځان د خپلو تېرو وختونو نه خبر ساتي بلکې ویاړ پرې هم کوي او نورې نړۍ ته ئې هم رسوي- بلخوا مونږ یو- څوک دې خفه نۀ شي خو د بالي ووډ او هالي ووډ د فلمونو فرضي او حقیقي کردارونو نومونه راته د ګوتو پۀ بندونو یاد وي خو کۀ چا نه تپوس کوې چې پیر روښان څوک ؤ نو داسې بد بد به درته اوګوري چې تۀ به وائې چې د ریاضۍ د ‌ذو اضعاف اقل او یا د عاد اعظم څۀ کږه وږه پوښتنه دې ترې کړې وي- ماشومان او ځوانان مو سپائيډر مېن خو پېژني خو که د خوشحال خان خټک پوښتنه کوې چې دا څوک ؤ نو پۀ ځان غوږونه راواچوو- زۀ خو وېم چې کۀ مونږ د خپل ستر خوشحال د کارنامو سره سره د هغۀ د شخصیت، قلم، تورې، لیک، ادبي خدماتو، څېړنې او سیاست نه هم څۀ لږ ډېر خبر وے نو کۀ نور څۀ نۀ وو نو احساس خو به راته ؤ چې مونږ څوک يو، مونږ څۀ کړي دي، څۀ کولےشو او ولې اوس داسې يو- خو خوشحال بابا هم زیرک او پوهه سړے ؤ نو دا ګیله ئې د مرګ نه مخکښې کړې وه چې ځه دا خو به څوک نۀ وائي چې چا پوهه کړي نۀ وو-

زه ئې چا لره وهم قدر ئې چا زده

په هور اوسوزه دا تورې قلمونه

مونږ خو ډېر په خوند او په مزو د سکندر اعظم دلته د راتګ او هغۀ سره د لاس ګرېوان کېدو قیصې کوو خو کله مو دا سوچ کړے دے چې څنګه یو دېرش کلن هلک د یونان نه راپاڅېږي، په شاړو مېرو، غرونو او سیندونو رااوړي او دلته رارسي، ولې او موخه ئې څه وه؟ ایا کله مونږ د ځان نه دا سوال کړے چې دوه زره او درې سوه کاله پخوا دغه هلک دومره توان لري چې پۀ نړۍ دې چپاوونه وکړي نو مونږ څۀ کول؟ سوچ پکار دے او ورسره په خپل ګرېوان کښې هم کتل پکار دي- مونږ شکر دے که تاریخ لرو نو په تاریخي توګه داسې مشران هم لرو چې سړے پرې صرف ویاړ نه بلکې د نورې نړۍ د مشرانو او اتلانو سره ئې ښۀ پۀ ډاډه او لویه سینه پۀ قطار کښې ودرولے شي- داسې پېښو نه هم زمونږ تاریخ ډک دے چې کۀ یو خوا د مړانې او باتورۍ بېلګې دي نو ورسره د فهم او پوهې په وسله هم پر ماموره دي- د بونېر په امبېلا کښې د مغلو خلاف د یوسفزیو مړانه څوک هېرولې شي- د جندول د عمرا خان باتورۍ او پوهې ته څوک رسېدے شي- دا خلک دومره اودۀ هم نه دي ګینې نو پۀ قیصه خوانۍ کښې به ولې د حق او اصول لپاره پۀ سلګونو خلک د پېرنګ توپونو ته ودرېل- ولې به په ټکر ګولۍ ورېدې او ولې به د بابړې زمکه د بې ګناه خلکو پۀ وینو خړوبېده- دا پېښې پۀ دې خبره دلالت کوي چې نۀ خو شکر دے بې لاسو او بې پښو یو، نۀ بې چا او بې مشره یو، نۀ بې نظريې يو او نۀ دا چې لار او لارښود نۀ لرو- خو کۀ څۀ کمے دے نو بس دا چې بې خبره یو- د نړۍ پۀ تاريخ کښې به کوم قام داسې وي چې د باچا خان پۀ شان مبارز رامخې ته کړي۔ څوک به داسې رامخې ته شي چې ووائي چې زمونږ مشر د ژوند قيمتي شپږ دېرش کلونه د خپل کور، کلي او بچو نه لرې پۀ جېلونو کښې د خپل خوار اولس پۀ غم کښې تېر کړي دي۔ څوک به داسې وي چې رامخې ته شي او ووائي چې بغېر د توپ چلولو او تفنګ راخستو يو سړي او د هغۀ ملګرو د پېرنګي پۀ شان پۀ خپل زور مست شين سترګے د خپلې زمکې زغلولے۔ باچا خان د خپلو غرونو پۀ شان دنګ هغه د دنګې حوصلې اتل ؤ چې جېلونو، د جېلونو تورو تمبو او د خپلو او پردو ظلمونو ئې حوصلې پستې نۀ کړې شوې بلکې ولولې ئې لا ځوانېدې او نن هم د بابا پۀ لار روان د هغۀ د شازلمو جزبې هغه شان ژوندۍ دي۔ بابا ټول عمر د اصولو پۀ لار تلے دے۔ سختې ئې ګاللې دي خو کله ئې هم قانون نۀ دے مات کړے۔ پوښتۍ ئې ماتې شوي خو د عدم تشدد لار ئې نۀ ده پرېښې۔ مطلب مې دا دے چې کۀ سوچ وکړو نو داسې اتلان هم لرو چې هر قول او فعل ئې د لارې بل مشال دے خو بس چې مونږ خپل ګرېوان کښې اوګورو۔

بله د زړۀ خوراک خبره دا ده چې مونږ اول خو تاریخ ګورو نه او کۀ ګورو هم نو بس د ساعت تېري لپاره او یا بیا د قیصو لپاره- باید مونږ تاریخ ته د تاریخ پۀ نظر اوګورو ځکه چې تاریخ مونږ ته کۀ د تللي وخت تېرې قیصې رایادوي نود هم دغه حالاتو پۀ بنیاد راله د مستقبل نخښه پته هم راکوي- بله بده برخه مو دا ده چې حکومتونه مو هم پۀ تاریخ کښې څۀ ډېره دلچسپي نه اخلي بلکې دهغوي خو دې پله هډو څۀ پام نشته ځکه چې خپلې کشالې ئې ډېرې دي- بلکې دا به ووایو چې دوي د تاوېلي ما وېلي نه، نۀ وزګارېږي نو د تاریخ پۀ شان یو مهم اړخ ته به څۀ وخت ولري- دا خو مونږ له دې خپلو خوارو او غریبو لیکوالانو، ادیبانو او شاعرانو ته دعا کول پکار دي چې خپل ځانونه ئې ستړي کړي دي، زیار ئې باسلے دے، ولوږې او تندې ئې تېرې کړي دي، خپلې پېسې ئې لګولې دي او پۀ یو نه یو شکل کښې ئې تاریخ ژوندے ساتلے- خو څومره بې برخي ده چې مونږ دغه تیار تاریخ هم نه شو لوستلے- دا هم زمونږ څومره بې برخي ده چې يو خو ماشاء الله پۀ ټوله نړۍ کښې څۀ خواؤشا لس کروړه پښتانۀ خو چې ليکوال مو کتاب چاپ کوي نو صرف يو زر او يا زيات نه زيات دوه زره ۔ هغه هم نيم خرڅ شي او نيم خلقو ته ډالۍ کړې شي ۔ د کتاب د لوستو پۀ لړ کښې چې تر څو زمونږ دا حال وي نو هم دغه شان به تاريخ نه بې خبره يو او تاريخ به راباندې لوبې کوي۔ دا څومره د بد بختۍ خبره ده چې پۀ امريکه کښې د کال پۀ سر څلور لکه، برطانيه کښې څۀ د پاسه يو لک، هندوستان کښې يو لک، چين کښې درې نيم لکه او پۀ پاکستان کښې د کال پۀ سر صرف درې يا درې نيم زره کتابونه چاپ کېږي۔ او بيا کۀ زمونږ د کتاب کاپيانې يو يا دوه زره وي نو پۀ دغه هېوادونو کښې يو يو کتاب د لکونو پۀ شمېر کښې چاپ کېږي هم او خرڅېږي هم۔

نوره کۀ څۀ موازنه کوو نو هسې به مو زړونه خفه شي۔ بس لنډه دا ده چې تر څو مو ځان نه وي پېژندلے، خپلې خامۍ مو پۀ ګوته کړې نه وي نو تر هغې د پرمختګ سوچونه عبث دي- اول به ځان خبروو، بیا به خپلې خامۍ ځان ته پۀ خپله پۀ ګوته کوو او بیا به ئې د لرې کولو کوشش کوو او هم دغه شان مونږ هم د ترقۍ په لور سفر پېل کولے شو- څۀ هم، څۀ هم او څۀ هم ناممکنه نه دي خو بس اراده غواړي- راځئ چې له ځانه ځان خبر کړو- تاريخ ووايو، ځان پرې پوهه کړو او سبق ترې واخلو ګينې تاريخ نۀ ټوقې کوي او نۀ ګپ لګوي۔

دا هم ولولئ

اداريه

  چې يوازې يو شے وران ؤ نو مونږ به څۀ نۀ وئيل، چې يو …

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *