ولي خان د اصولو، حقيقت او ملي شعور د سياست روښانه مناره–حېران مومند

دا ليکنه شريکه کړئ

ولي خان د شلمې پېړۍ پۀ سياسي تاريخ کې يو داسې نوم دے چې د اصولو، ملي شعور، عدالت، او ولسي حقونو لپاره يې خپل ژوند وقف کړے وۀ۔ د هغوي سياست يواځې د ګوندونو ترمنځ رقابت نه وۀ، بلکې د پاکستان د سياسي او اجتماعي بنيادونو د سمبالولو لپاره يې د يو ژور فکر پۀ اساس مبارزه کوله۔ د دوي د ژوند قصه د قربانيو، بند، سازشونو، او د سياسي دباونو د زغملو يو اوږد سفر دې، چې په هر پړاو کې يې د اصولو او حقونو د ملاتړ نښه روښانه پريښې ده۔په جون ۱۹۶۸ کې چې ولي خان د نيشنل عوامي ګوند مرکزي صدر وۀ ټاکل شو، نو د ملک سياسي فضاء د سختو شخړو، بې عدالتۍ، او د اختلافونو د خورولو له امله تنګه شوې وه۔ هغه وخت د پاکستان واکمنه اداره د سياسي مخالفينو د خاموشه کولو لپاره بې له ځنډه سخت ګامونه اخيستل۔ ولي خان د خپلې اصولي مبارزې له مخې د هر ډول دباؤ په وړاندې ټينګ او په مېړانه ودريدۀ۔ نومبر ۱۳، ۱۹۶۸ د هغوي د لومړي بنديز/ګرفرارۍ کال وۀ، کله چې هغه وۀ نيول شو او تر مارچ ۱۹۶۹ پورې په زندان کې پاتې شو۔ نو دا بنديز نه يواځې د شخصي دباؤ يوه نمونه وه، بلکې د هغوي د سياسي ځواک، عقل، او د اصولو پۀ بنياد موقف د زمانې لپاره يو ستر مثال جوړ شو۔وروسته د فروري په ۸، ۱۹۷۵ کې د بم چاودنې يوه پېښه پېښور کې وشوه چې په کې حيات محمد شيرپاو وۀ وژل شو۔ د دې پېښې وروسته، ولي خان سمدلاسه د ګجرات په شاوخوا کې وۀ نيول شو۔ پۀ هغوي باندې د حيدراباد سازش کيس جوړ شو، چې په کې پنځه سوه نه زيات ګواهان شامل وو۔ خو د نورلس مياشتو په اوږدو کې يواځې ۲۲ ګواهان عدالت ته وړاندې شول۔ په دې سست رفتار عدالتي عمل باندې ولي خان د قاضي سره په طنز وۀ وئيل: “جناب عالي! د آب حيات انتظام وۀ کړئ، تاسو يې هم وۀ څښئ، زه به يې هم وۀ څښم، او د ټولو ګواهانو لپاره هم دې يوې شېبې د ژوند ترتيب برابر کړئ، ترڅو د فيصلې پورې ټول ژوندي پاتې شو!” دا جمله نه يواځې د عدالت د ارادتا سستۍ څرګندونه کوي، بلکې د هغټي د سياسي پوهې، طنز او حقيقت پسندۍ يوه بې بدله نمونه ده۔ پۀ ولي خان پۀ ژوند کې څلور وارې قاتلانه بريدونه وۀ شول، او د ده ګوند دوه ځله بنديز لاندې راغې۔ په ۱۹۷۱ او بيا په ۱۹۷۵ کې۔ دا ټول محدوديتونه او دباونه د هغوي د اصولو او سياست د قوت پۀ وړاندې کمزوري نه شول۔ د هغوي اصولي سياست، د اولس د حقونو ملاتړ، او د پاکستان د يووالي د ساتنې ژمنتيا تل د وخت له دباونو او زندانونو سره مقابله وۀکړه۔ د هغوي د وطن سره مينه او صداقت دومره ژور وۀ چې د وطن دښمنۍ تورونه يې د حقيقت د څراغ په وړاندې مات شول۔ کله چې د مشرقي پاکستان سياسي کړکېچ رامنځته شو،نو ولي خان د خپل اصولي کردار مطابق ډاکې ته د شيخ مجيب الرحمن ليدلو ته ورغې۔ شيخ مجيب ورته وۀ وئيل: “پاکستان خو مونږ جوړ کړو، تاسو خو د متحده هندوستان ملاتړي ياست، اوس تاسو د پاکستان د بقا خبرې کوۍ؟” ولي خان ځواب ورکړو: “زمونږ موقف د تقسيم هندوستان په وخت کې بيل وۀ، خو اوس چې دا زمونږ ملک دې، نو مونږه د دۀ د بقا لپاره د هرې ممکنه لارې ملاتړ کوو۔” دا جواب د هغه د سياسي بلوغت، وطن سره د مينې، او حقيقت پسندۍ يوه بې مثاله نمونه ده۔د ايوب خان د ګول ميز کانفرنس کې، کله چې شيخ مجيب پۀ ۲۲ پاڼو مشتمله وينا وکړه، نو ولي خان د يوې لنډې جملي په وسيله د اکثريت د حقونو ټول مطلب خلاصه کړو۔ نو ولي خان وۀ وئيل چې شيخ مجيب د ۵۶ فيصده خلقو حقونه د ۴۴ فيصده خلقو څخه غواړي۔شيخ مجيب هم دا وۀ منله چې هغه څه چې په ۲۲ پاڼو کې يې بيان نه کړل، هغه ولي خان په يوه جمله کې واضح کړل۔نو دا څرګندوي چې د ولي خان سياست يواځې د خبرو، منطق، او حقيقت پۀ محور وۀ، نه چې د اوږدو ويناګانو يا زور او دباؤ پۀ اساس۔ ولي خان د افغانستان د هغه جګړې چې روسي پوځونه کابل ته راغلل اؤ پۀ ضد يې د جهاد پۀ نوم مزاحمت پيل شو، په اړه وئيلي وۀ : “چې دا جګړه د اسلام او کفر نه، بلکې د روس او امريکا د نړيوالو سياستونو جګړه ده۔” د دې خبرو په ترڅ کې د هغه پۀ ضد د روس د ايجنټ تورونه ولګول شول۔ خو وروسته هغه کسان چې د بهرنيو قدرتونو د ګټو لپاره پاکستان کې جګړې او جعلي جهاد ته لمن وهله، خپله د دې حقيقت اعتراف وکړو چې اولس د بهرنيو سياستونو لپاره سوځول شوې وۀ۔ دا د ولي خان د ژور فکر، بصيرت، او د وخت د خطرونو د تجزيه کولو او تحليل يوه څرګنده نښه ده۔ د يوسف لودهي هغه مشهور کارټون چې پرې ليکل شوي وۀ: “کہ ولي خان تا حکمِ ثاني محبِ وطن قرار ديې گئې”، د پاکستان د سياسي تاريخ د دوه مخيزه چلند واضحه نښه ده۔ هغه خلق چې د اصولو او حق د ملاتړ لپاره پورته شوي وو، غدار بلل کېدل، او هغه کسان چې د استبداد ملاتړي وو، محب وطن اعلانېدل ۔ولي خان تل په دې ټينګار کاوه چې د ملک سره مينه د اصولو، انصاف، او حقيقت په اساس ټاکل کېږي، نۀ د زور، دباؤ، يا د طاقت د لوبو له مخې۔ د ولي خان داخلي سياست د ټولنې د ټولو قامونو، طبقو، او سيمو د مساوي حقونو پۀ بنياد وۀ۔ هغۀ تل د دې لپاره مبارزه کوله چې بې عدالتۍ، ناانصافي، او د اولس د حقونو سرغړونه د سياسي دباونو له لارې وۀ نۀ شي۔ د هغوي سياست تل د اصولو، قانون، او ملي ګټو پۀ محور اډانه وۀ، نۀ چې د شخصي ګټو او دباونو پۀ اساس باندې۔د ولي خان د اصولو سياست يواځې په داخلي مسائيلو پورې محدود نه وۀ۔ د هغه د بهرني سياست فکر هم د پاکستان لپاره بې مثاله وۀ۔ هغه باور لرلو چې د هر ډول بهرني دباؤ، د ګاونډيو د ستونزو، او نړيوالو لوبو مقابله يواځې د داخلي ثبات، شفافيت، عدالت، او د ټولو خلقو د مساوي حقونو له لارې ممکن ده۔ هغوي تل وئيلي: “کۀ داخلي سياست ثبات وۀ نۀ لري، نو هيڅ بهرنې غبرګون د ملک د پاره دوام نه شي لرلې۔کله چې له هغۀ څخه وۀ پوښتل شول ۔ ولي خان د خپلې اصولي مبارزې له لارې د پاکستان په سياسي تاريخ کې يوه داسې بې مثاله کرښه راښکلې ده چې د عدالت، حقيقت، او ملي شعور د ارزښتونو په رڼا کې يې راتلونکيو نسلونو ته لارښودنه کړې ده۔ د هغوي ژوند او سياست نه يواځې د سياسي مزاحمت يوه نمونه ده، بلکې د اصولو، وطن د مينې، او ملي شعور يوه ژوره فلسفه هم وړاندې کوي۔ ولي خان د پاکستان د سياسي تاريخ هغه شخصيت دې چې د اصولو، عدالت، او ملي شعور لپاره يې نه يواځې خپل ژوند وقف کړې وۀ، بلکې د ملک اؤ وطن د سياسي جوړښت په ټولو مهمو پړاوونو کې يې د يو روښانه، صادق او زړور مشرتابه نمونه وړاندې کړه۔ د هغه سياسي مبارزه د يو شخصي يا ګونديز هدف له مخې نه وه، بلکې د ټول پاکستان د ملي وحدت، د اولس د حقونو او د عدالت د بنيادونو د خوندي کولو لپاره وه۔ د هغه سياست د اصولو، فکر، بصيرت، او د ژورې تاريخي پوهې پۀ بنياد وه چې د وخت د ټولو دباونو سره يې مقابله وۀ کړه ۔ کله چې د ۱۹۷۰م کال په شاوخوا کې پاکستان د سختو داخلي کړکېچونو سره مخ وۀ، ولي خان د هر ډول غير اصولي فشار/دباؤ ، د ګوندونو ترمنځ د اختلافونو، او د مرکزي واکمنو د استبدادي اقداماتو په وړاندې ټينګ ودريدۀ۔ د هغه اصولي سياست د دې ګواهي ورکوي چې د اولس د حقونو دفاع تل د هغه لومړيتوب وۀ۔ هغه هيڅکله د شخصي ګټو لپاره د اصولو سودا وۀ نه کړه، او تل يې د حقيقت، عدالت، او د ملم د بقا په اساس فيصلې کولې۔د افغانستان د جګړې پۀ وخت چې په سيمه کې د شوروي اتحاد او امريکا ترمنځ د سياست لوبې روانې وې، ولي خان په واضح ډول وۀ وئيل: “دا جګړه د کفر او اسلام نۀ، بلکې د روس او امريکا جګړه ده۔” د هغه دا خبره په هماغه وخت کې د ځينو خلقو د مخالفت سبب شوه، ځکه هغه د دې سياسي تحليل له مخې د بهرنيو طاقتونو د ګټو پۀ وړاندې د اولس د سوځېدو خطره وښوده۔ هغه وخت د روس د ايجنټ تورونه پرې ولګول شول، خو وروسته تاريخ دا ثابته کړه چې هغه د حقيقت په ژوره پوهه سره خبرې کولې۔ هغه کسان چې د بهرنيو ملکونو د ګټو لپاره پاکستان کې جګړه او جعلي جهاد ته لمن وهله، خپله د دې حقيقت اعتراف وۀ کړو چې اولس د بهرنيو سياستونو د لوبو په نښه شوې وۀ ۔ولي خان باندې پۀ خپل ژوند کې څلور وارې قاتلانه بريدونه وۀ شول۔ د هغوي ګوند دوه ځله د بنديز لاندې راغې: د ۱۹۷۱م کال د نومبر پر ۲۶مه او د ۱۹۷۵م کال د فرورۍ پر ۹مه دا بنديزونه لګول شوي وۀ خو هغوي خپل سياسي اؤ فلاحي جدوجهد جاري وساتو۔ سره له دې ټولو دباونو او محدوديتونو، ولي خان نۀ يواځې ټينګ ودريدۀ، بلکې خپل اصولي دريځ يې لا پياوړې کړو۔ د هغوي سياست د دې نښه ده چې کله يو مشرتابه د اصولو په بنياد خپل دريځ ساتي، نو د بهرنيو او داخلي دباونو پۀ وړاندې نۀ ماتېږي ۔ د يوسف لودهي هغه مشهور کارټون چې پرې ليکل شوي وۀ: “ولي خان تا حکمِ ثاني محبِ وطن قرار ديې گئې”، د پاکستان د سياسي تاريخ د دوه مخيزه چلند څرګندونه کوي۔ هغه کسان چې د اصولو ملاتړ يې کاوه، غدار بلل کېدل، او هغه کسان چې د استبداد ملاتړي وو، محب وطن اعلانېدل۔ ولي خان تل په دې ټينګار کاوۀ چې د وطن سره مينه د اصولو، انصاف، او حقيقت پۀ اساس ټاکل کېږي، نۀ چې د زور، دباؤ، يا د طاقت د لوبو له مخې ۔د هغوي داخلي سياست د ټولنې د هر قام، قبيلې او سيمې د حقونو پر بنياد وۀ۔ هغه تل د دې لپاره مبارزه کوله چې د خلقو قانوني او مشروع حقونه خوندي پاتې شي۔ د هغه سياست تل د اصولو، قانون، او ملي ګټو پۀ محور وۀ، نۀ چې د شخصي ګټو يا د واکمنو د دباونو په اساس ۔د ولي خان سياست د دې مظاهره کوي چې که څوک د اصولو پۀ بنياد عمل کوي، نو د وخت او حالت هر ډول دباؤ د هغه اصول ماتولې نۀ شي۔ کله چې په ۱۹۷۵ کې د پاکستان د ملي سياسي وضعيت د بدلونونو په اړه خبرې روانې وې،نو ولي خان د هر ډول بې عدالتۍ او غير مساوي سياست د پايلو په اړه خبردارې ورکړو۔ هغه وۀ وئيل: “که مونږ په اصولو ولاړ سياست وۀ نه کړو، نو د ملک ټول سياسي، ټولنيز او اقتصادي جوړښت به له خطرې سره مخ شي۔” د هغوي دغه خبرې د هغه وخت د ټولنيزو او سياسي بحرانونو تحليل ښائي، او همدا څرګندوي چې ولي خان د پېښو په ژوره پوهه او تحليل سره عمل کاوه ۔ولي خان تل باور درلودۀ چې د داخلي سياسي ثبات نۀ شتون به د بهرني سياست د موخو د ترلاسه کولو په لاره کې لوئي خنډ وي۔ د هغه د بهرني سياست تحليل هم په هماغه اصولو ولاړ وۀ چې د داخلي عدالت، شفافيت، او د ټولو قامونو د مساوي حقونو د خوندي کولو لپاره يې کار کاوه۔ هغه تل دا خبره تکراروله چې يواځې هغه ملکونه چې د اصولو، شفافيت، او عدالت پۀ بنياد سياسي نظام لري، کولې شي په نړيواله کچې خپل موقف ټينګ وۀ ساتي ۔ کله چې له هغه څخه وۀ پوښتل شول: “ايا تاسو پاکستان ماتول غواړئ؟” نو ولي خان په ژور او فکري طنز سره ځواب ورکړو: “ځويه! تاسو ‘اوريدلي’ دي چې زه پاکستان ماتووم، خو هغه چا چې مات کړې، هغوئي ته مو کومه سزا ورکړه؟” دا جمله نه يواځې د طنز په توګه وه، بلکې د ځواک دوه مخيز چلند، د سياسي دباونو او د انصاف د نشتوالي په اړه يوه ژوره تبصره هم وه ۔ولي خان د اصولو، عدالت، او ملي شعور د ساتنې لپاره تل خپله مبارزه جاري وۀ ساتله، او د دې مبارزې له لارې يې د پاکستان په سياسي تاريخ کې يوه داسې بې مثاله نمونه پرېښوده چې د راتلونکيو نسلونو لپاره د وطن، اصولو او ملي شعور يوه روښانه نمونه پاتې شوې ده۔ د هغه سياسي فکر نه يواځې د سياسي مقاومت نمونه ده، بلکې د اصولو، د وطن د مينې، او د ملت د حقونو د ژغورنې فلسفه هم وړاندې کوي۔ ۔ د پاکستان موجوده سياسي، ټولنيز، او اقتصادي وضعيت د وختونو د کړکېچونو او بې ثباتيو نتېجه ده۔ د بې ثباتۍ، داخلي فساد، د ادارو کمزورتياوې، او د بهرنيو سياستونو بې کفايتي لوبې ټولې د هېواد د راتلونکي لپاره جدي ننګونې رامنځته کړي دي۔ په داسې حال کې چې د هېواد د ټولو برخو ثبات د يوې منظمې داخلي او خارجي پاليسۍ له لارې ممکن دې، ولي خان د خپل ژوند او سياسي فلسفې له مخې د دې ستونزو د هواري لپاره ارزښتناکه لارښودنې وړاندې کړي دي ۔ ولي خان تل باور درلودۀ چې د داخلي سياست ثبات د بهرني سياست د برياليتوب بنياد دې۔ د هغه په فکر، که داخلي ادارې شفافې، د عدالت په بنياد وي، او د ټولو قامونو، ژبو، او طبقو د حقونو ساتنه وۀ شي، نو هېواد کولې شي په نړيواله کچې خپل موقف په مؤثره توګه ټينګ وۀ ساتي۔ د دې مفکورې له مخې، د پاکستان د موجوده وضعيت د اصلاح لپاره درې اصلي برخې مهمې دي: د داخلي سياست اصلاح، د قانون حاکميت ټينګول، او اجتماعي عدالت يقيني کول ۔ په داخلي سياست کې، د ولي خان اصولي فلسفه دا ده چې واک يواځې د څو خاصو کسانو لپاره نۀ، بلکې د ټول ملت د حقونو ساتلو لپاره وي۔ د دې فلسفې له مخې، د موجوده حکومتونو او ادارو لومړيتوب بايد د اولس خدمت، د غريبانو حقونو خوندي کول، او د بې عدالتيو ختمول وي۔ د هغه په نظر، که واک يواځې د ګټو، بهرني ملاتړ، يا شخصي اهدافو لپاره وۀ کارول شي، نو هېواد د ګډوډۍ او ناکامۍ سره مخ کېږي ۔ولي خان تل په دې ټينګار کاوه چې د حزب اختلاف رول د سياسي نظام يوه حياتي برخه ده۔ هغه باور درلودۀ چې يواځې د اصولو پۀ اساس مخالفين کولې شي د حکومت د تېروتنو اصلاح وکړي۔ د دې لپاره، د پاکستان اوسني سياسي ګوندونه او ادارې بايد د اولسي انتخاباتو پۀ بنياد د شفافيت، د ټولو خلقو د استازيتوب، او د اصولي بحث او انتقاد فرهنګ رامنځته کړي۔ د داخلي اصلاحاتو له لارې، د خلقو باور په سياسي نظام کې زياتېدلې شي، چې دا په مستقيم ډول د بهرني سياست د برياليتوب لپاره مرسته کوي ۔د بهرني سياست د بيا رغونې لپاره، ولي خان د اصولو يوه واضحه لاره وړاندې کړې ده: د ملي ګټو، شفافو تګلارو، او متوازن نړيوالو اړيکو ټينګول۔ هغه تل وئيلي چې د پاکستان بهرنې سياست بايد د هر ډول دباؤ، د ګاونډيو او نړيوالو لوبو د اغيزو په وړاندې د ملي ګټو ساتلو لپاره وي۔ د هغه په فکر، د بهرني دباؤ/فشار پۀ وړاندې يواځې هغه ملک او هېواد مزاحمت کولې شي چې داخلي سياست يې شفاف، عادلانه، او اصولي وي ۔ د افغانستان د جګړې مثال د ولي خان د تحليل اؤ تجزيې يوه څرګنده نمونه ده۔ هغه په ۱۹۸۰م کال کې وۀ وئيل چې جګړه د اسلام او کفر نه، بلکې د روس او امريکا د نړيوالو سياستونو جګړه ده۔ د هغه خبره د دې څرګندونه کوي چې د بهرنيو سياستونو سم تحليل او تجزيه د ملي ګټو د ساتنې لپاره څومره مهمه ده۔ د هغه په نظر، د بهرنيو سياستونو د عملي کولو لپاره لومړې داخلي جوړښت بايد مستحکم وي، ترڅو هېواد له بهرنيو او داخلي ستونزو سره مقابله وۀ کړې شي۔ ولي خان د اصولو، ملي شعور، او عدالت پر بنياد د اقتصادي سياست هم ژور فکر درلودۀ۔ هغه باور درلودۀ چې د اقتصادي ثبات او د غريبانو د حقونو خوندي کولو پرته، هيڅ بهرنې غبرګون د هېواد/ملک لپاره نتيجه نۀ لري ۔د هغه فلسفه دا وه چې د ټولنيزو طبقو ترمنځ مساوات، د حکومت د شفافيت ټينګښت، او د کرپشن ضد اقدامات د اقتصادي پرمختګ او د بهرنيو اړيکو د برياليتوب اساس دې ۔ په اوسني پاکستان کې، د بې ثباتۍ، ترهګرۍ، او اقتصادي دباونو له امله د اولس باور په سياسي نظام باندې کم شوې دې ۔ ولي خان تل د دې ستونزو د حل لپاره د اصولي، شفاف، او ملي ګټو پۀ اساس پاليسي وړاندې کړه۔ د هغه په نظر، د ټولو ستونزو د حل لپاره درې مرکزي بنسټونه ضروري دي ۔

۱۔ د قانون حاکميت ټينګول،

۲۔ د اولس د ټولو طبقو حقونه خوندي کول ۔

۳۔ د ملي ګټو پۀ اساس د داخلي او خارجي پاليسي عملي کول۔

ولي خان د افغانستان د مثال له لارې دا هم ښودلي چې د بهرنيو جګړو، د نړيوالو طاقتونو د لوبو، او د سيمه ايزو ستونزو د حل لپاره، داخلي يووالې او د اصولو په بنياد حکومت کول ډير زيات مهم دي۔ هغه باور درلودۀ چې که داخلي سياست مستحکم وي، نو هېواد کولې شي د هر ډول بهرني دباؤ اؤ فشار په وړاندې مزاحمت وکړي او خپل ملي موقف ټينګ کړي ۔ د هغه د اصولو په بنياد د موجوده پاکستان لپاره وړانديز شوي اقدامات په لاندې ډول دي ۔ د ټولو قامونو، ژبو، او طبقو د حقونو مساوي ساتنه، د کرپشن مخنيوې او د ادارو شفافيت، د عدالت ضمانت او د قانون حاکميت ټينګول، د حزب اختلاف رول په اصولي ډول عملي کول، د ملي ګټو پۀ اساس د بهرنيو اړيکو او تګلارو بيا رغونه،د اقتصادي سياست د اجتماعي عدالت پۀ بنياد جوړول، د اولسي باور د زياتولو لپاره د انتخاباتو شفاف پروسس ۔ ولي خان باور درلودۀ چې د اصولو، ملي شعور، عدالت، او د ټولو خلقو د حقونو خوندي کول د راتلونکي پاکستان لپاره د ثبات، پرمختګ او د نړيوالو اړيکو د برياليتوب اساس دې۔ هغه تل وئيلي چې د وطن سره مينه يواځې د لفظونو يا نعرو په وسيله نۀ کېږي، بلکې د عمل، اصولو، او د ټولو خلقو د حقونو خوندي کولو له لارې څرګنديږي۔ په همدې فلسفه، د پاکستان اوسني مشران کولې شي د ولي خان د اصولو او فکر په رڼا کې د هېواد د داخلي او خارجي سياست بيا رغونه وۀ کړي۔ د هغه د ژوند، اصولو، او مبارزې له لارې د ټولو نسلونو لپاره يوه واضحه لارښودنه شتون لري چې څنګه د اصولو، عدالت، ملي شعور، او د اولس د حقونو ساتنې په وسيله هېواد ته ثبات، پرمختګ، او د نړيوالو لوبو په وړاندې مزاحمت ورکولې شو۔

نورې ليکنې۔۔۔