تېر کال په دولسم جون د پېښور پریس کلب مخې ته یوه احتجاجي غونډه وشوه ۔ د خپل پلار په نمائندګۍ زۀ هم ورغلے وم ۔ هلته یو پروفېسر سره میلاؤ شوم چې په ۲۱م ګرېډ کښې په یوه ډېره ښۀ څوکۍ د پېښور پوهنتون نه ریټائرډ شوے و۔ هغه راته خپله بې وسي په دې ټکو ښکاره کړه؛ «د کال نه سېوا اوشو چې ریټائر یم، پېښور کښې خپل کور نۀ لرم، فنډ راته لا تراوسه نۀ دے میلاؤ او د پنشن دا حال دے چې کله وي او کله نه!». د معاشي بدحالۍ دا کیسه یواځې د يو پروفېسر نۀ ده، دا د پښتونخوا د هرې تعلیمي ادارې او خاص کر د پوهنتونو کیسه ده! په دې وخت کښې د پښتونخوا د اعلی تعلیم نظام په یو داسې ډګر ولاړ دے چې د تباهۍ اندازه یې د لیرې نه کیدلې شي. مالي بدحالي، د انتظامي چارو ناکامي، سیکیورټازیشن، د فیسونو زیاتوالے، د ډیپارټمنټونو بندیدل، د هاسټلونو تباهي، د زده کونکو په سیاست بندیز، د زده کونکو هراسمنټ، او د تعیلم د معیار کچه پرېوتل دا وخت لویې مسئلې دي. که څۀ هم دا مسئلې ډېرې دي، خو د يو بل سره تړلې دي او مونږ ئې په انتظامي او مالي برخو وېشلي شو او انتظامي مسئلې هم اصل کښې د مالي مسلو نه راولاړېږي ۔د اتلسم آئيني ترمیم ورسته د اعلیٰ تعلیم محکمه صوبائي معامله وګرځېده او د دې سره سم د عوامي نېشنل ګوند حکومت په صوبه کښې په تیزۍ سره څو پوهنتونونه جوړ کړل خو ورسره د دې پوهنتونونو د مالي معاملاتو سوال هم تړلے و. د هغه وخت وزیراعليٰ امیر حیدر خان هوتي د وېنا ترمخه دوي چې کوم پوهنتون هم جوړوه، نو اول ئې د هغې د مالي معاملاتو په اړه غور کوه او کوښښ ئې دا و چې د هر پوهنتون مالي معاملات د هغه ضلعې د اقصاد سره وتړل شي چرته چې دا پوهنتونونه جوړیدل لکه د صوابۍ پوهنتون د پاره دا انتظام شوے و چې د صوابۍ د تمباکو د سرکاري ګټې یو څه برخه دې یاد پوهنتون ته ځي او د چارسدې باچا خان پوهنتون د مېن کېمپس د پاره زمکه اخیستل شوې وه او ښۀ پرېمانه فنډ ورته پرېښودل شوي وو چې څو کلونه پس د هغې په جوړېدو وائس چانسلر ډاکټر بشیر لاس پورې کړو۔ همدا راز نورو پوهنتونو ته هم ښۀ پرېمانه فنډونه ورکړي شوي وو چې څو کلونه یې پرې وخت تېر کړو دا خبره حقیقت دے چې عوامي نېشنل ګوند په صوبه کښې پوهنتونونه جوړول خپل لویې ویاړ او افتخار ګڼي. ورپسې راتلونکو حکومتونو د دې بیانیې متاثره کولو او کریډيټ اخیستو لپاره هغه ذیلي کېمپسونه چې د لویو پوهنتونو برخه وو ازاد پوهنتونونه یې وګرځول لکه شانګله پوهنتون، یو.اي.ټي مردان، دیر پوهنتون او بونیر پوهنتون وغیره.۔ دا فیصله هېڅ کله د تعلیم د رڼا خپرولو د پاره نه بلکې د سیاسي سکورنګ لپاره وه او دې خبرې ته ئې فکر ونه کړو چې د دې مالي او انتظامي معاملات به څنګه چلولې کېږي، چې ډیر زر یې په زړو او نوي دواړو پوهنتونونو کښې لوی مالي او انتظامي بحران رامخې ته کړو.
افسوس دا دے چې د عوامي نېشنل ګوند په ضد کښې د نوي پوهنتونونو جوړولو علاوه تېرو درې حکومتونو په صوبه کښې د اعلی تعلیم محکمې ته هېڅ پام نۀ دے کړے. نۀ خو د اعلی تعلیم صوبائي محکمه فعاله کړې شوه، نه ورته پوره اختیارات وسپارل شو، نۀ د اعلی تعلیم د پاره د وفاقي حکومت نه کوم ګرانټس راوړل شو او نه ورته د صوبائي حکومت لخوا څۀ خاطر خوا فنډونه ورکړي شو. بلکې د مالي مرستې په هره غوښتنه ورته یواځې یو ځواب ورکړې شو چې فیسونه سېوا کړئ او خپل فنډ ځان ته خپله پیدا کړئ، حالانکې دا یو ډېر لنډ مهاله او غېر موثر حل دے ۔ پوهنتونونه دې ته مجبور کړل شو چې په تېرو ۱۳ کلونو کښې خپل فیسونه څو چنده سېوا کړي، ورسره زده کونکو ته دوه لارې پاتې شوې، یا خو به پوهنتون پرېږدي او یا به تل د سمسټر فيس، هاسټل کرايې او خوراک بل کښې د زیاتوالي خلاف احتجاجونه کوي.
کله چې فیسونه د حده ووتل، د علم قیمت مقرر شو او تعلیم کمرشل کړے شو، د نو زده کونکو هم وکتل چې کومه ډګري په څومره فیس ارزي ده. هغه ډګریانې چې مستقبل کښې دوي د پاره ښې ډېرې روپۍ ګټلې شي او «مارکیټ» یې شته، نو هلته یې بې درېغه داخلې اخیستل شروع کړل او چې کومو ډګریانو کښې دوي ته زیان ښکارېدو او واپس یې پرې دومره روپۍ نۀ شوې ګټلې هلته داخلې ورو ورو کمې شوې، تر دې حده چې د صوبې تر ټولو لويه درسګاه پېښور پوهنتون کښې د فلسفې، تاریخ، بشرپوهنې او جغرافیې غوندې مهمو مضامینو په شمول ۱۵ پورې څانګو کښې داخلې بندې کړې ۔ حال دا دے د پښتو او ژورنالیزم څانګې هم په بندېدو دي د دې څانګو بندېدل شاید د لیرې څخه دومره لویه خبره نۀ معلومېږي خو په اصل کښې دا لویه المیه ده، ځکه چې د پوهنتون تنوع متاثره کېږي، که یو څوک زده کړه کول وغواړي هم نو بې برخې پاتې کېږي او د دې هر څه نېغ اثر په ټولنه کېږي. د دې معاشي بدحالۍ یو بل اړخ دا هم دے چې په میاشتو میاشتو د پوهنتون استاذان د خپلو جائز تنخواګانو نه محرومه وي. که یو څوک ډېر هم د استازۍ پیشې ته ژمن وي خو نهره ګېډه ډوډۍ غواړي، نو دوي هم اکثر په دې لټه کښې وي چې نورو صوبو یا بهر ملک کښې ځانته بهتره موقعې تالاش کړي ۔ د پښتونخوا پوهنتونه ورو ورو د قابل استاذانو د نه شتون سره مخ کېږي او د دوي خلا په دا شان ډکولې کېږي چې تازه فارغ شوي بې روزګاره ځوانان ورته د په کنټریکټ بهرتي کړې کېږي چې چاته د کلاس په سر «دیاړي» ورکول کېږي، چې د مزدور د کم از کم اجرت نه هم کمه وي او دې سره د تعلیم معیار لا پرېوتے دے۔ پښتونخوا پوهنتونو کښې د ریسرچ، تعلیمي مباحثو، سیمینارونو او کانفرانسونو ځایي اوس دې سوالونو نیولې دے چې تنخواه به کله راځي، فلانکي ګېټ ولې بند کړے شوے دے، دوه زده کونکي ولې اوچت کړې شوي دي، هاسټل ولې نه مېلاوېږي، بجلي ولې نشته او نن بس ولې نه چلېږي. د پښتونخوا یو پروفېسر چې د پنجاب په کوم پوهنتون کښې وائس چانسلر و، د هغه نه مې یو محفل کښې وپوښتل چې پښتونخوا ته ولې نه راځې، ستا په خپله ضلعه کښې خو څوکۍ هم خالي ده، نو هغه راته ځواب کښې وئيل هلته راته ښه تنخواه راکوي، ښه مراعات یې راکړي دي او مسئلې نشته، زما په کار کښې څوک کار نلري، او د پښتونخوا پوهنتونونه هغه خو د مسئلو جرړې دي!
د انتظامي بدحالۍ یو اړخ دا هم دے چې پوهنتونونو ته فنډ خو نه ورکړې کېږي خو د حکومت او څه پټو لاسونو لخوا پکښې مداخلت د حده وتلے دے. د دې دومره پیچلو مسئلو له وجې څوک غاړه نه ایږدي چې انتظامي څوکۍ قبولې کړي، که ذمه واري واخلي یا د سیاسي اثر و رسوخ په بنیاد وروسپارل شي نو دې ته مجبور وي چې د هم هاغه چا د سیاسي مفادات وساتي چا چې راوستې وي. پاکستان کښې پوهنتونونه عموماً د ګورنر یا صدر د چانسلرۍ لاندې کار کوي، خو چې کله کال ۲۰۲۴م کښې د صوبې ګڼو پوهنتونو په وائس چانسلرانو ټاکلو د صوبې ګورنر فېصل کریم او وزیراعليٰ علي امین ترمنځه مسئله راغله نو د خېبر پښتونخوا يونیورسټیز ترمیمي ایکټ ۲۰۲۴ د لاندې ئې د ګونر نه د چانسلرۍ اختیارات واخیستل او وزیراعلی ته ئې ورکړل چې دا بحران یې لا سېوا کړو۔ پښتونخوا پوهنتونو کښې د ریسرچ کار تر ډیره حده ولاړ دے، کۀ چرته کېږي نو هم معیار یې ډیر ټيټ دے. ګرانټس د نیشت برابر دي او د زده کونکو د پاره سکالرشپونه بېخي کم دي. «QS Ranking» چې د نړۍ تر ټولو متعبر رینکنګ سسټم دے د هغې ترمخه د نړۍ په اول ۱۰۰۰ پوهنتونونو کښې د پښتونخوا یواځینے پېښور پوهنتون په ۹۵۰ نمبر دے ۔ د دې علاوه هم څنګه چې اول ذکر شوے، د پښتونخوا د پوهنتونو مسئلې بیخي ډېرې، ژورې او د واکه وتلي دي او که په هره مسله ځانله خبره وکړې شي نو شاید چې دا موضوع به دومره اوږده شي چې یوه ګڼه به یې هم احاطه ونکړي. البته په لنډو ټکو کښې دا ویل کېدې شي چې د پښتونخوا د پوهنتونو نه زمونږ ډېر امیدونه دي چې دا به په پښتون وطن کښې د علم او روښان فکرۍ رڼا خپره کړي، خو له بده مرغه دا د علم مرکزونه ورځ تر بله په زوال دي او د روپو په بدل کښې فقط یو ټوکن ورکوي څه ته چې د ډګرۍ نوم ورکړې شوے دے!!