د پښتون افغان د ټولنيز ژوند سرسري تنقيدي جاج – علي اکبر سيال

ټول پښتانۀ ټولنپوهان (Social scholars) پۀ يوه خبره خو بېخي متفق دي چې پښتو ژبه او قام د پينځه زره کلونو يو لرغونے تاريخ لري. د اسلام نه اګاهو دا خلق پۀ کوم مذهب وو او د دوي اصل نسل څۀ ؤ؟ پۀ دې حقله يوه رايې او د يو فکر وحدانيت نشته. وئيلے شي چې زرتشت، بدهـ مت او د هندومت پۀ تېره تېره ګندهارا ارټ، کلچر او تهذيب او د دوي نخښې نخښانې، اثرات او باقيات اوس هم د پښتنو پۀ سيمه ليدلے او کتلے شي. پۀ (ټېکسلا) اسلام اباد سره نزدې د مارګلې د غرونو پۀ لمن کښې د يو تاريخي ځاے نوم دے، ( پشکلاوتي ) موجوده هشتنغر، چارسده، مردان، ملاکنډ، سوات، کندهار او باميان کښې موجود تاريخي اثار، کنډرات او سټوپې د دې واضح دليل او ثبوت دے. پښتانۀ يهود دي کۀ بني اسرائيل؟ دا هم د تاريخ يوه لويه فکري مغالطه ده. دا چې پښتانۀ ارين دي، دغه دعويٰ تر ډېره حده صحيح او سمه ښکاري. څوک چې دا وائي چې پښتانۀ يهود او بني اسرائيل دي نو د دې مطلب دا شو چې دوي من حېث القوم د عربو نه پښتونخوا ته هجرت کړے دے . ولې پۀ تاريخ کښې ايکي يو هم داسې شهادت نشته چې پوره قوم د يو ځاے نه بل ځاے ته هجرت کړے وي. دغه هجرتونه پۀ ذاتي، خانداني يا قبيلوي شکل کېدے شي ولې پۀ قومي اجتماعي شکل کښې د هجرت سوال نۀ پېدا کېږي چې بسته قوم دې پۀ يو ځاے هجرت وکړي . پښتانۀ هم د دغه غرونو بچي دي پۀ کومو کښې چې دوي د زرګونو کالو راسې اوسېږي. دا يوه لويه تاريخي بدنيتي نۀ ده نو څۀ دي چې پۀ خپلو غرونو، سمونو، مېدانونو او ښارونو کښې موجود تاريخي ثبوتونه، شهادتونو او ګواهي مسترد شي او پۀ تشو قيصو او حکايتونو د قامي شناخت تعين کولے شي. خپل اصل تاريخ محض پۀ دې وجه رد کول چې ګناه ده پۀ کښې، ولې بل طرف ته زمونږ خلق د دې حقيقت نه هم سبق نۀ اخلي چې عرب د اسلام نه اګاهو د دور جاهليت پۀ کلچر، تهذيب او ارټ نن هم نۀ يوازې فخر کوي بلکې د خپل تاريخ د وجود کوټلې حصه ئې هم ګڼي.

د پښتنو پۀ قومي مزاج کښې مېنځنۍ لاره نشته، ټول عمر پۀ يوه انتها ولاړ وي يا پۀ بله . پۀ “پټهان” نومې کتاب کښې غني خان ليکي:

“Tolerance in Pathan society is due to a long dose of passiverism given by Bedims”

پښتانۀ کۀ د بدهـ ازم پۀ شکل کښې انتهائي پرامنه، خاموش او غېرمتشدد بت پرست پاتې شوي دي نو بل خوا ئې د اسلام د خپلولو پۀ نتيجه کښې يو متحرک، د خپل ارټ او کلچر خلاف بت شکن جنګي ذهنيت هم خپل کړے دے . محترم رحمت شاه سائل وائي:

چې پۀ حالاتو او پۀ فکر کښې تضاد پېدا شي

پۀ داسې حال کښې د سړي نه لېونے جوړېږي

د ذکر کړے شوي صورتحال پۀ پس منظر کښې پښتانۀ ورو ورو او پۀ دمه دمه د يو داسې لېونتوب سره مخامخ شول چې د ژوند د هرې ستونزې علاج ئې پۀ توره، ټوپک، چاړۀ چاکو، غشو او نېزو کښې لټول شروع کړل. او يو داسې صورتحال ته را ورسېدل چې د بهرنو جنګونو نه به وزګار شول نو پۀ خپلو کښې به د يو بل سره راونښتل. خوشحال خټک د دغه صورتحال تجزيه پۀ خپله شاعرۍ کښې داسې کړې ده :

قديمي د پښتنو جهل خرتوب دے

اوس پۀ تمه د حرص درومي له ميانه

خداے دې ورک د پښتنو کړي دا درې کاره

يو بدنيت، دوېم بدجهل بل نفاق

پښتانۀ واړه ناپوهه دي پۀ يو بل کوي غورزے

يو چې سر کاندي پۀ پورته بل ئې ووهي مغزے

پښتانۀ پۀ توره ښۀ دي تر مغلو

کۀ پۀ پوهه پښتانۀ وې څۀ هوښيار

پښتانۀ پۀ عقل پوهه څۀ ناکس دي

کوټه سپي د قصابانو د جوَس دي

باشاهي ئې د مغل پۀ زرو بائيله

د مغل د منصبونو پۀ هوس دي

سرئې هورې کندهار بل ئې دمغار دے

تر دا مېنځ پرته همه واړه عبس دي

تيراه مې وليد راغلم ترسواته

پښتون مې وليد دا لوي لوي ذاته

عقل همت مې د چا ونۀ ليد

راغلم پۀ بېرته ناست يم ملاماته

د پښتنو د بې حسۍ تصور او تصوير غني خان داسې پېش کوي .

مقبره د مړو ډکه ترې نه ښۀ ده

د کم عقلو د بې ننګو ښار به څۀ کړم

خوشحال بابا پۀ يو بل فکر لړزونکي شعر کښې د پښتنو ښځو حقوقو د پائيمال کولو او زورلو تريخ حقيقت داسې پۀ ګوته کړے دے .

چې د ورور ئې جنازه پۀ کور کښې کښېوځي

کۀ روا کۀ ناروا پۀ ورېندار پرېوځي

د پښتو پۀ يو متل کښې د دغه صورتحال ډېره ښۀ تصويرکشي داسې شوې ده “څربه ورېندار پۀ ډنګر لېورۀ راګرځي” مطلب دا دے چې ښځه کله کونډه شي نو هغه کۀ ډېره څربه، ځوانه او ښکلې هم وي، خامخا به د خپل کمزوري، بوډا او بدرنګه لېورښځه جوړېږي. هغې ته دا حق نۀ دے حاصل چې د خپل ژوند فېصله پۀ خپله وکړي.

خو دغه امر او جبر ته حمزه بابا پۀ يو بل شکل کښې داسې ګوري او وائي:

د پښتو مزاج مې دومره اسلامي دے

کۀ اسلام نۀ وے نو هم به مسلمان وم

خو حمزه بابا د خپلې پورته خبرې پۀ يوبل شعر کښې داسې نفي کوي .

کۀ باده مې ده اسلام پښتومې ظرف دے

مزه کاندي پۀ خپل ظرف کښې مشروبات

حمزه بابا شربت او جام سره بېل کړي هم دي او يوځاے کړي هم. مطلب مذهب شربت دے او پښتو جام. جام او شربت دواړه فطري جوړڅيزونه نۀ دي. دواړه د انسان د لاس جوړ کړے شوي شيان دي. پۀ هېڅ يو وطن کښې جامونه او شربتونه د زمکو، غرونو، دريابونو او سمندرونو د سينو نه پۀ تياره نۀ دي راوتلي. ضرورت د ايجاد مور ده. دغه ضرورت او پېداوار د انساني ټولنې بنسټ دے. د حمزه بابا دا موقف چې “کۀ اسلام نۀ ؤ نو هم به مسلمان وم” درست او سهي موقف نۀ دے. پۀ اسلامي تاريخ کښې د پېغمبر علېه السلام د انقلابي نبوت نه اګاهو د عربو ټول مروجه نظام ته بد رد وئيلي شوي دي. دغه دور د يو ناروا جاهليت پۀ نوم بللے شوے دے. نو کۀ د حمزه بابا پۀ خيال او تصور کښې د عربو قديم جاهليت ظلم او جبر پښتو وي نو بيا خو پۀ حقه دے. لکه څنګه چې د عربو پۀ خاوره د جديد اسلامي انقلاب مزاحمت او مخالفت شوے ؤ. هوبهو پښتنو او پښتونولۍ د سنګر نه هم پۀ جديديت او د ژوند پۀ نوي انداز پۀ خپلولو ډزې او حملې شوي دي. د نن ملا او ملا ئيت د قديمي عربي جهالت د دور د ظلم او جبر او د نن خان او ملک د هغۀ دور د ابو جهل نمائندګي کوي . اسلام چې د مينې، امن او ورورولۍ مذهب دے. د مُلا د جهالت او غلطې تشريح پۀ وجه د کرکې، اړي ګړي او دښمنۍ سبب ګرځېدلے دے. مُلا، خان او ملک درې واړه د انساني ترقۍ ازلي دښمنان دي. ولې رښتونے او سپېځلے د اسلام دين د ترقۍ او سوکالۍ علمبردار دے او د علم د حصول خبره چې کوي نو ترچينه پورې مزل او تګ تاکيد کوي. او بل طرف ته په پښتنه ټولنه کښې د علم او سبق حصول ته پۀ دې انداز پۀ سپک نظر کتل شوي دي.

سبق د مدرسې وائي

د پاره د پېسې وائي

پۀ جنت کښې بۀ ئې ځاے نه وي

په دوزخ کښې به غوټې وهي

کله چې د ١٩٦٠ء پۀ عشره (لسيزه) کښې پۀ ټوله دنيا کښې دا عقل لړزونکے خبر خور شو چې انسان سپوږمۍ ته وختو نو پښتنو او د پښتنو مليانو پۀ دغه سائنسي انقلاب نيوکې وکړې او د پاسه ئې پرې دا ټاپه هم ولګوله چې کۀ چا دا يقين وکړو چې انسان سپوږمۍ ته ختلے دے نو پۀ دغه خلقو به ښځې طلاقې وي. او دوي به کافران بللے شي.

دغه شان کۀ پۀ وړومبي ځل د رېډيو او ټيلي وېژن خبر راغلے دے نو دوي له حېرته ګوته پۀ خلۀ پاتې شوي دي.

پۀ کال ١٩١٠ء کښې چې کله پېرنګيانو زمونږ پۀ کلي بټ خېله ملاکنډ کښې د اوبو نهر وباسلو او د ملاکنډ نه ښکته پۀ جبڼ کلي کښې ئې د بجلۍ مشين (Power House) جوړولو نو د سيمې خلقو د دغه نهر او بجلۍ مزاحمت او مخالفت کړے ؤ. خلقو به د يو بل نه تپوس کولو چې دا انګرېزان نهرڅۀ له وباسي؟ جواب به دا ؤ چې بجلي ترې جوړوي. نو خلقو به يو سوړ اسوېلے وکړو او وئيل به ئې چې زمونږ د اوبو نه بجلي ووځي نو زمونږ پۀ اوبو کښې به څۀ پاتې شي؟

پېرنګيانو به زمونږ د ملک ډېر وسائل لوټ کړي او تښتولي خو هم د دغه پېرنګي د لاس نهري نظام، د بجلۍ د مشينانو جوړول، د رېل ګاډو پټړۍ او پاټکونه، پۀ سيندونو او دريابونو د اوسپنو مضبوط پلونه تړل، سړکونه او هسپتالونه، ښوونځي، پوهنځي او پوهنتونونه، د اوسپنو، سيمټو او کاڼو مضبوطې قلا ګانې او چوڼۍ، پۀ پېښور کښې د پېرنګي د لاس جوړ کړے شوي عجائب ګرونه (Museums) چې پۀ کښې د بدهائي او يوناني دور اثار اوس هم محفوظ دي. زمونږخلق ترې لکه د بنو اسرائيلو پۀ ناسته ناسته خوندونه او مزې اخلي. ولې بيا هم پښتنو دغه سائنسي انقلاب ته هرکلے ؤ نۀ وې او پۀ نتيجه کښې ئې پښتانۀ د نوي سائنسي علومو نه محرومه پاتې شو. د انګرېز د دغه سائنسي، تعليمي او متمدنه سټرکچر پۀ برکت د پښتونخوا د نورو سيمو پۀ نسبت پۀ خېبر پښتونخوا کښې پۀ لکهونو ډاکټران، انجينئيران او تعليميافته خلق پېدا شول. او دغه وجه ده چې د افغانستان، قبائيلي پټۍ او جنوبي پښتونخوا پۀ مقابله کښې خېبر پښتونخوا نسبتاً مترقي، متمدنه او تعليمافته سيمه ده.

د پېرنګيانو پۀ ضد قومي مزاحمتي تحريک بايد پۀ داسې انداز کښې چلېدلے وے چې د يرغلګرو سياسي ارادې غندلې شوې او مزاحمه کړے شوې وې او د هغوي علمي او سائنسي ذهن خپل کړے شوے وے. خو پښتنو پۀ وچو پسې لامدۀ هم پۀ اور پسې کړل. د نوي ژوند او نوي دور سائنسي بدلون ته ئې پۀ سترګو پټۍ وتړلې. او دغه وجه ده چې پښتانۀ پۀ نړۍ کښې د ټولو نه وروسته پاتې خلق دي. اټۍ، دوکان، کاروبار او اقتصادي سرګرميو ته ئې هندوانه رسمونه ووئيل. پۀ حجره او جومات کښې ناست ملا، خان او ملک نۀ يوازې د فطري او سماجي علومو مخه ونيوه بلکې دغه هر څۀ ئې د پښتو پښتونولۍ خلاف سازش وګڼلو.

مُلا د خان د خلې سړے ؤ. د هغۀ پۀ وظيفو پائيدو، خو پۀ نتيجه کښې د ټولنې عام وګړے د غربت، ذلت، پسماندګۍ، لوږو تندو، بې روزګارۍ، بې تعليمۍ او لاعلاجۍ سره مخ ؤ. خو وروسته چې د خانانو د ملکيتونو تقسيم درتقسيم وشو نو دا متل پۀ وجود کښې راغے چې چار کوټې . پنج ملکان. ابادي ډېره شوه. او پېداوار کم شو. لۀ بده مرغه د پښتنو سره چې کوم الاتِ پېداوار وو هغه هم پينځۀ سوه کاله زاړۀ وو. د ټولنې سماجي او اقتصادي بنسټ. (Socio economic order) پۀ خپل ځاے ولاړ ؤ. پۀ پېداوار او الات پېداوار کښې بدلون رانۀ غے. د ټولنې پېداواري قوتونه لکه کروندګر، بزګر، موچي، ترکاڼ، جولا، ننداف، اينګر وغېره د غېظ و غضب ښکار شول. حجره چې د پښتنو قومي اجتماعي مرکز ؤ د ظلم، جبر او تشدد سنګر شو. د دغه کش مکش پۀ نتيجه کښې بلها طبقاتي جنګونه وشول چې پۀ نتيجه کښې ئې پۀ خېبر پښتونخوا کښې فيوډل ذهنيت ماتې وخوړه. پۀ زرګونو بې زمکې کسانان (کروندګر) د زمکو مالکان شول. د ټولنې کروندګرو لږه ساه واخسته . خو د مزدور کسان دغه طبقاتي جنګ پۀ وړومبي ځل يوه بله ستونزه پېدا کړه. د پښتنو قبائيلي او جاګېردارانه بنسټ مات شو. د ټولنې د ارتقائي قانون لۀ نظره د زوړ نظام د خېټې نه نوے نظام پېدا کېږي. د ټولنې فيوډل جوړښت پۀ زور مات کړے شو. فيوډل ذهنيت هرڅنګه چې ؤ خو پۀ قبائيلي جاګيردار ټولنيز جوړښت کښې د ژوند د تېرولو يو نا ليکلے ائين، قانون او دستور ؤ. کله چې پۀ رواجي سسټم ګزار وشو او د مېنځه لاړو نو بايد د دې پۀ ځاے نوے سسټم راغلے وے. نوے نظام د جديد دور سرمايه دارانه صنعتي او اقتصادي لار وه. يا متبادل سوشلسټ سياسي او اقتصادي نظام پۀ کار ؤ. نۀ خو پۀ ټولنه کښې سرمايه دارۍ جرړې ونيوې او نۀ سوشلسټ سسټم رائج شو. پۀ نتيجه کښې يوه داسې خلا پېدا شوه چې ټولنيز ژوند تار تار او رېز مرېز شو. د مزدور کسان تحريک پۀ کال ١٩٦٠ء کښې مخ پۀ ترقۍ ؤ. پۀ ملاکنډ کښې عوامي خېل تنظيم هم د عامو وګړو د بنيادي حقوقو نعره پورته کړې وه. کله چې پۀ پاکستان کښې د کال ١٩٧۰ء عامې ټولټاکنې (General Election) وشوې. پۀ بلوچستان او خېبر پښتونخوا کښې نېشنل عوامي ګوند پۀ پنجاب او سندهـ کښې پاکستان عوامي ګوند (Pakistan Peoples Party) او بنګال کښې د شېخ مجيب الرحمان عوامي ليګ ټولټاکنې وګټلې. بنګال ته د عددي اکثريتي ګوند پۀ بنياد د حکومت جوړولو حق ورنۀ کړے شو. مشرقي پاکستان يعنې بنګال پۀ بنګله دېش کښې بدل شو. پۀ دغه عشره کښې د پيپلز پارټۍ حکومت، پۀ بلوچستان او خېبرپښتونخوا کښې د نېشنل عوامي پارټۍ حکومتونه ختم کړل . پۀ ولي خان او نورو پښتنو او بلوچو مشرانو حېدراباد سازش کېس جوړ کړے شو. د نېپ له خوا د بهټو د حکومت مزاحمت ښۀ پۀ زور او شور ؤ. بهټو پۀ بلوچستان کښې فوجي اپرېشن پېل کړو او پۀ خېبر پښتونخوا کښې ئې مزدور کسان تحريک له وسله او پېسه ورکړه. چې د خېبر پښتونخوا د جاګيردارانه ذهنيت سره وجنګېږي. مطلب ئې د نېشنل عوامي ګوند کمزورے کول وو. حالانکې پۀ دغه دور کښې اصلي جاګيرداري پۀ صوبه سندهـ او صوبه پنجاب کښې وه. خو پۀ سندهـ او پنجاب کښې مسلح طبقاتي جنګونه ونۀ شول. او دغه کار ئې د پښتون کروندګر او بزګر نه واخست. د وړو وړو خانانو خلاف ئې وجنګول. دغه مزدور کسان تحريک چې پۀ اصل کښې د چين د کميونسټ تحريک د اثر لاندې ؤ او افضل بنګښ، شېرعلي باچا او نورو مترقي خلقو ئې مشري کوله. ماته ډېر ښۀ ياد دي . زۀ ماشوم وم . ميزارې (بټ خېله کښې د کسان تحريک ګړهـ ) ته د مزدور کسان پارټۍ يوې جلسې له تلے وم. ارواښاد افضل بنګښ او نور مشران هم ورته راغلي وو. هر اړخ ته سرې جهنډې وې. د کروندګرو او بزګرو سره غټ غټ کوتکونه،ټوپکونه او تماچې وې. ماشومانو هم د لوبو ټوقو کهلونې واړۀ واړۀ ټوپکونه غاړې ته اچولي وو. پۀ دغه موقعه ماته د ارواښاد افضل بنګښ د خولې يوه جمله اوس هم ياده ده. د يو ماشوم نه ئې تپوس وکړو چې تۀ به د خپل ټوپک نه څۀ کار اخلې؟ هغۀ ورته ووئيل. “زۀ به پرې خان وژنم” . افضل بنګښ ماشوم پۀ شا وټپولو، داد ئې ورکړو، خوشحاله شو او ورته ئې ووې “خان درنه ژوندے پاتې نۀ شي”. پۀ دغه وسله بند جنګ کښې د دواړو طبقو ځاني مالي او بدني زيانونه وشول. بلها خلق پکښې مړۀ، مات ګوډ او ټپيان شول. بل اړخ ته پۀ خېبر پښتونخوا کښې يو بل مترقي سياست هم مخ پۀ ترقۍ روان ؤ. مختيار باچا، افراسياب خټک او لطيف اپريدے د دغه مترقي سياست سر لښکران وو. دوي به تش پۀ نوم د زنده باد، مرده باد چغې نۀ وهلې. د دوي د سياست بنياد علمي، کتابي او عملي وو. خو د دغه سياسي ګوند چې د کارخانې پۀ مزدورانو کښې کومه څانګه وه د ټرېډ يونين پۀ شکل کښې، هغه ډېره رېډيکل وه. د مزدورانو د مترقي سياست مرکز د چارسدې د کاغذ او چينو غټې غټې کارخانې وې. دغلته د مزدورانو مضبوط سياسي تنظيم ؤ. هر وخت به دمل مالکانو(Mill owners) خلاف جلسې جلوسونه کېدل. د دغه رېډيکل ټرېډ يونين سرګرميو بده چاره دا وشوه چې د چارسدې او خواوشا د صوبې ټولې کارخانې بندې شوې. د ګدون امازۍ انډسټرئيل زون ختم کړے شو. د چارسدې غټې غټې کارخانې د ولي خان د کور سره نزدې وې . نۀ يوازې د چارسدې ميلونه بند شو بلکې د خېبر پښتونخواټولې کارخانې بندې شوې. پۀ دغه دورکښې پۀ ملاکنډ ايجنسۍ کښې يوه سياسي مقدمه پېل کړې شوه.”دملاکنډسازش کېس” پۀ نوم. پۀ دغه سازش کېس کښې د نورو نه علاوه افراسياب خټک، سرفراز محمود، رحمت شاه سائل، مکرم خان، نظيف خان، تجمل حسېن قائل، صاحب شاه صابر او مسلم شاه اېډوکېټ ګرفتار شول. پۀ دوي د پاکستان، نظريه پاکستان او اسلام دښمنۍ تور پورې کړے شو. او د روس اېجنټان ورته ووئيلے شو. دغه مقدمه دوه کاله وچلېده. د بټ خېلې پۀ ټاون کمېټي هال کښې د کرنل تاج پۀ مشرۍ کښې سپېشل ملټري ټربيونل جوړ کړے شو. د مقدمې سماعت به روزانه کېدو. اخر دوه کاله پس مقدمه ختمه شوه او ملزمان پۀ باعزته توګه بري کړے شول. زۀ پۀ دغه دور کښې د يوولسم جماعت طالب علم وم. افراسياب خټک چې پۀ فوځي ټربيونل کښې کوم ليکلے بيان اورولے ؤ دغه بيان پۀ پېښور کښې ماله مختيار باچا راکړے ؤ. زۀ ملاکنډ جېل ته راغلم. د افراسياب خټک سره مې ملاقات وکړو او دغه بيان مې ورته حواله کړو. پۀ مجموعي ډول مزدور کسان پارټۍ د اولسي او سياسي بېدارۍ يو مهم کردار ادا کړے دے. ولې پۀ پښتنه ټولنه د دغه مترقي سياست دوه خراب اثرات پرېوتل. چې د مزدور کسان تحريک پۀ نتيجه کښې ټولنيز ژوند د اړي ګړي ښکار شو. او د کميونسټ تحريک د رېډيکل ټرېډ يونين د سرګرمو پۀ وجه د صوبې کارخانې بندې شوې.

دغه د کال ١٩٧٠ء عشره (لسيزه) پۀ سيمه ايزو (علا قائي) حالاتو کښې د تاريخي بدلون او تغير پۀ ملي او بېن الا قوامي سياست کښې د يو ډېر لوے طوفان، ناقلارۍ، اړي ګړي، قتلونو او مرګونو، جنګ او جهاد بنياد وګرځېده . پۀ کال ١٩٧٧ء کښې د بهټو د حکومت تخته الټه کړې شوه . جنرل ضياالحق پۀ پاکستان کښې مارشل لاء نافذ کړه. پۀ کال ١٩٧٨ء کښې پۀ افغانستان کښې د ثور انقلاب وشو. سردار داود قتل او نورمحمد تره کي اقتدار ترلاسه کړو. پۀ کال ١٩٧٩ء کښې پۀ ايران کښې د شاه ايران رضاشاه پهلوي پۀ ضد د امام خمېني انقلاب برے وموندو.

پۀ پاکستان، افغانستان او ايران کښې سياسي بدلونونه د فکر او نظر د لارې د يو بل نه بېخي بدل وو. د پاکستان د فوځي کودتا پۀ شا د مذهبي او انتها پسندۍ عنصر ؤ. دغه کودتا ته د امريکې، يورپ او مشرق وسطى د مطلق العنان حکمرانانو مرسته او ملاتړ حاصل ؤ. د افغانستان د ثور انقلاب د فکر و نظر له اعتباره اشتراکي انقلاب ؤ کوم ته چې د هغۀ وخت د بېن الا قوامي سوشلسټ کېمپ مرسته او ملاتړ حاصل ؤ او دثور دانقلاب پۀ دفاع کښې روسي فوځونه افغانستان ته راغلل. د ايران انقلاب يو کټر شيعه انقلاب ؤ او پۀ تاريخ کښې پۀ وړومبي ځل يو مذهبي شيعه رياست دوام وموندو.

د علاقائي صورتحال دغه بدلون د پښتنو پۀ ټولنيز ژوند بدې چارې وکړې. د افغانستان د اشتراکي انقلاب خلاف، پاکستان د بېن الا قوامي سامراج او د هغۀ د بړيسو يوه مضبوطه قلا او مورچه جوړه شوه. د ټولې نړۍ جنګي او جهادي قوتونه پۀ پاکستان کښې راجمع شول. عرب، ازبک، چېچن، تاجک، پنجابيان، چينيان، پښتانۀ او نور ګڼ ترهګر تربيه کړے شول او د امريکې پۀ مشرۍ کښې پۀ افغانستان کښې د کفر او اسلام جنګ پېل کړے شو. افغانان د غرونو، غارونو، کلو او بانډو نه راپورته کړے شول او يو ځاے بل ځاے ته ئې هجرتونه وکړل. د لکهونو پۀ تعداد کښې افغانان کوټې او پېښور ته هم راغلل. پۀ دغه دور کښې ډالرونه، ريالونه او درهمونه لکه د باران را ورېدل. افغانستان او پاکستان ته پۀ ډېره لويه پېمانه وړه او غټه وسله راوړلې شوه. د افيمو او هيروئينو يوه بېن الا قوامي دنده هم شروع شوه. پۀ پاکستان کښې ځاے پۀ ځاے جنګي او جهادي کېمپونه جوړ کړے شول. د پښتنو ماشومانو او ځوانانو د پاره پۀ امريکه کښې د پښتو درسي کتابونه او نور جنګي او جهادي لټرېچر تيار شو. د جهاديانو پۀ جلسو جلوسونو کښې به د سي ائي اے او موساد اېجنټانو د نعره تکبير الله اکبر نعرې وهلې. او دغه شان د پښتنو پۀ سيمه د مقدس جنګ او جهاد اغاز وشو. د توپونو، ټېنکونو، توغنديو، بمبار الوتکو او کلاشنکوفونو غړمبار جوړ شو . ځاے پۀ ځاے مائينونه لکه د فصلونو وکرلے شول. سيمه ټوله بارود بارود شوه. د سوشلزم او سرمايه دارۍ جنګ خپل منطقي انجام ته ورداخل شو. د يوې لسيزې د افغان جنګ وروستو د يوې بين الا قوامي معاهدې لاندې د افغانستان نه روسي فوځونه ووتل. د ډاکټر نجيب الله خلاف حالات خراب کړے شول او هغۀ پۀ کابل کښې د ملګرو ملتونو پۀ دفتر کښې پناه واخسته. د کال ١٩٧٨ء نه تر کال ١٩٨٩ء پورې د افغانستان اندروني امن او سلامتي ښۀ مضبوطه وه. د ډيورنډ لائن اخوا دېخوا به جنګي هلې ځلې کېدې. حسب معمول د لرو پرتو علاقو نه د افغانستان کلي او ښارونه پۀ توغندو ويشتے کېدل. خو د ډاکټر نجيب نه پس چې افغانستان اول د مجاهدينو او بيا د طالبانو لاس ته ورغے او بيا پۀ تېره تېره چې کله پۀ کال ٢٠٠١ء کښې امريکې او ناټو پۀ افغانستان کښې فوځي مداخلت وکړو نو د دې نه پس صورتحال بېخي بدل شو. دغه جنګ پۀ اصل کښې د روس او امريکې جنګ ؤ. ولې د دغه جنګ مرکز نۀ ماسکو ؤ او نۀ واشنګټن، نۀ سعودي عرب او نۀ يروشلم . د دغه خونړي عالمي او تاريخي جنګ مرکز د پښتنو کور ؤ. د بې وزله او غريبو پښتنو کور. د دين او دنيا نه بې خبره د غرونو پۀ لمنو کښې د اودۀ پښتنو کور. د ٢٠ نه تر ٤٠ لکهو پورې خلق پکښې لکه د خرېړو خيدک شول. د خاورو خټو کورونه او قلا ګانې ونړېدې. د ښارونو تمدن لوټې لوټې شو. کتابونه او کتابتونونه وسېزلے شول. د وطن شنۀ خالونه او سپين مخونه لۀ نظره شول. د پښتو پښتونولۍ د ننګ، ناموس او غېرت تصوير او تصور داغ دار شو. جنګ او جهاد، وژل او حلالول د خلقو د امدن ذريعې وګرځېدې. پۀ پښتو، مذهب، انسانيت او مينه محبت اور ولګېدو. د ثواب ترلاسه کولو او د ګناه نه د توبې وخت تېر ؤ. د خاورو او بارودو دندوکار سترګې شمکورې کړې او ړندې کړې وې. د توپونو، ټېنکونو، توغنديو، د بمبار الوتکو او چورلکو د اوسپنو ګولې او د بمونو د پترو نه علاوه پۀ اسمان کښې نور څه نۀ وو.

د پورتني ابتر صورتحال تجزيه پۀ لنډوټکو کښې داسې هم کېدے شي. جنګ د روس او امريکې ؤ. وسله او پېسه هم د دوي وه. مفادات، منصوبه بندي او لوبه هم د دغه غټوعالمي طاقتونو وه. هاغه وخت پۀ روسي طاقت دا الزام ؤ چې دوي د افغانستان د لارې د مشرقِ وسطٰى پۀ ګرمو اوبو يعنې د تيلو پۀ ذخيرو قبضه کول غواړي. بل اړخ ته د تېلو پۀ دغه ذخيرو د مخکښې نه د امريکې او د هغۀ د اتحاديانو قبضه وه. د مشرقِ وسطٰي تېل د امريکني او يورپي اتحاد (سرمايه دار بلاک) د اقتصاد شاه رګ ؤ او دے.

دوېمه وجه د روس او امريکې ترمېنځه فکري او نظرياتي اختلافات هم وو. روس د عالمي سوشلسټ کېمپ او تحريکونو سرپرستي کوله او امريکې د عالمي سرمايه دارانه نظام د دفاع او مشرۍ ټوپک پۀ غاړه کړے ؤ. هم دغه رنګ د افغانستان خلق پۀ دوو حصو کښې تقسيم وو. يوه ډله د سوشلسټ کېمپ مرستياله او بله ډله د امريکې سره ولاړه وه. د امريکې پۀ صف کښې د يورپ سرمايه دار هېوادونه، د مشرق وسطٰى مطلق العنان حکمرانان، اسرائيل او پاکستان شامل وو. پۀ امريکني صف کښې د پاکستان مذهبي ګوندونو د روس خلاف د سپېځلي او مقدس جهاد پۀ نوم ديني او اسلامي فريضه ادا کوله. پۀ پښتو پښتونولۍ، پۀ دين او اسلام مئين ساده باده پښتانۀ ئې د کفر خلاف جنګ او جهاد ته راپارول. پۀ زرګونو او لکهونو خلق ئې تربيه او مسلح کړل. د ثور د انقلاب او روس خلاف ئې وجنګول. پۀ نتيجه کښې د افغانستان انقلاب ناکامه او روس پۀ يو شمېر رياستونو کښې تقسيم شو. امريکا او نور يورپي هېوادونه خپلو خپلو استانو ته واپس لاړل. د دغه جنګ او جهاد پۀ نتيجه کښې پښتنو ته څۀ پاتې شول؟ هېڅ هم نۀ. تش وران وطن. د مړو ډکې اديرې او د جنګي سازوسامان سکرېپ (کباړ) دغه ګټه وه چې افغانانو پښتنو د دغه جنګ نه پورته کړه. حالانکه پۀ دېرش لکهه شهيدانو نۀ يوازې اېشيا بلکې مرکزي اېشيا او مشرقِ وسطي هم ازادېدلې او ترلاسه کېدې شوې. ولې پښتانۀ خو خداے تش د شهادت د پاره پېدا کړي دي. دنيا او پۀ دنيا کښې د مينې، امن او جنتي ژوند د پښتنو د پاره هېڅ معني نۀ لري . افغانان / پښتانۀ پۀ ځان پوهه نۀ شول. ټول عمر خلقو د دوي نه د جنګ د بټۍ خشاک جوړ کړل. او بيا ئې هم عقل سر له نۀ راځي. د کوم قام پۀ سر کښې چې عقل او دماغ نۀ وي هغوي به ټول عمر د بل د پاره استعمالېږي.

روس دے کۀ امريکه، چين دے او کۀ بل کوم ملک، د هر چا پۀ خپلو خپلو مفاداتو نظر دے. پۀ دغه سيمه د قدرتي وسائلو قبضه کولو، خوړلو او هضمولو چکر دے. نن د هر چا د پښتنو پۀ غرونو او زمکو کښې پۀ پټ قدرتي دولت سترګې او نظر دے. پۀ دغه وسائلو کښې د جنګ او ډرامې هر لوبغاړے خپله خپله حصه قبضه کول او اخستل غواړي. د ګوادر پورټ چې يو ډېر لوے بېن الا قوامي اقتصادي او کاروباري ارزښت لري امريکه او خليجي رياستونه پۀ خپله ولقه او قبضه کښې اخستل غواړي او يا دغه منصوبه ناکامه کول غواړي. چې پۀ بېن الا قوامي صنعتي او اقتصادي هلو ځلو کښې د چين مخه ونيسي. د کاشغر او ګوادر ترمېنځه چې به کومه موټر وے او د رېلوے پټړۍ جوړولې شي، دغه به د پښتنو پۀ سيمه تېرېږي. او هم دغه وجه ده چې د کاشغر او ګوادر ترمېنځه پۀ دغو لارو ګودرو کښې اړے ګړے او جنګي سرګرمۍ ښۀ پۀ عروج کښې دي. داسې امکانات هم شته چې د ډيورنډ د کرښې خواوشا ته يو بل رياست په وجود کښې راشي پۀ کوم کښې چې به سرتېري او انتها پسند روزلي او پاللي شي. د بلوچستان ټولنيز اړے ګړے هم د دغه منصوبې يوه حصه کېدے شي. بل خوا د امريکې او ايران ترمېنځه تازه لاس ليک (معاهده) د دې خبرې غمازي کوي چې د ګوادر منصوبه پۀ شريکه له مېنځه يوسي. د افغانستان او امريکې ترمېنځ سيکورټي پلان لاس ليک هم پۀ دغه منصوبه د مېخ د ټک وهلو اندېښنه څرګندوي. ښکاري داسې چې پۀ دغه بېن الا قوامي لوبه کښې به د پښتنو نه د څوکيدار کار اخستلے شي. کومه چې درسته او مناسبه رويه او منصوبه نۀ ده. کومه لوبه چې پۀ دې سيمه کښې روانه ده بايد پښتانۀ دې ته بېدار او چمتو شي. او د خپلو اجتماعي قومي مفاداتو د حصول رول ولوبوي. ګينې نو د تاريخ دا متل به بيا د سره شي چې لېچې دې لا لا وهي نمړۍ دې عبدالله وهي. لوبه دې زما پۀ سر کېږي او زۀ دې پکښې نۀ يم. دا نۀ شي کېدے. داسې هېڅوک کولو ته پرېښودل نۀ دي پۀ کار. ترهغې چې زما د اولس ګټه او مفادات پکښې خوندي نۀ وي. د پښتنو د پاليسۍ بنياد پۀ دې نعره اېښودل پۀ کار دي چې د نړۍ هر وګړے او هر هېواد زما دوست او خوا خوږے دے څوک چې د پښتنو پۀ سيمه کښې د امن، ترقۍ او خوشحالۍ فکر او احساس لري او هرهغه وګړے او هېواد چې د پښتنو کورته اور اچوي، زمونږ ازلي دښمن دے. د دې د پاره ضروري ده چې پښتانۀ د خپل کلچرل دين يعنې د پښتو د پنځم مذهب نه بهر را اوځي. پۀ خپلو زړونو او ذهنونو کښې وسعت (ارتوالے) پېدا کړي. ټول يو موټے يوه نعره شي. او د خوشحال بابا پۀ دې سوچ او فکر عمل پېل کړي چې:

څو دې توان کېږي پۀ لوے درياب کښې اوسه

پۀ ويالۀ کښې دې انجام وينم نهنګه

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي.