خدائي خدمت ګار قاضي عطاءالله—داود قيام

دا ليکنه شريکه کړئ

د خدائي خدمتګار تحريک هر يو وګړي داسې سختې زغملي دي چې پۀ لفظونو کښې رانغښتل ناشوني خبره ده – ټول خدائي خدمتګار يواځې د باچاخان او خپل تحريک سره مخلص نۀ وو بلکې هر يو د خپل قام او خپلې ژبې د بقاء د پاره نۀ هېرېدونکې نۀ ستړې کېدونکې مبارزه کوله- پۀ دغه نوموړو کښې يو قاضي عطاءالله هم ؤ-قاضي عطاءالله پۀ ۱۸۹۵ء کښې د ارباب لنډۍ پۀ سيمه پېښور کښې د قاضي نصرالله خان پۀ کور کښې سترګې وغړولې- پۀ خټه پښتون او تپه ئې خليل ده- قاضي نصرالله يو ديني عالم ؤ- کله چې دے ماشوم ؤ نو د خپل کلي پۀ مدرسه کښې داخل کړے شو او وړومبۍ زدکړې ئې د خپل کلي پۀ مدرسه کښې وکړې او بيا ئې د پېښور پۀ مشن سکول کښې داخله واخسته او ثانوي زدکړې ئې هم د دغه سکول نه وکړې- څوارلسم ئې د پېښور پوهنتون نه پاس کړو او د لوړو زدکړو د پاره عليګړ پوهنتون ته لاړے او بیا هغه ورځ هم راغله چې پۀ کال ۱۹۱۸ء کښې ئې د عليګړ پوهنتون نه پۀ قانون (Law) کښې ډګري ترلاسه کړه او خپلې سيمې ته راواپس شو-دا هغه دور ؤ چې انګرېز استعمار پۀ ټول هند کښې ظلم او بربریت راخستے ؤ خو پۀ پښتنه سیمه ئې بېخي ناتار جوړ کړے ؤ- پۀ دغه دوران کښې باچاخان راپورته شو او پۀ ۱۹۱۹ء کښې ئې د اصلاح افاغنه پۀ نوم يو تنظيم جوړ کړو، د دغه تنظيم بنيادي مقصد پۀ پښتنو کښې بېداري پېدا کول او انګرېز د خپلې خاورې نه شړل وو- قاضي عطاءالله هم پۀ دغه کال د باچاخان خان سره ملاقات وکړو او پۀ کال ۱۹۲۵ء کښې پۀ باقاعده توګه د اصلاح افاغنه غړے شو-قاضي عطاءالله باچاخان ته د خدائي خدمتګار تحريک (غورځنګ) جوړولو بلنه ورکړه او دغه تحريک (غورځنګ) پۀ کال ۱۹۲۹ء کښې پۀ وجود کښې راغے-څنګه چې وړاندې ذکر شوے دے چې پۀ هر خدائي خدمتګار ډېرې سختې تېرې شوي دي د دغه سختو نه قاضي عطاءالله هم بچ نۀ دے پاتې شوے- پۀ کال ۱۹۳۹ء کښې انګرېز استعمار پۀ جېل کښې بندي کړو او پينځۀ کاله ئې پرې سخت جېلونه تېر کړل هر قسمه تشدد پرې وشو- د دۀ ګناه دا وه چې د خپل قام د پاره ئې حق غوښتو او د خپل قام او خپلې خاورې د پاره ئې عملي مبارزه کوله- کله چې پۀ ۱۹۳۷ء کښې انتخابات وشو او کانګرس ګټه ترلاسه کړه نو دے د ( Legislative Assembly) ممبر او د ډاکټر خان پۀ کابينه کښې د ماليې د وزير پۀ توګه وټاکل شو- پۀ کال ۱۹۴۶ء کښې چې کانګرس بیا انتخابات وګټل نو دے د ډاکټر خان پۀ کابينه کښې د ښوونې د وزير (اېجوکېشن سیکرټري) پۀ توګه وټاکل شو- او تر څو چې د دوې حکومت ؤ تر هغه وخته پورې ئې پۀ دغه څوکۍ خپل خدمات ترسره کړل- انګرېزانو خو پۀ خدائي خدمتګارو هغه ظلمونه وکړل چې د قلم ژبه هم نشي بیانولے خو دغه سلسله د انګرېز پورې محدود پاتې نۀ شوه او کله چې پاکستان جوړ شو قيوم خان چې د مسلم ليګ کارکن او د پښتونخوا وړمبے وزیر اعلیٰ مقرر شو نو هغه باچاخان او ډېر خدائي خدمتګار پۀ جېلونو کښې بندي کړل چې يو پکښې قاضي عطاءالله هم ؤ- قاضي عطاءالله ئې وړومبے د ډېره اسماعيل خان پۀ جېل کښې بندي کړو بیا ئې بیا د حېدر اباد جېل ته بدلون وشو خو دغه جېل د پښتون قام او پښتو ژبې د پاره يوه لويه ګټه راؤړه يعنې د جېل پۀ دوران کښې دۀ ٫٫ د پښتنو تاريخ،، پۀ پښتو ژبه وليکو او دومره بشپړ کار ئې وکړو چې دغه کتاب پۀ څلولو ټوکونو مشتمل ؤ-هر څو کۀ ملک د ازادۍ پۀ نوم جوړ شوے ؤ خو پښتنو ته پکښې هيڅ قسم ازادي نۀ وه مېلاؤ- قاضي عطاءالله ئې د حېدر اباد جېل نه بیا د مچ جېل ته ولېږو خو د جېل پۀ دوران کښې ئې صحت ډېر خراب شو او چې معائنه ئې وشوه نو معلومه شوه چې د وينې سرطان پۀ ناروغۍ اخته شوے دے- هر څو کۀ د دۀ ناروغي سخته (سيريس) وه خو پۀ قیوم خانۍ کښې دۀ ته هيڅ قسمه باقاعده علاج ور نۀ کړل شو او د ډاکټر او دوا ئې نه لرې وساتل شو- کله چې د مرګ خولې ته نيزدې شو نو دے ئې پۀ لاهور کښې د ميو هسپتال ته ولېږو خو ناروغۍ د دۀ وجود دننه دننه خوړلے ؤ او هم هلته پۀ د فرورۍ د مياشتې پۀ ۱۷ نېټه ۱۹۵۲ء کښې وفات شو.

نورې ليکنې۔۔۔